د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اسلامیت تر څنګ افغانیت هم غواړو


بهير غورځنګ
16.01.2014

په بریښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام د کلیمې تر څنګ د افغان د کلیمې کلک غوښتونکي یو.
دا چې موږ پښتانه په یوه سوک ته ورته هېواد کې کې په داسي حال کې ژوند کوو چې په موږ کې بهرنئ مداخله په پراخه ډول روانه ده.
که څه هم نن یو نوی خبر ښيي چې که په پېژندپاڼو کې د افغان کلیمه زیاته نشي نو ددې ځوریدلي ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي موږ په دې هېواد کې د هغو جهادیانو له لاسه تر پښو لاندي کیږو کوم چې هلته په دنګو ماڼیو کې ناست ول او زموږ په سره به یې خپلي مشورې جاري کولې دا چې موږ هلته هم ورته موقع نه ده ورکړي : خو یوځل بیا په دوی غږ کوم چې هیڅکله به دا موقع ورنکړو چې د افغان کلیمه زموږ له پېژند پاڼو وباسي.
که چیرته جلالتماب ولسمشر حامد کرزی نورو افغان خرڅ وکیلانو په څېر دا قانون توشیح کړي بیا هم وایم چې دسخت غبرګون سره به مخ شي بیا هلته دده سترګي هغو وکیلانو ته کتل کوي کومو چې په دې ۱۲ کلونو کې موږ د یوه او بل په نامه وژلي او همدا رنګه یې زموږ فرهنګ هم تر پښو لاندي کړئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more