د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د مصنوعي زړه، مصنوعي مینه؟

میرویس
31.12.2013

اسلام علیکم
په فرانسه کې یوه ناروغ ته د مصنوعي زړه لګولو عمل په بریالۍ توګه ترسره شویدئ.
داخو د بشر په شهکاریو کې یو نیک پرمختګ دئ، خو سوال دادئ چې دغه زړه دمینې کولو جوګه دئ او که نه؟ که دا مصنو عي زړه په مینه کولو روږدئ شي، آیا مینه به یې مصنوعي وي او که حقیقي؟

وایي دغه یا هغه شي ته مې زړه کیږي.

وايي، دپلانی سړي دغه یا هغه شئ ولې خوشیږي؟
ولې نه، آخرزړه لري، زړه هم د غوښو نه جوړ دئ.

آیا د مصنوعي زړه څښتن به د خپل همسر سره ژوند ته دوام ورکړي، او که ترې زړه تورئ به شي.
آیا میلونه یا تمایلات د زړه کار دئ که د ماغزو؟
======
فرانسې مصنوعي زړه جوړ کړ
۱۰ دی ۱۳۹۲, ۱۱:۲۰
د فرانسې کارمټ کمپنۍ په تاريخ کې په لومړي ځل يوه ناروغ ته مصنوعي زړه ولګوه، دا مصنوعي زړه د چهار شنبې پر ورځ يوه پيچيده، خو کامياب عمليات وروسته يوه ناروع ته يې ولګوه ، چې دا مصنوعي زړه به د پنځو کالو پورې کار کوي.
د پاريس په جارج پومپيډو يورپين روغتون کې نوموړی عمليات ترسره شو او د کارمټ کمپنۍ د ډاکترانو په وينا، ناروغ په پوره توګه جوړ دی او په هوش کې چې راغى ناروغ خبرې هم وکړې.
((که څه هم په دې لومړۍ پيوندکارۍ کې واضح پايله اخيستل به د وخت نه مخکې کار وي خو موږ په دې عمليات باندې خوشحاله يو، چې اوس په خپله ابتدايي مرحله کې دی، د کارمټ کمپنی مشر مارسيلو کونيټی وويل، چې د ډېر مودې نه د زړه انتقال کې ناروغانو ته د زړه په دوران کې بېلا بېلې مصنوعي حصې لږول کېدې، خو د حياتياتي مادو (باييلو جیکل مټیريل) او سينسرز باندې مشتمل يو مکمل مصنعوي زړه په لومړي ځل باندې لګول شوی دی.
د دې اختراع څخه مقصد دا دی، چې هر کال به زر ګونو د زړه ناروغانو ته ژوند ورکول او ورسره يې د يوه انسان زړه له بل انسان سره د لږولو نه وروسته ساييډافيکټ نه هم خلاصون حاصلول پکار دي.
د دې اختراع سره به ناروغ ته د يوه عام وګړي په څېر عادي ژوند ور په برخه کوو، د کارمټ کمپنی شريک سرجن ايليان کارپينټيير رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې اټکل شوی په امريکا او اروپا کې به (يو لک) داسې ناروغان شتون ولري او دا مارکيټ تقريباً ۲۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ډالرو دی.
پاريس کې د زړه د سرجری ماهير پيټرک نټاف وويل، که څه هم داسې الات مخکې هم موجود ول، خو هغو پايله نه درلوده، دا زړه ډېر متحرک دی او په دې کې د وينې فليپ هم کمې کمې جوړېږي.
له دې نه وروسته د فرانسې د صحت عامې وزير د روغتون ليدنه وکړه، د فرانسې د صحت عامې وزير دا خبر د فرانسې لپاره لويه لاسته راوړنه او فخر وګڼله او زياته يې کړه چې دا اختراع به زياتو خلکو ته د ژوند کولو نوې هيلې ور په برخه کړي.
د امريکې سن کارډيا يوې کمپنۍ هم تر يوه حده مصنوعي زړه جوړ کړی وه، چې تر اوسه يې ۱۲۰۰۰ ناروغانو ته انتقال کړی دی.
د سن کارډيا زړه د طبعي زړه په پرتله درې چنده دروند وه او ناروغ يې د څلورو کالو پوره ژوندی ساتلی شو.
کارميټ کمپنی ته د فرانسې د نورو ادارو په پرته د دې کال په وروستيو کې د شين څراغ سګنل ورکړل شو، چې هغوی کولای شي چې په نورو ناروغانو باندې هم د دې مصنوعي زړه ازموينې ترسره کړي، ټولټال د درېيو روغتونونو څلورو ناروغانو باندې به دا ازموينه ترسره کېږي او له دې نه وروسته بيلجيم، پولينډ، سلووينيا او سعودي عرب ته د دې ازموينې اجازه ورکړل شوې ده.
د کارمټ کمپنۍ په وينا دا مصنوعي زړه په ډېر دقت او فکر نه وروسته ناروغ ته لېږدول شوی، چې د دې څخه مخکې د ناروغ طبعي زړه په مکمله توګه له کاره لوېدلی وه او د ټرانسپلانټ (د زړه د پيوندولو) نه وروسته ناروغ د يوې مياشتې لپاره په ځانګړي ځای کې ساتل کېده.
کمپنی رسنيو ته وويل، چې پر انسانانو باندې نوموړې ازموينه د راتلونکي کال تر پايه پورې بشپړه شي، او هيله وښودله چې د ۲۰۱۵ کال په پيل کې به دا مصنوعي زړه مارکيت ته د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړي.
مليحه يونسي


Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي دی ۱۰, ۱۳۹۲.on December 31, 2013.


watan jan
31.12.2013

هغه چي په ټنونو- ټنونو درنو بمونو باندی افغانانو ته دیموکراسي راوړي،زما په ګومان دهغوی دغوښی تر زړونو به په مصنوعي زړونو کي مینه اومحبت ډیر وی
د بشریت قاتل، ظالم او جنایتکارو قوتونو ګوډاګیان هم د میني او محبت نوم پیژني؟؟
هو، ځکه چی دمظلومو ولسونو د تسخیر او فریب له پاره ډیره جذابه وسیله ده


وزیري
06.01.2014

میرویس جانه هیله ده چی سلام لیکلو کی به سهوا غلط شوی یی کنه (السام علیکم) خو بد دعاء ده.
که د اسلام له نظره خپلي پوښتني ته جواب لټوي نو سوال دي په اسلامي خونه کی ولیکه، او که د طب له لاري یی جواب غواړي نو په طبي خونه کی یی ولیکه.
دا د ټوکو کوټه ده او ګمان نه کوم چی ستا لیکنه دي ټوکه وي. که څنګه؟

والسلام


tandar
06.01.2014

وزيري صيب سلام او ښه راغلي
دادټوکو ديره ده نه کوټه چه سبا ورباندي کوډ له نوم کښينږدي :oops: :oops:
دغي ديري ته ډير مسلکي وروڼه هم تشريف راوړي شايد دميرويس ورور پوښتني ته پس له چلم څکولو خپل نظر ښکاره کړي
خوماته زړه يو پمپ اله ښکاري چه وينه ټول بدن ته رسوي اودفعاليت ځمينه مساعده کوي خومينه پيداکيدل اوساتل اوهيريدل دابه دمغز ديوي څانګي وظيفه وي يو داخله طبيب يې شايد ښه وڅيړي
زمونږ داکتر صاحبان لکه پښتون ورور، عبدالسلام ورور قريش ورور په سياحت تللي اوکه نه داموضوع به حل شوي وه :oops:
مننه

[quote:a7d1323414="وزیري"]میرویس جانه هیله ده چی سلام لیکلو کی به سهوا غلط شوی یی کنه (السام علیکم) خو بد دعاء ده.
که د اسلام له نظره خپلي پوښتني ته جواب لټوي نو سوال دي په اسلامي خونه کی ولیکه، او که د طب له لاري یی جواب غواړي نو په طبي خونه کی یی ولیکه.
دا د ټوکو کوټه ده او ګمان نه کوم چی ستا لیکنه دي ټوکه وي. که څنګه؟

والسلام[/quote:a7d1323414]


میرویس
13.01.2014

وطن جانه السلام علیکم
وروره دا ټوګه دې په مټاکه واړوله.


میرویس
13.01.2014

وزیري ماما، السلام علکم
ته نو اوس په ټیپو غلطیو پسې هم ګرزې.
موږ ستاسې سلامتی د رب ددربار نه غواړو، نه مرضونه.
په مولا دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more