سياست او روانې چارې
الله دتعلیم امر کوي، خو طالبان متعلمین وژني.
اتل
02.12.2013
السلام علیکم، محترمو وطنوالو
الله تعالا مسلمانانو ته دستور ورکړیدئ چې تعلیم حاصل کړي، خو طالبان متعلمین او محصلین وژني. د ننګرهار د پوهنتون د تعلیم او تربیې د پوهنځې په پآرک کې په چاودنه کې اوه تنه محصلین زخمي شویدي.
دا د تعلیم، معلم، متعلم او ښونځي سره لمړنۍ دښمنی نده. طالبانو پخوا هم معلمین او متعلمین وژلي او زخمي کړيدي. د ښونځي په متعلماتو باندې یې تیزاب شندلي، مکتبونه یې وران کړي، قرآنکریم او نور دیني کتابونه یې سیزلي او تعلیمي ادارې یې ورانې کړیدي.
پاکستاني طالبانو په څو تیرو کلو کې ۵۰۰ مکتبونه په قبایلو کې وران کړي، او په صوات کې یې چې مکتبونه وسیزل، متعلمین یې د طالبانو د موجوده مشر مولانا فصل الله چې په ملا رادیو مشهور ؤ، په امر حلال کړل، په ملاله یوسفزۍ یې مرګونې حمله وکړه او کاری یې په سر کې زخمي کړه، خو هغه د ډیرې مودې علاج نه وروسته ورغیده.
طالبان ددې دپاره تعلیم نه غواړي، چې ولس به د علم په جامه پټ شي، بیا به د طابانو په درواغو نه غولیږي، او طالبان به یې د اسلام او جهاد په نامه د ولس پر خلاف نه شي استعمالولئ.
د ننګرهار د پوهنتون د چاودنې رپوټ د مشال رادیو په شمول یو شمیر نورو رسنیو هم خپور کړیدئ.
الله جل جلاله دې طالبان د اسلام په روښانه لار روان کړي.
Re: الله دتعلیم امر کوي، خو طالبان متعلمین وژني.
pattang
02.12.2013
که ستا منا فقت يو وارې هم د صليبيان وحشت او د نظاريانو ظلم
اوتېری غندلي وی نو ما به يو افرين ؟ درکړی وو !
/ تېرو دو ورځو کې دصليبيان درونې يو هلک او يوه ښځه په هلمند
کې شهيدان کړل چې کرزی هم ورته وپارېده !
/ دپوليسو په جامه کې تېره ور ځ څو کسانو په کندوز کې په يوه
پښتني کلي حمله وکړه څلور نفره یې له يوې کورنۍ څخه ووژل چې
بيا مړي وارثينو دکندوز ولايت دعدالت لپاره راوړل او دا ويديو
وګوره چې په پښتون وژنه نور واکدار قامونه د کرزي په مشرۍ
څرنګه خوشله کېږي او تحفې ويشي !
http://www.ardmediathek.de/das-erste/anne-will/eine-moerderische-entscheidung-kunduz-und-die-folgen?documentId=16916406
[quote:ce38583bfe="اتل"]السلام علیکم، محترمو وطنوالو
الله تعالا مسلمانانو ته دستور ورکړیدئ چې تعلیم حاصل کړي، خو طالبان متعلمین او محصلین وژني. د ننګرهار د پوهنتون د تعلیم او تربیې د پوهنځې په پآرک کې په چاودنه کې اوه تنه محصلین زخمي شویدي.
دا د تعلیم، معلم، متعلم او ښونځي سره لمړنۍ دښمنی نده. طالبانو پخوا هم معلمین او متعلمین وژلي او زخمي کړيدي. د ښونځي په متعلماتو باندې یې تیزاب شندلي، مکتبونه یې وران کړي، قرآنکریم او نور دیني کتابونه یې سیزلي او تعلیمي ادارې یې ورانې کړیدي.
پاکستاني طالبانو په څو تیرو کلو کې ۵۰۰ مکتبونه په قبایلو کې وران کړي، او په صوات کې یې چې مکتبونه وسیزل، متعلمین یې د طالبانو د موجوده مشر مولانا فصل الله چې په ملا رادیو مشهور ؤ، په امر حلال کړل، په ملاله یوسفزۍ یې مرګونې حمله وکړه او کاری یې په سر کې زخمي کړه، خو هغه د ډیرې مودې علاج نه وروسته ورغیده.
طالبان ددې دپاره تعلیم نه غواړي، چې ولس به د علم په جامه پټ شي، بیا به د طابانو په درواغو نه غولیږي، او طالبان به یې د اسلام او جهاد په نامه د ولس پر خلاف نه شي استعمالولئ.
د ننګرهار د پوهنتون د چاودنې رپوټ د مشال رادیو په شمول یو شمیر نورو رسنیو هم خپور کړیدئ.
الله جل جلاله دې طالبان د اسلام په روښانه لار روان کړي.[/quote:ce38583bfe]
pattang
02.12.2013
منافقت خو ښه کار ندی دننګرهار پو هنتون خو د امنيتي تړون پر
ضد او خلاف لاريونونه وکړل ! اود اسې ملي غوښتنه خو د طالب
هم دی نو طالب بيا ولې داسې کار کوي !
تف لانت په سي ای اې او نظاريانو چې دطالب رنګه بدوي !!
د طالبانو دريځ :
طالبانو د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته چاودنه وغندله.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لخوا په يوه راستول شوي خبر کې، د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته د چاودنې غندنه کړه او ويلي: ((دا چې نن غرمه د ننګرهار پوهنتون د ښونې او روزنې پوهنځي د موټرو په تمځای کې انفجار را منځته شو او له امله يې ۱۱ تنه محصلين ټپيان شول ، موږ دغه عمل په کلکه غندو، په تعلیمي ادارو کې انفجارات رامنځته کول او محصلینوته ستونځې جوړول ناروا عمل ده چې داسې کړنې زموږ د ښمنانو لخوا تر سره کيږي، امکان لري له امریکا سره د تړون په خلاف د محصلينو د ستاينې وړ اسلامي او افغاني دريځ د دې باعث شوي وي چې د امریکا د غلامانو لخوا داسي ناځوانمردانه کړنې تر سره شي . )).
د يادونې ده، چې د طالبانو لخوا دا ډول څرګندونې ډيرې معمولې نه دي، خو ښايي د امنيتي تړون پر ضد د تبليغاتود پر مخ بيلو په برخه کې پر ځای اقدام دی.
اتل
11.12.2013
السلام علکم
پتنګه، که تا یو وار هم د معلم، متعلم او ښونځي سره د طالبانو د دښمنانه اعمالو یوې پیښې ته مازې اشاره کړې واي، نو موږ به ویلي وو چې دا سړئ د چا پلوی نه کوي.
هغه د لیوه چیغې دي، چې بالاخره خلکو د شپانه چيغې نه اوریدې لیوه رمه وداړله. دا وړمه ورځ چې طالبانو د کنړ په اسمار کې مکتب وسیزه، هغه څنګه؟ وړمه هفته یې چې په غزنې کې د نجونو د مکتب مخې ته بم وچاوه هغه څنګّ؟ څو هفتې مخکې یې چې په بادغیس کې مکتب ړنګ کړ، هغه څنګه؟
درې هفتې مخکې یې چې د وردګو دولایت ددایمیرداد په ولسوالۍ کې د معارف ریاست ته اور واچاوه او د قراآکریم د نسخو سره یې چې په لسګونو ټوکه نور دیني کتابونه وسیزل هغه څنګّ؟
هرڅومره چې ته او طالبان ددرواغو نارې سورې ووهئ او ځان پاک کړئ، اوس ولس پیژندلې یئ، ددروغجن شپانه خبره نوره څوک نه اوري.
آزموده را آزمودن خطاست.
پتنګ جانه، ناحق د ناروا ډلو ټپلو دپاره مخ مه توروه.
ستا په عداوت خو ټول خبر دي، چې ستا روش د حب علي او بغض معاویه پر بنیاد ولاړ دئ.
pattang
11.12.2013
وروره زمونږ پر ځای کې ټول طا لبان دي هغوی خو يوه ورڅ هم
څه ندي کړي اوو حتا ډېر مکتبيان مو هم اوس هم طالبان شوي دي!
طالبان هسې نوم دی ډېر اميان ، مکتبيان هم اوس جهاد کوي!
داکوم شيان چې ته یې ليکې حقيت نلري ځکه طالبان دقرانکريمپه
ارشاداتو اوقوانينو جنګ کوي اورهنما یې دی نو بيا دوی څرنګه
دغه عقيدوي اسمانی کتاب سوځې دا خبره خو انسان او مسلمان نشي
منلی !! داد cia کارونه دي چې طالبان بدنامه کړي!
[quote:55f85853c5="اتل"]السلام علکم
پتنګه، که تا یو وار هم د معلم، متعلم او ښونځي سره د طالبانو د دښمنانه اعمالو یوې پیښې ته مازې اشاره کړې واي، نو موږ به ویلي وو چې دا سړئ د چا پلوی نه کوي.
هغه د لیوه چیغې دي، چې بالاخره خلکو د شپانه چيغې نه اوریدې لیوه رمه وداړله. دا وړمه ورځ چې طالبانو د کنړ په اسمار کې مکتب وسیزه، هغه څنګه؟ وړمه هفته یې چې په غزنې کې د نجونو د مکتب مخې ته بم وچاوه هغه څنګّ؟ څو هفتې مخکې یې چې په بادغیس کې مکتب ړنګ کړ، هغه څنګه؟
درې هفتې مخکې یې چې د وردګو دولایت ددایمیرداد په ولسوالۍ کې د معارف ریاست ته اور واچاوه او د قراآکریم د نسخو سره یې چې په لسګونو ټوکه نور دیني کتابونه وسیزل هغه څنګّ؟
هرڅومره چې ته او طالبان ددرواغو نارې سورې ووهئ او ځان پاک کړئ، اوس ولس پیژندلې یئ، ددروغجن شپانه خبره نوره څوک نه اوري.
آزموده را آزمودن خطاست.
پتنګ جانه، ناحق د ناروا ډلو ټپلو دپاره مخ مه توروه.
ستا په عداوت خو ټول خبر دي، چې ستا روش د حب علي او بغض معاویه پر بنیاد ولاړ دئ.[/quote:55f85853c5]
اتل
27.12.2013
السلام علیکم
پتنګه، پدې ښه غوږونه خلاص کړه چې ستا بې بنیاده ادعاګانې نوري نه چلیږي.
ته نشې کولای چې لمر په دوو ګوتو پټ کړيي. د ښځې ، معارف، تمدن، انکشاف، ودې او او نورو متداولو علومو سره د طالبانو دښمني اظهرمن الشمس غوندې روښانه او لوڅه بربنډه شویده.
متعلمین، معلمین او حکومتي کارکونکې دوی ووژل او یوازي په ښکته پښتونخوا کې یې پنځه سوه ښونځي سیزلي دي.
ته هسې هوايې ټپې ولې، ستا لخوا د طالبانو د پټو سترګو په ملاتر خو ګرد عالم د تمسخر خندا کوي. ته دداسې چا ملاتړ وکړه چې لا اقل په حمایه خو ونه شرمیږي. دوی او تاسې خو د پښتون او افغان بیخې رنګه بده کړه.
په درنښت،
pattang
27.12.2013
که هر څرنګه يم خو په هغوی دنالت وي چې وطن یې اشغال وي
او په مړو ستر ګو اشغال ته کار کوي او خپل چټل وجدان په پيسو
قدرت او په دالرو خرڅوي !!
[quote:7360291580="اتل"]السلام علیکم
پتنګه، پدې ښه غوږونه خلاص کړه چې ستا بې بنیاده ادعاګانې نوري نه چلیږي.
ته نشې کولای چې لمر په دوو ګوتو پټ کړيي. د ښځې ، معارف، تمدن، انکشاف، ودې او او نورو متداولو علومو سره د طالبانو دښمني اظهرمن الشمس غوندې روښانه او لوڅه بربنډه شویده.
متعلمین، معلمین او حکومتي کارکونکې دوی ووژل او یوازي په ښکته پښتونخوا کې یې پنځه سوه ښونځي سیزلي دي.
ته هسې هوايې ټپې ولې، ستا لخوا د طالبانو د پټو سترګو په ملاتر خو ګرد عالم د تمسخر خندا کوي. ته دداسې چا ملاتړ وکړه چې لا اقل په حمایه خو ونه شرمیږي. دوی او تاسې خو د پښتون او افغان بیخې رنګه بده کړه.
په درنښت،[/quote:7360291580]
اتل
14.01.2014
پتنګه، السلام علیکم
ته چې وایې: که هر څرنګه يم خو په هغوی دنالت وي چې وطن یې اشغال وي
او په مړو ستر ګو اشغال ته کار کوي او خپل چټل وجدان په پيسو
قدرت او په دالرو خرڅوي !!
یعنې دا پورته ذکر شوي صفات، خوی او اداب ټول په تا کې شته دي.
دا اعتراف دئ.
په درنښت.
Hashmat Kahn
17.01.2014
قدرمنو لوستونکو!
طالبانو تل د افغانانو بچیان په جوماتونو ، ښونځیو ، او پوهنتونونو کې په نښه کړي او کوي یې. دا ځکه چې دوي نه غواړيافغانان با سواده شې او خپل وطن جوړ کړي دوي د پردیو په نفع کار کوياو غواړي چې افغانستان تل نورو هیوادونو ته احتیاج اوسې.
حشمت