سياست او روانې چارې
که ته نه وای، ما لره به راتلل څوک=په ملک به مې دا هسې یرغلل څوک؟
میرویس
26.12.2013
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
که د القاعدې ترورستانو زما د ملک په حریم او ارضي تمامیت باندې تیرئ نه واې کړئ، زما ملک یې د خپلو ترورستي اهدافو دپاره نه وای استعمال کړئ، طالبانو صاحبانو هغوی ته پناه نه واې ورکړې، ولې به د اسلامي ملکونو په شمول، دڅلویښتونه دزیاتو هیوادونو قواوو زموږ په هیوادتعرض کاوه.
ترڅو چې طالبانو دغه ترورستان زموږ د ملک نه شړلي نه وې، په تیررورستانو باندې به چې د پښتنو په کلیو او کورونو کې یې پټې ترورستي ځالې لړیدې، د بې پیلوټه الوتک حملې دوام لري.
دا لاندې خبر مشال رادیو خپور کړیدئ:
===
شمالي وزیرستان: بې پیلوټه الوتکې درې وسله وال وژلي
26.12.2013
د پولیټیکل انتظامیې او استخباراتو چارواکو نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل، حمله بېګا تر ۱۲ بجو وروسته په قطب خېلو کې شوې ده.
قطب خېل له میرام شا بازار سره نېږدې پرته سیمه ده. استخباراتي چارواکي وايي، ډرون الوتکو د وسله والو پر پټنځي دوه توغندي داغلي دي. دوی زیاتوي، په برید کې وژل شوي وسله وال عربان دي.
پر شمالي وزیرستان وخت په وخت ډرون حملې کېږي چې پکې د پاکستاني او بهرني وسله وال وژل کېږي. پاکستان دا حملې د خپلواکۍ ضد، او امریکا یې موثرې بولي.
Re: که ته نه وای، ما لره به راتلل څوک=په ملک به مې دا هسې یرغلل څوک؟
pattang
26.12.2013
اول خو ځوانه دحريم او تيري کلمې غلطې استعمالوې !
القاعده کوم منل شوی عسکري نظام ندی او نه یې ځانګړي شرائط
یې په افغانستان کې غوښتلي دي ! هغوی هغه عرب دي او وو چې
روسان له افغانستانه وشړل او ستا cia ورسره مرسته کوله !
اوبيا هم په هغه وخت کې په افغانستان کې لا وو او راغلل چې
ستا سو فاسدو ملګرو يانې شمالي ټلوالو ۶ کاله په افغانستان کې
وينې تو ئې کړې کابل یې وران او په زرګونو انسانان یې مړه کړل!
دالقاعده تړل په طالبانو پورې د اشالګرو داسې پروپاکنده ده لکه
اوس یې چې داشغال ديګ باندې کړی د ترور په پلمه دجنګ او وژنې
،اوریې ترې لندې کړی خو ددېګ منځ یې تش دی ! نه ترور شته نه تروريستان ! خو دصليبي اشغالګرو نوې اصلحه درونه بايد امتحان
او ټست شي نو ددې کار لپاره يې مسلمانان ښه د ټست کسان دي
چې خپله اصلحه پرې مالومه کړ ي !
ښه پلمه مو غوره کړې !
زما دسوال ځواب پاتې دی !
صليبي اشغال ته په کومه ستر ګه ګورې !!
[quote:92b862be36="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
که د القاعدې ترورستانو زما د ملک په حریم او ارضي تمامیت باندې تیرئ نه واې کړئ، زما ملک یې د خپلو ترورستي اهدافو دپاره نه وای استعمال کړئ، طالبانو صاحبانو هغوی ته پناه نه واې ورکړې، ولې به د اسلامي ملکونو په شمول، دڅلویښتونه دزیاتو هیوادونو قواوو زموږ په هیوادتعرض کاوه.
ترڅو چې طالبانو دغه ترورستان زموږ د ملک نه شړلي نه وې، په تیررورستانو باندې به چې د پښتنو په کلیو او کورونو کې یې پټې ترورستي ځالې لړیدې، د بې پیلوټه الوتک حملې دوام لري.
دا لاندې خبر مشال رادیو خپور کړیدئ:
===
شمالي وزیرستان: بې پیلوټه الوتکې درې وسله وال وژلي
26.12.2013
د پولیټیکل انتظامیې او استخباراتو چارواکو نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل، حمله بېګا تر ۱۲ بجو وروسته په قطب خېلو کې شوې ده.
قطب خېل له میرام شا بازار سره نېږدې پرته سیمه ده. استخباراتي چارواکي وايي، ډرون الوتکو د وسله والو پر پټنځي دوه توغندي داغلي دي. دوی زیاتوي، په برید کې وژل شوي وسله وال عربان دي.
پر شمالي وزیرستان وخت په وخت ډرون حملې کېږي چې پکې د پاکستاني او بهرني وسله وال وژل کېږي. پاکستان دا حملې د خپلواکۍ ضد، او امریکا یې موثرې بولي.[/quote:92b862be36]
میرویس
30.12.2013
السلام علیکم
پتنګه، یو پټئ ریشقه یې وخوړله ته یې لا مږه بولې؟
القاعده، په اسلامي ملکونو کې د خپلې خوښې حکومت د راوستو د پاره جنګیږي.
نړیوله ترورستي منظمه ډله ده، قیادت، ترورستي، ډلې او مشخصه پالسي او اهداف لري. هر ملک ته په غیر قانوني ډول ننوزي او د هغه ملک اساسات ورانوي، خلک مهاجرت ته مجبوروي، بې کناه خلک وژني.
وګوره په سوریه کې دغو ترورستانو څه غوبل جوړ کړیدئ؟ القاعده د طالبانو باداره ډله ده، افغانستان یې ورباندې وران کړ. ټولې نړې د ۹/۱۱ نه مخکې او وروسته ځان پرې ستړئ کړ چې د القاعدې نه لاس واخلي. د سعودي عربستان مقامات کندهار ته راغلل چې ملا عمرپدې قانع کړي چې د القاعدې نه لاس وخلې، خو ویې نه منله.
ته چې وايې د اوقافو رئیس ديپلوم نلري، ملا عمر خو سم ملا هم ندئ، هغه څشئ لري چې د ملک چارې یې په لاس کې اخیستې وې.
دطالبانو وزیرانو څشئ درلودل؟ کوم یوه یې د خپل وزارت په چارو کې تخصص لاره. طالبان نه یوازې دا چې سواد ندرلود، بلکه د بدوي قشر نه را ولاړشوي، بې مسؤلیته نیمګړي انسانان وو.
دوی د کلي ساده لوح، بې تمدنه، ناپوهان وو. ته په کومه خوله وایې چې دغه یا هغه سړئ دیپلوم نلري. هو، پکار دي چې مامورین د خپل مسلکي لیاقت پر بنا په کار وګمارل شي. په اوسني حکومت کې هم دغه نقایص شته، خو طالبان خو بیخي مه یادوه. دوی خوبه ماسپښن کار ته لاړل، د غرمې ډودۍ به يې وخوړه، خرنده به بیده شول، بیا به د اوداسه اولمانځه پر بهانه ووتل، بیخې به کار ته راتلل نه. کارته د هغوی راتګ هسې مهم هم نه ؤ، خکه چې دوی په کار پوهیدل هم نه.
هو خارجیان راغلي ملک یې نیولئ، خو په خپله رضا ندي راغلي، طالبانو او القاعدې مجبور کړي چې د خپل ملک او بچیانو ددفاع دپاره راشي او ترورستان د افغانستان نه کده کړي، او یا يې ووژني، چې بیا د افغانستان نه پر هغوی حملې ونکړي.
ته باید اوس پدې پوه شوئ وې چې طالبان د پردیو په قبضه کې دي، لکه مارغان په سر او وزرونو په لومه کې نښتي دي. دوی خپله اراده نلري، مطلق د بیګانه وو او خپل ضمیر بندیوان دي. که تښتي وژني یې او که نه تښتي د بې وجدانۍ سره مخامخ دي. خو ځیني یې چې قوې اراده لري ترپ بهتره بولي. وايي د میړه یا خرپ دئ یا ترپ.
پدرناوي.