د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اګر دیدی بازي، اګر ندیدي دزدي.

میرویس
30.12.2013

سلامونه، د فورم ګډونوالو
د خپل چم ګاونډ غل چې د چاکورته د غلا دپاره ورشي، نو که دکور په څښتن ور پیښ شي، نو غږ پرې وکړي چې څنګه یې پلانې خانه یا د پلاني میرمني، زه خو ستاسې پوښتنې ته راغلئ یم.
خو که څوک پرې براربر نشي، نو غلا کوي او په مخه ځي.

طالبان هم چې چیږې قاتلانه حملې وکې، که کوم حکومتي عسکر یا مامور، او یا خارجي پکې وژل شي، اویا د هغوی موټر یا تائسیسات وران شي، نو بریتونه تاووي، په توم تراق وایي چې زموږ پلاني مجاهد دا کار کړيدي.

خو که د هغوی په حمله کې بې ګناه ولسي مسلمانان قتل شي، اویا جومات ړنګ کړي، قرآنکریم ددوي په حمله کې وسوخیږي، د کندهار په میوند کې د ورا موټر ددوی پر تازه شخ شوي مان والوزی، خوشالي په غم واړوي، او مسلمانان قتل کړي، نو پټه خول پاتې کیږي او ځه نه وايي.
دا لاندې رپوټ آشنا رادیو خپور کړیدئ.
===
په کندهار کې د واده یو موټر په ماین ختلی دی
عزیزالله پوپل
08.10.1392
په کندهار کې یو ځل بیا د واده پر یوه موټر ماین چاودلی دی د یوې کورنۍ دوه تنه په کښي وژل شوي دي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د میوند ولسوال صالح محمد نورزي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې تیر ماښام د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلومیتره وړاندې د شیرعلي کاریز په سیمه کې د واده پر یوه موټر ماین وچاودیده چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.

نورزي د پیښې په هکله وویل چې په یوه ټونیس موټر کې ښځې، ماشومان او نارینه سپاره وو چې د نورزي په وینا د مخالفینو لخوا پریوه تازه ښخ شوي ماین وخته او واده یې په غم بدل کړ.

نورزی وايي چي په ټپیانو کې دوه ښځې او پاته نور یې ماشومان او سړي دي چې پولیسو د درملنې لپاره ‎د کندهار د میرویس روغتون ته انتقال شوي دي .

په افغانستان کې د سړک دغاړي ماینونه د ملکي تلفاتو په برخه کې د لوی عامل په توګه ګڼل کیږي .

تر اوسه وسلوالو طالبانو ددی پیښې په هکله تبصره نه ده کړې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more