سياست او روانې چارې
که دا وحشت ندئ، نو څه دي؟
اتل
19.12.2013
ډېرو محترمو خویندو وروڼو، السلام علیکم
هغه میرمن چې د اسلامي ارشاداتو مطابق یې د وطن مسلمانو ماشومانو ته تدریس کاوه، اوهغه بله میرمن چې دپولیسو په لیکو کې یې د ښځو د مسائلو دپاره کار کاوه، دواړې چا په ډیره بې رحمۍ زندۍ کړې او بیا یې په ټوپک ویشتلې او وژلې یې دي.
لدې بابته چې نارینه پولیس دښځو دپاره نا محرم دي، د ښځو د تلاشیو او نورو تحقیقاتي مسائلو دپاره یوې افغانې ښځې دا وظیفه په غاړه اخیستې وه چې د ښځو اسلامي حقوق، پت او عزت په ځای شي چا وژلې، او هغه بله ښځه چې له یوې خوا یې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوله او له بلې خوایې، د اسلامی ارشاداتو په چوکاټ کې د وطن مسلمان اولاد ته روزنه ورکوله، ولې چا وژلې دي؟
دا لاندې خبر بي بي سي خپور کړیدي:
====
ارزګان کې دوې مامورینې وژلې شوې دي
د خپريدو وخت: 15:37 گرینویچ - چارشنبه 18 ډسمبر 2013 - 27 لیندۍ 1392
د دغه ولایت د والي د ویاند عبدالله همت په خبره دغه ښځې لومړی زندۍ شوې او بیا پر سر په ډزو ویشتل شوې دي.
د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په ده یک سیمه کې د یوې ښوونکې او یوې پولیسې مړي موندل شوي چې په مرموز ډول وژلې شوې دي.
د دغه ولایت د والي د ویاند عبدالله همت په خبره دغه میرمنې چې یوه یې فیروزه او بله یې ملالۍ نومېده لومړی زندۍ شوې او بیا پر سر په ډزو ویشتل شوې دي.
دغه ښځې له دوو ورځو راهیسې تري تم شوې وې چې د کورنۍ په وینا یې د امنیتي ارګانونو خبرول دوی ته شرم ښکارېده.
فیروزې په امنیه قومندانې کې د پولیس په لیکه کې دنده درلوده او ملالۍ د مرکز ترینکوټ په سروري ښوونځي کې ښوونکې وه.
چارواکي وایې چې وژل شوې ښځو په یوه کورکې له دوو وړونو سره واده کړې وو.
له سیمې رپوټونه وايي فیروزې چې د پولیسو یوه افسره وه دوه کوچنیان لري او د ملالۍ بچیان نه درلود.
دغه پیښه پر داسې مهال رامنځته کېږې چې په ارزګان ولایت کې بشر پالانو د ښځو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.
Re: که دا وحشت ندئ، نو څه دي؟
pattang
19.12.2013
دغه پو ښتنه له فاسق او جاسوس دولت څخه وکړه چې د ښځو پر
خلاف ولې داسې بد چلند کېږي ؟ دا خو يواځې دانده بلکې د فاسد
او لاسپوځي دولت مامورين او اعضا ښځه دځان ماليکيت بولي
چې څه یې زړه غواړي هغه ورسره کوي !
که ستامقصد دبشر حقوق وي نو هغه دستا په ملګرو کې نه ليدل
کېږي او ساتی یې هم نشي !
[quote:ce96c27a82="اتل"]ډېرو محترمو خویندو وروڼو، السلام علیکم
هغه میرمن چې د اسلامي ارشاداتو مطابق یې د وطن مسلمانو ماشومانو ته تدریس کاوه، اوهغه بله میرمن چې دپولیسو په لیکو کې یې د ښځو د مسائلو دپاره کار کاوه، دواړې چا په ډیره بې رحمۍ زندۍ کړې او بیا یې په ټوپک ویشتلې او وژلې یې دي.
لدې بابته چې نارینه پولیس دښځو دپاره نا محرم دي، د ښځو د تلاشیو او نورو تحقیقاتي مسائلو دپاره یوې افغانې ښځې دا وظیفه په غاړه اخیستې وه چې د ښځو اسلامي حقوق، پت او عزت په ځای شي چا وژلې، او هغه بله ښځه چې له یوې خوا یې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوله او له بلې خوایې، د اسلامی ارشاداتو په چوکاټ کې د وطن مسلمان اولاد ته روزنه ورکوله، ولې چا وژلې دي؟
دا لاندې خبر بي بي سي خپور کړیدي:
====
ارزګان کې دوې مامورینې وژلې شوې دي
د خپريدو وخت: 15:37 گرینویچ - چارشنبه 18 ډسمبر 2013 - 27 لیندۍ 1392
د دغه ولایت د والي د ویاند عبدالله همت په خبره دغه ښځې لومړی زندۍ شوې او بیا پر سر په ډزو ویشتل شوې دي.
د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په ده یک سیمه کې د یوې ښوونکې او یوې پولیسې مړي موندل شوي چې په مرموز ډول وژلې شوې دي.
د دغه ولایت د والي د ویاند عبدالله همت په خبره دغه میرمنې چې یوه یې فیروزه او بله یې ملالۍ نومېده لومړی زندۍ شوې او بیا پر سر په ډزو ویشتل شوې دي.
دغه ښځې له دوو ورځو راهیسې تري تم شوې وې چې د کورنۍ په وینا یې د امنیتي ارګانونو خبرول دوی ته شرم ښکارېده.
فیروزې په امنیه قومندانې کې د پولیس په لیکه کې دنده درلوده او ملالۍ د مرکز ترینکوټ په سروري ښوونځي کې ښوونکې وه.
چارواکي وایې چې وژل شوې ښځو په یوه کورکې له دوو وړونو سره واده کړې وو.
له سیمې رپوټونه وايي فیروزې چې د پولیسو یوه افسره وه دوه کوچنیان لري او د ملالۍ بچیان نه درلود.
دغه پیښه پر داسې مهال رامنځته کېږې چې په ارزګان ولایت کې بشر پالانو د ښځو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.[/quote:ce96c27a82]
Hashmat Kahn
19.12.2013
ګرانو لوستونکو!
دا د پتنګ عادت ګرځیدلی که طالبان ټول افغانستان په وینو ولړي نو پتنګ به یې په دولت وراړوي. که له آسمان څخه کومه تیږه راولویږي پتنګ به وایې چې دا د دولت کار دي. هر څه له ځانه یو حد او اندازه لری پتنګ نو بیخې مرداره کړه.
په درنښت
حشمت
اتل
23.12.2013
السلام علیکم
پتنګ داسې دئ لکه هغه پاده وان چې شکنه یې خوړله، په کاسه کې یې مچ ولوېد، تر دواړو وزورنو یې راو نیوه خولې ته واچاوه ښه ویې زبیښه، بیا یې تف کړ او ورته ویې ویل چې ولله که خو غوړه کونه رانه لاړ شي.
پتنګ اصلاً مالیخولیا نیولئ، تور او سپین، حق او باطل، رښتیا او دروغ، خپل او پردئ نه پیژني، او پدې هم نه پوهیږې، چې آیا هغه څ هړچې دې یې وایې څوک به دده ددرواغو قیاص ونکړي.
که څوک د طالبانو په ګټه هم څه ووایې، پتنګ باید خپله قل قلاخواني پکې وکړي.
په درناوي.
watan jan
23.12.2013
نو ستامقصد څه دی چي مونږ ته دا مفکوره راکړی چی امریکایان زمونږ دښځو اوماشومانو دنجات له پاره راغلي؟
په دی اوس ماشومان هم پوهیږي چی امریکایانو دڅه له پاره دافغانستان داشغال هڅه کوله او څه لامل و چی شکست یی وخوړلو
دسنټکام مامورین دي زمونږ دبیچاره ولس په ربړو او ستونزو دمکر اوښکی نه تویوی
موږ افغانان پوه شه او کار مو پوه شه
تاسی زموږ دمشکلاتو اوناخوالو دبیانولو څخه دځان له پاره دخواخوږۍ دجلبولو ناکامه هڅه مه کوۍ
افغان ځوریدلی، کړیدلی خو غیوراو باشهامته ولس تاسی ته په رټلی سترګه ګوری، او تاسی ته په خپل غم او ښادۍ کی دځان د شریکولو حق او اجازه نه درکوي
اتل
27.12.2013
وطن جانه، سلامونه
ده درکجاست، ودرختها درکجاست؟
د افغان میرمنو د وژل کیدو سره، ستاسې تبصره څه ارتباط لري؟
تاسې کوښښ مه کوئ چې د بشریت او انسانیت په مقابل کې د ستاسې د القاعدې او هغوی د بړیڅو په جنایاتو خاورې واړوئ.
ته خو دافغانانو دعوه مه کوه، ته د افغانانو ددښمنانو، القاعدې د ترورستو بدعتیانو او خوارجو د ننګې ډبرې په سینه وهي.
ته چیرې او افغان ولس چیرې؟ د القاعدې اوطالبانو په ننګه کې چې پړ شي، بیا مضمون بدلوې، او نا پړیتې ولې.
نارینه شه میدان ته را ووزه، د القاعدې اعمال په بشري اوخدایې قوانینو کې را وسپړه او ثقم او صحت یې په کرسۍ کینوه.
دا هم ثابته کړه چې افراطیت په اسلام کې روادئ، او دغه د القاعدې تروروستان چې کوم ځای ته تللي دي، هلته یې کوم ګلان کرلي، د الله قوانینیو او د رسول الله صلی الله علیه وصلم امت ته یې د شر نه پرته، څه خیر رسیدلئ دئ؟
په درناوي.
pattang
27.12.2013
انډيواله لکه د پونډو په ديګ پسې چې سړی اوربلوي او خلاصون
نلري هم داسې تاسو دتروريزم او القعدې په نوم ديګۍ باندې کړی
او په دالرو يې ګرمه وۍ خو فرق یې دادی چې ستاسو دمنافقت
دېګ تش او دپونډو په ديګ کې غوښه پرته وي چې نس پرې مړېږي !!
[quote:b198b7916d="اتل"]وطن جانه، سلامونه
ده درکجاست، ودرختها درکجاست؟
د افغان میرمنو د وژل کیدو سره، ستاسې تبصره څه ارتباط لري؟
تاسې کوښښ مه کوئ چې د بشریت او انسانیت په مقابل کې د ستاسې د القاعدې او هغوی د بړیڅو په جنایاتو خاورې واړوئ.
ته خو دافغانانو دعوه مه کوه، ته د افغانانو ددښمنانو، القاعدې د ترورستو بدعتیانو او خوارجو د ننګې ډبرې په سینه وهي.
ته چیرې او افغان ولس چیرې؟ د القاعدې اوطالبانو په ننګه کې چې پړ شي، بیا مضمون بدلوې، او نا پړیتې ولې.
نارینه شه میدان ته را ووزه، د القاعدې اعمال په بشري اوخدایې قوانینو کې را وسپړه او ثقم او صحت یې په کرسۍ کینوه.
دا هم ثابته کړه چې افراطیت په اسلام کې روادئ، او دغه د القاعدې تروروستان چې کوم ځای ته تللي دي، هلته یې کوم ګلان کرلي، د الله قوانینیو او د رسول الله صلی الله علیه وصلم امت ته یې د شر نه پرته، څه خیر رسیدلئ دئ؟
په درناوي.[/quote:b198b7916d]
اتل
31.12.2013
پتنګه، سلامونه او نیکې هیلې.
ورورجانه، د خپلو استخدام کونکو بادارانو دسپن کتاب پیروی پریږده، چې مات شې بیا حقوقي دعوی، جزایې کوي.
د خپلو بادارانو چلونه پریږده، چې افغان ولس نور نه پرې غولیږي. موضوع مه مسخ کوه، کره، مدلل او جامع بحث پرې وکړه، د طالبانو د جنایاتو د عدم مسؤلیت بیلګې وړاندې کړه.
په عمر دې برکت.