د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دطالبانو بله شاهکاري

میرویس
12.12.2013

السلام علیکم، ورحمت الله وبرکاته

طالبانو د فراه د ولایت د قلعه کاه په ولسوالۍ کې د سرک د جوړولو درئ تنه کارګران د بمونو په چاودنه کې وژلي او یو یې زخمی کړيدئ.

[طالبه خدای که به ملاشي - ځنځیر په غاړه، د پردو کړې خدمتونه].

آیا یو افغان چې د ملک سره یوه ذره علاقه هم ولري، د خپل پلرني ملک د آبادولو د لارې خادمان وژني؟
آیا دا طالبان واقعاً افغانان دي؟ او که په خاج کې دیره طالب مشرانو د افغانستان دښمن خارجیان را استولي چې افغان ووژني او ملک یې وران کړي، او آبادیدو ته یې پرې نږدي.
دا لاندې خبر، خبریال خپور کړیدئ:
=====
12 Dec 2013, 12:55
د سړک جوړوني دري کار کوونکي په هغه بمي چاودنه کې وژل سوي کوم چې د سړک پر سر ورته ځاى پر ځاى سوى وو.
د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايې چې دا پېښه ددي ولايت د قلعه کا ولسوالۍ کې سوي ده او پر مهال يې دري د سړک جوړوني کار کنان وژل سوي دي او يو بل ټپي دى.
هغوى وايې چې ماين په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى سوى او موخه يې هم همدا کار کوونکي ول.
ددي سړک د جوړوني شرکت ريس ګواښ کړى که چېري يې امنيت په سيمه کې خوندي نه سي نو د سړک د جوړيدو چاري به په ټپه ودروي.
هغه ويلي دي چې دا سړک د فراه ولايت او ايران سره نښلوي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more