د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اد يان دعلم اوعلمي منطق له نظره څشی دي ؟

غوټۍ وربل
04.02.2005

..............................................[color=blue:65a6bdd8fb] د لوی خدای په نامه [/color:65a6bdd8fb]
[color=cyan:65a6bdd8fb]ګرانو خویندواو محترمو ورونو ته سلامونه وړاندې کوم .
که څه هم دساینس اومذهب ، اسلام او ساینس تر سرلیکونو لاندې مې ستاسې تاوده او ارزښتمن بحثونه ولوستل ، خو دین دعلم (ساینس) له نظره چا نه دی څیړلی اونه هم علم ته ددین له نظره کتنه شوې ده ، سره ددې چې د اسلام د سپېڅلي دین له خوا علم ته ترټولو زیات اهمیت ورکولوته ګوته نیول شوې ده. خود اچې
دین دعلم له نظره څشی دی ، ادیان څنګه ،ترکومو شرایطولاندې او ولې د څه له پاره منځته راغلی دي اودغه راز علم او پوهنه په ادیانو کې څنګه څیړل يا انګيرل کيږي ،باید روښانه شي .[/color:65a6bdd8fb]



ع کريم حليمي
05.02.2005

پتمنې وربل ،ګرانو خویندواو محترمو ورونو زه هم سلامونه وړاندې کوم .
[quote:abef9754db]دین دعلم له نظره څشی دی ، ادیان څنګه ،ترکومو شرایطولاندې او ولې د څه له پاره منځته راغلی دي اودغه راز علم او پوهنه په ادیانو کې څنګه څیړل یا انګیرل کیږي ،باید روښانه شي . [/quote:abef9754db]
١ )دین دعلم له نظره څشی دی٠ ؟؟؟
دين عبارت : اخلاق + اصول = معيار يا قالب يا يوه قبوله نمونه( قانون)
مَالِكِ يَوْمِ [color=brown:abef9754db]الدِّينِ[/color:abef9754db] ٠ Owner of the Day of Judgment
يعني هر څوک چه دين لري ٠ معنا داچه د قضاوت ورځ مني
او يوم الحساب لري ٠ څوک چه د حساب ورځ نه مني ٠ نو حساب هم نه ورسره کيږي ٠
دين علم نه دۍ ٠ کله چه څوک د دين اصول،اخلاق زده کړي ٠ د دين عالم شي ٠
تر عالم به داښه وي ٠ چه فقهه ئې و بولو ٠
ولي چه علم د تجربې څه زيږي ٠ که د چا اسلامي اصول او علوم تكنولوجي زده وي
نوبه ډېر ښه وي چه عالم ئې و بولو ٠
فقه يوازي وديني پوهي ته ويل کيږي ٠
وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْماً ٠ د دغي دعا څه داسي معلوميږي چه زماخدايه تجربې مي راډيري کړه ٠ نو به علم ډير شي ٠ او حکمت بيا بل شئ دي چه د علم سره تعلق نه لري
يو ميليون تجربې به انسان لري ٠ اما حکمت به نه لري ٠ حکمت ورکړه ده ٠
لکه داسي چه الله فرمايي يُؤتِي [color=cyan:abef9754db]الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْراً كَثِيراً وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ [/color:abef9754db]
حکمت په وړکړه دۍ ٠ په تجربه ، ښونه ،د قرأن په زدکړه اړه نه لري ٠ که خدای چاته حکمت ورکړۍ ٠ خير کثير دۍ ٠ علم بيا نه پسي رسيږي ٠
لکه حضرت علي کرم الله وجهه ٠
هر نبي علم لري شرعه لري او الله د حکمت عطا هم پر کړې وي ٠ او واضح الله د ملائکو په واسط کومک هم ورسره وي ٠
٢ ) ،ترکومو شرایطولاندې او ولې د څه له پاره منځته راغلی دي ؟؟؟
دين يو دروني ښئ دي اصلأ ٠ دين حقيقت دۍ ٠ د حقيقت پېدا کول هم د انسان
دزړه خصائلو څخه يو خاصيت دۍ ٠
که اسماني دين يوې ډلي ته نوي رسيدلۍ ٠ بيا ئې دروني خصلت مجبوره کوي ٠
ځان ته دين جوړ کړي ٠ او هم رواني ضرورت دۍ ٠



25.02.2005

[quote:786a27715c]علم د تجربې څخه زيږي ٠ که د چا اسلامي اصول او علوم تكنولوجي زده وي نوبه ډېر ښه وي چه عالم ئې و بولو ٠ فقه يوازي وديني پوهي ته ويل کيږي ٠ [/quote:786a27715c]
سلام اودرناوی :
داسې بريښي چې د غوټۍ وربل د پوښتنې موخه همدا وي، چې د پوهنې ( ټو لنيزو لمو ، تاريخ ) ، انترو پولوژي او فلسفې له مخې د ا ديانو څيړنه او ارزونه وشي . خود ا يوه اسانه دنده نه ده. زه نه پو هيږم اوربل خور دومره پيچلې او تر پيچلتيا زياته حساسه موضوع مونږ ټولو ته راوړاندې کړې ده .
د فلسفې له مخې يوه عيني هستي ده اوبله شعوري نړۍ ده او له دې دوه نړيو څخه
هيڅ شي وتلی نه دي . شعور هم په ټولنې کې منځته راځي ، اود هستۍ د کوانده انعکاس په توګه د اجتماعي هستۍ کوانده انعکاس دي . له کوانده انعکاس څخه مطلب د انسان په ګټه اجتماعي هستۍ ته بدلون ورکول يا د تاريخ جوړول دي .
دا چې د اديانو ماهيت او اصليت معنوي دی يعنی د شعور سره تړاو لري اود تسلط په وخت کی داجتماعي شعور يو شکل بلل کيږي، د پوهې له مخې ضرور د انساني اند يوه زيږنده بلل کيږي . په داسې حال کې چې دين د شعور خورا زيات فعال شکل دی ، له اجتماعۍ هستۍ په پرتله د شعور ساختمان او کلتوري دودونو ته زيات تغير ورکوي، بيا هم د اجتماعي هستۍ کوم مستقيم انعکاس نه بلکې دهغې خړ پړ ، معکوس او سرچپه انعکاس دی او تل د اجتماعي او طبيعي پيښو په تشريح کې د علت پر ځای معلول او د معلول پر ځای علت وضع کوي .

خو هغه ضرورت او مجبوريت يا هغه جبر چې اديان يې رامنځته کول څشی و؟
که پو هنه اديان هم په خپل وخت کې د انساني شعور يو لوړشکل بولي ، نو بايد هغه مجبوريت هم رو ښانه کړي ، چې د هغې پربنسټ نوموړي اديان رامنځته کيږي . والسلام



ع کريم حليمي
26.02.2005

سلام !
[quote:e1c5725a99]او تل د اجتماعي او طبيعي پيښو په تشريح کې د علت پر ځای معلول او د معلول پر ځای علت وضع کوي . [/quote:e1c5725a99]

که دغه موضوع ته تشريح ورکړه شي ٠ نو بند به پوه پيدا کړي ٠

[quote:e1c5725a99]خو هغه ضرورت او مجبوريت يا هغه جبر چې اديان يې رامنځته کول څشی و؟
که پو هنه اديان هم په خپل وخت کې د انساني شعور يو لوړشکل بولي ، نو بايد هغه مجبوريت هم رو ښانه کړي ، چې د هغې پربنسټ نوموړي اديان رامنځته کيږي .[/quote:e1c5725a99]
موضوع تاسو ډېره ښه واضح کړېده ٠ او ښه سوال مو په اخيره کښي مطرح کړيدۍ ٠
ټوله legislators (قانون ګذاران ) په دې ښه پوهيږي ٠ کوم قوانين چه دوۍ ليکي
له غلطۍ خالي نه دي ٠ دغه سبب دۍ چه : دهر ملک قانون کښي قانوني ماده سته چه
قانون تغير کېدای سي ٠ مسلمه ده !

انسانان هر څه له طبيعت څه زده کوي ٠ يو ئې هم اخلاق طبيعي دي ٠ چه د قانون اساس دۍ ٠ اخلاق هغه مانا ده چه مخلوق همېشه خطا په کښي کوي ٠ نو ما سواه له مخلوقه ئې بايد راواستوي يعني د الله له طرفه
نو موږ وينو چه د هرملک قانون د هغه ملک د خلګو د اخلاقو تر نظارت لاندي جوړيږي ٠ يعني د مدني قانون مور همېشه طبيعي اخلاق دي ٠

دنباتاتو، حيواناتو څخه موږ هر څه زده کولې شوو ٠
ژوندی مثال ئې داسي دۍ : وطي يو طبيعي عمل دۍ ٠ اما انسان چه بالغ شي احساس ئې پيدا کړي ٠ اما وطي نه پېژني ٠ کله ئې پېژندالې شي ٠ يابه ئې بل مجرب
انسان ور ښو وي ٠ يا به ئې په صحرا کښي حيوان ليدلۍ وي ٠ او حيوان و زده کړي ته
ضرورت نه لري ٠ ولي چه instinct (د جناور طبيعي هوښ ) لري

چون دحيوانات څه په اول سر کښي انسانانو ډېر څه زده کړي ٠
د وحشت څخه ئې موږ د سماوي اخلاقو په خاطر راګرځېدلي يو ٠ که سماوي اخلاق
نوای٠ نو انسان به هم وحشي حيوان وای په لږ تغير
نو دغه سبب دۍ چه اکثره فلاسفه اخلاق طبيعي بولي ٠ او تغير ئې نه غواړي ٠



21.03.2005

علیکم سلام و رحمت الله و برکاته !
علم د هرې ريآلې اوڅارنې (پديدې) علت په ریآله نړۍ کې لټوی، خو مذهب برعکس دټولو پیښو علتونه چې تر څو پورې انسان نه وی پیژندلي ، صرف الهي قدرت بولي . که د میتوریتونو ډبرې له پاسه رالویږي، او که باران ، واوره يا ږلۍ له پاسه ځمکې ته راښکته کيدلې ، تر څو پورې چې د خمکې دجاذبې قوه نه وه کشف او پيژندل شوې، صرف د خدای (ج) قدرت بلل کیدل ، نه د کومې جاذبې اغیز! یعنې دعقیدې محصول ( او معلول ) د واقعی علت ځای نیسي .
د اورګانيزم خوسا کیدل يا التهاب اخیستل هم الهی امر ګڼل کیده، نو کله چې لوئیس پاستور میکر وب په اتلسوه اتیایمو کلونوکې ومونداوهغه یې د دې پیښو علت وباله دعیسوي کلیسا له خوا دا دخدای له قدرت څخه د پاستور انکار وانګيرل شو، کليسا نه مکروب مانه او نه یې هغه د ناروغیو، التهابونو،پړسوب او خوساکیدنولامل باله . دغه راز د ځمکې د جاذبې دقوې کشف د ګالیلې له خوا نږدې دهغه داعدام سبب ګرځیدلی و. ددې ټولو واقعي علتونو پر ځای هغه عقيدوي متنونه چې د ناپوهۍ يا بي خبرۍ معلول او نتيجې وې وضع کيدلې . د زرګونو لکونو انسانانو مرګ د څاري ناروغيو له امله به صرف د بدوعملونو او د خدای تعالی د نارضايت پايله ګڼل کيده .

د يوه پيغمبر (ع) توصيه وايي، چې کله مو د خوراک په وخت کې له ﻻس څخه يو پوټی يا تکړه پر ځمکه ولويده، هغه دخوراک له پاره مه راجګوئ او مه يې خورئ، ځکه وايي چې له خولې يا ﻻس څخه غورځيدلې ډوډۍ يا ميوه ملايکې ستاسو له لاسه غورځولې ده څو تاسو يې پرخوړلو رنځور نشئ . حقيقت دادی چی د خدای پيغمبر د ميکروبونو موجوديت احساساوه، چې لويدلې خوراکي ټوټې ته د ځمکې له خاورو څخه رسيږي او د ناروغۍ ﻻمل ګرځي . ولې امت د خپلې عامې مسلطې ناپوهۍ له امله په هغه شايطو کې دغه ډول حقيقت نشو درک کولی چې ګواکې میکروسکوپي موجودات په خاوره ، او بو او هوا کې شته چې د ناروغۍ سبب ګرځي ، نو د ملايکې د پيزوينې په شکل د ميکروب معلولې ناروغۍ دلته د علت يعنې ميکروب ځای ونيوه ، څودرنځورۍ له عامل ميکروب څخه پرې ځان وساتي ، ټول امت قبول او مراعات هم کړ، او له ﻻسه لويدلی خوراکي شی تر نن ورځې پورې ساده مسلمانان هم نه خوري ، ځکه چې ملايکې يې له ﻻسه ټکوهلی دی. .



ع کريم حليمي
22.03.2005

پسله سلام او درناوۍ څه

[quote:a2177eed7b]علتونه چې تر څو پورې انسان نه وی پیژندلي ، صرف الهي قدرت بولي . که د میتوریتونو ډبرې له پاسه رالویږي، او که باران ، واوره يا ږلۍ له پاسه ځمکې ته راښکته کيدلې ، تر څو پورې چې د خمکې دجاذبې قوه نه وه کشف او پيژندل شوې، صرف د خدای (ج) قدرت بلل کیدل ، نه د کومې جاذبې اغیز! یعنې دعقیدې محصول ( او معلول ) د واقعی علت ځای نیسي . [/quote:a2177eed7b]

هو داسي ده کله چه کشفيات نه وسوي ٠ ناپوهي معلول او علت ئې دا چه هر څه ئې
الهي بلل ٠
تر ډيره حده د دين علما داسي فکر کوي ٠ کله چه عربي ژبه (صرف نحو )د چا زده سوه ٠ نو په قرأن هم پوهيږي ٠ داسي نه ده بايد فنون بلاغت او ساير تخصصونه ‏چه مرتبط په قران ،حديث پوري دي په پوره يا يوه اندازه د فقهاوو زده وي ٠ لکه هندسه ،رياضي ،فزيک، کيميا و غيره
ولي چه قرأن کليات دي ٠ او کليات بايد تحليل سي ٠ چه Variety پوهي غواړي
که داسي نه وي نو ستاسو فرموده (تر څو پورې چې د ځمکې دجاذبې قوه نه وه کشف او پيژندل شوې، صرف د خدای (ج) قدرت بلل کیدل ) بلکول پر ځای ده

ستاسو د ليکني تائيد کتاب مبين داسي فرمائې چه :إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فى الاَرْضِ وَ ءَاتَيْنَهُ مِن كلِّ شىْءٍ سبَباً ٠ کهف ٨٤
که Variety (ګوناګون )انواع زده کړي د دين علماوو درلودلاي ٠ نو به نه علما ٠٠٠٠
او نه به عوام الناس په غلطه لار تلل ٠
يعني داسي به نه پېښېدای چه : پر معلول ئې سترګي پټولای ٠
بدبختانه او متأسفانه داسي ديني علما نن هم سته چه پرeffect (معلول ) سترګي پوټوي ٠ اوپه داسي حال کښي چه قرأن واضع دسبَباً ذکر کوي٠


Anonymous
04.06.2005

درنو او قدرمنو ورونو حليمي صيب او ځواکمن صيب تاسوته له سلامونو څخه وروسته ستاسو له ډيرو ارزښتمنو ليکنو څخه کورودانی وايم او د زړه له کومي مننه درڅخه کوم .
داچې نورو صاحب نظرو په دې مضوع کې ګډون نه دی کړی او پر لوستونکو يې مالوماتي پيرزوينه نه ه لورولې خواشينه يم ، له دې کبله مې د وطنمل صيب په مرسته دا مو ضوع د بحث دې خونې ته را وليږدوله، څو د آزاد خو علمي او منطقي تحليل لړۍ پرې غزيدا ومومي . په تيره بيا دا وڅيړل شي چې :
[color=white:ed31ea97fa]اديان او د هغوی تاريخي او اجتماعي ارزښت د ساينسي او فلسفي علومو له نظره څشی دی .[/color:ed31ea97fa]
[color=red:ed31ea97fa]هيلمنه يم د تش نظر له څرګندولو څخه چې څيړنيز او علمي ازښت ونه لري ، ډډه وشي. [/color:ed31ea97fa]


Anonymous
05.06.2005

[color=blue:7999bfa0e8]١ ــ يو فيلسوف ويلي چې: دين پر انسان د انسانانو د بيګانه شويو ارمانونو
تسلط دی . نور و و يلي :
٢ــ دين د خوف او رجأ يا ويرې او اميد څخه عبارت دی .
يوبل فيسوف بيا وايي:
٣ــ دين د واقعي نړۍ خړ پړ يا سرچپه انعکاس دی .

څلورم ﻻ بيا داسې ادعا کوي چې:
٤ــ دين د ساده اولس ذهني افيني توب يا پوډري معتاديت (اعتياد) دی چې
ﻻس ترې نشي اخيستلای .
پنځم دين يو تاريخي ضرورت بولي او ايي :
٥ ــ دين دانسان د غريزو او ياغي اروا د مهار کولوله پاره د ديسپلين هغه پړي دي چې د فيوډالي ټولنې غړي پرې له داخلي (زړه يا ذهني ) اړخ څخه ول په ول تړل کيږي ، څو د نوموړې ټولنې سياسي غوښتنې، حقوقي نارمونه او اخلاق پلي کړي اوساتنه يې وکړي.
يوبل ددې ضرورت په اړند وايي : که حتی خدای تعالی وجود هم نه درلودای ،نو انسانانوبه هغه اختراع کړی وای. [/color:7999bfa0e8]
نو اوس تاسو قضاوت وکړئ او مالومه کړۍ چې په دې تعريفونو کې کوم يو حقيقت ته نږدې ښکاري او په څه دليل ؟
زه خپله صرف دلته دوهم لمبر دليل منم ، ځکه چې مبارک اسلام هم له الله تعالی څخه خوف اوهغه ته رجأ تاييد کړې ده ، ولې راځئ لومړی ددغه جملو پر مفهوم ځانونه وپوهوو يعنې د مفهوم او معنی له منلو او ردلو دواړو څخه مخکې يو ځل په بيطرفانه توګه سره په ګډه وڅيړو :

هرڅوک چې هره جمله څيړلی شي هغه دې وڅيړي ، وروسته به بيا د هغې د سموالي او غلطۍ دليلونه هر څوک په بل پير کې وړاندې کړو. سمه ده ؟


Anonymous
05.06.2005

اول خو دخوښۍ ځای دي چې دعلم اوتکنولوژۍ دپرمختګ په اساس نن ددې امکان پيدا کوو چې دانترنت له لارې په ازادانه توګه اوبې دغټ ږيرو او دين نه ناخبره ملايانو اومولويانو له ډاره او ټاپې پرته خپل نظريات له نورو سره شريک کړواو ښايي يوهم همدا دليل و چې زياتې دينی کړۍ په افغانستان کې هروخت دانترنټ سره کلکې مخالفې وې او دي
رابه شو اصلي موضوع ته
دين اوعلم يودبل متضاددي. کله چې علم کمزوری و دين يا اديان پوره زورکې وو، خو دعلم په پراختيااووده سره اديان ورو ورو کمزوري او په شاتګ کوي. زيات دينونه دانسان دحدس او تفکر زيږنده دي چې دوخت په تيرېدوسره يې تشکل موندلی او په جبري توګه انسان ته دهغه منلو امر کوي. په دين کې علم اومنطق ځای نه لري. اوکه کوم ديني اصول دعلمي اصولو سره اړخ لګوي دابه يو تصادفي پېښه وي او شعوري اساس نه لري.
دين او ديني مراسم په رښتيا هم نسل په نسل انتقال شوي او ډيرو ته يې اوس داعتياد شکل نيولای بې له دې چې دهغه په ارزښت اومانا پوهيږي او يا باورلري، خو دهغه په اداکولو ځان مکلف بولي.
حليمي صيب ليکي: ( دين يو رواني ضرورت دی)
خوخبره داده چې دچا له پاره؟ کيدی شي د ساده اولسي خلکو له پاره دين يورواني ضرورت وي او له هغوی څخه دين اخيستل به ډيرزړه دردونکي وي خو دپوهانو اوساينس پوهانو له پاره به داکوم رواني ضرورت نه وي.
اکثريت چينايان مذهب اودين نه لري خو درواني او اخلاقي نظره کوم خاص مشکل هم نه لري اوښايې په ډيرومتدينو هيوادونو لکه پاکستان اوافغانستان کې دچين په تناسب زيات رواني ناروغان اوانساني بداخلاقۍموجود وي


Anonymous
05.06.2005

تنګي وال صاحب ښې چارې.
ستاسو ليکنې مې دې قانونمندۍ ته پام کړ چې [color=white:7c582fb6a7]هيڅ شی بي اړتيااواړينتيا نه منځته راځي او نه له منځه ځي[/color:7c582fb6a7]. خوله دې نه داهم مالوميږي چې نه يو شی دفعتأله منځته راتلی او نه يو زوړ شي يوناڅاپه له منځه تلی شي،بلکې د هغه اړتيااواړينتيا د ودې اوبشپړتيا پورې اړه لري چې د شيونو ، حالتونو ،اړيکو يا مناسباتو د زوال يابقاسبب ګرځي.
له دې کبله سخته پر ځای بريښي چې ددين د منځته راتګ پر ﻻملونو ، تاريخي شرايطو او ټولنېزو اړتيااواړينتياو خبرې وشي.
دهمدې اړتيا لرلواونه لرلوپه چوکاټ کې دا خبره د درک وړ ده چې:
[quote:7c582fb6a7]اکثريت چينايان مذهب اودين نه لري خو درواني او اخلاقي نظره کوم خاص مشکل هم نه لري اوښايې په ډيرومتدينو هيوادونو لکه پاکستان اوافغانستان کې دچين په تناسب زيات رواني ناروغان اوانساني بداخلاقۍموجودې وي[/quote:7c582fb6a7] خو يدهير نکړو چې رواي ناروغۍ نه يواځې او نه په لومړۍ درجه کې دين له کبله منځته راځي او نه هم له دغه امله له منځه ځي ، که څه هم په تګاو راتګ دواړو کې ښاي رول هم ولري:

رواني نارغۍ او انساني بداخلاقۍ زياتره له برۍ او دبيکارۍ له پايلې بيوځلۍ اويا عياشۍ څخه پدا کيږي . سربيره پر دې سخت بنديزونه چې رواجي وي او که مذهبي وي هم د دغسې ناروغيو سبب ګرځي.
هغه رواني ناروغي چې له شتمنۍ څخه د بيکارۍ او عياشۍ په سبب رامنځته شوې وي،ښايي د ديندارۍ په زور رفع شي ، خو ددغسې وګړو دينداري زياتره ناممکنه ښکاري. له بيکارۍ څخه بيوځلي او له بيوځلۍ څخه
رواني ناروغي ښايي دديندارۍ له برکته يو څه ځنډېدلې وي، ځکه ډير وخت د معجزې په تمه مقاوت کوي چې ګواکې ناڅاپه به خدای تعالی ورته څه ﻻره خلاصه کړي او نښتې بيړ ۍ به يې روانه شي، زيات بيوځلي په دغه ارمان ، که په رواني ناروغۍ ﻻ نه وي اخته شوي ، د سؤ تغذي له امله هم ناروغ او دغه ارمان ګور ته يوسي. ديني روزنه له يوې خوا روحي مقاومت زياتوي، خو له بلې خوا د دغې ناروغۍعلتونه توليدوي:
الف: دبيکارۍ او بيوځلۍ د له منځه وړلو له پاره له نورو سره په ګډه لاره چاره نه لټوي، سياسي اجتماعي فعاليتونه ،غوښتنې مظاهرې او اړتالونه نه کوي او پر ځای ناست وي .
ب : دبيوځلۍ له امله ورته څوک خور اولور نه ورکوي، پرغريزويې دد يني ممنوعاتو فشار هم د رواني ناروغۍ سبب ګرځي.دين اوپښتونولي دواړه د لته ددغسې ځلمو او پيغلو په ليوني کولوکې او پيرياني کيدلو کې سره سيالي کوي،بي له دې چې ټولنې ته ددې ستونځې يو ټولګړی حل پخپله پيدا او وړاندې کړي او يا لږترلږه دحل يوه بله موندل شوې ﻻر ومني! ملايان اودغسې زياتره پښتانه پخپله د يوه مرض دوا هم نه وي، خو د بل سړي د حل مخه ښه نيولی شي او پر دې ناوړه عمل بيا داسې و ياړهم کوي ، فقط ته به وا يې چې واه واه : نام خدا (( کمال کرتا هی)) !



ع کريم حليمي
05.06.2005

درنو ملګرو a وروره،تنګي وال ،پتوال،ځواکمن ،غوټۍ سلامونه او ښې هيلي
دغه بحث ضرورت لري چه يو څه شاته ولاړ سو ٠ ورسته نو بيا پر دين بحث وکړو ٠ تر دېدمخه چه بحث شروع کړم ٠ يوه قصه تاسوته کوم که تاسو پر قصه راسره موافق سۍ بيانو زه ستاسو وحضور ته مقدمه ايږدم چه بحث باندي وکړو ٠

وړونو او خويندو !
نن و بيچ (د بحر غاړه ) ته تللۍ وم ٠ داسي حال مي وليدۍ چه په چورت کي ډوب يم ٠ خدای دي وکړي چه وئې ونۍ راڅه
د درياب پر غاره ناست وم چه درختي راشنئ سوې ٠ او غټي سوې ٠ او ورته کتل مي پخپله راچپه سوې ٠ او کړپی دي تختې ځيني چوړي سوې پخپله
دغه تختې سره راځغلي سره مښلي ٠ کراکرار په اخيره کښي کښتي (بېړۍ )
څيني چوړه سوه ٠ او پخپله رهي سوه اوبونه ولوېدل او رهي سوه ٠ او تر سترګومي نيهامه سوه ٠ چه هر څه فکر کوم وايم خوب به مي ليدلي وي ٠
ځانه ته وايم چه نه ښه مي پياد دي چه د کوره ولاړم ٠ او ښځي ته مي ويل چه زه ځم د ابو غاړي ته ٠
پښتنه مي له تاسو متفکرينو وړونو اوخوندو څه دا ده چه دغسي حال امکان لري که يا ٠ دغه حال چه ماليدلۍ دۍ ايا دغه حال عقل مني ؟؟؟
تر جواب ليکلومو دمخه ستاسو څخه د ريګو په تعداد مننه


Anonymous
06.06.2005

محترم حليمي صاب دی دواجان له خوا دعاو سلام درواخله !
محترمه پخپله انساني زوند يوعجيب شۍ دۍ سی تراوسه هيڅ چا ونه پېزاند سې داولې ديڅه دیپاره دی اوولی دينورو زونديو موجوداتو څه مختلف دۍ ؟
او برعکس نور زوندي موجودات ولی دی انساني زوند څه مختلف زوند لري ؟
ايا زوند داسې د کومې ريموټ انرژي يا سيستم په وسيله خوبه نه اداره کيزي ؟
خو راډيرې پوشتنې سته منګر قانع کوونکي ځوابونه ورته نسته ٠
په هرصورت ، زه به هم يوه کيسه درته وکړم خوويلای نه سم سې ما خوب ليده اوکه رښتيا دغه کيفيت ما دخپلی خوب په کوټه کی ليده ٠
کيسه داسې ده سی په ما به ترډېره وخته دشپې اودورځې داسی کيفيت راته سې يودم به می ويښتان زګه سول اوپه پوست به می غونۍ ودريد سی کله به دی خوب خونې ته ننوتم ٠
يوه شپه می پښه وګرول سوه راويښ سوم هيڅ می تر سترګو نه سول ٠ بيا ډيرې شپې وروسته په داسې حال کی رابيدار سوم سې پشي می له ځيګره منډه واخيسته اوورکه سوه ٠ بل ځل په
هۍ جاني کی داسې له خو به رابيدارسوم سی پر سرمی ددرې فوټو په لوړوالي ډير واړه سره او بانجاني رنګه ستوري پړکيدل خوسی څنګه می ورته نظرسو نو له دوده سره يو ځای له کړکۍ چخه ووتل ٠ اواخري ځل می لکه وريځې داسې دود پرکټ جمع سوې وو او په توره تياره کی ورته هک پک وم سې داڅه دي ٠ په کوچنيوالي کی به زما انا زما سرته پيشقوزه ايښوده اوويل به يې سی بلاوې او پيريان له تيغه څه ډاريزي ٠
تاسوشايد راپرې وخاندۍ خو دانا خبری می په غوز کی وې او چاړه می په هغه شپه راواخيسته اوپه هوايي ګوزارو می په څلور کنجه خونه کی وګرځوله اوبيامی تر بالښت لاندی کيښوه ٠ هغه ورځ اونن ورځ ده سی بيا می نه ويښته زګه سول او نه می څه وليدل ٠

دخدای په امان

دواجان شوقي


Anonymous
06.06.2005

حلیمی صاحب او نورو ورونو ته نیکی هیلی او سلامونه
حلیمی صاحب ستاسو قصه می په غور سره ولوسته داسی بغیر دکوم جوړونکی نه هیڅ شونی نه دی چی هر څه په خپله سره وشی .
او دی بل وررو قصه داسی حالته شونی دی او ډیر ځل ما اوریدلی دی او په ماهم داسی یوه قصه تیره شوی ده چی ستاسی پام ورته اړوم
زه به تقریبن د 12 کالو وم چی زمونږ مشر ورور له کوره خفه شوی وه کور کښی هیڅ نه وه ویلی مونږ ورپسی 5میاشتی وکرځیدو هیڅ یی معلوم نه شوه یو ورځ می پلار ته یو چا ویلی وه چی په پلان ځای کښی یو ملاح ده هغه ته ورشه ځوی به دی پیدا کړی زمونږ دپلار هم په داسی شیانو عقیده نه وه خو دکورنی له خوا نه مجبور شوه او ملاح ته وراغی ملاح ورته ویلی وه چی سبا دځان سره داسی ماشوم راوله چی عمر یی له 14 نه زیات نه وی او هغه کوم هلک چی ورک ده باید هغه وپیژنی پلار می کور ته راغی او سبا یی زه دځان سره واخستم او ورغلو ښه می په یاد دی چی ملاح زه کینولم او یو څه یی راباندی واویل ما باندی داسی حالت راغی چی ما می ورور لیده چی چیری ده په کوم حالت کښی ده او څه کوی هغه نه یی پس مونږ ته یو تعویز او یو څه دودی راکړی ویل چی داتر څو خلاصیږی ځوی به مو راشی همغه وه چی ورور می په دویمه ورځ کور ته راغی .نو داشو دسترگو لیدی حال
اورابه شو اصلی بحث ته زما په خپل شخصی فکر او نظر دین مونږ ته دزندگی مقصد راښی .
خوراک اوزنا د دواړه حیوانی دی چی داحیوانات هم کوی اوانسانان هم نو که صرف دزندگی مقصد ددواړه وی نو دحیوان او انسان فرق بیا نشته او که چیر دزندگی مقصد بل وی نو هغه انسان ته په خپله نشی معلومیدلی نو ددی لپاره هم دیو لارښود مذهب( دین) ضرورت ده . وسلام


Anonymous
06.06.2005

ــ دين د خوف او رجأ يا ويرې او اميد څخه عبارت دی .

٣ــ دين د واقعي نړۍ خړ پړ يا سرچپه انعکاس دی .

٤ــ دين د ساده اولس ذهني افيني توب يا پوډري معتاديت (اعتياد) دی چې
ﻻس ترې نشي اخيستلای .

٥ ــ دين دانسان د غريزو او ياغي اروا د مهار کولوله پاره د ديسپلين هغه پړي دي چې د فيوډال ټولنې غړي پرې له داخلي (زړه يا ذهني ) اړخ څخه ول په ول تړل کيږي ، څو د نوموړې ټولنې سياسي غوښتنې، حقوقي نارمونه او اخلاق پلي کړي اوساتنه يې وکړي.
وروره دا خبره او نظر غلط دي
دا خبرې د کمونستانو دي
دين دانسان د اصلاح او عاقبت لپاره دي
حليمي صيب الله ج په هر څه مقتدر دي ستا کيسه امکان لري
د ځواکمن خبرونه مالويږي چې دين درواغ او بې علمه دي
دين د الله ج راليږل شۍ نعمت دي خو بيله اسماني دينونه
باطل ادين هم د خلو ضرورت وؤ چې روحي غذا ولري او کوشش يي
کولو خداي پيدا کړي
اسلامچې نازل شو هغوهم ايمان راوړو
اسلام علمي او با حقه دين دي نرې خبري صيح ندي
وسلام
جانباز خان پکتياوال


Anonymous
06.06.2005

ورونو بحث له علمی اومنطقي مسير څخه بل خواته مه اړوی! داکيسې چې تاسې ليکلي خرافاتي جنبه لري اوپه عمل کې هيڅ شونتيا نه لري. اصلا په بحث نه ارزي. داډول کېسې نه مذهب تايدوي او نه يې علم مني. درواني حالاتو يا ناروغيو له نقطه نظره ممکنه ده چې ځني وخت انسان په ذهني دنيا کې داسې غرق شي چې تصورکوي چې کوم شی ګوري يا يي کوي خو په عمل کې وجود نه لري. زه به هم اوس يوه وړه کېسه درته وکړم:
زما دري کلن زوی څه موده دمخه ډير ناروغه و، ډيريې ژړل او دمور له غيږ څخه نه ښکته کېده. کله به يې چې قالين ته لاندې وکتل پښې به يې ټولې کړې او ويل به يې چې ميږيان مې خوري. په دې مانا چې دقالينې دګلانو نه ورته ميږيان جوړشوي و. کله مو چې موډاکترته ورساوه هغه وويل چې ددې ناروغۍ سره ماشومان له هرشی نه ډاريږي او ذهني ډيرکمزوري کيږي. خو بله ورځ چې جوړشو هماغه قالينه وه خوهيڅ مشکل نه و. پس دقالينې ګل ميږی نه و خو هغه ته داسې ښکاره کېده او خارجي موجوديت يې نه درلود.
فکر نه کوم چې داسلام مذهب به هم داسې خرافات مني.


Anonymous
06.06.2005

ګرانو لوستونکو

دهرڅه څېړل بې مفهومه نه وي ٠

هرشې تکامل کولای شي خوانتها ته نه رسيږي ٠

افغانان يواځيني خلک نه دي چه دداسې حيرانوونکو پېښو کيسې کوي بلکه هندوان ، انګريزان هم داسې کيسې کوي ٠ داسې خلک شته چه هيڅ رنګه رواني اودماغي مرضونه نه لري مګر دداسې تجربوسره مخ شوي ٠ په چينايي کيسو کی به داسې څه واورې چه ترمبالغې به هم تېر وي ٠
له ماترياليستي فلسفې څخه ايډياليستي فلسفه ډېره پخوانۍ ده اوکه ننۍ نړۍ ته نظر وکړۍ نودايډياليستي فلسفې پيروان به په مراتبوله ماترياليستي څخه زيات وي ، ولی ؟

روس اوچين ونه شو کولای چه د ټولو قيوداتو باوجودپه خپلو هيوادونو کی مذهب يا دايډياليزم پيروي لمنځه يوسي ٠

او ساينس هم په يوه خبره ټينګ نه دې ٠ نن ديوې تيوري پلوي کوي سبا يې ردوي ٠
په امريکاکی د UFO په نوم عام خيال وجود لري او تحقيقات لا پکی روان دي ٠
درې سوه کاله پخوا هيڅ چاداتوم ذرې نه شوې ليدای خو نن توليدي دستګاوې لري ٠ ساينس پوهان وايي چه دهرموجود تصوير اواواز په محيطي فضاکی ثبت شوي خو دوی لا تر اوسه هغه الات نه لري چه ثبوت يې کړي ٠
نن دمايکرو څپو او لېزروړانګو څخه سيستماتيکه فايده اخستل کيږي نوسړې نشي ويلای چه په راتلونکی کی به نورڅه راپيداشي ٠ ساينس پوهان راديوويي څپې نورو سيارو ته لېږي ترڅو دژوند اثار پيداکړي٠ که چيرې په بل ځای کی زمونږ څخه پرمختللې ژوند وجود ولري کېدای شي هغوی هم موږ پيداکړي يو اوڅېړنې راباندې کوي ٠
خلاصه داچه ډيرې فرضيې او تخيولات په حقيقت بدشوي دي ٠ کله چه په انګلستان کی دبخا ر مشين کشف شو نو کاشف اومخترع د پوه نابغه اوسالم انسان په سترګه نه کتل کېدل بلکه ديو ليوني او له قانون اومعاشرې ګمراه وګړي په حيث ٠ تر پاچاهانو پورې به دداسې خلکو پرضد وو مګرنن خلک بل رنګه قضاوت کوي ٠

زماله دې ټولو مثالونو څخه مطلب دادې چه دهرڅه امکان شته اومونږ يې نن وينو چه ډېر ناممکن شيان ممکن شوي ٠ هيڅوک اوهيڅ ساينس پوه د علم اوتکامل پای نه پيژني نوځکه د ((امکان)) په ځواک تکيه لري ٠
په درناوي



ع کريم حليمي
07.06.2005

درنو وړونو سلام
ما خو دا قيصه يا اورېدلې يا لوستلې يا چوړه کړې ٠ وليکل
او يو نامکنه قيصه وه ٠ چه هيڅ امکان نه لري ٠ چه بېړۍ دي جوړه سي ٠
ما مطلب دا وو چه يو دليکوالو نه راته وليکي ٠ چه دغسي څه امکان نه لري
چون هيچا زما قيصه رد نه کړه نو مجبوره سوم چه پخپله دانقل رد کړم
ولي چه فزيک داسي وايي چه هيڅ شئ بيله خارخي قوي په حرکت نه راځي
هو رواني چه څه خلګ تصور کوي ٠ طبعأ مريضي عقلي لري ٠ ممکن په وينو کښي ئې يو عنصور کم وي (منرال)

سوال خو زموږ خورکۍ داسي مطرح کړي چه : (دین دعلم له نظره څشی دی ، ادیان څنګه ،ترکومو شرایطولاندې او ولې د څه له پاره منځته راغلی دي اودغه راز علم او پوهنه په ادیانو کې څنګه څیړل يا انګيرل کيږي ،باید روښانه شي .)
تردي سوال د مخه بايد داسي سوال مطرح سي ٠ چه خالق سته که يا ٠؟؟؟
که داومنو چه يو خالق سته ٠ او سمارټ کرويشن ئې کړي دۍ ٠ يعني
کرويشن د بګ بنګ په ډول نه دۍ شوۍ ٠
او هيڅ شئ بيله خارجي قدرته نه د سره کيږي ٠ چه هغه قدرت خالق ،رب دۍ ٠ کله چه دا مو منلي چه خالق سته نو دين هم د خالق له طرفه و موږ ته
دانبياوو پر لاس راغلۍ ٠
چه تر دغه ځايه وافق يو ٠ نو اوس به پر دين خبري وکړو ٠

چه : علم او پوهنه په ادیانو کې څنګه څیړل يا انګيرل کيږي ٠
علم څيړنه فرق لري ٠ کوم علم رياضې ځان ته اصول لري
او کيميا ځانه ته
او ديني علم ځانته اصول کري ٠
چون بحث پر دين بينا سوۍ دۍ ٠ نو زه به ترنور علومو پښه واړه وم ٠ رابسوو ديني څېړني ته ٠

اوس نو که محترمه خورکۍ (غوټۍ وربل) خپله پښتنه مشخصه کړي ٠ ښه به وي

نو چون چه خالق سته ٠ نو نسو ويلالي چه : دين د واقعي نړۍ خړ پړ يا سرچپه انعکاس دی .

هو که د بودا دين مطلب وي ٠ ممکن خړپړ يا سرچپه انعکاس وي ؟؟
او دوهمه خبره چه : دين د خوف او رجأ يا ويرې او اميد څخه عبارت دی
ډېر اعلی دغسي ده ٠ خوف او رجأ يو اصل دي

او دغه جمله چه : دين د ساده اولس ذهني افيني توب يا پوډري معتاديت (اعتياد) دی چې
ﻻس ترې نشي اخيستلای .

درګ يو فزيکي تغير راولي په ديماغ کښي اما د ډرګو او دين ډير فرق لري
دين عبارت د اخلاقو څخه دۍ ٠ اما ډرګ د وينو په واسطه مغز ته څي او پر يوه خاص مرکز اثر اچوي ٠ دين پر هيڅ مرکز اثر نه اچوي ٠
دين معنا ده ٠
دوه کاله کيږي چه هر نرس بيايد دعا زده وي ٠ ولي چه ساينټپکلي معلومه سوې ٠ هغه څوک چه په شفاخانه کښي وي چه دعا کوي تر بې دعا سړي ئې
زخم ژير جوړيږي ٠ نو که د چا يعني مريض دعا زړه غواړي ٠ نو نرس دعا ورسره وکړي


Anonymous
07.06.2005

ټولو ته سلامونه او درناوی !
حليمي صيب څه ښه ليکلي چې:
[quote:4486119b1d]دا قيصه ... يوه ناممکنه قصه وه ٠ چه هيڅ امکان نه لري ٠ چه بېړۍ دي جوړه سي ٠
زما مطلب دا و چې يو دليکوالو نه راته وليکي ٠ چه دغسي څه امکان نه لري [/quote:4486119b1d] خو مخکې تنګيوال صيب داسې نغوته هم کړې وه :
[quote:4486119b1d]
داکيسې چې تاسې ليکلي خرافاتي جنبه لري اوپه عمل کې هيڅ شونتيا نه لري. اصلا په بحث نه ارزي. داډول کېسې نه مذهب تايدوي او نه يې علم مني. [/quote:4486119b1d]

پر دغه بنسټ حليمي صاحب بيا بنسټي مسئله طرح کړې،ځکه دده په اند وربل خورپوښتنې داغواړ ي چې ووايو:
[quote:4486119b1d]که داومنو چه يو خالق سته،.....او هيڅ شئ بيله خارجي قدرته نه د سره کيږي ، چه هغه قدرت خالق ،رب دۍ ٠ کله چه دا مو منلي چه خالق سته نو دين هم د خالق له طرفه و موږ ته دانبياوو پر لاس راغلۍ ٠
چه تر دغه ځايه وافق يو ٠ نو اوس به پر دين خبري وکړو ٠ [/quote:4486119b1d]
دلته څو برخې دي چې صرف دعقيدې پورې تړلې دي ، علمي اومنطقي اړينتيا (حتم يا حتميت) يې روښانه نه دی .
د الله تعالی د شته والي په برخه کې حليمي صيب له تفصيل پرته لنډه نغوته کړې چې هرشی (پيښه) يوه خارجي قدرت او علت ته اړه لري ،او هغه قدرت خالق دی ، يعنې له خالق پرته هيڅ شی اوهيڅ يوه پيښه، هيڅ تغير او حرکت منځ ته نه نشو راتلای اونه به راشي ٠
خو دا خبره هم دوه ډوله درک کيدای شي:
A - يو داچې هر حرکت او تغير په نړۍ کې لکه د بادلګيدل ، د اوبو بهيدل ، طوفانونه، دهوابدلون ، لوږه تنده خوراک او څښاک ، خبرې اترې ، ان ترجزې ترين حرکت لکه د سترګو د بڼو خوځول او د تنفس تر حرکت پورې مستقيمأ خدای تعالی پخپله ر امنځته کوي او بل کوم علت نه لري.[color=yellow:4486119b1d] په دې صورت کې به علل او معلول او دهغوی څيړونکي اوشنونکي ، طب او ساينسي علوم يا له سره موجود نه وو او که وای، د دين او مذهب زيږنده به واي او بس . خو دعلومو موجوديت او بری د طبيعت پر پيژندنې او پوهنې وﻻړ دی نه پر عقيدې[/color:4486119b1d].
B- دوهم ډول درک دا چې هر معلول علت او هغه علت بل علت لري چې دئ دهغه معلول اوهغه د بل علت معلول او په همدې ډول دعللونو او معلولونو دکړ يو ځنځير نا محدود دوام لري. دا نامحدود والی ﻻ يتنهي نه بلکې آحر په يوه ترټلوسترعلت انجاميږي، چې هغه ته فلسفه وروستی علت وايي او مذهب يې هم له نړۍ پورته قدرت يا خدای تعال بولي. لومړی نظرچې زياتره په طالب ، چړي ، دهقان او شپنو کې ليدل کيږي،نه يواځې د علم او ساينسي څيړنو سره مسقيم ټکر خوري، د انسان آزادي هم په بشپړډول نفې کوي او د انسان ارادې ته هم په کې ځای نشته.
په دوهم ډول کې الله تعالی د مطلق قدرت او مطلقې پوهې پربنسټ ټوله نړ ۍ او په هغې کې د حرکت تغير اوتکامل قوانين پيدا کړي او چليږي. دلته هم طرحه په دوه برخو ويشل کيږي:

B1- انسان الله تعالی د طبيعي تکامل په نتيجه کې د ترټولو لوړ او متکامل مخلوق په نتيجه کې رامنځته کړی او د ورکړي اند ، پوهې او علم اوتخنيک په و سيله پر طبيعت باندې د خپلې ولکې مهراو ټاپې يو په پسې لګوي. اوانسان دی چې د طبيعي موجود په توګه يې اجتماعيت پريوه توليدي ټولنه بدل کړی ، ژبه ، اخلاق ، عقايد ، د ين ،هنر ،ميتلوژي ، فلسفه، منطق، علم اوتخنيک ـــ ټول مادي او معنوي کلتور يې منځ ته راوړي دی.

B2- انسان د يوه غير طبيعي ، جنتي مخلوق په توګه داند درلودونکي آدم عليه السلام په توګه خلق شوی
او د حوا ببي سره ځمکې ته ر استول شوی او او ﻻدې يې د نوروپيغرانو او اسماني اديانوپه مرسته تر ننۍ ورځې پورې تکامل موندلی او د کلتور ټول جزيات يې چې پورته وويل شول رامنځته کړي دي. دخپل خدای اودهغه د
رسوﻻنو اطاعت بايد وکړي او طبيعت هم ترخپلې ولکې ﻻندې راولي. مونږ مسلمانان د عقيدې ل مخې شکر پر دغه ﻻر (B2) ايمان او باورلرو.
خو دو ربل خورپوښتنې ښايي د B1 او B2 داړو ﻻروته متوجه وي اوهغه هم د علمي ، منطقي اوتايخي څيړنو په مټ چې: په داسې حال کې چې د B2 په ديني ﻻر له آدم (ع) څخه مونږ ته هيڅ يو اسماني کتاب هم نه دی پاتې
شوی، د طبقاتي ټولنې او خط ترايجاد د مخه په اوږده تاريخي دوره کې هيڅ ليکلی اسماني [color=blue:4486119b1d]کتاب[/color:4486119b1d] نازل نشو، که نه نو سواد به د هماغه ادم (ع) له وخته څخه ټول بشر ته په ميراث رسيدلی و، او د آدم هغه کائن او جهانشموله علم چې له کبله يې ملايکو ( روح ته ؟ ) د تحيات سجده کوله ، هم بشر ته آن له هماغه پيل څخه انتقال شوی وای، خو لومړی آسماني کتاب او تثبيت شوی اسماني دين ډير ورسته د موسی (ع) په وسيله په طبقاتي او د فرعوني برده دار دولت لرونکې ټولنې په وخت کې نازل شو ! داچې خط ايجاد شوی نه و، د ليکل شويو صحيفو د نه پيدا کيدو دليل بريښي ٠
په تاريخ کې د موسی عليه السلام تثبيت شوی مخکښ ابراهيم(ع) هم د نمروديت په طبقاتي ټولنې او برداري دولت په وخت کې په پيغمبرۍ مبعوث شوی و، داچې اسماني کتاب يې نه درلود، ښايي د هغومره ستر نبوغ لرونکی به نه ولکه موسی ، عيسی او محمد (ع . ص) ، نو ځکه يې د نمرود پرضد هم خپلې مبارزې ته تر بري پورې دوام ورنکړای شو.
نو د کتاب لرونکو آسماني اديانو اړينتيا (ضرورت ) په طبقاتي ټولنه کې رامنځته شوی ده، که نه دمخه به هم ستر اسماني کتابونه پر رسوﻻنو نازل شوي وای. پوښتنه داده چې آسماني اد يانو ته دغه اړينتيا او ضر ورت څشی و؟ بل داچې ايا ددې ضرو رت له رفع کولو وروسته بيا د اديانو شرعي رول ختميږي او که نه دلوړترينو اخلاقو د پالنې او ټوليزوسمونتياو له پاره د يوه نه ختميدونکې سرچينې په توګه به اديان تل دوام و مومي؟
زه په دې باوريم چې داسلام د سپيڅلي دين اغيز به دلويديځې نړۍ اخلاقي نيمګړتياوې ژر له منځه يوسي که چيرې اسلامي نړۍ د سوله ييز تبليغ لمن لويدځې نړۍ ته په خلاقانه توګه و ر وغځوي. والسلام



ع کريم حليمي
08.06.2005

پتوال صاحب سلام
تاسو ولي ليکۍ چه
اقتباس:
په دې صورت کې به علل او معلول او دهغوی څيړونکي اوشنونکي ، طب او ساينسي علوم يا له سره موجود نه وو او که وای، د دين او مذهب زيږنده به واي او بس . خو دعلومو موجوديت او بری د طبيعت پر پيژندنې او پوهنې وﻻړ دی نه پر عقيدې.

داجمله چه تاسو ليکلې ستاسو فکر دي ٠ اصول نه دي
اصل داسي دۍ چه :ءَاتَيْنَهُ مِن كلِّ شىْءٍ سبَباً يعني چه هر شئ سبب لري
اشاره دې ته ده چه په سببونو پسي وګرځي اوحل ئې پيداکړي ٠
هرځای چه يو زهري درخته سته هلته په چارطرفه کښي ئې انتي زهر بوټۍ هم سته ٠ موږته لازمه ده چه پيدا ئې کړو ٠

اسلام اخلاق دي ٠ او د اخلاقو زدکړه ٠ داسي ساده نه ده لکه کيميا ٠
د کيميا د زدکړي په وخت ،تجربې په وخت کي شيطان ﻻس وهنه نه کوي
خو په اخلاقو کردارو کښي شيطان لاس وهنه کوي ٠ نو ضرور ده چه د علاج
له پاره ئې دوائې له اسمانه راسي ٠

داسي واضع الله فرمايي چه ګته لمنځ نه دۍ بلکي اخلاقي کومکونه ګټه ده
لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَـئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ
دوا او دارو پيداکول يو اخلاقي کار دۍ ٠ ستاسو دي فکر وي چه اسانان دوا نه جوړوي ٠ پيداکوي ئې ٠ چه دا دوې خبري فرق لري ٠ پيداکيدل ، چوړيدل

اقتباس:
پوښتنه داده چې آسماني اد يانو ته دغه اړينتيا او ضر ورت څشی و؟

دکيميا په تجربو کښي شيطانلاس وهنه نه کوي ٠ خوپه اخلاقياتو کښي لاس وهنه کوي٠ نو د ې ته وايي اخلاقي مرض ٠ نو ضرورده چه د علاج له پاره ئې داسماني دواڅه کار واخستل شي ٠ که اسماني دوا نوي يا نوای راغلې نو بيا الله عذاب هم نه راکاوه ٠ چون شيطان له اسمانه راسره راغلي ٠ نو علاج ئې هم اسماني ٠ کوم امراض چه زميني دي ٠ نوعلاج ئې چه په مځکه کښي سته ٠

اقتباس:
بل داچې ايا ددې ضرو رت له رفع کولو وروسته بيا د اديانو شرعي رول ختميږي او که نه دلوړترينو اخلاقو د پالنې او ټوليزوسمونتياو له پاره د يوه نه ختميدونکې سرچينې په توګه به اديان تل دوام و مومي؟

نه وروره نور نو هيځ شي ته بالا ضرورت نسته ٠ اسلام اخلاق پوره کړه ٠
دغه اسلامي اخلاق ورځ په ورځ مځکه تسخره وي ٠ عيسايان ، هندوان ، بودايان تر اسلام کلونه کلونه زاړه دي ٠ نن اسلام د دنيا دوهم دين دۍ چه ډير ځوان دين هم دۍ ٠
سپي شپږ ږيږوي ٠ مېږ يو ٠ او چاړه مو هم پسي رااخستې ٠ پوسونه بياهم تر سپوډير دي ٠ او سپۍ د کاله دوه وار لنګيږي فکرکوم

دا ليکنه مي بيا کاپفي کړه ٠ ولي چه نه غواړم چه ميلمه و اوسم


Anonymous
09.06.2005

درو ند او محترم حليمي صاحب او ګرانولوستونکو ته تر سلامو نووروسته :
[quote:85e466b1ac]تاسو ولي ليکۍ چه په دې صورت کې به علل او معلول ...موجود نه وو[/quote:85e466b1ac]
په پورتنۍ جمله کې د (( په دې صورت کې )) شرط يو ټاکونکی شرط دی، ځکه دغه صورت زماپه ليکنه کې
د A په نامه نښاني شوی او داسې يوحالت معرفي کوي چي امکان يې نه ليدل کيږي نو دعلل اومعلول
نه موجود والی د همدغه ناممکن حالت پورې اړه نيسي ، يعنې نه موجوديت يې ناممکن شو ، نو علل او معلول
موجود بولي، والسلام .


Anonymous
10.06.2005

ښاغلوحليمي صيب او پتوال صيب لېکنې مو ډېرې ګټورې او په زړه پورې دي.
حليمي صيب ليکلي: ((اسلام اخلاق دي ٠ او د اخلاقو زدکړه ٠ داسي ساده نه ده لکه کيميا ٠ د کيميا د زدکړي په وخت ،تجربې په وخت کي شيطان ﻻس وهنه نه کوي
خو په اخلاقو کردارو کښي شيطان لاس وهنه کوي ٠ نو ضرور ده چه د علاج
له پاره ئې دوائې له اسمانه راسي ٠ ))

دلته حليمي صيب کميا اواخلاق سره بيخي جداکړي دي. خوسوال دادی چې ايا ددواګانو په واسطه چې په طب کې مروج دي ، دانسان اخلاق اوکړه وړه نشوکنترولولای؟ کله چې يوډاکتر ليوني معالجه کوي اوبيا هغه د خرابو کارونو نه لاس اخلي نوايا دغه شيطان بيا چېرې ځي اودکميا په وړاندې نه تسلميږي؟ طب نن کولای شي دکمياوي دواګانو په واسطه اودجينونو ساختمان ته په مداخلې سره دانسان په خواصو ، اخلاقو او هرڅه کې بدلون راولي. که يوانسان ډيره قوي جنسي غريضه ولري اودغه جنسي غريضه يې زنا اويا نوروجنسي تجاوزونو ته مجبوروي، چې موږ ورته بداخلاقي وايو نوبيا معالجه يې په طب کې دکميا په وسطه په اسانۍ سره کېدی شي اوکېدی شي په دواسره دهغه جنسي غريضه کمزوري شي اواخلاق يې ترډيرې اندازې سم شي. خوايا دحليمي صيب په وينا اسماني دوا به په هغه همغومره تاثير وکړي لکه کمياوي دارو؟ ايا ديوملا په توصيه او يادم اوتاويز به نوموړی له دې ډول جناياتو څخه لاس په سرشي؟ اودهغه جنسي غريضه به کمه کړي ايا په عمل کې داسې مذهبي روغتونونه وجود لري چې هلته دبداخلاقانو معالجه په اسماني هداياتو سره وشي؟
ډيروخت چې انسان نېشه شي وران کارته لاس اچوي مانا داچې اخلاق يې خراب شي او چې په سد راشي نو بيا په پښېمانه وي. نوسوال دادی چې ددغسي وران کارعلت کميا (الکهول) و او که دشيطان لاس وهنه؟ زما په نظردکميا اواخلاقو جداکول بيخي ناممکنه دي او دطبي اوجنيتيک پوهې په تکامل سره دهغوی متقابل اړيکي ورځ په ورځ لا روښانه کيږي. اوس دډيرو پوهانو په نظردانسان شخصيت دجنتيتيکي ساختمان په بنسټ جوړيږي اواخلاق چې دکلچرله نقطه نظره نسبې مانا لري دهمدغه جنيتيک جوړښت پايله ده؟ داسې نه ده ايا ستاسې نظر څه دی؟
ستاسې سباوون



ع کريم حليمي
11.06.2005

سباوون صاحب ،پتوال صاحب او درنو لوستونکو سلام ورحمه الله وبرکاته !

[quote:92292cbecd]دلته حليمي صيب کميا اواخلاق سره بيخي جداکړي دي. [/quote:92292cbecd]

ګرانه وروره !زه اخلاق او کيميا٠٠٠٠ جلاکوم ولي چه :
ترنن ورځي داسي اخلاقي ښونځۍ ماته نه ده معلومه چه استاد دي خپل شاګر ته د اخلاقو درس ورکړي ٠ نو کله چه محصيل تحصيل يافته سي او ډګري تر لاسه کړي٠ استاد ،ښونځۍ دا ادعا نسي کولي چه محصيل ئې با اخلاقه دۍ ٠ برعکس که څوک دطب ښوونځۍ ته ولاړسي او محصيل فارغه سي او ډګري ٠ ښونځۍ ورکړي ٠ نو پوهنتون ئې زمه اخلي چه جناب ډاکتر دۍ ٠
اخلاقي ښونځۍ يوازي دا ويلې سي چه اخلاق مو ورښولي دي ٠
يعني تقوا معلم چاته نسي ورکولې ٠

[quote:92292cbecd]خوسوال دادی چې ايا ددواګانو په واسطه چې په طب کې مروج دي ، دانسان اخلاق اوکړه وړه نشوکنترولولای؟[/quote:92292cbecd]

هو وروره !
کله چه د دوا خبره سوه نو بيا مريضي بولو ٠نه اخلاقيات يا بد اخلاقۍ
ډيره بې انصافي ده چه مريض ته څوک بد اخلاقه ووايي
او يا (short-circuit , slow ( انسان ته با اخلاقه ووايو
يو لېونی دۍ چه وهل او ټکول ، ښکنځل او يا سب يعني بدي خبري لکه ښکنځل ٠ اوبل ته بيا هم موږ ليونی وايو هغه ډيرارام چه وي يعني retard او په فرانسوي action d'arriver , d'agir trop tard بلل کيږي
يوه ته با اخلاقه نه سوو ويلې او بل ته بد اخلاقه نه سوو ويلې ٠

[quote:92292cbecd]کله چې يوډاکتر ليوني معالجه کوي اوبيا هغه د خرابو کارونو نه لاس اخلي نوايا دغه شيطان بيا چېرې ځي اودکميا په وړاندې نه تسلميږي؟[/quote:92292cbecd]
نه وروره دا دغرو منطق دي ٠ اخلاق کوډونه دي ٠ کله چه د انسان دماغ کار سم نه کوي ٠
هغه هيځ مسؤليت نه لري ٠ نه په اخيرت او نه په دې دنيا ٠ هيځ چاته مسؤليت نه لري ٠ موږ ورته مسؤل يو چه دوا ور کړو که مو ور لوده او خدمت ئې وکړو ٠

[quote:92292cbecd]دکمياوي دواګانو په واسطه اودجينونو ساختمان ته په مداخلې سره دانسان په خواصو ، اخلاقو او هرڅه کې بدلون راولي. که يوانسان ډيره قوي جنسي غريضه ولري اودغه جنسي غريضه يې زنا اويا نوروجنسي تجاوزونو ته مجبوروي، چې موږ ورته بداخلاقي وايو نوبيا معالجه يې په طب کې دکميا په وسطه په اسانۍ سره کېدی شي اوکېدی شي په دواسره دهغه جنسي غريضه کمزوري شي[/quote:92292cbecd]

هو داخبره مسلمه ده ٠ اما
خبره په دې کي ده ٠ چه ليونی ئې نشو ګڼلې ٠ مريض ئې کڼو ٠ خپل د عمل مسؤل ئې کڼو ٠ تر دې د مخه چه په بد اخلاقي شروع کوي ٠ دئ پو هيږي چه مريض دۍ ٠ د خپل علاج مسول پخپله دۍ ٠ تر دې دمخه چه د پوليسو له خوا پر جرم نيول کيږي ٠ نو بيا حکومت دا بايد معلومه کړي چه مريض دۍ که يا ٠ که مريض وو ٠ نو بيا هم بد اخلاقه دۍ ٠ عذر نه دۍ قانونأ
داسي کېسونه په لس مليونه کښي ممکن يو نفر وي ٠ چون % دي ډيره کمه ده ٠ نو عذر نه دۍ ٠ د غه دواوي چه ډکتران ور کوي ٠ دوۍ هم سم
database يا data bank نه لري ٠ ولي چه په ټوله نړۍ کښي ممکن لس
نفره معلوم مريضان وي ٠ مطمئين يم چه تر لس به بلا نه وي ولي چه د امريکا په درو سوو مليونو کښي يو نفر معلوم دۍ ٠ څيني روحيات شناسان وايي چه دا ناجوړي دماغي ده او بعضي وائي بدني ده ٠

[quote:92292cbecd]ډيروخت چې انسان نېشه شي وران کارته لاس اچوي مانا داچې اخلاق يې خراب شي او چې په سد راشي نو بيا په پښېمانه وي. نوسوال دادی چې ددغسي وران کارعلت کميا (الکهول) و او که دشيطان لاس وهنه؟ [/quote:92292cbecd]
تر چښلو دمخه شيطاني ټونګه ده ٠ شيطان کوته ورکي ٠ چه وئې چښل بيا نو شيطان دخير پر غونډۍ ورته کښني ٠ نور نو هر څه چه کوي هغه الکول دي

نو بيا هم بد اخلاقي ده ٠ ولي چه تر چښلو د مخه ښه پوهيدۍ ٠
چه الکول ښخصيت کوشه ښئ دي ٠ اخلاق داسي دي چه د نشه سړي احترام کوه ٠ که څه هم ته پوليس يي ٠ چه نشه ئې ولاړه سي نو بيا حساب ورسره کوه ٠
شراب چښل په مېخانه کښي په غربي حساب بد اخلاقي نه ده ٠ اما د سرک پر سر بد اخلاقي ده

د غه رنګه خبري پېښيږي ٠ په بايالوچي کښي هم ٠ داسي يو مخلوق په بحر کښي سته چه هم حيوان دۍ او هم نبات ٠
نو په تيوريو کښي هم دغسي ناديري سته

خبره چه اخلاقي سوه نو بيا فيصله به محکمه کوي ٠ او په اخيرت کښي به هم قاضي الله وي ٠
اخلاقي فيصلي په محکمه کښي په پاسته قانون کيږي ٠ نه په تيوري
که تيوري په علم بدله سي نو بيا په شورا کښي استدلال په کيږي چه دغه استدلال بيا ښه قانون جوړه وي ٠ نو بيا محکمي فيصلې په کوي


Anonymous
11.06.2005

اخلاق تل اجتماعي ريښه اوسرچينه لري ، اجتماعي فنکسيون او اجتماعي دنده لري او داجتاعي شعور ديوه
شکل په توګه يې هدف او معنی هم اجتماعي ده ـ داجتماعي شعور نورشکلونه هم شته لکه اديان اوعقايد، هنر او فلسفه ، سياست ، حقوق او داسې نور .
په قومي اوقبيلوي )غير طبقاتي) ټولنو کې د دودونو، رواجونواو عنعنومراعات کول اخلاق بلل کيږي، پښتونولي يېيوښه مثال دی، خو دابنسټ وروسته په طبقاتي ټولنه کې بيا بدليږي او دين او مذهب په شکل او چوکاټ کې هم فردي اوهم ټولنيزه ځانګړتيا مومي. داخلاقو اجتماعي خصلت (کرکتر) په اسماني اديانو کې هم اخلاقو ته تاريخي بڼه وربښلې ده. پهلوميوايانو کې يېشکل ساده و،خو د ټولنې دبدلونسره يې يو تفکيک شکل غره کړ: د ساري په توګه ، د ابراهيم عليه السلام په وخت کې هرچاته روا اوله اخلاقو سره سمه وه چې له خپلې وريرې يا خورځې ،يا ما ما او کاکا، تروراوتوړۍ ، وراره او خوريي سره نکاح وتړي ! ښايي په يهودي دين کې ﻻ اوس هم روا وي، خوو روسته په عيسوي او په تيره بيا د اسلام په مبين دين کې يې مخه ونيول شوه او منع شول چې په اخلاقو کې هم اوس بد اود (مرګ) د سزا وړ بلل کيږي. داچې شکل يې مخکې او وروسته ډير اعلی اوبې ساری لوړ ټاکل شوی ، دابيشکه د دواړو اد يانو يا اسماني ټاکنو برکت دی ، خو غوښتنه او ضرورت يې ځمکنی ، ټولنيز او يو تاريخي ضرورت و ، چې په دې کې هم شک نشته ! د اديانوبدلون يوپربل باندې يواځې په مخکينيو کې د ﻻسوهنو له اله نه، بلکې [color=white:b93c3c2b32]پر هغی سربيره [/color:b93c3c2b32]د اجتماعي اوتاريخي ضروتونو د بدلون او بشپړتيا له کبله هم اړين و،که نه تل به د هماغه لومړي اسماني (يهودي ) دين اصلي شکل تجديد او صرف له ﻻسوهنوپاکيده، او بشپړتيا او بهتري به يې بيا په راتلونکو عيسوي اواسلامي پړاونو کې هم نه ليدل کيدله اوديني اخلاقو به هم صرف . هاغه يو زوړ شکل درلود.او بس !


Anonymous
11.06.2005

ګرانوپوهانو

دلته دعلم بحث روان دې اوزه پوښتنې لرم :

زه نپوهېږم چه ETHICS ته په پښتو کی څه وايي خوفکرکوم چه< وجدان > به وو رته وايي خوددغه او MORAL ترمنځ څه توپير دې ؟

داچی طب د انسان دجسم سره کار لري نو د طب يوه برخه بايد اخلاقوته وقف وي او هغه نه يواځې دانسان دجنسې غريضې په اړوند بلکه دانسان د ژغورلو په برخه کی هم ٠

تاسو دطب اوداخلاقو دتړاو په هکله بحث پيل کړ نوماته يې هغه ورځ راپه ياد کړه چه په امريکا کی مې يو امريکايي ډاکټر ته په داسې حال کی ځان ورورساوه چې شديدې تبې نيولې وم ٠ زه په داسې حال کی چې دغورځېدوووم په ډېر تکليف می دډاکټر سکرترې ته وويل چې ډېر بد حال لرم اوعاجلې طبې مرستې ته اړتيا لرم ٠ سکرترې ډاکټر ته خبر ورکړ مګر ډاکټر پرته له دې چه ځان وجدانا " مسؤل وګڼي ، خپلې سکرترې ته وييلي وو چې غAPPOINTMENT نه لري زه ورسره مرسته نه شم کولای ٠ هغه ډاکټر باوجود ددې چې زما د لومړنيو طبي مرستو ډاکټر وو ، انساني عاطفه ، مسلکي مسؤليت ، وجدان ، منطق ، اخلاقو ، زما حالت ، زماعذرو زاريو ورته هيڅ اهميت نه درلود ٠ ښايي هغه داسې عمل د يوامريکايي سره نه وای کړې خوداچې زما نوم دمسلمان وو اورنګ می هم بدل وو ، هغه ډاکټر ته دهيڅ اهميت وړنه ووم ٠ زه مجبور شوم چه ځان په ډېر تکليف کور ته ورسووم او هغه شپه دومره مرګونې حالت په ما تير شو چې حتا له غوږونو می هم وينې لاړې ٠

دهماغې ورځې نه ماته داپوښتنه راپيداشوې چه ديو ه ډاکټر اخلاقي ، انساني اووجداني مسؤليت څه دې ؟
همدارنګه په طب او ساينس کی بشري ارزښتونه کوم رول لوبوي ؟
تراوسه په ځواب نه يم بريالې شوې خوډېر خوښ يم چه ستاسو بحث داموقع راکړه چې د يوکال راهيسې دزړه بړاس دلته وباسم ٠
کيدای شي زما دا ترخې خاطرې د ډېرو لپاره سبق وګرځي ٠

په درناوي

عبدل



ع کريم حليمي
13.06.2005

راڅه خوابدو او خوشحالو وړونو سلام ٠
[quote:92b7025302]داجتماعي شعور نورشکلونه هم شته لکه اديان اوعقايد، هنر او فلسفه ، سياست ، حقوق او داسې نور . [/quote:92b7025302]
اسان هيڅ وخت د اخلاقو ادراک ،شعور پخپله ندۍ پيدا کړۍ ٠ همېشه له اسمانه ورته راغلۍ دي ٠ که انسان سواد درلودۍ يا نه درلودۍ ٠
ولي چه يوازني اسناد ،کتابونه چه موږ پېژنو په تاريخ کښي هغه د اسماني کتابونو نومونه دي ٠ چه عاقده ،اخلاق،حقوق،سياست او حکمت په بر کښي نيسي ٠ او زده کړي ته ئې هنر ويلې سوو ٠ يعني هره زده کړه هنر دۍ
يوه خبره چه ريشتيا ده هغه داده چه :
دودونه چه زړيږي نو کلک کيږي يعني خلګ په هغه اندازه کلک پر ولاړ وي لکه پر دين چه کلک ولاړ دي ٠ يا په بل عبارت ٠ کلتور چه زړو سي نو ساده ګان خلګ دومره اعتيار لري لکه دين ٠
که دين هم داسي اجتماعي ادراک،شعور وبولو لکه دودونه نو د اسماني دين اهميت به ډير ورکم کړو ٠ بايد چه داسي الفاظ و نه اوډو چه پولډکلي او سياسي صحيح وي ٠ او شرعأ،قانونأ نه وي صحيح ٠
[quote:92b7025302]ټولنو کې د دودونو، رواجونواو عنعنومراعات کول اخلاق بلل کيږي، پښتونولي يېيوښه مثال دی، [/quote:92b7025302]
هو که هر دود يا کلتوري عمل د دين سره موازي وي نو بيا دود نه سو ورته ويلې ٠ يعني معروف يا عرف شرعي ورته ويل کيږي ٠

پر MORAL باندي اکثره غربي او يوناني فلاسفه موافق دي چه moral اسماني دي ٠ کلچر د انسانانو چوړ شئ دي ٠
moral يعني contrasted with physical or practical connected with the sense of what is right and just

او ETHICS يعني اجرائي
system of moral principles;rules of conduct
ښاغلې عبدل وروره سلام ٠ خوښ سوم تاسو هم مجلس ته راغلاست ٠
[quote:92b7025302]دهماغې ورځې نه ماته داپوښتنه راپيداشوې چه ديو ه ډاکټر اخلاقي ، انساني اووجداني مسؤليت څه دې ؟ [/quote:92b7025302]
تر دې له مخه چه ستاسو د پوښتني جواب درکړم ٠ اول به د ژبي په باره کښي څه وليکم ٠
ژبه هغه وصيله ده چه د دوو همنوعو په منځ کاريږي چه يو او بل پو کړي ٠
که چيري داسي پېښه شي چه مکالمه د دوو نفرو په مېنځ کښي سمه نه وي نو يو عالم اشتباهات پيداکوي ٠
وروره ! هر ډاکتر ، لوير يا قانوندان ، خبرنګار ٠٠٠٠ په کالج کښي مجبوره دي ٠ چه د ETHICS کلاسونه ونيسي يعني جبري ، لازم
ځيني وختونه داسي پېښيږي چه ډاکتر لايسنس بايلوي ٠ يا ئې لايسنس ور suspend يا وقف ، تعطل کړي چه ETHICS مراعت ئې نوي کړي د مثال په ډول ٠ که پر سړک دوه موټره سره ټکر سوي وي ٠ او يو څوک پکښي زخمي وي ٠ او پوليس لانه وي راغلي يا راغلي وي ٠ او يو ډاکتر پر دغه ټکر راورسيږي او تر تير سي ٠ په داسي حال کښي چه امبولانس نه وي هلته
که څوک پوسي چه د موټر پر پلېټ ئې ph ليکلې وو او تر دغه ټکر تير سو او ډاکتر صاحب وه نه درېدۍ او څوک خبر ورسوي و مرجع ته ٠ نو ډکتر مسؤل کيږي ٠ ولي چه ETHICS دانه اجابه وي ٠ او اخلاقأ هم ښه کار نه دۍ ٠ اما که څوک ورسي د ډاکتر شخصي افس ته کولای چه ورته ووائې چه تاسو ٠ اپوينټ ميټ نه دۍ چوړ کړي ٠ او يا ورته ووائې چه ولاړ سه ايمرجنسي روم ته ٠ چه دا پخپله ETHICS دي ٠ عاجل مريض هغه چا ته ويل کيږي چه طبه شديده ولري چه تر ١٠٣ لوړه وي ، سوځلې وي ٠ او يا سالنډهلنډه کاږي ، چه لاس او پر ځګر ئې درد وي يعني چه ځګر درون احساسوي لکه فيل چه پښه پر ايښئ وي ٠
هره شفاخانه د سېکنډ ډګري د سوځلو او د زړه علاج نشي کولې ٠ که دغه دوه قسمه مريضان و يوې شفاخانې ته ور وړي شفاخانه ئې جوابوي ٠ په امبولانس يا طياره کښي ئې استوي و هغه اسفتال ته چه هغوۍ ئې ډاکتر او ماشين الات لري ٠ چه دې ته هم ETHICS ويل کيږي
تاسو ډيره لو خطا کړې چه ولي له سړکه پوليس يعني ٩١١ ته تليفون نه کاوه ٠ چه امبولانس وړي وای شفاخاني ته ٠ تاسو داسي کار کړي چه خلافي ETHICS وو٠ که چيري کوڼ سوي وای خدای نخواسته نو ته ملامت وې او که ډاکتر ؟؟٠ په داسي حال کښي چه تاسو اشده طبه درلوده ٠ او پوليس هم چاته د ٥ څخه تر١٠ دقيقو پوري رارسيږي او پوښتنه هم نه کوي امبولانس راغواړي ٠ مبارک فرمايي چه طبه د دوږخ څخه ده ٠ يعني علاج ئې ژير کوۍ چه سړی وژني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more