سياست او روانې چارې
که دغه دوه خښ شوي شلخې ماینونه نه وای شنډکړئ شوي، عواقب به یې څه وو؟
میرویس
05.12.2013
السلام علیکم، لوستونکو
طالبان وایي چې دوی حکومتي قواوو او مقاماتو ته بمونه خښوي، خو کله چې ولسي خلک پکې شهیدان شي، بیا وایي چې زموږ مطلب خو د ولسي خلک وژنه نه وه.
آیا طالبان خلک غولوي، که واقعاً دوی په همدې عقیده دي، او که فکر کوي چې عام ولس به ددوی خبره ومنی، نو دا بیا د ولس سپکاوئ دئ چې طالبان یې کوي.
دا لاندې خبر لراوبر خپروکړیدئ:
====
د ننګرهار په اچين او بټي کوټ کي ماينونه کشف او خنثی سول
لراوبر
Larawbar.com 2013-12-05
د ننګرهار امنيې قومندانۍ د خبر له مخي داچین اوبټي کوټ ولسوالیو دامنیو قوماندانیو امنیتی موظیفنودسړک دغاړی دوه کړۍ په لاس جوړ سوي ماینونه چې یو یی داچین ولسوالی دباسط پمپ سره نژدی ساحه کی او دوم یی دبتی کوټ ولسوالی ددریم فارم په ساحه کي ځای پرځای کړی شوی وه دچاودیدو مخکي کشف او دملی اردو دانجنری دټیم لخوا ورته بی له کوم زیان اړونی چاودنه ورکړی شوه .
Hashmat Kahn
06.12.2013
ګرانو لوستونکو!
طالبان تل ماینونه ښخوی ، افغانان وژنی او بیا وایې چې دا کار موږ ندي کړي. دغه ویډیو وګوري بیا پوهیږي چې ماینونه دلاري په سر څوک ښخوی.
http://www.youtube.com/watch?v=0-s2KdE4-84
په درنښت
حشمت
pattang
06.12.2013
نالتي جاسوس مذدوره !
cia ډېرې داسې ويد يوګانې دطالب دبدنامولو لپاره جوړې کړې دي.
که فرضا طالب ماينونه هم خښوي هغه دصليبيانو اشغالګرو
دمردارولو لپار دي ، نه دخپل اولس دوژلو لپاره !
ته دومره سپين سترګی یې چې زما دکور سړی ماته لکه
دوښمن داسې را پېژنې !!
نالت په اشغالګرو او جاسوسانویې !
[quote:9c0304f3d5="Hashmat Kahn"]ګرانو لوستونکو!
طالبان تل ماینونه ښخوی ، افغانان وژنی او بیا وایې چې دا کار موږ ندي کړي. دغه ویډیو وګوري بیا پوهیږي چې ماینونه دلاري په سر څوک ښخوی.
http://www.youtube.com/watch?v=0-s2KdE4-84
په درنښت
حشمت[/quote:9c0304f3d5]
میرویس
09.12.2013
پتنګ صاجب، السلام علیکم
ته کټ مټ د طالبانو خبرې را نقل کوې.
طالبان هم وایي چې موږ د عام ولس د قتل په نیت بمونه نږدو.
خو اصلي خبره داده چې طالبان پدې پوهیږي، او دا تجربه هم مکرراً ورته شوې ده چې ددوی په بمونوکې ولسی خلک قتل کیږي، خو بیا یې هم ږدي. دا قصدي د بې ګناه خلکو قتل دئ.
دداسې مثال لري، لکه طالبان چې یوسړئ پدې پلمه وژنی، چې ګواکي د هغه په رګونو کې شیطان ځغلې او طالبان دا سړئ نه وژني بلکه هغه شیطا چې په رګونو کې یې ځغلي په بمونو الوزوي.
الله دې مل.
pattang
09.12.2013
تر څو چې جنګ وي عام خلک به هم وژل کېږي داد جنګ خواص او
او کلتور دي ! خو که ستاسو ملګري ورک شي جنګ او وژنه به
هم ورک شي !
[quote:5765cc4b99="میرویس"]پتنګ صاجب، السلام علیکم
ته کټ مټ د طالبانو خبرې را نقل کوې.
طالبان هم وایي چې موږ د عام ولس د قتل په نیت بمونه نږدو.
خو اصلي خبره داده چې طالبان پدې پوهیږي، او دا تجربه هم مکرراً ورته شوې ده چې ددوی په بمونوکې ولسی خلک قتل کیږي، خو بیا یې هم ږدي. دا قصدي د بې ګناه خلکو قتل دئ.
دداسې مثال لري، لکه طالبان چې یوسړئ پدې پلمه وژنی، چې ګواکي د هغه په رګونو کې شیطان ځغلې او طالبان دا سړئ نه وژني بلکه هغه شیطا چې په رګونو کې یې ځغلي په بمونو الوزوي.
الله دې مل.[/quote:5765cc4b99]
اتل
11.12.2013
السلام علیم
جنګ خو ددوو میرڅمنو ډلو تر منځ کیږي، نه دا چې قصداً په ولس کې ویره او ترهه خپره کړي. د ولس ویرونه او ترور په اسلام کې حرام دئ.
طالبان جنګ نه کوي، بلکه بې وسلې او بې اسرې خلک قتلوي.
د جنګ عاملین خارجي قوتونه ندي، بلکه د جنګ عاملین د القاعدې ترورستان دي. چې خارجي قوتونه یې مجبور کړل چې زمو په ټاټوبي کې ورسره وجنګږی. د القاعدې جګپوړو غړو په کراتو مراتو ویلي چې خارجي قوتونه یې ددې دپاره زموږ ملک ته په راتګ مجبور کړل چې دلته یې وټکوي.
القاعده، زما اوستا او یا دطالب غم نلري، دوی خپله نړیواله آجنډا پرمخ بیایي، او زموږ بې خبره طالبان او د هغوی غافل او لیونیان بړیڅي یې په پټو سترګو ملاتړ کوي.
وروره، ویښ شه.
میرویس په حقه دئ.