نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
احمق بوش قسم کړای دی اسلام او مسلمان ورکوي
Baheer
04.02.2005
سلامونه مې ومنۍ٠
پرون مې په يو اخبار کښې د لعين بوش اخطارونه ولوستل، او الله (ج) شاهد دی چې خوشحاله شوم ، او اميد لرم چې امريکا پر سوريا او ايان حمله وکړي٠
ځما د خوشحالېدو علت : د نړۍ د ضعيف ايهان لرونکو مسلمانانو د عراق او افغانستان په اشغال کولو سره د امريکا او د هغوی ګوډګيانو پر مقابل کښې عکس العمل څرکند نه کړ، او بدبختانه لاس يې ورسره يو کړ او بېشمېره تورسرۍ، ماشومان او نارينه يې په ديره بې عزتۍ سره په شهادت ورسول٠
نو زه دي ته سترګې په لار يم چې امريکا پر سوريه او ايران حمله وکړي، اد د دفا په مقابل کښې د نړۍ بې اتفاقه مسلمانان سرهيو لاس شي او کفري نړۍ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړه٠ د الله (ج) څخه مې دا ورځ غوښتي ده٠
او که چيرې امريکا د اسلامي مملکتونو په زور ايران او سوريه ورانوي ( لکه افغانستا ن او عراق٠ جوړ عراق يې کنډولې کړ) نو بيا خو د الله (ج) ټول مسلمانان د، الف څخه تر" ی " پورې تبا کړي :!:
مسلمانان به کله په وياړ سره د خپل مقدس دين څخه دفا کوي؟ ايا دا د فاني دنيا پای دی او مسلمانان د عيسی (ع) راتګ يا راکرځيدو ته سترګې په لار دي؟
ولې اسلامي نړۍ دې صليبي جنګ ته " سلحه يز" جنګ وايي؟ ايا ځکه چې د کرځي په شان اشخاص خپل جېب ډکوي او قدرت غواړي او ځما او ستا هيڅ ورسره خيال نشته ؟
او مونږ او تاسو به تر څو دلته ناست يو او د کمپيوتر شاه ته به ژاړو ځکه چې په عراق کښې د ښځو او نرانو وجودونه مردار کړل؟ ځله چې د ښځو خيټې يې د حراميانو ډکې کړې؟ ځکه چې په افغانستان کښې د اويا کلن سړې سره لواطت کېږې؟ تر څو به ناست يو او ولې :?: څاڅکی څاڅکی درياب کيږې :!:
درنو خوينو او ورورڼو د ځينو ناوړه کليماتو د کارولو ځخه بخښنه غواړم٠
ستاسو کوچنی ورور بهير
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=blue:87ccec0205]وطنمل :
دښاغلي بهیر دپورتنۍ لیکنې څخه وروسته نورو لیکنو یا شخصي بڼه درلوده اویا آن له شخصي تیریواو کوڅه ډبوخبرو څخه ډکې وې ، نو ړنګې شوې . ورونو که څوک په پوره درناوي لیکنه او یا د یوې لیکنې ځواب په پوره ادب سره نشي لیکلي، په بیځایه او بی ادبه لیکنو د ې دا ویاړلې وېبپاڼه نه چټلوي ا و شخصي لیکنې دې هیڅوخت نه په کې کوي . که چا څوک پیژانده او ټوکې یې ورسره لرلې، نوهم دلته دې ورسره ټوکې نه کوي، دا دټوکو یابی ادبیو ارګان نه بلکې د
ټول افغان درنه اوله درنښت اودرناوي ډکه پاڼه ه ده، مهملې اوشخصي او بی منځپانګې لیکنې دلته منع دي .په درنښت او سلامونو . [/color:87ccec0205]
اكبرخانه، احساس څرګندونه كافي نده
Jalazai
10.02.2005
ګرانه اكبرخانه، ستا ليكنه يې ړنګه كړې خو دا زما ګيله ايزه ليكنه په غور وګوره كه دې څه غلطي پكې وموندله نو خبر موكړه:
بهير زما ملګرى دى او زه يې د ملګرتيا پاس كوم خو دغه ليكنه يې يوه احساساتي لكنه ګڼم، بهير ښه ليكنه كوي خو نن يې د پاكستانيانو خبره ده امريكنيانو له غوصه سېوا شوې ده او چوكاټونه يې مات كړي دي. وروره، ته يې پدې خوښوې چې ښه احساسات يې څرګند كړي؟ ځه مړه! حساس كه سړي په هررنګه ښكاراوه نو مونږ به يې ستاينه كوو؟ آخر دا ادبيات خو هم يوشى وي
د بهير مخ ته دې دېوال وي، زمونږ ادبياتو ته له پيله تر پايه همدې لېونټيپه تبليغاتيانو صدمه رسولې چې د خپلو انقلابي تقريرونو په جذبه كې د ژبې خواري د حيثيت هيڅ غم په ځان نه ور وړي او د خپلې مدعا رسونې ته بېړنى وي.
كه سياسي وي او كه هنري، رښتيني وي كه دروغجنه، پوچتوب او لوڅتوب د وينا بدرنګي ده. دغه خلك چې په كلونو آداب او ژبني علوم لولي دا باد ندي وهلي.
وروره، خركاري هنر دارد، كتاب خو نيست كه پرپر بخواني.
دامي دې هم پدې.
پاتې شوه ده ډالرو خبره، وروره همدغه ډالر دي چې كله دخداى د لارې مجاهدينو ته پكولونه او كمبلې، كله ددين طالبانو او القاعده خېلو ته برګ جمپرونه او ډاټسنې او كله د هېواد لوستې قشر ته د هغوى د ښو زده كړو د كارونې او له هغو څخه د استفادې په بدل كې وركول كېږي . وروره، كله چې د وطن د خرابولو اشر وو(كه په ښه نيت وو كه په بد) نو د همدې امريكايانو د وسلو او ډالرو امبارونه راچلول چا پېل كړل؟ د همدوى د كمپنيو په پيسو د لويو لارو خډرخېل چا پالل؟ د همدوى په پيسو دې د شمالي د باغونو د له بېخه ويستنې لپاره بلدوزرونه چا ټېكه كول؟ او د كونړ ځنګلونو تدې عصري او مهاليزې ارې په بازارونو كې چا رانيول؟ هغه وخت خو دې كله هم نه ويل چې دا امريكايي ډالر دي او اخستل يې حرام دى، او دا ځكه چې وېش يې خليفه صاحب په خپل لاس كاوو. همهاغه ډالر كه يوڅوك د كوم تعميري كار لپاره د وطن په زامنو لوروي نو ستا كولمې له غم او غصې نه دوه پړاكه شوې.
خوا مه بدوه، ته به اوس خبر شوى يې، دا منم، خو د ډالرو دا لړۍ له لسيزو راروانه ده او لمړني ډالر تر هرچا مخكې همدغوى ته راغلي دي چې اوس د زاهد خوښه ولس په وړاندې تصنعي كانګي وهي. وروره، زما ملګري لګيا دي دلته كمپيوټر پروګرامونه پښتو كوي اولګښت يې هم د پښتنو له دښمنانو اخلي، ته نرشه خپله دغسې كومه كارنامه راوښيه، تاخوپه همدې امريكاي ډالرو له پرديو ملكونو څخه د باغونو د اړولو لپاره بلدوزر ټېكه كول، تا خو راكټونه او بمونه واردول، تاخو د ورور په وژنه كې مرسته ورځخه اخستله. كه ته وايې چې هغه خو د آي ايس آى د اسلامي شبكې!! لورېني وې نو بيا خو هغه دعربانو خبره ده چې: ان كنت لاندري فتلك مصيبه ^ و ان كنت تدري فالمصيبه اعظم
آي ايس آى خپله د سې آى اې يوه پلې كونكي اداره ده. هغه خو د امريكايانو لپاره زمونږ په ځمكو توس وهي او واهه يې، هغوى خو د يونيكال په لوبه كې برابر برخمن ول.
وروره، ستا كومه پيرخانه د امريكايانو د ډالرو له تبرك څخه برخمنه نه وه؟ د يوه يوه نامه اخستلو ته مې مه اړباسه، توپير بس دومره دى چې هغوى ډالر اخستل او هغه يې د جګړې په ليكو كې پايلوچانو ته د ګز ګز ځمكې د اشغال په سر وركول او دغه يې هم راوړي او د وطن استعدادونو ته يې د كار او زيار په بدله كې وركوي. ورځه دغه موسسې هيڅ هم نه كوي، دومر خو كوي چې ددغو تعليم يافته ګانو د كورنيو او عيالونو نفقه ورڅخه جوړېږي، كم تر كمه دغه ډالر د خلكو د وژلو لپاره د وسلو په رانيولو نه لګېږي.
وروره، ته ملامت نه يې، ته له خپلو خلكو لري ودان يې، ته يوځلې دوى هم وپوښته چې دوى لا څه وايي، آيا پدوى ټولو د لېونيو، جاهلو، ګمراهو، كمزور ايمانو او دين فروشانو تورلګوې چې په مليونونو يې دغه وروستۍ ټولټاكنې بريالۍ كړې او د كرزي په ټاكلو كې خپله رايه وركړه.
وروره، ملامت نه يې، مړه ګېډه پاړسي وايي، ځمكه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي او د جګړو او ناكرديو زور هم تر هغو خېژي چې عيالونه او د كورنيو غړي له لاسه وركوي. دغه عاشقان او عارفان چې نن يې د زابل ولايت او د خپلو خواخوږو نوري سيمې د ژوند له كار او مداره ايستلي، ټول افغانستان پرمخ درومي، زده كړې كوي، مكتبونو ته ځي، پوهنتونونه ودانېږي، تجارتي او اقتصادي پروژې پيلېږي، د ژوند اسانتياوي مومي، د زابل ، غزني، اروزګان او نورو سيمو مسلمانان د همدې عاشقانو او عارفانو له بركته د فقر په ټيټو درجو كې ژوند كوي. دهغوى ژوند به څرنګه ښه شي چې بازارونه يې فلج، ښوونځي يې تړلي، ولسوالۍ او نوري ادارې يې شاړې، لوستي وګړي يې آواره او چاپېريال يې له وېرې او ترهګرۍ ډك وي. بيا به دغه سر په لاس كې عاشقان او عارفان چېري وي چې د زابل ولايت د راتلونكي نسل سوالونو ځواب كړي.
ته دې نامردي ته ګوره، دهغه چا په مرۍ چاړه ږدي چې په همدې خلكو يې ترټولو زياته ننګه كړې وه او دهمدوى په ليكو كې يې ترټولو زيات زلمي د مرګي په سفر لېږلي وو. دهم هغوى زامن او لوڼه له لوسته راګرځوي او دهمغوى د ژوند په پياله كې ترخه اچوي.
هو، همدغه تجربه په پاكستان كې درواخله، د سرحدي صوبې پښتانه هغه څوك وو چې په نړۍ كې په مادي توګه د ملايانو ترټولو غټې ماتې سم دستي وروسته يې خپل پارلمانونه ملايانو ته وسپارل او خپل وكالتونه يې همدوى ته وسپارل، پداسې حال كې چې نړۍ ورټل، پښتنو درانه كړل او خپلو پارلمانونو ته يې لاره وركړه، خو ددوى لمړۍ كار داوو چې د همدې پښتنو د هويت په مرۍ يې چاړه كېښوده او په ملايي پارلمان كې يې پرېكړه وكړه چې اردو دې په سركاري محكمو كې لازمي ژبه وګرځول شي او محلي ژبي دې په سركاري محكمو كې منع كړاى شي.
كه د پښتنو ښې ځوانۍ او ددې خلكو ناځوانۍ راوسپړو نو كيسه به ډېره اوږده شي.
راګرزو خپلې موضوع ته، د ډالرو موضوع ته، ما هم اخستي او تا هم اخستي، تا په وژلو، ورانولو، اور بلولو... لګولي او ما په څړكونو، پلونو، ښوونځيو، كتابونو، پوهنتون او يا كه ډېر غل او خاين وم د خپل عيال په ژوند هوساينې لګولي، اوس كه په ړانده فيصله كوې او كه په بينا او كه تر بل وړاندې خپله فكر پرې كوې. زما په اند دا دريمه درته غوره ده.
وروره، دا خو بايد د ټولو ارمان يي چې مونږ ټول په خپلو پښو ودرېږو او د نورو ډالرو، پاونډونو، ريالونو، كلدارو او دينارونو ته اړتيا ونه لرو خو دغه كار يواځې هغه وخت شونى دى چې ټول له ګډه له بدګمانيو، بدزبانيو او حسادتونو لاس ووينځو، د وطن په معنوي او مادي ودانۍ كې ونډه واخلو.
ته خو يوه ګړۍ ارام شوه ته خو يوه ورځ دمه وكړه *** بيا يې ګوره چې دې فرق دى، په پرون او نن كې څومره
ته ماته ووايه، ته لدې څخه چا منعه كړى يې چې ته د ځوانانو لپاره د زده كړې او تربيې حلقې ولره؟ اوس يې پرېږده، تا د خپل زور ځواك په دوره كې دغسې هڅه كړې؟ تا د خپلې نظريې د شرحې لپاره څو كتابه ليكلي او له څو كسانو سره ناست يې چې هغوى بيا ندي قانع شوي؟ يواځې هغه يو كار دى كه دغه هم څه اهميت لري؟ كه يې ستا په وړاندې نه لري نو بياخو سم ووايه چې زه د پيغمبر صلي الله عليه وسلم په پله نه ځم بلكې خپل ضد او لېونتوب پالم.
وروره، ته ووايه چې زمونږ خلك ددولت نتخوا وانخلي نو څه وكړي؟
پېغلي او تورسري ددروېزې لپاره لارو كوڅو ته راوباسي_لكه د ملا صاحب په دور كې يې چې كول-؟
اولادونه په بازار وپلوري؟
دشمشاد په څوكو پښلې ابله قافلې ور رواني كړي او د مولانا حسن جان اسلامستان ته مهاجرت وكړي؟
بله خو لاره نشته، د مړينې له خطره خو د خنزير د غوښې خوراك هم روا دى، دا خو شرعي مسئله ده.
دغه مرستې چې له افغانستان سره شوي، دغه خو يوازې امريكا ندي وركړي، دغه ستا پيرخانې(پاكستان) چې خپله له لوږې غرمه را پاڅېږي، لا هم ۱۰۰۰۰۰۰۰۰ مليونه ډالره وركړي، ايران چې د امريكا دښمن دې هم يې ۴۰۰۰۰۰۰۰۰ مليونه ډالره وركړي، دغسې دنړۍ نور ملكونه درواخله.
مصيبت دادى چې ستاسو ټول استدلال د كابل طورخم د لارې د ډرېورانو له رواياتو څخه وي، ستاسو ټول استناد په تا ويل او ما ويل باندې وي.
زه خو پدې باور يم چې كه دغه پيسې د ملاصاحبانو په لاس دې وطن ته راتلاى نو دغه ټول ملا صاحبان به غلي واى او چابه هم نه ويلاى چې ډالر راځي او دا حالت مونږ په سترګو ليدلى. له ليدلو يې درته وايم.
وروره، دغه افغانان چې دلته په ادارو كې كار كوي، دا ټول د بشپړ لياقت او استعداد پر بنا استخدام شوي. هر للو او پنجو هم دغه امريكايي ډالر نشي خوړاى. ته راشه چې تاته يې څوك په دغې املا چې تا ليكلي ده، دركوي. ولا چې د امريكا له بيرغه پګړۍ وتړې هم كه يې څوك دركړي.
د خداى لپاره، ددې خپلو خلكو په لحاظ، ددې خوار وطن په پاس، ددې خپلې معصومې نظريې(له ښه ګمانه يې وايم) په لحاظ، تر كله به يو د بل پښې وهو او يو په بل پسې به پكو يو؟
ترسم نه رسي، به كعبه اعرابي*** كاين ره كه تو روي به تركستان است.
په درناوي،
قرار
Baheer
11.02.2005
سلامونه٠
وطنمل صيب والا د سهار ا هيسې مې د جلالځوی ورور ليکنه ٥٠ واره ولوستله او نې مې غوښتل چې په دی پاڼه کښې جواب ورکړم او د هغې په ځای مې يو شخصي پيغام ورته وليږه ٠ ما فکر کاوه چې د جلالځوی فرعې موضوع به له دې ځای څخه بل ځای ته منتقله شي٠ بس نور د صبر طاقت نلرم، اوس صرف ٢ جملې ورته ليکم ٠
د جلالځوی ليکنه :
[color=red:cf431709ba][/color:cf431709ba]ګرانه اكبرخانه، ستا ليكنه يې ړنګه كړې خو دا زما ګيله ايزه ليكنه په غور وګوره كه دې څه غلطي پكې وموندله نو خبر موكړه:
بهير زما ملګرى دى او زه يې د ملګرتيا پاس كوم خو دغه ليكنه يې يوه احساساتي لكنه ګڼم، بهير ښه ليكنه كوي خو نن يې د پاكستانيانو خبره ده امريكنيانو له غوصه سېوا شوې ده او چوكاټونه يې مات كړي دي. وروره، ته يې پدې خوښوې چې ښه احساسات يې څرګند كړي؟ ځه مړه! حساس كه سړي په هررنګه ښكاراوه نو مونږ به يې ستاينه كوو؟ آخر دا ادبيات خو هم يوشى وي
ګرانه جلالځويه وروره اول درته دا وايم چې که ځما ليکنه د اداب په جوکات کښې نوای،نو اوس به وخته ړنګه شوی وای٠ وطنمل صيب د نوموړي پاڼې مسول دی او خپله يو اديب دی٠ ما او تا ته ١٠ کاله درس راکولای شي، بيا چې داسې لويه اشتبا ونکړې ٠ زه د هېچا څخه توصيف نه غواړم او هيچا ته حق نه ورکوم چې ما دې نا حقه تخريب او ځما سپکاوای وکړي٠ که چېرته ما داسې لغات يا کليمه کارولي وي چې هغه د پښتو د ادبياتو د قاموس څخه خارجه وي نو مهرباني وکړه را په ګوته يې کړه٠ او غير له دې څخه ناحقه چا ته ګوته مه نيسه ځکه چې ٤ ګوتې دې ځان ته متوجع دي٠
وروره همدې پاڼه کښې بيځايه ليکنې شوي وې، د هغو ليکونکی زه نه وم٠ په کومه ليکنه چې اعتراز لرې، نو بايد ليکول يې وپيژنې ( البته مستعار نوم)
او بل دا چې دې جمعې او جماعت فرق او توپير وپيژنه٠ وطنمل صيب به بل کار نه کوي، صرف د ستا ښاغلي ليکنې به ړنګوي يا بل ځای ته انتقالوي ؟
پاسينۍ لېکنه د اکبر ته ليکلي ده او يوه فرعي موضوع دې پکښې څېړلي ده٠ بهتره به وي چې ليکنه دې COPY کړې، نوي موضوع ورته وټاکې او اکبر ورور ته يې هلته PASTE کړې ،اوپه دې پاڼه کښې د نوموړي ليکنې د ړنګولو موافقه وکړه ځکه چې ستا ليکنه صرف اکبر ته ده٠
په درناوي
ستاسو کوچنی ورور بهير