سياست او روانې چارې
طالبانو یې مسؤلیت په غاړه اخیستئ
اتل
17.01.2014
السلام علیکم، محترمو لوستونوکو، لیکوالو او مبصرینو
طالبان صاحبان وایي چې د کابل د وزیراکبرخان په مینه کې د لبنانیانو په رستورانت دوی ځان مرګي حمله کړیده، او دعوی کوي چې خارجیان یې پکښې وژلی دي.
آیا هرڅوک چې خارجي وي، باید طالبان صاحبان یې ووژنې؟
آیا طالبان د ټولو خارجي ملکونو ملکي خلک باید ووژني؟
آیا هغه خارجي اتباع چې افغانستان ته د یوه سیاسي میثاق په بنیاد راغلي، باید طالبان یې ووژني، او که یې د ژوند په ساتنه کې کوښښ وکړي؟
آیا دغه ټول برسیره ټکي د اسلامی ارشاداتو، افغاني عنعناتو او بین المللی قوانینو او تعاملاتو سره اړخ لګوي او که نه؟
که طالبان غواړي چې په افغانستان کې اسلام امارت جوړ کړی، او یا د موجوده حکومت سره په قدرت کې ځان شریک ګړي، آیا د خارجیانو په نظر به دوی څنګه خلک وی، او ولې به حسنه روابط ورسره پالي؟
دا لاندې رپوټ بي بي سي خپور کړیدي:
======
کابل کې درنه چاودنه شوې
د خپريدو وخت: 16:03 گرینویچ - جمعه 17 جنوري 2014 - 27 مرغومی 1392
په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل ځانمرګی برید د لبنانیانو پر هغه رسټورانټ شوی چې اکثراً بهرنیان ورځي
د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې یوه درنه چاودنه شوې.
چاودنه د ماښام په شاخوا اوو بجو او ۲۰ دقیقو شوې او ترې وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.
یوه عیني شاهد ویلي چې له یوې درنې چاودنې وروسته شاخوا ۲۰ دقیقې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل په چاودنه کې د لبنانیانو یو رسټورانټ چې اکثراً بهرنیان ورځي، په نښه شوی دی.
د دغې سرچینې په وینا یوه ځانمرګي برید کوونکي د رسټورانټ په دروازه کې ځان الوزولی دی.
د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او ادعا کوي چې څو بهرني اتباع یې په کې وژلي دي.
رپوټونه وايي افغان او بهرنیو ځواکونو سیمه محاصره کړې او چاته اجازه نه ورکوي چې دغې سیمې ته ورشي.
په همدې سیمې کې د کاناډا، ناروی او تاجکستان سفارتونه هم دی.
افغان چارواکي وايي وېره ده چې په چاودنه کې یو شمېر خلکو ته مرګ وژبله اوښتيې خو د شمېر په هکله یې تر دې دمه څه نه شي ویلای.
دهزاد
18.01.2014
هرعمل عکس العمل دارد
قتل عام پروان حمله وزیراکبرخان درپی داشت
tandar
18.01.2014
قتل عام دشت ليلي، قتل عام قندز، کنر، بسته کلي په هلمند کي نابودشو، دوادونو مراسم بمبارد شوه په جسدنو متيازي وشي بي ګناه انسانان په زندانو کي شکنجه کيږي اوداسي نورجنايات.............
څومره ماشومان په بمبارد کي يتيمان شول؟
څومره خورګاني اومورګاني په بمبارد کي کونډي شوي ؟
انسانان نه وه اونه دي ؟
له دغه درزه عبرت واخله اشغالګره
..............دافغان خاوره هردشمن ته لوي تابوت دي
ديوه ازاد هيواد په هيله.
Samsor Afghan
19.01.2014
اتل صیب سلامونه
دا کار د ایران له خوا تر سره شوی د طالبانو په زړه یو کار هم نه شی کیدلی بلکی ورته امر کیژی چی دا کار وکړی.
طالبان اوس لکه د یو سهامی شرکت هر نوعه توریریستی حملات هم کوی او هم یی مسولیت پر غاړه اخلی فقط ډیر کمی پیسی ځکه اوس یی یو څه کارو بار خراب شوی.
دا ځل خو ښه ده خپلو کی یی ( امریکا، ایران، عربستان) سره وژلی نوری ټولی حملی یی د افغانو د سر معاملی وی.
کومی خبری چی تاسو کړی هغو باندی نه طالبان ( چړیان ) پوهیژی او نه اهمیت ورکوی.
په درناوی
pattang
19.01.2014
وام خداي د خوار که سليمانخيله دابله لار خو تاسو قباله کړې
او چېرې ورک یې رينه کړاڅيه!
دالر وهه تهمت کوه ! کوم شی چې په ځان کې وينې په نورو کې مه
وينه ! ترڅو چې اشغالګر وي جنګ به وي ! ولې په خبره نه پوهېږۍ!
د افغانستان د بربادي علت :
فاسد پښتانه، شورای نظار او صليبي اشغالګر دي !!!
[quote:17c2f67719="Samsor Slimankhil"]اتل صیب سلامونه
دا کار د ایران له خوا تر سره شوی د طالبانو په زړه یو کار هم نه شی کیدلی بلکی ورته امر کیژی چی دا کار وکړی.
طالبان اوس لکه د یو سهامی شرکت هر نوعه توریریستی حملات هم کوی او هم یی مسولیت پر غاړه اخلی فقط ډیر کمی پیسی ځکه اوس یی یو څه کارو بار خراب شوی.
دا ځل خو ښه ده خپلو کی یی ( امریکا، ایران، عربستان) سره وژلی نوری ټولی حملی یی د افغانو د سر معاملی وی.
کومی خبری چی تاسو کړی هغو باندی نه طالبان ( چړیان ) پوهیژی او نه اهمیت ورکوی.
په درناوی[/quote:17c2f67719]