د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

۲۰۱۴م کال، تیري وسووسې او راتلونکي اندېښنې


بهير غورځنګ
16.01.2014

که څه هم په دې کال کې د افغانستان د تاریخ یوه بله پاڼه واوښته خو هغه څه چې مو لیددلي وو هغه په کې ذکر شول.
په دې کال کې نه یوازې دا چې له افغانستانه به نړۍ وال ځواکونه وځي، افغانان برخلیک ټاکوونکې ټاکنې هم په مخکې لري. خلک ټاکنو ته له دې امله هم انتظار وباسي، چې ټاکنې څنګه ترسره کېږي، ځکه په سوله ییز ډول د سیاسي واک د انتقال یوازینۍ لاره ټاکنې دي.
لکه څنګه چې هنداره ښیي چې د سیاسي واک لیږ یواځینۍ لاره شفافه ټاکني دي
که چېرې ګاونډي او نړۍ وال هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي، ټاکنې ښې ترسره شي او په افغانستان کې یو په پښو ولاړ حکومت رامنځته شي، له بهرنیانو سره به په اړیکو کې یوه روښانه او فعاله دیپلوماسي غوره شي، له هغوی سره به په اړیکو له سره غور وکړي. په دغسې صورت کې د سیمه ییزو او ګاونډیانو هېوادونو مشروع ګټې افغانستان د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې په رسمیت وپېژني او د افغانستان د اوسني روان مهم وضعیت پر ځای به ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه شته اندېښنې لرې کړي. افغانستان به هم د ښېرازۍ، پرمختګ او ترقۍ لور ته ګامونه واخلي.
په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو یو لامل د ګاونډيانو ناسمه لاسوهنه او ناوړه سیالي ده. په روان کال کې افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان د راتلونکې په اړه د اندېښنې په ډاګه کولو پر ځای باید سره لاسونه ورکړي، له افغانستان سره مرسته وکړي. له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، له خپلو سیالیو او ناوړه موخو تېر شي. له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي. افغان دولت دې تر دې حده پیاوړی کړي، چې وکولای شي ترهګرۍ ماته کړي او پرېنږدي، چې ګاونډیو هېوادونو ته سرایت وکړي.
اوس به ایا روانه جګړه پای ته ورسیږي،سیاسي بڼه به خپله کړي او که سمیزه بڼه خپله کړي؟
خو بدبختانه چې په دې کال کې موږ هم په تیرو پسي روان هغه چې وايي [چې تیر هېر] نو زموږ د پاره برخلیک ټاکلو کال کې باید هغه څه ذکر نشي کوم چې په تېر کال کې ذکر کړل
دا چي موږ به څنګه نړیواله ډیپلوماسي غوره کړو دا به راتلونکی روښانه کړي!
[size=18:d476f776a0][/size:d476f776a0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more