نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ښاښۍ
صابر ننګرهاري
04.02.2005
ښاغلو لوستونكو له ګرمو او نرمو سلامونو څخه ورسته
څو ورځي وړاندي مي د ننګرهار په ولايت كي د ښاښۍ په نوم يوي مجلي باندي سترګي ولږيدي چي د يوه ملګري په لاس كي وه نو د مجلي په اړوند به لومړي څه معلومات دركړم او بيا به ئي يو څو مضمونونه ستاسي د لوست لپاره په مختلفو فورمونو كي وړاندي كوم:
د مجلي نوم: ښاښۍ
د امتياز خاوند: خپسۍ نيولي ليكوال.
مشر: خبر لوڅ
كشر: لالهاند
بريښناليك: khakhai@hotmail.com
د خپريدوځاي: جلال آباد
او د مجلي د نوم لاندي ئي داسي څه ئي ليكلي دي:
پنځوس منفي شل ورځنۍ ډانګ پېيلې طنزيه او انځوريزه خپرونه.
د نوم چپ طرفته د انځورونو پر سر ليكلي دي: په لاره سم ځه چې ښاښۍ شته دى. ښاښۍ به دي كړي، خو د مجلي د نوم ښي طرف ته كه نظر وكړو دا خبره ئي سپينه كړي چي ښاښۍ يوازې اسلامي او ملي پولو ته بشپړ درناوى لري.
د يوي ګڼه بيه ئي ۵*۲ افغانۍ دي.
ښاښۍ په اتمه ګڼه كي مختلفو موضوعګانو ته اړم شوي چي د ګريس بند شعرونو ترڅنګ يو څو نوري ښكلي موضوعګاني هم لري لكه ددوستانو مركه په ټپو كي او خوري تاته يي وايم چاته ئي مه وايه خو د بمبار ولايت له والي حاجي كروزين ګل كروزين سره ځانګړي مركه ئي هم د ستايلو وړ ده.
ګرانو لوستونكو د ښاښۍ مجلي بعض موضوعګاني به په مختلفو فورمونو كي ډير زر ستاسي د لوست لپاره حاضري كړم.
په مينه او مننه
صابر ننګرهاي