سياست او روانې چارې
د ځان ځانۍ ښامار
میرویس
17.01.2014
ګرانو وطنوالو، د میني او محبت سلامونه مې ومنئ
کمونستانو چې چې کودتا وکړه، اول یې په ولس کې ویره واچوله، او بیا یې د سر سړي دانه دانه ونیول. یو سړئ به یې چې ونیوّه، نورو به فکر کاوه چې ګوندې موږبه، نه نیسي، خو په مدار مدار به هغوی هم یو پر بل پسې ونیول شول.
ترڅوچې ولس تنګ شو، او د ځان د ساتنې دپاره یې جهاد پیل کړ. د جهاد بل قوي عنصر د کفر او الهیاتو تر منځ مقابله وه.
د کمونستانود بې تجربګۍ او ظلم د اوج، او ولس د زغم او تحمل دکاسې د لبریز کیدو په وجه چې خلکو وسلوال مقاوت بيل کر، د اور لمبې یې لا هم شغلې وهي، او زموږ خارجي دښمنان لاهم لمن ورته وهي.
نن سبا د جهاد تر نامه لاندې طالبان، لکه چې کمونستانو د دموکراسۍ تر نامه لاندې په ولس ډول ډول ظلمونه کول، همدغې مظالم جاري ساتلي دي. ددین عالمان، د ټولنې نخبه افراد، حکومتي کارکونکي، او هر هغه څوک چې ددوی سره هم عقیده ندي او د صلحې ملاتړ او د جنک مخالفت کوي، دانه دانه وژنی او په ولس تیري او ظلمونه کوي.
خو ولسونه چې د طالبانو د ناوړه اعمالو نه تر پزې راشي بیا پاڅونونه کوي او د طالبان پرخلاف وسلې اخلي. نن سبا د لغمان د ولایت د الینګار د ولسوالۍ د نورلام ددرې ۴۰۰ سوه تنو د طالبانو په خلاف وسلې اخیستي دي. د غه جریان اول په غزني کې اندړو پیل کړ او ورسته دګڼو ولایتونو په لسهاوو ولسوالیو پاڅونونه وکړل.
وايي چې په تنګ شي، په جنګ شي. پدې پاڅونونو کې هم ددواړو پلوونو نه خلک مري، خو تر ټولو مؤثره لاره ځاځیو غوره کړیده، چې نه ځوک پکې مري او نه څوک په چا ظلم کولای شي. ځاځیو قومي ټیږه اېښې چې ځاخي به طالبان خپلې علاقې ته نه ور پریږدي. که څوک طالبانو ته ځای ورکړي، جریمه کیږي او که په هغو هم ونه شول، بیا به یې د ځاځیو نه شړي. د ځاځیو دا کار ډیر مؤثر ثابت شویدئ. اوس نه په ځاځیو کې دطالبانو تشدد شته، نه حکومتي قواوې هلته ځي چې عملیات وکړي، ځکه چې هلته صلح او امنیت برقرار دي او ځاځي خپل آزاد ژوند او آزاد تجارت کوي.
خو په هغوو اکثره علاقو کې چې طالبان فعالیت کوي، چاودنې پکې کیږي، ځان مرګي حملې او تشد پکې حکمفرما دئ. د ښځو، معارف، معلم، متعلم او عام ولس سره طالبان زور زیاتئ کوي.
دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
====
د پاڅونوالو او وسله والو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتي
۲۷ دی ۱۳۹۲, ۱۱:۲۹
په الینګار کې د ولسي پاڅون کوونکو او مخالفو وسله والو تر منځ په نښته کې دوه تنه وسله وال او يو پاڅونوال وژل سوى.
د لغمان ولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې ددي ولايت د الینګار ولسوالۍ په نورلام صیب دره کې تیره ورځ د مخالفو وسله والو پر وړاندې د دغې درې ولسونو پاڅون کړی چې تر منځ یې په وسله واله نښته کې د مخالفو وسله والو دوه تنه وژل سوي او له درېیو کلیو ليري کړل سوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې په دغه نښته کې یو تن ولسي پاڅون کونکی هم په وژل سوى او دوه تنه نور ټپيان سوي دي.
ولسي پاڅون کونکي چې شمیر یې شا و خوا ۴۰۰ تنو ته رسیږي وايي چې د مخالفینو له ناوړه کړنو څخه په تنګ سوي ول نو ځکه یې پرېکړه کړې چې پر وړاندې یې پاڅون وکړي.
تر اوسه کومي ډلي په دي تړاو څه نه دي ويلي ولي په افغانستان کې د ولسي وګړيو پاڅون هغه څه دى چې وروسته تر پاڅون يې دولت ملاتړ کوي.
د یادولو ده چې نژدې دوه کاله وړاندې د الیشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو ولسونو هم د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پاڅون وکړ او په دي پاڅونونو کې زياتي مرګ ژوبلي هم را منځته سوي.