د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د کوټې شوری: د مرګ لړزانده تبه

میرویس
07.01.2014

د فورم ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
ګلان وکره، چې سیمه دې ګلزار شي = اغزي مه کره، په پښو کې به دې لاړشي.
طالبانو پدې روان نیابتي جنګ کې بې شانه جنایتونه کړيدي. په ځان مرګې حملو، په عام محضر کې په چاودنو او ډله ایزو قتلونو کې یې دیرې میندې کونډې او بورې کړیدي، او ډیر ماشومان یې قتل کړې، یتیم او یسیر کړیدي.

طالبانو دبمونو په اورونو کې ګڼ شمیز مسلمانان لولپه کړي، چې غیر د الله نه، بل هيڅوک په اور کې د چا دسیزلو حق او اجازه نلري، نه هم د الله نه پرته څوک د انسان د ژوند د اخیستلو حق لري.

طالبانو قومي مشران، انفرادي خلک، حکومتي مامورین چې د اولاد د فرض نفقې د پاره زحمت باسي وژلي، د مسجدونو امامان چې دطالبانو د بدعت سره موافق ندي، یو پر بل پسې قتل کړیدي.

دادمرګ او اځل فاڼو ګران چې د بیګانه ملکونونه، د پردیو په دساتیر زموږ په ملک کې وحشت او دهشت کوي، نه د الله نه ویره لری، او نه دخپل پخواني ملک افغانستان د ولس د غضب او قهر نه حیا کوي. څوک چې فاڼو ګري کوي، او دمارانو سره لوبې کوي، مرګ یې هم آخرد مارد لاسه وي. طالبانو چې دا دومره بې رحمۍ او قتلونه کړيدي، نن سبا یې د مرګ یخني په اډونو ننوتې ده، لړزاندې تبي نیولي دي.

په څه تیره موده کې دطالبانو د کوټې د شوری د مشرانو هدفي قتلونو زور نیولئ، او هر طالب مشر پدې وسوسه کې دئ چې څه وخت به زما نوبت رارسیږي؟

د کوټې دا ښکلئ بوستان به دې بچ نګړې، له خزانه
که ور تاو سد د سکندر کړې.

داسې ښکاري چې د طالبانو په باغ او بوستان د هدفي وژنو خزان لګیدلئ وي.

دا لاندې خبر تاند خپور کړیدي:
=====

طالبانو په کوټه کې د خپلو قومندانانو وژنې تایید کړې

Tuesday, 7 January 2014 11:41
لیکنه: تاند
خپروونکی: تاند http://taand.com

تاند- د پاکستان (دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼې په کوټه کې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا د سرچینو په قول لیکلي چې په وروستیو ورځو کې د دې تحریک دوه مهم مشران، چې د کوټې شورا او د ملاعمر نژدې کسان ول، وژل شوي دي.

که څه هم د زابل د اوسېدونکي ملا نور الله هوتک د وژل کېدو خبرونه پخوا خپاره شوي ول خو د کوټې شورا اوس حاضره شوې چې د نوموړي وژل کېدا تایید کړي.

دي نیوز وايي، د طالبانو مهمو مشرانو په کوټه کې د دې ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا نور الله د ناپېژندویو وسله والو له لوري د کوټې په بای پاس روډ کې ووژل شو او له دې پېښې څو ورځې وروسته ملا عبدالمالک وویشتل شو.

د طالبانو سرچینو دي نیوز ته ویلي چې ملا نور الله هوتک د طالبانو د کوټې شورا غړی او په زابل کې د طالبانو د تحریک والي و.

سرچینې ویلي چې ملا هوتک په اصل کې د زابل اوسېدونکی و خو له تېرو څو کلونو راهیسي کې له خپلې کورنۍ سره په کوټه کې اوسېده.

د طالبانو د شورا یوه غړي، د نوم د نه ښوولو په شرط (دي نیوز) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا عبدالمالک د کوټې ښار په لمنه کې په نوي کلي کې ویشتل شوی دی.

ملا عبدالمالک د طالبانو د هغه کمیسون غړی و چې د دې ډلې جګپوړي کسان ټاکي.

نیوز ورځپاڼه وايي چې د ملا عبدالمالک وژونکي وسله وال ډېر ښه روزل شوي کسان ول ځکه چې نوموړی یې له خپلو درو ساتونکو سره وواژه او په خپله په تېښته بریالي شول.

ملا عبدالمالک د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکی و. د طالبانو قومندانانو ویلي چې دواړه وژل شوي کسان د دوی لپاره مهم ول خو هوتک ملا عمر ته ډېر نژدې کس ګڼل کېده.

طالبانو ادعا کړې چې په پاکستان کې د دوی قومندانان د افغانستان د ملي امنیت د کسانو له لوري وژل کېږي.

خو په دې منځ کې داسي راپورونه هم شته چې ممکن دا کسان د پاکستان استخباراتو یا په خپله طالبانو وژلي وي.


Re: د کوټې شوری: د مرګ لړزانده تبه

pattang
07.01.2014

ګرانه د صليبيانو دنوي کال دشپې ، د پونډو خوړلو ديګ دې باندې
کړی خو دهغوی ددېګ منځ ډک اود شمعي اور ترې لاندې بليږي خو
برخلاف ستا ددېګ منځ تش او اور یې په طالب پسې خوشې پوچه
پروپاګنده ده نو په هره لحظه او هر حالت به یې ځواب اخلې !!
زمونږ دملت وژنه د صليبي اشغال سره مستقيمه متنا سبه ده !

[quote:0c23380ce4="میرویس"]د فورم ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
ګلان وکره، چې سیمه دې ګلزار شي = اغزي مه کره، په پښو کې به دې لاړشي.
طالبانو پدې روان نیابتي جنګ کې بې شانه جنایتونه کړيدي. په ځان مرګې حملو، په عام محضر کې په چاودنو او ډله ایزو قتلونو کې یې دیرې میندې کونډې او بورې کړیدي، او ډیر ماشومان یې قتل کړې، یتیم او یسیر کړیدي.

طالبانو دبمونو په اورونو کې ګڼ شمیز مسلمانان لولپه کړي، چې غیر د الله نه، بل هيڅوک په اور کې د چا دسیزلو حق او اجازه نلري، نه هم د الله نه پرته څوک د انسان د ژوند د اخیستلو حق لري.

طالبانو قومي مشران، انفرادي خلک، حکومتي مامورین چې د اولاد د فرض نفقې د پاره زحمت باسي وژلي، د مسجدونو امامان چې دطالبانو د بدعت سره موافق ندي، یو پر بل پسې قتل کړیدي.

دادمرګ او اځل فاڼو ګران چې د بیګانه ملکونونه، د پردیو په دساتیر زموږ په ملک کې وحشت او دهشت کوي، نه د الله نه ویره لری، او نه دخپل پخواني ملک افغانستان د ولس د غضب او قهر نه حیا کوي. څوک چې فاڼو ګري کوي، او دمارانو سره لوبې کوي، مرګ یې هم آخرد مارد لاسه وي. طالبانو چې دا دومره بې رحمۍ او قتلونه کړيدي، نن سبا یې د مرګ یخني په اډونو ننوتې ده، لړزاندې تبي نیولي دي.

په څه تیره موده کې دطالبانو د کوټې د شوری د مشرانو هدفي قتلونو زور نیولئ، او هر طالب مشر پدې وسوسه کې دئ چې څه وخت به زما نوبت رارسیږي؟

د کوټې دا ښکلئ بوستان به دې بچ نګړې، له خزانه
که ور تاو سد د سکندر کړې.

داسې ښکاري چې د طالبانو په باغ او بوستان د هدفي وژنو خزان لګیدلئ وي.

دا لاندې خبر تاند خپور کړیدي:
=====

طالبانو په کوټه کې د خپلو قومندانانو وژنې تایید کړې

Tuesday, 7 January 2014 11:41
لیکنه: تاند
خپروونکی: تاند http://taand.com

تاند- د پاکستان (دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼې په کوټه کې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا د سرچینو په قول لیکلي چې په وروستیو ورځو کې د دې تحریک دوه مهم مشران، چې د کوټې شورا او د ملاعمر نژدې کسان ول، وژل شوي دي.

که څه هم د زابل د اوسېدونکي ملا نور الله هوتک د وژل کېدو خبرونه پخوا خپاره شوي ول خو د کوټې شورا اوس حاضره شوې چې د نوموړي وژل کېدا تایید کړي.

دي نیوز وايي، د طالبانو مهمو مشرانو په کوټه کې د دې ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا نور الله د ناپېژندویو وسله والو له لوري د کوټې په بای پاس روډ کې ووژل شو او له دې پېښې څو ورځې وروسته ملا عبدالمالک وویشتل شو.

د طالبانو سرچینو دي نیوز ته ویلي چې ملا نور الله هوتک د طالبانو د کوټې شورا غړی او په زابل کې د طالبانو د تحریک والي و.

سرچینې ویلي چې ملا هوتک په اصل کې د زابل اوسېدونکی و خو له تېرو څو کلونو راهیسي کې له خپلې کورنۍ سره په کوټه کې اوسېده.

د طالبانو د شورا یوه غړي، د نوم د نه ښوولو په شرط (دي نیوز) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا عبدالمالک د کوټې ښار په لمنه کې په نوي کلي کې ویشتل شوی دی.

ملا عبدالمالک د طالبانو د هغه کمیسون غړی و چې د دې ډلې جګپوړي کسان ټاکي.

نیوز ورځپاڼه وايي چې د ملا عبدالمالک وژونکي وسله وال ډېر ښه روزل شوي کسان ول ځکه چې نوموړی یې له خپلو درو ساتونکو سره وواژه او په خپله په تېښته بریالي شول.

ملا عبدالمالک د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکی و. د طالبانو قومندانانو ویلي چې دواړه وژل شوي کسان د دوی لپاره مهم ول خو هوتک ملا عمر ته ډېر نژدې کس ګڼل کېده.

طالبانو ادعا کړې چې په پاکستان کې د دوی قومندانان د افغانستان د ملي امنیت د کسانو له لوري وژل کېږي.

خو په دې منځ کې داسي راپورونه هم شته چې ممکن دا کسان د پاکستان استخباراتو یا په خپله طالبانو وژلي وي.[/quote:0c23380ce4]


pattang
07.01.2014

داهم د صليبيانو پټو ملګرو ته ډالۍ :

[img:b21629633e]http://nunn.s3.amazonaws.com/afghanistan/kabul/afghan-koran-protest.jpg[/img:b21629633e]

نن ټکی آسیا: له میدان وردګو ولایت څخه تر لاسه شوی خبر وايي چې وړمه ورځ بهرنیو او کورنیو ځواکونو د سید اباد ولسوالۍ په عملیاتو کې یو مسجد شهید کړی او د قرآنکریم ګڼ شمېر مصحفونو ته یې سپکاوی کړی دی.
د سیمه یېزو خلکو په وینا، چې وړمه شپه ګډو ځواکونو د سید اباد ولسوالۍ د شینزدرې سیرک پر کلي عملیات کړي او د کورونو پر تلاشۍ سربېره یې د حاجي هزارګل په نوم مسجد هم تخریب کړی او پکې پراته قرآن کریمونو ته یې اهانت کړی دی.

ویل کېږي، چې ګډو عسکرو د قرآنکریم ، یاسین شریف یو شمېر نسخې پاڼې- پاڼې کړي او ایسته دورې یې غورځولي دي. مسجد یې هم ډېر وران کړی.
په سېمه کې زموږ همکار وايي، چې اوس ګڼ شمېر خلک د کابل – کندهار عمومي سړک ته په لاریون را وتلي او دا لویه لاره یې د اوس مهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
طالبانو هم پر دې پېښي خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د دوی په وینا د کفارو او د هغوی د ګوډاګیانو دا ډول اعمال په سختو ټکو غندي او په دې سره به ډېر ژر ولس د دوی پر ضد پیل کړی پاڅون لا ګړندی کاندي.


pattang
07.01.2014

داهم بل در واخله او داس په لسګونو نور هم د فاسداينو او اشغالګرو په وړاندې :
د-میدان-وردګو-د-نننۍ-مظاهرې-تازه-حال

[img:e1cb31835d]http://nunn.s3.amazonaws.com/afghanistan/Wardak/Afghanistan_Protest_Hugh.jpg[/img:e1cb31835d]

د کابل کندهار په لویه لار د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د شنيځ په سيمه کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو د بېګانۍ کړنو پر ضد مظاهره روانه ده
د کابل کندهار لویه لاره دسهار له نهو بجوراهيسي د درندې مظاهرې له امله دترافیکو پرمخ تړلې ده. دغه مظاهره چې د شنيځ په سيمه کې پکې سلګونو کسانو برخه اخېستې، د باندنیو او کورنیو ځواکونودبېګانۍ کړنوپرضد روانه ده.

د مظاهرې یوتن ګډونوال سيد عباس نن ټکی اسیا ته وویل: بېګا د سيرک په کلي کې بهرني او ورسره کورني نظامي کسان راغلي وو، د جوماتونو په محرابو کې يې متیازې کړې و ي، قرآن شريفونه ټوټې ټوټې پراته دي.
د دوی په خبره دتېرې شپې په پېښه کې ناټووال، ملي اردو او اربکيانو ټول شريک وو.
مظاهره کوونکي پرلپسې دغه غوښتنه کوي، چې ترڅو بهرنيان زموږ له سيمو ونه وځي او داخليانو ته سزا ورکړل نه شي، دوی به دغه مظاهره روانه وساتي.
ياده دې وي، چې په دې وروستيوکې د محلي پوليسو او بهرنيوځواکونو پرخلاف دهېواد پربېلابېلو سيموکې مظاهرې شوې دي.

تر اوسه د لاریون کوونکو له منځه د چا د مرګ-ژوبلې خبر نه دی ورکول شوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more