نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لويدلې افغان الوتکه و موندل شوه
داکتر هوسي
07.02.2005
لويدلې افغان الوتکه و موندل شوه
کام ايير کورنۍ او نړيوالې الوتنې لري .
افغان چارواکي وايي نن ( شنبه ) سهار يې د کام ايير ورکه شوې الوتکه موندلې ده .
دغه الوتکه چې د پنجشنبه په ورځ له هراته کابل ته خوځيدلې وه کابل هوايي ډگر ته نژدې د رادارو له پردې ورکه شوه .
د بدې هوا له امله د دغې الوتکې موندنه دا دوه ورځې گرانه وه .
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند وايي گومان نه کوي چې په دېپېښه کې دې څوک ژوندي پاتې شوي وي . لويدلې الوتکه د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په مټ موندل شوې ده .
داسې باور دى چې په وژل شويو کسانو کې نژدې ٢٠ تنه بهرنيان دي . ترکيې وړمه ورځ د خپلو يو شمير وگړو نومونه خپارۀ کړل چې ويل يې په دغې الوتکې کې سپارۀ و.
درې تنه امريکايي ښځې هم د دغې الوتکې سپرلۍ وې .
د افغانستان د دفاع وزارت وايي لويدلې الوتکه له کابله ٣٠ کيلومتره ليرې د بندغازى په سيمه کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په مټ موندل شوې ده .
کام ايير د افغانستان لومړنى خصوصي هوايي شرکت دى چې په هيواد کې دننه او ځينې نړيوالې الوتنې لري .
په لويدلې الوتکه کې د سپرليو خپل خپلوان شکايت لري چې ولې افغان چارواکي څلور ورځې وروسته لا هم نه دي توانيدلي چې لويدلې الوتکې ته ورشي او د دوى عزيزان ومومي .
نړيوال سوله ساتي ځواکونه او افغان امنيتي چارواکي وايي د بدې هوا له امله دوى نه دي توانيدلي چې لويدلې الوتکې ته ورشي .
افغان چارواکي وايي د پلازمينې په ختيځ کې د بند غازي په سيمه کې نژدې يو نيم متر واوره وريدلې چې لويدلې الوتکې ته د سرتيرو او ژغورونکيو رسول گرانوي .
نړيوالو خبري ټولنو ته په افغانستان کې سوله ساتو ځواکونو ويلي پرون ( شنبه ) يې ځينې سرتيري له الوتکو کښته کړي و خو وروسته اړ شول چې هغوى بيرته وژغوري .
د کام ايير الوتکه د پنجشنبه په ورځ د خرابې هوا له امله ولويده . دغه الوتکه چې ١٠٤ کسان پکې سپارۀ و له هراته کابل پلو روانه وه .
د دغو سپرليو ډيره برخه د افغانانو ده خو امريکايي ، روسي ، ترکي او لږ تر لږه يو تن ايرانى هم پکې سپور و .
د ناټو ځواکونه د هغه الوتکې د ولېدو ځاى ته رسېدلي دي چې د پنج شنبې په ورځ د کابل په ختيځ کې واورينو غرونو کې ولېدلې وه.
د ناټو يوه وياند ويلي د اسمان له شين کېدو وروسته دوى په دې توانېدلي دي چې د ډاکټرانو او غر ختونکو يوه وړه ډله له هيلي کاپترو څخه هلته کوزه کړي، خو دا چې د يو سل څلورو مسافرو او عملې څخه څوک ژوندى وموندل شي لږې هيلې شته دى.
ايساف ويانده هليه نه کوي چى کوم مسافر به ژوندى پاتى شوى وي.[color=violet:94190a1178][/color:94190a1178]
8/2/2005
داکتر هوسي
09.02.2005
خرابې هوا نن هم دالوتکي د لټون د هڅو مخه نېولې ده
خرابې هوا نن بيا ، د کابل ختيځ ته په هغو غرونو کې د لټون د هڅو مخه نېولې چې له څه باندې سلو کسانو نه ډکه يوه مسافر وړونکې الوتکه د پنجشنبې پر ورځ پکې لوېدلې.
کام اير بوينگ ٧٣٧ ډوله الوتکه له هراته کابل ته روانه وه چې تري تمه شوه.
د ناټو تر مشرلاندې د غرنۍ ژغورنې ځواکونه د دوشنبه پر ورځ هغه ځاى ته چې الوتکه پکى لويدلى وه ورغلل اود مړو ځېنې ټوټې يې وموندلې، خو داسې څه نښه نه وه چې د ١٠٤ سپرليونه کوم يو ژوندۍ پاتې وي
د لويدليالوتکي په اړه نوي معلومات
داکتر هوسي
15.02.2005
سلامونه !
د يادوني وړ بولم چي دا ليکني د BBC د راديو نه اخيستل شوي دي
د کام اير الوتکې دولېدو دوه اونۍ وروسته پلټنې پيل شوې دي
د الوتکې د ولېدلو علت تراوسه معلوم شوى نه دى
د افغان کام اير يوه بوينگ ٧٣٧ الوتکه د فبرورۍ په درېمه نېټه د کابل په ختيځ کې په واورين غرنو کې ولېده اوټول يو سل او څلورتنه سپرلۍ يې مړې شوې خو خرابې هوا دمړو د راويستو او پلټونکو ډلې ديکشنبې دورځې پورې له دې څخه منع کړې وو چې خپل کار پيل کړي.
د ناتو په هلي کاپترو کې ژورنالستان د الوتکې د ولېدو ځاىد هوا څخه کتلى چې درې زره متره لوړوالى لري، د ژورنالستانو په دې ډلې کې زمونږ خبريال انډريو نارت هم وو .
انډريو نارت وايي: زه اوس په دغه چورلکه کې د کابل ختيځ ته د يوۀ غره پر سر د الوتکې د لوېدو د ځاى پر سر يم. لاندې زه دېرش يا څلوېښت د ژغورنې کارکونکي، پلټونکي او دغه راز د افغان پوځ سرتيري گورم چې په واورو کې کېندنې کوي.
د غره د پاسه پر يوۀ وړې راوتلې ځمکې د الوتکې د لکۍ يوه ټوټه پرته ده، او نورې بېلا بېلې وړې ټوټې د غره پر ډډه خورې ورې دي، خو د الوتکې د بدنې د اصلې برخې کومه نښه نه لېدل کېږي.
په افغانستان کې له يوې تر ټولو بدې هوايي پېښې نژدې دوه اوونۍ وروسته، لا هم څرگنده نه ده چې ولې دا پېښه رامنځته شوه
زمونږ خبريال انډريو نارت
داسې ښکاري چې د الوتکې د ټوټو او پرچو ډېره برخه هغو درنو وراورو چې افغانستان کې ورېدلي پوښلې وي، او دا د همدې بدې هوا له امله ده چې دا ډله دا اوس اوس په دې توانېدلې چې د مړو د راويستلو او د پلټنو بهير پيل کړي.
خبريالان يوازې همدغومره د الوتکې د رالوېدو ځاى ته نژدې ور پرېښودل کېږي. نو دا دى په افغانستان کې له يوې تر ټولو بدې هوايي پېښې نژدې دوه اوونۍ وروسته، لا هم څرگنده نه ده چې ولې دا پېښه رامنځته شوه.
د افغانستان د دفاع وزارت چې پرون يې اعلان کړى وو د الوتکې بليک باکس يې موندلى دى نن وايي چې د قربانيانو د ځينو خپلوانو په غوښتنه ملي پوځ سره هغوي د مړو د راويستو په کار کې مرسته کوي.
Re: د لويدليالوتکي په اړه نوي معلومات
pattang
15.02.2005
هوسۍ خورې !
يو څو مسلکې د داکترې خبرې ولېکه ؟
په درنښت پتنګ
[quote:89c91a296d="داکتر هوسي"]سلامونه !
د يادوني وړ بولم چي دا ليکني د BBC د راديو نه اخيستل شوي دي
د کام اير الوتکې دولېدو دوه اونۍ وروسته پلټنې پيل شوې دي
د الوتکې د ولېدلو علت تراوسه معلوم شوى نه دى
د افغان کام اير يوه بوينگ ٧٣٧ الوتکه د فبرورۍ په درېمه نېټه د کابل په ختيځ کې په واورين غرنو کې ولېده اوټول يو سل او څلورتنه سپرلۍ يې مړې شوې خو خرابې هوا دمړو د راويستو او پلټونکو ډلې ديکشنبې دورځې پورې له دې څخه منع کړې وو چې خپل کار پيل کړي.
د ناتو په هلي کاپترو کې ژورنالستان د الوتکې د ولېدو ځاىد هوا څخه کتلى چې درې زره متره لوړوالى لري، د ژورنالستانو په دې ډلې کې زمونږ خبريال انډريو نارت هم وو .
انډريو نارت وايي: زه اوس په دغه چورلکه کې د کابل ختيځ ته د يوۀ غره پر سر د الوتکې د لوېدو د ځاى پر سر يم. لاندې زه دېرش يا څلوېښت د ژغورنې کارکونکي، پلټونکي او دغه راز د افغان پوځ سرتيري گورم چې په واورو کې کېندنې کوي.
د غره د پاسه پر يوۀ وړې راوتلې ځمکې د الوتکې د لکۍ يوه ټوټه پرته ده، او نورې بېلا بېلې وړې ټوټې د غره پر ډډه خورې ورې دي، خو د الوتکې د بدنې د اصلې برخې کومه نښه نه لېدل کېږي.
په افغانستان کې له يوې تر ټولو بدې هوايي پېښې نژدې دوه اوونۍ وروسته، لا هم څرگنده نه ده چې ولې دا پېښه رامنځته شوه
زمونږ خبريال انډريو نارت
داسې ښکاري چې د الوتکې د ټوټو او پرچو ډېره برخه هغو درنو وراورو چې افغانستان کې ورېدلي پوښلې وي، او دا د همدې بدې هوا له امله ده چې دا ډله دا اوس اوس په دې توانېدلې چې د مړو د راويستلو او د پلټنو بهير پيل کړي.
خبريالان يوازې همدغومره د الوتکې د رالوېدو ځاى ته نژدې ور پرېښودل کېږي. نو دا دى په افغانستان کې له يوې تر ټولو بدې هوايي پېښې نژدې دوه اوونۍ وروسته، لا هم څرگنده نه ده چې ولې دا پېښه رامنځته شوه.
د افغانستان د دفاع وزارت چې پرون يې اعلان کړى وو د الوتکې بليک باکس يې موندلى دى نن وايي چې د قربانيانو د ځينو خپلوانو په غوښتنه ملي پوځ سره هغوي د مړو د راويستو په کار کې مرسته کوي.[/quote:89c91a296d]
لړمون خوړينی
16.02.2005
قدرمنې خورې ډاکټر هوسۍ !
اسام عليکم ...
غوره به وي چې خبرونه کامه وال صاحب او ياهم دټول افغان نورو خبريالانوته دهغوی په بريښنايي پتو ور واستوئ ترڅو په لومړي مخ کې ځای ورکړل شي ، او به داچې دبحث فورم دخبرونو لپاره نه دی