سياست او روانې چارې
څوک د چا دوژلو جوازلري؟
میرویس
13.01.2014
دفورم ګرانو شریکانو، اسلام علیکم
ځان مرګي حملې، د مسلمانانو قتلونه، او نور فسادونه اوفتنې دومره زیاتې شوې چې د هغو د خبرونو خپریدو او تبصرو خپل ارزښت د لاسه ورکړیدئ. ددغو حملو دحق او باطل په هکله اسلامي ارشاداتو، کلتوري او انساني اړخ ته هم څوک نوره توجه نه کوي، ځکه چې دغه فتنې روزمره چارې ګرزیدلې دي.
که کفار ددنیا په کومه ګوښه کې د اسلام دین په سبکه ژبه یاد کړي، نو موږ مسلمانان غرغړې وهو چې وګوره اسلام ته یې سپکاوې وکړ.
خو که موږ مسلمانان چې مسجدونه ړنګوو او سوزوو، او قرآنکریمونه هم پکې سوزوو، د الله ددساتیرو خلاف عمل کوو، اومسلمه امت قتلوو، موږ خپل غوږونه څوړ اچول، او هیڅ نه وایو. موږ اصلاً کتمان حقیقت کوو، او دا د چندې مسلمان کار ندئ.
راځئ نن پدې وغږیږو چې څوک د مسلمانانو، او په تیره بیا دافغانانو د وژلو جواز لري، او دا جوازونه کوم مللکونه او کومې ادارې یا مقامات ترکومو شرائطو لاندې ورکوي؟
د کابل دپولسود تعلیمي مرکزدکار کونکو په بس موټرباندې دحملې کولو، او د هغوی دوژلو او ټپي کولو مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیسئ دئ.
ګرانو وروڼو، تاسې دغسې حملې او د طالبانو دغسې اعمال څنګه ارزیابي کوئ، او د مخنیي لاره یې کومه ده؟
دا لاندې رپوټ خبربال خپور کړیدئ:
====
په ځانمرګى بريد کې ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
۲۲ دی ۱۳۹۲, ۵:۳۷
د افغانستان د کابل ښار په کابل باى سيمه کې د پوليسو د روزنيز مرکز د کارکوونکو پر بس موټر ځانمرګى بريد تر سره سوى دى او پر مهال يې دوويشت تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
د کابل د امنيي قومندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي ويلي دي چې بريد پر هغه موټر سوى کوم چې د پوليسو د روزنيز مرکز کار کوونکو يې ليږدول.
هغه وايې چې په دي بريد کې دوه تنه وژل سوي دي او شل تنه نور ټپيان سوي دي.
هغه زياته کړي چې په وژل سويو کې يو پوليس محصل او يو تن اجير دى او همدا راز په ټپيانو کې دري ښځي او دري ماشومان دي.
له بلي خوا ويل کيږي چې په څوارلس نورو ټپيانو کې هم ملکيان او پوليس شامل دي.
دغه بس موټر نن ماپښين شاوخوا دري نيمي بجي د ځانمرګي بريد ښکار سوى دى.
ددي بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى او ادعا يې کړي چې په دي بريد کې يې شاوخوا ديرشو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
پوليسو ويلي دي چې ددي پېښـي په اړه يې نور تحقيقات پيل کړي دي.
صبور
13.01.2014
برادر محترم میرویس خان اسلام علیکم و رحمته الله،
درست است که حملات شیطانی و تروریستی خودکش در هرگوشه و کنار کشور بخون نشستهء ما زیاد شده، اما همین است راه و هدف گروه های که از طریق کشتار مردم مسلمان ما میخواهند قدرت را بدست بگیرند.
قدرت و شهرت بیحد بد چیز است، انسانها را در طول تاریخ از دین و مذهب چه که حتی از مقام والی انسانیت دور ساخته اند.
تشکر از مطلب جالب و خوب تان.
با احترام،
میرویس
29.01.2014
صبور وروره، السلام علیکم
ستاسې د تاریخ د کتاب دمنخه خبرې کوئ.
د لمړي ځل دپاره دفورم یوه ګډون کونکي ع. کریم حلیمي چې په تواتر یې ددین په برخه کې لیکنې کړیدي، زموږ ډیر نازولي، پتنګ صاحب ته چې د ماغزو په عوض د خپلې ګیډې نه خبرې راباسي او فتواوې ورکوي، په ټینګه وویل چې د ارک د پاسه د کلمته الله بیرغ رپیري،او د سیاسي نظام د اړولو دپاره مبارزه حق ده، مګر مړي کول ناروا دي.
د حلیمي د خبرې معنی دا ده چې هر څوک چې کلمته الله وایي وژل یې حرام دي.
طالبان چې هرڅومره دروغ ووایي اوس ولس پدې پوه شویدئ چې طالبان ولس دوکه کوي، اوولس د طالبانو په خبره نور باور نه کوي.
په درناوي.