نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملالې یوسفزۍ د هنګو اعتزاز او د هلمند سپوږمۍ ته د مرستو اعلان وکړ
اتل
10.01.2014
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
ملاله یوسفزۍ چې د پاکستان طالبانو په صوات کې مرګوني حمله ورباندې وکړه، او بیا برتانیې ته دعلاج دپاره ولاړه، او د علاج نه وروسته یې د ماشومانو د تعلیم او تحفظ دپاره دمرستو ټولولو یو صندوق جوړکړ، اعلان کړي چې د هنګو د اعزازحسن او هلمند د سپوږمۍ سره مرسته کوي.
طالبانو په ملاله ځکه حمله وکړه چې هغې د نجونو د تعلیم دا عیه پر مخ بیوله. طالبان ځکه د تعلیم سره مخاف دي، چې که نجوني او هلکان تعلیم وکړي، بیابه یې طالبان نشې غولولئ چې یا ځان مرګي حملې ورباندې وکړي او یا په عام محضر کې دماکې ورباندې وکړي.
طالبانو څه موده مخکې په پیښور کې یوه نهه کلنه نجلې د سرک نه و تښوتوله او یوه کورته یې بوتله چې د بمونو واسکټ ورواغوندې او د پوایسو پوسته ورباندې والوزوي.
هغې ته یې چې واسکټ ور وړ، پرې لوی ؤ. کله چې دهغې اختطاف کونکي طالبان په بل واسکټ پسې بلې خونې ته لاړل، دا نجلۍ دپولسو پوستې وروتښتیده.
وړمه ورځ طالب قواندان ظاهرخپله لس کلنه خور سپوږمۍ د هلمند د ولایت د خانشین په ولسوالۍ کې مجبوره کړه چې بمنوه ور پورې وتړي او دپولیسو پوسته والوزوي. خو هغه پولیسو د واسکټ سره ونیوله.
طالبان دغسې نجونی او د سیا کرد غوندې هلک چې د سرحد نه بهر یې روزلئ ؤ او بیا یې په خوست کې حکومتي امنیي افسر ورباندې واژه پیدا کوی، او داسې قتلونه ورباندې کوي، چې دغه ماشومان هم پکې مري.
خو کله چې ماشومان ښونځي ته لاړ شي نه یوازې دا چې د طالبانو د سحر زهر نه ورباندې ځي، بلکه د مکتب شاګرد اعزازحسن غوندې، د ځان مرګو سره مقابله هم کوي. اعزازحسن چي په هنګو کې ځان مرګئ پرې نښود چي مکتب ته يې ور ننوزي، شاګردان او معلمان ووژني، د مکتپ په دروازه کې یې څان مرګئ ودراوه، او په کش مکش کې، خآنمرګي بم وچاوه او دواړه ووژل شو.
سپوږمۍ او اعزازحسن دواړه چې د طالبانو د دسیسو قربانیا ن او د خپلو ولسونو قهرمانان دي، ملاله یوسفزۍ وایي چې مالي مرستې ورسره کوي. دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
====
ملالې یوسفزۍ د هنګو اعتزاز او د هلمند سپوږمۍ ته د مرستو اعلان وکړ
ملاله یوسفزۍ
10.01.2014
پراګ: د تعليم لپاره مبارزه کوونکې ملالي يوسفزۍ د خيبر پښتونخوا د هنګو د ضلعې هغه ماشوم کورنۍ ته د پنځه لکه روپيو ورکولو اعلان کړی دی چې د يو ځانمرګي بريد د مخنوي په هڅه کې ووژل شو.
پوليس وايې، د زيارت په ورځ اعتزاز حسن يو سکول ته ننوتونکی ځانمرګی ونیوی چې پر دې مهال چاودنه وشوه او دی ووژل شو.
ملالي يوسفزی نن په جاري شوي يوه بيان کې د اعتزاز حسن له کورنۍ سره غمرازي کړې ده او ويلي یې دي چې دا د نوموړي په جرات وياړي.
ملالې یوسفزۍ له حکومته غوښتي چېد وژل شوي اعتزازحسن لپاره دي يو ايوارډ يا جائزه اعلان کړي.
د ملالې یوسفزۍ له خوا په خپاره شوي بیان کې له افغان حکومت او ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه شوې چې د هلمند د هغې لس کلني سپوږمۍ ژوند دي خوندي کړي چې خپل ورور ورته ځانمرګی واسکټ اغوستی وو خو بیا له چاوديدو وژغورل شوه.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وویل چې پوليسو د يکشنبې په ورځ د هلمند په جانشين ولسوالۍ کې سپوږمۍ ونيول. سپوږمۍ پولیسو ته ویلي ول چې ورور يې په زور دې ته د بريد لپاره د بارودو ډک واسکټ ور اغوستلو هڅه کوله.
ملالې يوسفزۍ اعلان کړی دی چې دا د سپوږمۍ د تعليم ترلاسه کولو او د يوه خوندي ژوند تيرولو لپاره هر ډول مالي او اخلاقي مرستو ورکولو لپاره تياره ده.
ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم او نورو حقونو لپاره د مبارزې له کبله وسله والو طالبانو د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه د خیبر پښتونخوا په سوات کې په ډزو ویشتلې وه چې بیا د علاج لپاره بریتانیا ته یوړول شوه.
Re: ملالې یوسفزۍ د هنګو اعتزاز او د هلمند سپوږمۍ ته د مرستو اعلان وکړ
pattang
10.01.2014
اتل خانه داخو دسي ای اې دوهمه ملا له ده او لکه يوسفزۍ ملالې
ته کتاب او story هم دواړه تيار ورته ليکل شوی دي !
خو دافغانستان دغه خواري چېرموښکۍ ملاله داسې د بېز نيس
يوسفزۍ ملاله نده چې له هولبروک او نورو سياسي سې ای اې
سره خبرې اوترې وکړي او شرائط کېږدي !
دافغانستان ملاله خو لکه دپسرلي ډنګره بوزه خپل ځان نشي وړی خو
فاسد رژيم او استاذ یې سي ای اې خوشې رسۍ پکشې اچولې
او کشوي یې !
پرون مې په خوراکي مغازه کې سودا واخيسته ملاله مې وليده !
[img:2baf2de4b8]http://www.droemer-knaur.de/fm/48/thumbnails/978-3-426-27629-7.jpg.30630402.jpg[/img:2baf2de4b8]
دکتاب نوم : [ زه ملاله يمه ]
قيمت یې ۱۹،۹۰ اېرو دی او خرڅېږي خو له نفرته ډک مې په لاس
کې واخيست او سر چپه مې کېښود ځکه چې مردار مخ یې په سترګو
بد رالګېده !
[quote:2baf2de4b8="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
ملاله یوسفزۍ چې د پاکستان طالبانو په صوات کې مرګوني حمله ورباندې وکړه، او بیا برتانیې ته دعلاج دپاره ولاړه، او د علاج نه وروسته یې د ماشومانو د تعلیم او تحفظ دپاره دمرستو ټولولو یو صندوق جوړکړ، اعلان کړي چې د هنګو د اعزازحسن او هلمند د سپوږمۍ سره مرسته کوي.
طالبانو په ملاله ځکه حمله وکړه چې هغې د نجونو د تعلیم دا عیه پر مخ بیوله. طالبان ځکه د تعلیم سره مخاف دي، چې که نجوني او هلکان تعلیم وکړي، بیابه یې طالبان نشې غولولئ چې یا ځان مرګي حملې ورباندې وکړي او یا په عام محضر کې دماکې ورباندې وکړي.
طالبانو څه موده مخکې په پیښور کې یوه نهه کلنه نجلې د سرک نه و تښوتوله او یوه کورته یې بوتله چې د بمونو واسکټ ورواغوندې او د پوایسو پوسته ورباندې والوزوي.
هغې ته یې چې واسکټ ور وړ، پرې لوی ؤ. کله چې دهغې اختطاف کونکي طالبان په بل واسکټ پسې بلې خونې ته لاړل، دا نجلۍ دپولسو پوستې وروتښتیده.
وړمه ورځ طالب قواندان ظاهرخپله لس کلنه خور سپوږمۍ د هلمند د ولایت د خانشین په ولسوالۍ کې مجبوره کړه چې بمنوه ور پورې وتړي او دپولیسو پوسته والوزوي. خو هغه پولیسو د واسکټ سره ونیوله.
طالبان دغسې نجونی او د سیا کرد غوندې هلک چې د سرحد نه بهر یې روزلئ ؤ او بیا یې په خوست کې حکومتي امنیي افسر ورباندې واژه پیدا کوی، او داسې قتلونه ورباندې کوي، چې دغه ماشومان هم پکې مري.
خو کله چې ماشومان ښونځي ته لاړ شي نه یوازې دا چې د طالبانو د سحر زهر نه ورباندې ځي، بلکه د مکتب شاګرد اعزازحسن غوندې، د ځان مرګو سره مقابله هم کوي. اعزازحسن چي په هنګو کې ځان مرګئ پرې نښود چي مکتب ته يې ور ننوزي، شاګردان او معلمان ووژني، د مکتپ په دروازه کې یې څان مرګئ ودراوه، او په کش مکش کې، خآنمرګي بم وچاوه او دواړه ووژل شو.
سپوږمۍ او اعزازحسن دواړه چې د طالبانو د دسیسو قربانیا ن او د خپلو ولسونو قهرمانان دي، ملاله یوسفزۍ وایي چې مالي مرستې ورسره کوي. دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
====
ملالې یوسفزۍ د هنګو اعتزاز او د هلمند سپوږمۍ ته د مرستو اعلان وکړ
ملاله یوسفزۍ
10.01.2014
پراګ: د تعليم لپاره مبارزه کوونکې ملالي يوسفزۍ د خيبر پښتونخوا د هنګو د ضلعې هغه ماشوم کورنۍ ته د پنځه لکه روپيو ورکولو اعلان کړی دی چې د يو ځانمرګي بريد د مخنوي په هڅه کې ووژل شو.
پوليس وايې، د زيارت په ورځ اعتزاز حسن يو سکول ته ننوتونکی ځانمرګی ونیوی چې پر دې مهال چاودنه وشوه او دی ووژل شو.
ملالي يوسفزی نن په جاري شوي يوه بيان کې د اعتزاز حسن له کورنۍ سره غمرازي کړې ده او ويلي یې دي چې دا د نوموړي په جرات وياړي.
ملالې یوسفزۍ له حکومته غوښتي چېد وژل شوي اعتزازحسن لپاره دي يو ايوارډ يا جائزه اعلان کړي.
د ملالې یوسفزۍ له خوا په خپاره شوي بیان کې له افغان حکومت او ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه شوې چې د هلمند د هغې لس کلني سپوږمۍ ژوند دي خوندي کړي چې خپل ورور ورته ځانمرګی واسکټ اغوستی وو خو بیا له چاوديدو وژغورل شوه.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وویل چې پوليسو د يکشنبې په ورځ د هلمند په جانشين ولسوالۍ کې سپوږمۍ ونيول. سپوږمۍ پولیسو ته ویلي ول چې ورور يې په زور دې ته د بريد لپاره د بارودو ډک واسکټ ور اغوستلو هڅه کوله.
ملالې يوسفزۍ اعلان کړی دی چې دا د سپوږمۍ د تعليم ترلاسه کولو او د يوه خوندي ژوند تيرولو لپاره هر ډول مالي او اخلاقي مرستو ورکولو لپاره تياره ده.
ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم او نورو حقونو لپاره د مبارزې له کبله وسله والو طالبانو د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه د خیبر پښتونخوا په سوات کې په ډزو ویشتلې وه چې بیا د علاج لپاره بریتانیا ته یوړول شوه.[/quote:2baf2de4b8]
اتل
14.01.2014
پتنګ صاجب، السلام علیکم
وروګله که په غوصه کیږي نه، ستا د خبورنه مې غونې زیږي شوي، لکه چې د خدای تعالا نه ویره درنه هیره ده، د طالبانو په عشق او محبت کې دې عاطفه، رحم، خواخوږي، دا نسان سره مینه، محبت، به خوارانو او مطلومانو زړه سوئ، دا ټول درنه هیر شویدي؟ تاسې د طالبانو د کامیابۍ، او خپلوعقدو د تشولو دپاره چې طالبان د الله، اسلام او خواري کښانو په مقابل کې هر ډول غیر انساني عمل اجراء کړي، تائیدوئ يې.
که دغه لس کلنه نجلۍ سپوږمۍ ستا خور او یا لور واي، بیا به مو هم دغسې خبرې کولې؟ اوملاله چې یولس کلنه وه، بلوغ ته نه وه رسیدلې، تاسې بیا بیا د هولبروک معشوقه خطاب کړې وه، آیا ستاسې په سینه کې د یوه انسان، پښتانه او مسلمان زړه ټوپونه وهي، او که د د قهراو غوصې دیوه ډیر ظالم او جابیر امیر غضب؟
آلله دې روغ کړه.
watan jan
15.01.2014
یکشنبه, 09 جون 2013 19:26
ناټو ځواکونو دوه افغان ماشومان شهیدان کړل
ناټو ځواکونو دوه افغان ماشومان شهیدان کړل
د امریکا او ناټو ځواکونو د بریدونو له دوام سره د افغان ولس او چارواکو له مخالفتونو سره سره، په دغه هېواد کې میشت تېريګر بهرني پوځيان هماغه راز پر کلیو او بانډو هوايي او ځمکني بریدونه کوي.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، په افغانستان کې خبري سرچینو اعلان کړی چې نن سهار د بهرنیو پوځيانو الوتکو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې بمبار کړی چې له امله یې دوه ماشومان شهیدان شوي دي.
د افغانستان پر مختلفو سیمو د امریکا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې واشنګټن له داډول هر ړانده برید وروسته اعلان کړی چې بیا به داسې بریدونه نه کوي، خو داسې ورځ نشته چې د افغانستان په یوه ګوټ کې دې د بهرنیو پوځيانو په بریدونو کې خلک نه وژل کېږي.
سیاسي کار پوهان پردې باور دي چې پر امریکا هیڅ باور نشته او د انسانانو ژوند ته ارزښت نه ورکوي.
پر افغانستان د تېريګرو امریکايي ځواکونو د بریدونو دوام ددغه هېواد د خلکو غوسه راپارولې ده او په وار وار یې له خپل هېواده د تېريګرو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.
احصاییې وايي په افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې امریکا او ملګرو یې پردغه هېواد تېری کړی، تر اوسه پورې تر شل زره ډېر ولسي خلک وژل شوي او په لسګونو زره نور ټپيان شوي او همدارنګه ددغه هېواد بیخ بینايي ځایونه هم له منځه تللي دي.
اتل
15.01.2014
وطن جانه وروره، السلام علیکم
ستاسې د لیکنو او تیصرو نه داسې معلومیږي، چې د خپلې خصوصی او یا درسپارل شوې آجنډا له پاره کار کوئ. تاسې د اته میاشتو زوړ خبر، زموږ تر بحث لاندې موضوع سره هیڅ تړاو نلري.
که تاسې واقعاٍ دیته لیوال یاست چې ستاسې د خوښې همدغه مسئله ندافي کړئ، او د تور پسه د پنډلو دکې وړئ غوندې یې و ټکوئ، تر ځانګړي عنوان لاندې یې طرح کړئ، چې نګه او کره بحث ورباندې وکړو.
په رب ذالجلال دې سپارم.
watan jan
15.01.2014
که دا خبر زوړ وي نوی خبر هم راسره شته د خبر او موضوع تر مینځ تړاو ډیر واضحه دي چی له ماشومانو سره داشغالګرو او د هغوی ایجنټانو ترحم او مهرباني په ډاګه کوی
ولی هغه ماشومان چی دالوتکو په بمبار کی شهیدانیږی وینه یی له ملالۍ بي ارزښته ده؟
او که دملالۍ دداستان ترشا کیسي نوری دي؟؟
اتل
15.01.2014
السلام علیکم، وطنجانه
تاسې ولې د مسئلې د زړې نه ځان تیروئ، اول زموږ په مطرح شوې مسئله وغزیږه . ځان مه تیروه. آیا تاسې د طالبانو دغه عمل چې طالب قوماندان دې خپله شرینه خورد ځان مرکي واسکټ اغوستلو ته مجبوره کړي، تائیدوئ؟ آیا ددغسې طالبانو نه، د بشریت سره د خوا خوږئ، د الله د دساتیرو پرځای کولو، د محمد صل الله علیه وسلم په کلمه ګويي، اسلام او ملک ته د خدمت تمه لرئ؟
ایا دغسې انسانانو ته د انسان خطاب کوئ، او که د یوه داړونکې لیوه چې نه خپل پیژني، نه پردئ، نه حق او نه باطل؟
آیا دغسې خلک په یوه ملک باندې د حکومت کولو حق لري؟
آلله دې مل شه.
watan jan
15.01.2014
له تا نه خپله د موضوع زړی ورک دی شروع دي په ملاله کړې او سوال دهلمند دلس کلني نجلۍ کوي.
په هرصورت که دهلمند لس کلني نجلۍ ته راشو، وايي څوک يي درسره نرخ نه مني او ته وایی درانه یی وتله
دهلمند داستان یوه له هغو پروپاګندیزو ډرامو څخه ده چي داسلام دښمنان یی په نړۍ کی دمجاهدینو دبدنامولو په مقصد خپروي
طالبانو دا ادعا په کلکه رد کړي:
////////////////////////////////////////
په هلمند کې داستشهادي برید په تور د لس کلنې ماشومې نیول د دښمن استخباراتي ډرامه ده .
تفصيل نېټه: چار شنبه, 08 جنوري 2014 11:02 لیکوال: قاری محمدیوسف احمدي
د دوشنبې په ورځ یوشمیر کورنیو رسنیو په هلمند ولایت کې د کرزي رژیم د ځواکونو لخوا د استشهادي برید د ترسره کولو په تور د یوې لس کلنې ماشومې د نیولو خبر ورکړ .
دا لومړی ځل نه دی چې دکرزي رژیم ماتې خوړلې ځواکونه د خپلو فضیحتونو د پټولو په غرض د اسلامي امارت په خلاف دا ډول نامعقولې اونه منونکې تبلیغاتي ډارمې جوړوي ، هغوئ کله په هلمند کې د طالبانو په لاس د ۷ کلن ماشوم د اعدامولو ، کله په کم عمر ه ماشومانو د جنسي تیرې کولو او کله هم په سر ښندونکوبریدونوکې د هغوئ د استخدامولو الزامونه لګوي . د سر ښندونکي برید په تور د سپوږمۍ نومې لس کلنې ماشومې دنیولو تمثیلیه هم د همدغو نامعقولو تبلیغاتو له جملې څخه یوه ترتیب شوې تبلغاتي ډرامه ده چې هیڅ حقیقت نه لري .
د اسلامي ارشاداتو له مخې نابالغ ماشومان له هرډول شرعي مکلفیت څخه خلاص دي ، اسلامي امارت هم همدغه اسلامي اصل ته په تعهد او ژمنتیاسره نه غواړي چې په جهادي چاروکې هغوئ استخدام کړي ؛ ځکه له یرغلګرو او د هغوئ له مزدورانو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت لیکې په ځوانانو باندې داسې ډکې دي چې هیڅکله یې د ماشومانو استخدام ته اړتیانه پیښیږي او نه هم ماشومان په جهادي چاروکې د استخدام وړتیالري .
اسلامي امارت لکه څرنګه چې په پوځي چاروکې د ماشومانو استخدام ناسم بولي همداسې په تبلیغاتي ډراموکې دهغوئ کارونه او د هغوئ له معصومیت څخه ناوړه استفاده له ټولو بشري او اخلاقي اصولو څخه د کرزي د استخباراتي مفسدینو تخلف او سر غړاوی بولي .
د هلمند د لس کلني ماشومې او د هغې دموراوپلار په موافقه د ورورلخوا په سرښندونکي برید کې د هغې د استخدام پروپاګنډه مطلق افتراءاو له حقیقت نه لیري خبر ده ، ددې افتراء له خپریدو وروسته سمدستي په هلمند کې مسئول مجاهدین مامور شول چې دپیښې په اړه پلټنه وکړي ، دګومارل شویو مجاهدینو دپوره پلټنې او تحقیق وروسته جوته شوه چې نه خو دا عمل تر سره شوی اونه هم په ټول هلمند ولایت کې د اسلامي امارت په مجاهدینوکې د ظاهر په نوم کوم مسؤل وجود لري او نه هم اسلامي امارت خپلو مجاهدینوته د داسې نارواعمل دترسره کولو اجازه ورکوي ،خپله په هلمند کې دکرزي ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي چې د نیول شوې ماشومې په خبرو کې ډیر تناقض معلومیږي، دوئ دمعلوماتو په راټولولو بوخت دي.
والسلام
قاري محمد یوسف (احمدي د اسلامي امارت ویاند
۶/۳/۱۴۳۵هـ ـ ۸/۱/۲۰۱۴م
اتل
15.01.2014
وطن جانه، سلامونه او احترامونه وړاندې کوم.
د ګیدړې سره د چا دعوي وه، قاضې ګیدړې ته وویل چې ته د خپلې بې ګناهۍ د ثابتولو د پاره کوم شاهد لرې؟
ګیدړې وویل چې قاضې صاحب ولې نه؟ زه یو ډیر معتبر عیني شاهد لرم. قاضي پوښتنه تر وکړه چې شاهد دې څوک دئ؟ ګیدړې خپله لکئ په ډیر مهارت ورتاو کړه چې دغه لکۍ مې شاهده ده.
وطن جانه، د ګیدړې د لکئ شاهدي نه منل کیږي. دا خو اول ځل ندئ چې طالبان د خپلو جنایتونو د ارتکاب نه انکار کوي. یوازې افغان حکومت خو د طالبانو ناوړه اعمال نه بیانوي، بلکه بین المللي رسنۍ هم بیابیاد طالبانو جنایات خپاره کړیدي.
دمغز شويي شوو ماشومانو سره د طالبانو د لولطت رپوټونه خو ګڼ شمیر بین المللی رسنیو خپاره کړیدي. ستاسې به په یاد نه وي په کال ۲۰۰۸ کې کې ملا محمدعمر امر وکړ چې، دده په اصطلاح لغړ زني نور د جهاد جبهو ته مه بیایئ. طالبانو په کندهار کې پخپلو قوماندانانو باندې د لواطت په ګناه دیوالونه راړنګ کړل.
دطالبانو ډول ډول جنایات ټول عالم ته اظهر من الشمس غوندې اوڅار او آشکار دي.
کوره وروره، چې ځان ددوی په ګناه کې ورګډ نه کړې.
آلله دې مل شه.
watan jan
15.01.2014
[quote:37e816208e]بلکه بین المللي رسنۍ هم بیابیاد طالبانو جنایات خپاره کړیدي.
دمغز شويي شوو ماشومانو سره د طالبانو د لولطت رپوټونه خو ګڼ شمیر بین المللی رسنیو خپاره کړیدي. ستاسې به په یاد نه وي په کال ۲۰۰۸ کې کې ملا محمدعمر امر وکړ چې، دده په اصطلاح لغړ زني نور د جهاد جبهو ته مه بیایئ. طالبانو په کندهار کې پخپلو قوماندانانو باندې د لواطت په ګناه دیوالونه راړنګ کړل. [/quote:37e816208e]
ته دکومو بین المللی رسنیو خبره کوي؟ هغه رسنۍ چي په ځلونو یي دروغ ویلی اورسوا شوی؟
ما سره ثبوتونه شته چي دغو رسنیو ښکرور دروغ خپاره کړي کله چی پری فشار راځي بیا یي بخښنه غوښتی او راپور یی بیرته اخیستی. خو دغه دروغژن راپور یی بیا د خلکو له پاره د سند په توګه پاتي شي .
په سوات کي جعلي طالبانو دښځي دوهلو ډرامه ریکارډ کړی وه، وروسته ډیرو معتبرو سرچینو نوموړی ویډیو جعلي وبلله خو خلک يي تراوسه د یو سند په توګه یادوي.
اسوشیټید پریس دطالبانو دیو چارواکي سهیل شاهین له خولي په دروغو یو خبر ورکوی، خبر په خلکو کي داسي خپریږي لکه اور په وچو وښو کي. کله چی سهیل شاهین له اسوشیټید پریس څخه سپیناوی غواړي هغوی خپل ځان پړ بولي او خبر بیرته اخلي. خو راپور یي په خلکو کي د یو سند په توګه پاتی کیږي
دطالبانو دواکمنۍ په وخت کي ملل متحد راپور خپور کړ چي طالبان په لغړزنو باندي د جګړی اول خطونه تاوده ساتي. طالبانو دملګرو ملتونو دهغه وخت دافغانستان دچارو نماینده (ایریک ډی مول) دجګړي اولو خطونو ته بوتلو او نوموړي لږ تر لږه یو لغړزنی هم پیدا نکړ. ایریک ډی مول پخپله دملګرو ملتونو راپور غلط وباله. اما راپور تر نن ورځي پوري خلک د یو سند په توګه یادوي
دا هغه ثبوتونه چی تاسی پري نازیږۍ، داهغه ثبوتونه دي چي لږ پسی سر ورپورته کړي وبه ګوری چي بیخ یي سوری دی. خو داشغال مطبوعاتي ایجنټان دورکړل شوی دندي له مخي دومره پریمانه دروغ بادوي ترڅو چا ته داموقع پرینږدي چي دلومړي دروغ په اړه پلټنه وکړي.
اتل جانه که تاسی عام افغانانو ته دوکه ورکوۍ ممکن په اسانه یی دوکه او وغولوۍ، خو تاریخ د پوهو او لوستو خلکو په لاس کی دی، تاریخ ته کله هم دوکه نه شۍ ورکولی، ستاسی مکاری توطیی به یوه یوه په تاریخ کی آینده نسلونو ته ورښوول کیږی. که تاسی شپه هرڅومره تپه تیاره کړۍ د مڼو شمار نه غلطیږي. په خلاصو غوږو یی واورۍ دافغان ولس مطلق اکثریت ستاسو په خباثت ډیر ښه پوهیږی خو په هیواد کی ستاسو دناولي شتون له امله رامینځ ته شوی وخت اوشرایط دډیر څه ویلو اجازه نه ورکوي اوډیر څه يي له هیواد څخه ستاسی دمرداري کمپلي دبشپړ ټولیدو ورځ ته ځنډولي
اتل
23.01.2014
وطن جانه، السلام علیکم
ورورګله، نړیوال مطبوعات معیارونه او اصول لري. هره رسنۍ د خبر د حقیقت، وثقم، منبیع، وخت، خاي، او علت او معلول دپاره د مختلفې طرقې استعمالولي.
خينې رسنۍ، چې ددریو معتبرو منابعونه یې خبر نوي تائید شوئ نه یې خپروي، خو نورې بیا اوازې هم خپروی، خو ورسره دا هم وایي چې آوازه ده چې دغسې او یا هغسې شویدي. نور نو په اوریدونکي پورې اړه لري چې څنګه یې تعبیروي.
د غربی مطبوعاتو متانت بیا دادئ چې که سهوه شي نو بیا سمدستي وايي چې دا زموږسهوه وه، او خبر یبرته اخلي، او مسؤلیت ته یې هم غاړه ږدي.
هغه رسنۍ چې آدرس لري، اعتبار لري، سوابق لري، د مساېلو د روښانه کولو دپاره قانوني او ښکاره فعالیت کوي، ډیرې د اعتبار وړدي، نسبت هغو رسنیو ته چې د خاصې ډلې لخوا پټ فعالیت کوي، او د بانډونو ترورستانو، جګړه مارانو، او قتلانو مالکیت دي، او هغوی یې چلوی.
تاسې د جعلی طالبانو لخوا د ښڅې وهل یادکړل. خو اصلي خبره داده چې آیا طالبان ښځې په متروکو نه وهي، بیله کوم ثبوته نه يې د زنا په الزام نه چانواري کوي؟
او په صحرایي محاکمو کې انسانان بیله قانوني ثبوته، او مدافع وکیل نه پرته په غیر اسلامي او غیر شرعي ډول نه قتل کوي؟ آیا طالبان د موتر سورلئ بیله چون او چرا ځای پر ځی نه وژني؟
آیا طالبان د سلام په قوانینو برابر جهاد کوي، او آیا دا جهاد دې او که لړایي؟
آیا طالبان د خپل ملک دپاره جنګیږي، او که د خپلو ترورستی بادارانو او افغانستان د سرسپرده دښمنانو ټوبکونه یې په اوږه ایښي دي.
په الله دې سپارم.