د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددرانیانوتاريخ

Nangialai
02.02.2005

لیکونکی : ننګيالی ـ بڅرکی
« ددرانيانو تاریخ له چاپه راووت »
ددرانيانوتاريخ په هالينډکي داحمدشاه بابادعلمي ادبي ټولني دخپرونودڅانګي له خوا دښوني اوروزني له پاره په څه دپاسه په اتيا مخونوکي پر « آ – 4»سیزکاغ‍‍‍ذپه2005کال کي دجنورۍ په لومړۍ نیټه چي 1383کال دجدي له دولسمي نيټې سره سمون خوري په ښکلې کته اوصحافت سره له چاپه راووت .
دنوموړي کتاب پرلومړي مخ دشيري سرخ د1160هـ کال هغه خاطره ليدل کيږي کوم چي د احمدشاه باباپه سرکي صابرشاه مجزو ب دغنمووږی ورټنمي په عکس کي داحمدشاه بابا دوخت نامتو وزيران لکه لومړی وزيرشاه ولي خان ،ددفاع یا جنګ وزيرسردار جان خان او سترقاضي جمال خان لیدل کیږی ،چي دمراسيموپه وخت کي ولاړدي ، دپوښ دوهمه برخه يې نوموړی کتاب دهیواد هغه مورته سوغات سوی دی ، کوم چي په ګران هيواد کې دښځودنهضت ، ښونی اوروزني خښته ايښې ده « ساجده ـ بڅرکې »، په لا ندي برخه کي دکتاب ايډيټ کونکي يا دکتونکي ډلي غِړي چي عبارت دي له محترم : غلام حبيب پوپل : داجتماعي علومودپوهنځۍ دتاریخ دڅانګي فارغ ـ
افضل ټکور : دهيواد پیژندل سوی ليکوال ، دافغانستان دلیکوالوداتحاديه غړی ـ
ناهید بڅرکې : دافغانستان دښوني اوروزني مسلکي ښونکې ـ
ډاکټرتړون جليلي : ديوالي دجریدې چلونکی .
ورپسې دوهم پوښ : په دوهم پوښ کي اخځليکونه یا ماخذونه په دې ډول راغلي دي :
1 ـ سيدبهادر شاه ظفر کاکا خيل ( پښتانه دتاريخ په رڼا کي )
دچاپ کال 1965م پيښور .
2ـ ميرغلام محمدغبار :( افغانستان درمسير تاريخ ) دچاپ کال
1967م دکابل دولتي مطبعه
3ـ علامه پوهاند عبدالحی حبيبي ( دافغانستان لنډتاريخ) دچاپ کال
1378لمريزپښتوژباړه .
ددوهم پوښ پردوهم مخ دافغانستان هغه نخشه ليدل کيږي کوم چي په 1842م کال کي لوی افغانستان وو .
خودپوښ پر دريم مخ دافغانستان هغه نخشه ده کوم چي دډیدرنډ دکرښي په وسيله افغانستان تجزیه سوی دی ، ولي پخواني سرحدونه يې روښانه دي .
څلورم مخ دپوښ هغه برخه ده چي په انګليسي کتاب پرې ښودل سوی دی ، اودلوی احمدشاه باباپه عکس پوښ ښکلی سوی دی .
په کتاب کي پر دغوځانګړنوبرسيره دغه لاندي فهرست یا نيوليکونه هم سته چي کتاب په پيژندل کيدای سي .
« نیولیک »
سريزه
لوی احمدشاه بابا
داحمدشاه بابا جګړيزه سفرونه
دنيشاپورپرلوري داحمدشاه بابا سفر
دکشميرپرلورداحمدشاه بابا رزمي سفر
دپاني پت غزا
دسيکانوياغي کيده
بخاراته داحمدشاه باباتګ
داحمدشاه بابا دژوندورستۍ شيبې
داحمدشاه بابادهيوادپالني بيلګې
داحمدشاه بابا دپیروزۍ دليلونه
زرغونه آنا
شهزاده تيمور 1171 ـ 1151ش
دتيمورشاه جګړيزه سفرونه
دشمالي افغانستان پرلور دتيمورشاه سفر
دتيمورشاه خويونه اوځانګړني
دشاه زمان پاچهي
پرپنجاب دشاه زمان يرغل
دانګریزانواوشاه زمان لومړی جګړيزحالت
دشاه زمان دپاچهۍ ورستی حالت
دشاه زمان د تیروتنوغټ ټکي
دشاه محمودپاچهي
دشاه محمود جګړه ايزه حالتونه
دشاه محموددپاچهۍ په پيرکي دهغه تیروتني
دشاه شجاع لومړی وارپاچي
دشاه شجاع اړیکي له انګریزانوسره
دشاه محموددوهم ځل پاچهي
دشاه محمودددوهم ځل پاچهي غټ ټکي
دسدوزواومحمدزوترمنځ داختلاف پایله
دکتاب پايله يا نتیجه
په دې چي کتاب موڅه ناڅه پیژندلی وي نودکتاب پءپايله هم بايد یوڅه رڼا واچول سي .
ددرانيانوپیرچي دلوی احمدشاه بابا څخه راپيل کيږي اوبيا ترشاه شجاع پوري رارسيږي ، دپيښو، پرمختګونو ، کاميابيو اوناکاميوپرله پسې جريانونه اودوخت تجريبې په کښي نغښتي دي ، په افغانستان کې يونوی باب رامنځته کړ،ددرانيانونه وروسته افغانانودافغانستان په نوم هيواد جوړ کړ ، هرنژاديا قوم ، مد هب ، اومختليفوژبو چي په دې قلمروکي ژوند کاوه هغوی دافغانانو په نوم ونوميده ځانته يې عزت اوهيواد پيدا کړ ، دژوندون ټاټوبی يې وموند اوپه نړۍ کې دافغانانوپه نوم خپل ځان دآسيا په زړه کي دقوي دولت په حیث وښود ، که څه هم ددې هيواد خلک مخکي هم دلته اوسيده ، خوهغوی تیت اوپاشنده وه ، خوهغوی لوی ، لوی امپراطورۍ هم درلودلې .کله به يې دامپراطورۍ سرپه ډهلي کي راۍورته سو اوهم هلته به بيرته خاموشه سوه اوياهم کله به يې به قاجاري دولت کي دقدرت واګي ترلاسه کړې ، خوبيا به هم خاموشه سوه ، نوڅه وخت چي به يې قدرت بایلوه نو به دهغه ځای ترنفود او اغیزي لاندي راغلل اوهلته به مدغم سوه ، مخکي تراحمدشاه بابا دغه ډول بيلګي موږخورا ډیري لرو ، ګي په ايران اوهندوستان کي افغانان واک ته رسيدلي دي اوهلته مدغم سوي دي لکه : سوري پاچهان غلجي قومونه ، مغلي قومونه اولودي قومونه چي ترنن پوري په هند کي مدغم دي .
خواحمدشاه بابا خپل مرکزپه افغانستان کي وساته اوترنن ورځي پوري افغانان دهمدغه مرکز اوخپل هيواد په ساتنه کي سرښندنه کوي ، نودلته دیادولووړده چي وليکل سي چي احمدشاه بابا په افغانستان کي دنوي افغانستان خښته داسي کښیښوده چي په نړۍ واله سطحه اوپه سيميزلحاظ يې وافغانانوته يونوی حالت اونوی ژوند ورپه برخه کړ . نوموړیکتاب دهغه افغانانو دپاره ما ليکلی دی چي که غواړي چي په تير تاريخ په باب څه ناڅه وپوهیږي اوددرانيانو دوخت په اجتماعي ، اقتصادي شرايطو خپل ځان اګاه کړي . کيدای سي چي دهغه افغانانو دپاره وي کوم چي دمهاجرت په دې شرایطوکي په اروپاه ، امریکا اویا نورو ّيوادونوکي د خپل فرهنګ څخه ليري پراته دي . نوموړی کتاب یودرسي کتاب هم کیداسي . داحمدشاه بابا علمي اوادبي ټولنه چي په ډيروځایوکي فرهنګي مرستي کوي دخپرونوپه برخه کې دغه ورستۍ لاسته راوړنه ده ، داحمدشاه با ټولني دخپلو ښونځیودپاره یولړدرسی کتابونه هم ليکلي دي چي که هرڅوک وغواړي پرهمدغه ادرس يۍ ترلا سه کولا ی سي . په درناوي
ننګیالی ـ بڅرکی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more