د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دګفتار او کردار ترمنځ توپیر

اتل
10.12.2013

محترمانو، السلام علیکم
یا خو په خپلو وعدو او پالسیو کې صادق ندي، او یا خو پرخپلو پیروانو قبضه نلري، او دالف نه تر یا پورې ګډوډي پکې حکم فرما ده.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر وایي چې د معارف اوزده کړې سره نه یوازې دا چې دښمني نلري، بلکه د علم او پوهې زده کړه حمایه کوی هم.
دالاندې خبر تاند خپر کړیدئ:
====
وسله والو کسانو په کونړ کې یو ښوونځی وسوځاوه
• Tuesday, 10 December 2013 13:40
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د کونړ ولایتي چارواکي وايي، نامالومو وسله والو په دغه ولایت کې پر یوه ښوونځي حمله کړې او هغه ته یې اور ورته کړی دی.
د کونړ امنیه قومندانۍ پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته په اسمار ولسوالۍ کې شوې ده.
د کونړ د پوهنې ریاست هم راپور تایید کړ، ویې ویل چې په دغه ښوونځي کې څلور سوه ماشومانو زده کړه کوله.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. طالبانو په لومړیو کلونو کې په ویاړ پر ښوونځیو د حملو مسوولیت په غاړه اخیست خو وروسته وروسته چې یې د خلکو عکس العملونه ولیدل، د ښوونځیو د سوځولو او یا ورانولو په اړه څه نه وايي.
د معارف د وزارت په وینا د روان کال له پیله د اګست تر میاشتې پوري تر سلو زیات ښوونکي او یا د معارف د وزارت کارکوونکي وژل شوي دي.


Hashmat Kahn
12.12.2013

اتل خانه سلامونه او نیکې هیلې!
دا اول ځل نه دي او دا به آخر ځل هم نه وي چې طالبانو ښونځی ، جوماتونه ، ودونه ، جنازې او عام مارکیټونه په نښه کړي. ځکه نو د هر افغان دا ملی دنده ده چې ددوي په وړاندی یو موټې شې او ددوي ناروا او د انسانیت او مدنیت خلاف کړونو ته د پای ټکې کیږدي.
طالبانو تل دا ادعا کړي چې دوي د معاصر تعلیم ملاتړ کوي او نورو قومونو او مذهبُنو ته چې په افغانستان کې میشت دي درناوی کوي ، خو دوي تل ددي ژمنو ضد عمل کړي دي.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more