د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ددې ګناه د مرتکبینو جزا اعدام دئ

اتل
16.12.2013

محترمانو، اسلام علیکم
دلغمان د ولایت د مرکزي ښار په عمومي چوک کې چاودنه شوې او ۲۵ تنه دسبو او نورو شیانو خرڅونکي یې زخمي کړیدي. دغسې اعمال د بشریت په مقابل کې جنایت دې. د ښځو، ماشومانو او نوروبې ګناه مسلمانانو باقاعده قتل به ولس کې ترهه او ویره خپروي، او د اسلامي ارشاداتو په مقابل کې کرغیړن جنایت دئ، د ملک پوده تنسته ورانوي، اوددې ډول قتلونو مرتکبین د قصاص سزا لري.
دا لاندې خبر مشال خبور کړیدئ:

====
لغمان: چاودنې ۲۵ تنه ولسي وګړي ټپيان کړل
14.12.2013
چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د يوې چاودنې له امله پینځه ویشت تنه ملکيان ټپيان شول.

د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل؛ چې نن (شنبه) له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د لغمان په مرکزي چوک کې د ټرافیکو په یو رینجر موټر پسې د نښلول شوي مقناطسي بم د چاودنې له امله پینځه ویشت تنه ملکي وګړي ټپیان شول.

نوموړي وویل، چې په زخميانو کې یوه میرمن ده او پاتې ډيره برخه په همدې سیمه کې سبزۍ خرڅروونکي دي، چې دا مهال د درملنې په موخه د لغمان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د ځواک په خبره د پيښې په تور په سیمه کې یو شکمن کس هم نیول شوی، چې ترې پوښتنې روانې دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more