د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ټولټاکنې

Hashmat Kahn
18.12.2013

د ښځو ونډه اوستونزي په راتلونکو ټولټاکنو کې!
نه لکه مخنی ټولټاکنو په راتلونکو ټولټاکنو کې به ښځی په فعاله توګه په ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو ټولټاکنو کې ونډه اخلي. حسن بانو غضنفر د ښځو د چارو وزیري په کابل کې د ښځو یوي غونډي ته وویل: " د ښځو ګډون په راتلونکو ټولټاکنو کې ډیري اړینې دي او دا به یوازینې لاره د ښځو د پرمختګ او د ستونزو لري کولو لپاره وي"
د افغان ښځو حقونو ته پاملرنه ، د سوکاله ژوند حق او په ټولنه کې ونډه اخیستل د نورو پر مختګونو تر څنګ له هغو پر مختګونو څخه دي چې د طالبانو د رژیم د ړنګیدا نه وروسته ور پر برخه شوي دي. همدا شان نور ډیر کارونه هم باید په دي برخه کې ترسره شې.
ښځي باید په افغانستان کې خپلي رایې په محتاط ډول وکاروي ځکه اوږد مهالي پروژې دمیرمنو د رول د غزولو په خاطر په اقتصادي، ټولنیز او سیاسی برخو کې په کار ډي. موږ هیله لرو چې ښځي په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي او ددوي رایې به ډیري ارزښتناکه او حیاتی وي.
ستاسو په اند ښځي به له کومو ستونزو سره په راتلونکو ټاکنوکې مخ شې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


larghonay laraway
19.12.2013

نو د کوم هېواد نارينه چې په ټاکنو کې له ګڼو امنيتي ستونزو سره مخ وي د هغه هېواد ښځې به مصؤونيت له کومه کړي؟
بله دا چې امريکايانو خلک بې باوره کړې دي. ټول خلک وايي ټاکنې او رايه ورکول هيڅ اهميت نه لري او همغه څوک به راځي چې امريکا يې غواړي.
او دا ثابته هم شوه ځکه چې کرزي په تېرو ټاکنو کې قانوني فيصدي پوره نه کړه خو بيا هم امريکايانو ولسمشر کړ .
نو تاسو ووايئ چې د نا امنۍ او بې باورۍ داسې ګډه وډه فضا کې به څوک څنګه ټاکنو ته زړه ښه کړي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more