نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددیني افراطه، تر جنایي افراطه
اتل
14.01.2014
د فورم ډیرو محترمو برخه والو، السلام علیکم
نن سبا چې د طالبانو په برخه کې خبرونه خپریږي، نو د فورمونو هغه محترم وروڼه، چې طالبان د افغانستان د بدبختیو حلال ګڼي، دطالبانو د نا ښایسته اعمالو نه بلې خوا ته د لوستونکو د پام د اړولو دپاره سمدستي، یا لیکوال او یا د خبر منبیع ته په کنځلو پیل وکړي او تهمتونه ورپورې کړي، او یا هم د طالبانو د جنایاتو ملامتي په خارجي قواوواو د افغان حکومت په غاړه اچوي. دغه ملګري حق لري چې د خپلې خوښې ډلې ملاتر وګړي، خو په رښتیا، نه په نامردۍ او خدعه.
پداسې حال کې چې طالبان هیچا ندي مجبور کړي چې د خپل ولس په وړاندې د جنایاتو مرتکب شي، دطالبانو ملاتړي وروڼه دې پدې حقیقت پوه شي چې ددوی دغسې د پټو سترګو قصدي تهمتونه، نه یوازې داچې طالبانو ته برائت نشي ورکولئ، بلکه پخپله دوی هم د ولس په اذهانو کې مردود کیږي، او د طالباو د جنایاتو شریکباڼي کڼل کیږي.
د طالبانو هغه قشر چې په اسلام کې افراط کوي، له یوې خوا د اسلام او مسلمانانو سره خیانت کوي، ځکه چې افراط په اسلام کې حرام او ناروا دئ، او له بلې خوا د اسلام ددفاع په پلمه مسلمانان وژني او پدې لاره کې هم افراط کوي.
داسلام مقدس دین نه د افراط دین دې، نه د تفریط، بلکه اسلام د میانه روۍ او ملایمت دي دئ.
د افراطي طالبانو د اعمالو ثبوت پدې لاندې خبر کې چې بي بي سي خپور کړیدي، له ورایه څرګندیږي:
====
پېښور ته څېرمه جنازې ځای کې بمي چاودنه شوې
د خپريدو وخت: 07:36 گرینویچ - دوشنبه 13 جنوري 2014 - 23 مرغومی 1392
په پام کې وې چې نن ماسپښین دغه ځای کې د عوامي نېشنل ګوند د پخواني ایالتي مرستیال مشر میا مشتاق جنازه ادا شي.
میا مشتاق د یکشنبې په ورځ په ډزو کې وژل شوی. د بي بي سي ځايي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د بمونو شنډولو ادارې فعالان د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د یکشنبې په ورځ خیبر پښتونخوا کې پر سیاسي مشرانو بریدونه وشول، چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د ایالتي مشر په ګډون درې فعالان ووژل شول او د پاکستاني لومړي وزیر میا نوازشریف سلاکار امیر مقام له یوه بریده روغ ووت.
دواړو بریدونو کې اته کسان ووژل شول. پېښور ته څېرمه ماشوخیلو سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر میامشتاق پر ګاډي ډزې وشوې، چې پایله کې یې نوموړی ووژل شو.