سياست او روانې چارې
د لوکر د چاودنې مرګ ژوبله ۲۴ ته وخته.
میرویس
02.01.2014
السلام علیکم.
دالاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
====
۱۲ دی ۱۳۹۲, ۶:۴۵
د لوګر په بره برک ولسوالۍ کې بمي چاودنې شپږ کسان وژلي او اتلس نور ټپیان دي.
د لوګر د چارواکو په خبره چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
پېښه نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د یادې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوي ده.
د برکي برک ولسوال محمدرحیم امین وايي چې په ټپيانو کې یوه میرمن او یو ماشوم هم شامل دي خو نوموړي د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات ورنکړل.
د ولسوال په خبره چې چاودیدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې د ریموټ کنترول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوه.
د لوګر د والي ویاند پېښه تاییدوي او زیاتوي چې د پلټنو لپاره يې پولیس
سیمي ته لیږلي دي.
د یادونې وړ ده چې د جدي په څلورمه نیټه هم چاودنې د لوګر ولایت مرکز پل علم کې شپږ تنه وژلي او دیارلس نور ټپیان وو.
افغانستان ولسمشر حامد کرزي په يوه خپره سوي خبرپاڼه کې ددي پېښي غندنه کړي ده او ويلي يې دي چې عاملينو ته به د نيولو وروسته سخته سزا ورکول سي.
ګرانو لوستونکو:
دا فیصله تاسې وکړئ، طالبان چې په خارج کې پراته دي، هلته روزل کیږي، تمویل او تجهیز کیږي، بیا د سرحد نه را اړول ګیږي، او دغسې غیر اسلامي او غیر انساني اعمال سرته رسوي، آیا دوی افغانان دي؟
آیا افغان کولای شي د خپل ملک په ولس دغسې ظلم وکړي؟
دا معلومه ده چې دوی نیابتي جنګ پر مخ بیایي، خو دا لا نه وه څرګنده، چې دوی بیخي د افغانیت د تابعت نه هم منکر شویدي.
که دوی بیا ملک ته د راتک تکل درلودلئ، په خپل ملک کې یې دغسې مظالم نه کول.
الله دې د خپل عمل حق ورکړي.