د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پولیسو یوه کم عمره نجلۍ تر ځانمرګي برید مخکې ونیوله

اتل
06.01.2014

السلام علیکم
د فورم محترموګډونوالو، زه به څه ده وایم تاسې د تاند پدې لاندې خبر د یوه دردیدلې افغان او مسلمان په توګه، خپل نظریات څرګند کړئ:
====
پولیسو یوه کم عمره نجلۍ تر ځانمرګي برید مخکې ونیوله
• Monday, 6 January 2014 17:55
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- افغان پولیسو د هیواد په جنوب کې یوه کم عمره نجلۍ، چې د ځانوژونې واسکټ یې اغوستی و، ونیوله.
د راپورونو له مخې دا نجلۍ تېره شپه په داسي حال کې په هلمند ولایت کې ونیول شوه چې هڅه یې کوله پر سرحدي پولیسو برید وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې نجلۍ په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان خور ده او د نیولو په مهال سخته ترهېدلې او وارخطا وه. د هغې نوم سپوږمۍ او عمر لس کاله ښودل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا پولیس وايي چې دا نجلۍ د خپل ورور له لوري هڅول شوې وه چې پر پولیسو حمله وکړي.
صدیقي وايي: نجلۍ، چې د ځانمرګو واسکټ یې په تن و، د یوه سرتېري له لوري وپېژندل شوه.
دی وايي داسي ښکاري لکه چې نجلۍ نه شوای کولی چې د ځانوژنې د واسکټ ټنۍ کښېکاږي او ځان والوزوي او یا دا چې مخکې تر دې چې په دې کار بریالۍ شي ونیول شوه.
نجلۍ اوس د ولایت مرکز لشکر ګاه ته بېول شوې ده.
تر دې مخکې طالبانو له کم عمره هلکانو څخه په خانمرګو بریدونو کې کار اخیستی خو دا به ښايي لومړی ځل وي چې له یوې کم عمره نجلۍ څخه په ځانوژونکې حمله کې د کار اخیستلو هڅه کوي.
د ۲۰۱۱ کال په اګست کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو تنه کم عمره ځانمرګي هلکان وبخښل. دوی په یوه لړ مراسیمو کې، چې په ارګ کې جوړ شوي


Re: پولیسو یوه کم عمره نجلۍ تر ځانمرګي برید مخکې ونیوله

pattang
06.01.2014

داخو به کوچنۍ نجلۍ وي خو دس‍ي ای اې او دفاسد مذدور رژيم
ملي امنت حتا بد اخلاقه بازنګر هلکان دپردې مخ ته راوړي چې
طالبان تورن کړ ي !
داټوله دفاسد رژيم يوه پروپاګنده ده !

[quote:20dc7970d9="اتل"]السلام علیکم
د فورم محترموګډونوالو، زه به څه ده وایم تاسې د تاند پدې لاندې خبر د یوه دردیدلې افغان او مسلمان په توګه، خپل نظریات څرګند کړئ:
====
پولیسو یوه کم عمره نجلۍ تر ځانمرګي برید مخکې ونیوله
• Monday, 6 January 2014 17:55
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- افغان پولیسو د هیواد په جنوب کې یوه کم عمره نجلۍ، چې د ځانوژونې واسکټ یې اغوستی و، ونیوله.
د راپورونو له مخې دا نجلۍ تېره شپه په داسي حال کې په هلمند ولایت کې ونیول شوه چې هڅه یې کوله پر سرحدي پولیسو برید وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې نجلۍ په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان خور ده او د نیولو په مهال سخته ترهېدلې او وارخطا وه. د هغې نوم سپوږمۍ او عمر لس کاله ښودل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا پولیس وايي چې دا نجلۍ د خپل ورور له لوري هڅول شوې وه چې پر پولیسو حمله وکړي.
صدیقي وايي: نجلۍ، چې د ځانمرګو واسکټ یې په تن و، د یوه سرتېري له لوري وپېژندل شوه.
دی وايي داسي ښکاري لکه چې نجلۍ نه شوای کولی چې د ځانوژنې د واسکټ ټنۍ کښېکاږي او ځان والوزوي او یا دا چې مخکې تر دې چې په دې کار بریالۍ شي ونیول شوه.
نجلۍ اوس د ولایت مرکز لشکر ګاه ته بېول شوې ده.
تر دې مخکې طالبانو له کم عمره هلکانو څخه په خانمرګو بریدونو کې کار اخیستی خو دا به ښايي لومړی ځل وي چې له یوې کم عمره نجلۍ څخه په ځانوژونکې حمله کې د کار اخیستلو هڅه کوي.
د ۲۰۱۱ کال په اګست کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو تنه کم عمره ځانمرګي هلکان وبخښل. دوی په یوه لړ مراسیمو کې، چې په ارګ کې جوړ شوي[/quote:20dc7970d9]


اتل
09.01.2014

السلام علیکم پتنګ صاجب
ته هم طالبانو داسې مغز شويي کړی یې لکه قوماندان ظاهر چې خپله لس کلنه خور یې چې مجبوره کړې وه چې ځان په بمونو والوزوي. طالبانو خو یا یو لیونئ او سربادئ ورجلب کړئ او بیا یې قوماندان مقرر کړیدئ، او یا خو یې د ظاهر نه اراده، عقل، هوش، ادراک، پوهه، تعقل او وجدان ټول په یغما وړي، چې نور خپل، پردئ، حقو ناحق، روا، ناروا، رحم، مینه، د مور، پلار، خور، ورور، میرمنې او اولاد په محبت نه پوهیږي، لیونئ ځناور غوندې هره خوا خوله اچوي.

قوماندان ظاهر غوندې دطالبانو روزل شوي، لیونیان چې انسانیت، ترحم، اسلامیت، بشریت او حق او باطل نه پیژني، وجدان یې ذائل شوی وي، او وحشي ځناور غوندې د قتل په يوه بې عاطفې ماشین بدل شوي وي، چې په خپله خور رحم نلري، نو بیا به د عام ولس څه پروا ولري؟

همدا علت دئ چې طالبان په کامله بې رحمۍ، په سړه سینه انسانان قتل کوي، او وايي چې دا خو د اسلام په لاره کئ خدمت دئ. الله چیرې هم ندي ویلي چې یو انسان چې په خوله د رسول الله مبارکه کلمه وايي، او اقرار کوي چې مسلمان یم،
څوک دې هغه پدې تور ووژني چې مسلمان نه یې.

طالبانو د عربو او نورو بین المللي ترورستانو دبدعت لاره غوره کړیده، او خوارجو اعمالو ته یې بډې وهلي دي، خدای زده چې دوی به افغانستان په کومه کنده کې واچوي، او پخبله ددوی سرنوشت به څه شي.

الله دې دوی ته د نیکو هدایت وکړي.


pattang
09.01.2014

وروره طالبانو داخبره په شرعي منل شويو رواياتو رد کړه او دفاسد
دولت پرو پاګنده یې وګڼله ! که څوک انفرادي داسې کار کوي او له
اشغالګرو یې بد راځي نو ولې یې په طالبانو پورې تړل کېږي !

[quote:b7bb338f3e="اتل"]السلام علیکم پتنګ صاجب
ته هم طالبانو داسې مغز شويي کړی یې لکه قوماندان ظاهر چې خپله لس کلنه خور یې چې مجبوره کړې وه چې ځان په بمونو والوزوي. طالبانو خو یا یو لیونئ او سربادئ ورجلب کړئ او بیا یې قوماندان مقرر کړیدئ، او یا خو یې د ظاهر نه اراده، عقل، هوش، ادراک، پوهه، تعقل او وجدان ټول په یغما وړي، چې نور خپل، پردئ، حقو ناحق، روا، ناروا، رحم، مینه، د مور، پلار، خور، ورور، میرمنې او اولاد په محبت نه پوهیږي، لیونئ ځناور غوندې هره خوا خوله اچوي.

قوماندان ظاهر غوندې دطالبانو روزل شوي، لیونیان چې انسانیت، ترحم، اسلامیت، بشریت او حق او باطل نه پیژني، وجدان یې ذائل شوی وي، او وحشي ځناور غوندې د قتل په يوه بې عاطفې ماشین بدل شوي وي، چې په خپله خور رحم نلري، نو بیا به د عام ولس څه پروا ولري؟

همدا علت دئ چې طالبان په کامله بې رحمۍ، په سړه سینه انسانان قتل کوي، او وايي چې دا خو د اسلام په لاره کئ خدمت دئ. الله چیرې هم ندي ویلي چې یو انسان چې په خوله د رسول الله مبارکه کلمه وايي، او اقرار کوي چې مسلمان یم،
څوک دې هغه پدې تور ووژني چې مسلمان نه یې.

طالبانو د عربو او نورو بین المللي ترورستانو دبدعت لاره غوره کړیده، او خوارجو اعمالو ته یې بډې وهلي دي، خدای زده چې دوی به افغانستان په کومه کنده کې واچوي، او پخبله ددوی سرنوشت به څه شي.

الله دې دوی ته د نیکو هدایت وکړي.[/quote:b7bb338f3e]


اتل
14.01.2014

السلام علیکم
پتنګ صاجب، دا خو بدیهي ده چې طالبان به خپل دغسې اعمال چې ټوله دنیا یې په توکلو سترګې راباسې، ردوي. دا څه نوې خبره هم نده چې طالبان د خپلو کرغیړنو اعمالو نه انکار کوي.

طالبان یوازې خپل هغه اعمال تائیدوي، چې حکومتي مامورینواو یا خارجیان ته تاوان پکې اوښتئ وي. او په هغو کې هم غټې دروغجنې مبالغې کوي.
ته چې وايي طالبانو په شرعي منل شوو روایاتو رد کړه.
دغه بیا کوم منل شوي روایات دي؟ ته اصلاً په خپله خبره نه پوهیږي چې ځه وایي.
آلله دې مرسته درسره وکړي.


watan jan
15.01.2014

Posted on Tuesday, November 26, 2013
روهي ویب پاڼه

امریکايي جاسوسو الوتکو د ولسي وګړو جنازه بمبار کړه

تیره ورځ له غرمې وروسته د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کې امریکايي بي پیلوټه الوتکو ولسي کور بمبار کړي. د نورستان د امنیه قومندانۍ د امنیت امیر سمونوال شیرداد وویل چي په دي برید کښي د یوي ښځي په ګډون اووه ولسي وګړي شهيدان شوي دي . نوموړی وايي چي دا بریدونه تیره ورځ له غرمي وروسته وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کښي رامنځته شوي دي . بل پلو په ولسي جرګه کښي د وانټ وایګل د خلکو نماینده مولوي احمد الله موحد وايي چي د تیري ورځي په شوي بمبار کښي ۹ تنه ولسي وګړي شهیدا شوي شوي چي د شهیدانو له مینځه دوه ماشومان او یوه پیغله ده نوموړۍ وايي چي په پیښه کښي د ښځو په ګډون ګڼ شمیر ملکي خلک ژوبل شوي هم دي نوموړۍ د امریکايي بي پیلوټه الوتکو دا برید په کلکو ټکو وغانده او زیاته کړه چي باید په هیڅ صورت سره امریکايي ځواکونه نور په افغانستان کښي پاتي نه شي بل پلو د نورستان ولایت د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر شمس الدین اصلزۍ وايي چي کله چي کلۍ د بي پیلوټه الوتکو لخوا بمبار شو سیمیزو خلکو د شهیدانو د جنازي مراسم تیار کړل چي د جنازي په مراسمو بیا بي پیلوټه الوتکو برید وکړ چي ګڼ کلیوال يی شهیدان کړل . همدارنګه په وانټ وایګل کې د روغتون یو شمیر مسولین وايي چي د بمبار په ترڅ کښي لس تنه وژل شوي او ګڼ نورټپیان دي او ټپیان د تداوي په موخه د دوي روغتون ته راوړل شوي دي . په داسي حال کې امریکایانو په نورستان کښي په بي ګناه ولسي وګړو برید ترسره کړ چي چي همدوي سره نن د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر په کابل کښي سلا مشوري وشوي


اتل
23.01.2014

وطن جانه، السلام علیکم
وروره لږ سد دې سرته دروله. له یوې خوا چې د ځان مرګې نجلۍ په برخه کې د طالبانو د بدعت دفاع نشې کولئ، موضوع بدلوې، او زړې بابولالې سرکوي.
له بلې خوا دهغو خلکو نقل قول کوې، چې ته او ستا ملګري یې د کوډاګي رژیم غړی بولي، او واجب القتل مباح و دم یې ګڼئ.

همدغه اشخاص چې تاسې یې نومونه یادوئ، وايي چې طالبان جنایت کاران دي، نیابتي جنګ پرمخ بیایي، د افغانستان پرخلاف زموږ د دښمن د لاس آله دي. افغانان وژني، او ملک خپلو بادارانو ته سوغات ورکوي.

وطن جانه:
ته ډېر ساده سړئ یې. فکر کوې چې ستا په منافقت څوک نه پوهیږي؟ ته باید د داسې چا خبره نقل قول کړې، چې ته پخپله یې په صالح او راست کاره انسانانو کې شمیرې. کله چې همدغه اشخاص وايي چې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو له برکته دنورستان او کنړ په ولایتونو کې امنیت بهتره شویدئ، نو هغه به هم مني، او که نه هغه وخت دوې د کفارو حمایه کونکي، واجب القتل مباح و دم بوي؟

هلکه هوښیار شه، پښتانه او افغانان مه شرموه.
الله دې مرسته درسره وکړي.


Hashmat Kahn
27.01.2014

وطن جانه!

درې ژبي یو متل کوي او وایې: ما از ده گپ میزنیم تو از درخت ها
موضوع د طالبانو په اړه ده او د طالبانو په اړه که کوم څه لري ولیکه او که نه لري څه سر مو په نا تایید شویو خبرو خوږوي.

حشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more