نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په چورستان كې د اوليه موادو كچ او مېچ
صابر ننګرهاري
04.02.2005
ددي پاڼي لوستونكو
……………………السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
داد د خپلي ژمني سره سم د ښاښۍ مجلي يومضمون ستاسي په وړاندي د لوست لپاره اږدم هيله لرم چي خپل نظر پري څرګند كړي.
په چورستان كې د اوليه موادو كچ او مېچ
1. [color=darkred:cc7152e368]زړه سوى:[/color:cc7152e368] دروبين خو څه چې په زره بين كې هم نه ليدل كېږي. بازار يي هم په صفر كي ضرب دي څوك ئي هيڅ پاڼه نه اړوي.
2. [color=darkblue:cc7152e368]ځان غوښتنه :[/color:cc7152e368] ښه تود بازار لري شه پريمانه شايقين لري، په خلكو يې دومره اثردى چې د غورځيدو يې هيڅ امكان نشته.
3. [color=darkred:cc7152e368]غرور:[/color:cc7152e368] د هر چا په كپرۍ كې دومره شته چې بل چاته ضرورت نه لري سره د دومره پرېمانۍ يې بازار ښه په مزو كې روان دى.
4. [color=darkblue:cc7152e368]زور:[/color:cc7152e368] د چا سره چې څومره شته پخپله خوښه يې بازار ته وړاندې كړى . هغه هم په دې دليل چې د چورستان بازار په ازاد اقتصاد ولاړ دى.
5. [color=darkred:cc7152e368]ظلم : [/color:cc7152e368]فكر كوم چې وړو او زړو ته به يې نرخ معلوم وې، نور نو سر خوږول پرې نه دي پكار.
نور بيا
په مينه او مننه.
صابر ننګرهاري