د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغان امنیتي قواوو پیاوړتیا، د طالبانو دپاره د خطر زنګ

اتل
23.12.2013

محترمو وطنوالو، السلام علیکم
د بي بي سي ننئ رپوټ وایي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په ننګرهار کې څورلس تنه انسان تښتونکي نیولي دي.
له بلې خوا لراوبر ویلي چې په لغمان کې درئ تنه ځان وژونکي نیول شویدي.
د لويې جرګې د اجلاس په ښپو ورځو په درجنونو ترورست ځان وژونکي د چاودونکو موادو د واسکټونو او وسلو سره ونیول شول.

نن دغه راز د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې هم د قبلې معلوماتو پر بنا دطالبانو موټربمب بمباري شو او تر خپل هدف پورې ونرسید. دغه پیښې ددې ګواهي ورکوي چې افغان امنیتي قوتونه پیاوړي شوي، او د ولس اعتبار هم پرې راغلئ دئ. د افغان پولسو او پوځي قواوو د لیاقت، کفایت او مسلکي مهارت کسب کول د طالبانو د پاره د خطر زنګ دئ. که افغان قوتونه وکړئ شي چې د طالبانو او د هغوی د بادارانو دسیسې شنډې کړې، نو بیا دطالبانو جنګي پلانونه خنثي کیږي او د ماتې سره مخامخ کیږي.
په درنښت.


Re: د افغان امنیتي قواوو پیاوړتیا، د طالبانو دپاره د خطر زنګ

tandar
23.12.2013

داچه واسکټونه نيو ل کيږي ددي راپور هم تيرکړه چه هره ورځ څواشغالګره سره له مزدورانو يې مرداريږي اوبعضي په رواني مرض اخته اوخودکوشي کوي ؟
يوه خوا مه څيړه
ملکه لندن کي نن ژړيږي
..........................چه جنازي يې له هيلمنده ورباريږي
دملالۍ بل بچي غازي شو
.......................... په ازادي مين په ګلبدين سره ياديږي
داځوان هم طالب ،غازي الحمدالله ژوندي دي اوافغان دي
ديوه ازاد هيواد په هيله
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سر ه دي
[quote:0d7a67d9e0="اتل"]محترمو وطنوالو، السلام علیکم
د بي بي سي ننئ رپوټ وایي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په ننګرهار کې څورلس تنه انسان تښتونکي نیولي دي.
له بلې خوا لراوبر ویلي چې په لغمان کې درئ تنه ځان وژونکي نیول شویدي.
د لويې جرګې د اجلاس په ښپو ورځو په درجنونو ترورست ځان وژونکي د چاودونکو موادو د واسکټونو او وسلو سره ونیول شول.

نن دغه راز د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې هم د قبلې معلوماتو پر بنا دطالبانو موټربمب بمباري شو او تر خپل هدف پورې ونرسید. دغه پیښې ددې ګواهي ورکوي چې افغان امنیتي قوتونه پیاوړي شوي، او د ولس اعتبار هم پرې راغلئ دئ. د افغان پولسو او پوځي قواوو د لیاقت، کفایت او مسلکي مهارت کسب کول د طالبانو د پاره د خطر زنګ دئ. که افغان قوتونه وکړئ شي چې د طالبانو او د هغوی د بادارانو دسیسې شنډې کړې، نو بیا دطالبانو جنګي پلانونه خنثي کیږي او د ماتې سره مخامخ کیږي.
په درنښت.[/quote:0d7a67d9e0]


watan jan
23.12.2013

ښاغلی تندر ورور په ټولو لیکنوکی مو ماته داجمله ډیره خوند راکوی
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سر ه دي
له دردمند زړه څخه راوتلی آه دی


tandar
23.12.2013

سلامونه وروره ماستاليکني لوستلي رب دي ژوندي صحت مند اوبريالي لره
چه دوطن دازادي په جشن کي سره په ژوندون اتڼونه وکړو
مننه وروره په خپلوخولو اوتکليف مي جرمنيان ځانته نوکر کړي يعني شخصي هيڅ مشکل نه لرم خودوطن ازادي غواړم
دغه ملک راته دوزخ دي ............له زړه نه مي دود خيژي
.........................................................سري لمبي مي په ځګرکي
شپون وي خپل وطن کي ............ميږي اووزي مي څرولي
.........................................................په لمنو دسپين غرکي
جرمني مي ځانته نوکر کړي .........احطياج دسوسيال نه يم
کاشکي زه دقوم نوکر وي .............دغه ژوند کي خوشحال نه يم
چه سوکړک يخي تروي ................. پياز اوشوتله ورسره وي
تندر به وي نيکمرغه ....................چه دميملي دباغ نرګس يې
.........................................................بيولي کله کله مازديګر کي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سر ه دي
[quote:54204e2007="watan jan"]ښاغلی تندر ورور په ټولو لیکنوکی مو ماته داجمله ډیره خوند راکوی
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سر ه دي
له دردمند زړه څخه راوتلی آه دی[/quote:54204e2007]


watan jan
24.12.2013

افغان امنیتي ځواکونه او طالبان تر بل هر وخت یو تربله نږدي شوي دی
دا دسنټکام دپلورل شوو، شیطانت دی چي دافغانانو په مینځ کی دجګړي تخم شیندي
هغه ورځ لیري نه ده چي افغان امنیتي ځواکونه اوطالبان لکه دورونو په څیردخپل مشترک کور دخدمت له پاره په یو صف کی ولاړ وي او دسنتکام دپلورل شوو بادارن خړي سترګي له هیواد تښتیدلي وي
افغان ځواکونه او طالبان په خپل مینځ کي ورځ تربلې یو بل ته زړونه ورنږدي کوي، که اشغالګرو شیطانت، منافقت او ددښمني اورته دلمن وهني هڅي نه وی ډیر ژر به ددواړو خواوو افغانان یو بل په خپلو سینو پوري ونیسي
مرګ پر هغو ایجنټانو چي دافغانانو په مینځ کی دفاصلو د زیاتولو کوښښونه کوی


اتل
27.12.2013

وطن جانه السلام علیکم
وروه، ته خو د شهیر رالږلې ویدیو وګوره چې طالبانو یو عسکر چې په رخصتۍ کورته تللئ، څنګه بې رحمه وهی او تکوي، او ورته وایي چې ته خو مرتد شوي یې.
طالبان اففان عسکر، پولیس، او د افغان حکومت ټول مامورین او کارکونکي، مرتد ګڼي او وایې چې هغوی د کافرانو حمایه کوي. طالبان افغان اردو واجب القتل مباح دم ګڼي، او ته وایې چې سره نږدي شویدي.
د ناوې کره خیر خیریت دې، خو د زوم کره ډنګ دنګ روان دئ.
کاشکي افغان پخپلو کې سره یو شي، القاعده او نور ټول خارجیان د ملک نه وشړي او په خپلو کې سره کور او اور شي. الله دې ستاسې په خوله برکت کړي.


pattang
27.12.2013

داستاسو شيطاني او منافقت دی او د cai يوه پروپاګندي او د
دبدنامي ويديو ده !
طالبا بې له شرعي محکمې چاته جزا نه ور کوي !

[quote:b366eb776f="اتل"]وطن جانه السلام علیکم
وروه، ته خو د شهیر رالږلې ویدیو وګوره چې طالبانو یو عسکر چې په رخصتۍ کورته تللئ، څنګه بې رحمه وهی او تکوي، او ورته وایي چې ته خو مرتد شوي یې.
طالبان اففان عسکر، پولیس، او د افغان حکومت ټول مامورین او کارکونکي، مرتد ګڼي او وایې چې هغوی د کافرانو حمایه کوي. طالبان افغان اردو واجب القتل مباح دم ګڼي، او ته وایې چې سره نږدي شویدي.
د ناوې کره خیر خیریت دې، خو د زوم کره ډنګ دنګ روان دئ.
کاشکي افغان پخپلو کې سره یو شي، القاعده او نور ټول خارجیان د ملک نه وشړي او په خپلو کې سره کور او اور شي. الله دې ستاسې په خوله برکت کړي.[/quote:b366eb776f]


اتل
31.12.2013

السلام علیکم، پتنګه
ته خو یا بیخې غافل یې، په جرمنې کې دې اړولي او هوایې اوبوتې ولې، غیر لدې چې افغانان په خپلو کې سر واچوې بل کار نلري، اویا خو هم د درکړل شوي پلان له مخې، که ستا د خپل ځان د اعتبار د بایللو په بیه هم تمامه شي، هر شئ دروغ بولې او جعل کوي.
هغه د موټرونو نه یې چې طالبان ښکته کوي، او د سرک پر غاړه يې چې وژني هغه څنګه؟
د وردګو د جغتو د بابړخیلو ځوان جمال یې چې په همدې کال کې د غزني په لاره د نورو سورلیو سره ښکته کړ او هر يو یې پنځلس شل ګولئ وویشټ هغه څنګه ګوي؟
پتنګ ګله ته اوس خلکو پيژندلئ یې، ستا په ښکرورو دروغو نور څوک نه غولیږي.

همدا نن خبریال رپوټ ورکړچې په ننګرهار کې لس تنه طالبان چې ویل یې دوی غولیدلي وو، د سولې د جریان سره یو ځای شوی.

دغه راز په هرات کې هم یوه ډله طالبان د حکومت سره یو ځای شویدي.
د هرات ولایت چارواکي وایې یاد کسان د معلم عزیز په مشرۍ د سولي له بهیر سره یو ځاى سوي او معلم عزیز هم هغه کس وه چې له دي وړاندي يې د هرات د ادرسکن ولسوالى په امنیه قومندانى کي يې د تروریزم په څانګه کې دنده لرله خو وروسته د دولت پر وړاندي د مخالفت له امله غره ته وخوت او دا مهال بیرته د سولي له بهیر سره یو ځاى سوي.

د هرات د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي وویل تسلیم شوو کسانو ۲۰ میله بیلا بیلي وسلي او مهمات هم دولت ته سپارلي او ډاډ يې څرګند کړى چې ددي وروسته به په ورانکاره فعالیتونو لاس نه پوري کوي.

له بلې خوا په لغمان کې یوه غټه ډله طالبان امنیتي قواوونیولي دي.
د افغانستان د ملي امنيت له لوري ويل سوي دي چې د طالبانو یوي (۹) کسیزي وسله والي ډلي چې د روان کال د لیندی(قوس) په میاشتي کې دلغمان ولایت د ترافیکو په یو عراده رينجر موټر کې یو کړۍ نښلوونکی(مقناطیسي) ماین نښلولی وو نيولي ده.

دغه اداره وايې چې د نوموړی ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون (۲۵) تنه ټپيان سوي ول او وروسته تر دي کله چې نوموړی ډلي هوډ درلود تر څو د مهترلام ښار د مرکزي روغتون تر څنګ یو کړی ماین ځای پر ځای کړي، د ملی امنیت منسوبینو لخوا باالفعل ونیول سول.
د افغانستان څارګره اداره وايې له نیول سویو کسانو څخه د لومړنیو څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف او زیاته کړی ده چې په نوموړي ولایت کې يې د نښلوونکو ماینونو په واسطه د دولتي چارواکو د ترور او یو لړ ورانکارو کړنو پلان درلود.

تر اوسه کومي ډلي ددي نيول سوي ډلي په تړاو څه نه دي ويلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more