د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

توافق نامه امنیتی بین کابل و واشنگتن !

خلیل فنا
04.12.2013

توافق نامه امنیتی بین کابل و واشنگتن !
مساله نهایت کلیدی و مهم، منافع ملی ما است. باید تلاش صورت گیرد تا در تمام چانه زنی ها منافع ملی ما در محور قرار داشته باشد. در این جا در هیچ صورت جای شک و تردید نیست که افغانستان نیازمند تداوم حضور جامعه جهانی است و به کمک های بین المللی برای توانمند سازی بهتر و بیشتر نیروهای امنیتی نیازمند می باشد در کل ، افغانستان برای حفظ ثبات خود به متحدان قدرتمند جهانی به خصوص امریکا ضرورت دارد ورنه افغانستان عزیز ما یک بار دیگر لانه تروریستان میگردد ، خانه جنگی ها مثل دهه ۹۰ شروع میشود ، مردم افغانستان یک بار دیگر قربانی شبکه القاعده و دیگر تروریستان بین المللی میگردد . ما نباید این فرصت طلایی را از دست بدهیم همه ما مردم افغانستان که از جنگ و خونریزی خسته شده ایم چشم انتظار داریم که این توافق نامه بین امریکا و کابل به زود ترین فرصت به امضا برسد .


پتوال
05.12.2013

د اشغال او استعمار په حالت کې هر تړون چې له اشغالګرو استعمارچیانو سره لاسلیک کیږي د اشغال ، استعمار جنګ او جګړې د غځولو له پاره
تر سره کیږي او ضد ملي ضد ا نساني او ضد اسلامي خصلت او ماهیت لري او لاسلیکوال به یې د یعقوب خان، شاه شجاع ، عبدالرحمان خان او کارمل ببرکي د منخوسو تاریخي څیرو سره په یوه لیکه کې دریږي!

هو!، که اشغالګر ځواکونه له سیلمې زمونږ له پاکې اسلامي او افغاني خاورې څخه ووځي ، د هیواد آزادي او خپلواکي خوندي شي او بیا امریکا د پیسو په مقابل کې پوځي هډو غوښتنه وکړي افغانستان د یو خپلواک ملت په توګه د خپلو اقتصادي ګټو له پاره د هغو شرایطو لاندې چې افغانان یې ټاکي آزادانه تصمیم ونیسي نو هله بیا د هډو ورکول د یوّ معلوم او محدود وخت له پاره نه کوم زیان او تاوان او نه کوم بدنام لري.

که د امریکا سوپر استعماري - امپریالستي اشغالګرقدرت له قیدو شرط پرته د وتلو ژمنه ورکړي په مقابل کې به يې د افغانستان د ملي مقاومت او اسلامي جهاد
توریالي بازان د ډزبند او سولې ژمنه هم وکړي او د هر ډول القاعدوي او غیر القاعدوي تریرویزم مخنیوی به تضمین کاندي!
دا ۱۲ کاله کیږي چې امریکايي امپریالیزم زمونږ د هیواد بي مفتخواره ،غیرته، او ډارن نازولي ویروي چې ددوی په وتلو سره به طالبان دوی په ډیرو ظلمونو وخوري ، ځکه چې :
په زور به يې مسجدونو ته بوځي لمونځونه به پرې ادا کړي، نایټ کلپونه به پرې وتړلي، ښځو ته به يې پرتوږونه ورواغوندي، له ګډاګانو او ډمګريو څخه به یې محرومې کړي او ددوی په اصطلاح عصري «اسلامیت» به يې ورختم او د شرعي حدودو «قیامت» به پرې رانازل کړي!
نو آیا ښه نه ده چې ددې په ځای ټول هیواد د جګړو په لمبو کې وسوځي او ټول ملت خدای مکړه تباه تباه شي خو دوی څو نازولي د امریکا یانو په غیږ کې
دخپل ناز او نعمت او عیاشۍ شیبې وغځوي؟؟؟؟


طیب زابلی *
06.12.2013

څوک چی ددې سند دلاسلیک پلوی کوی هغه په حقیقت کی په ملک کی امن نه غواړی،جنګ امریکا راوړی اودامریکا له وتلوسره به ختمیږی که یوامریکایی یایوه هډه هم په افغانستان کی وی نوداجنګ به خامخاوی،
اوپه دې کی هیڅ ملی ګټه نشته البته دایوه ګټه شته چی دوزیرانو،پارلمانیانو اومنصبدارانو جیبونه اوخیټی به ډکه شی خو اولس به بیاهم په یوه ګوله وچه مړۍ پسی حیران وی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more