د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دعربو اګينټ خوله ډالرو سره وتښتيده

tandar
28.11.2013

دعربو اګينټ خوله ډالرو سره وتښتيده
حضرت سبقت اله خو لکه چه نن پلارني اصلي ټاټوبي ته ځان ورسولو
رب دي بيا مه راوله
مرګ په وطن فروشانو


pattang
28.11.2013

ښه شوه چې دا پښتون دوښمنه جاسوس انسان وتښتېده !


صبغت-الله-مجددي-هجرت-وکړ

pattang
28.11.2013

صبغت-الله-مجددي-هجرت-وکړ

[img:50d30f1964]http://www.nunn.asia/images/officials/mujaddadi_spanta.jpg[/img:50d30f1964]

صبغت الله مجددي د ولسمشر حامد کرزي له خوا له امريکا سره د امنيتي تړون د نه لاسليکولو په اعتراض نن هېواد پريښود.

د نوموړي د ګوند (نجات ملي جبهه) مرستيال حشمت الله مجددي چې له هغه سره د کابل د هوايي ډګر پر لاره و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مجددي نن له غرمې مخکې ١١بجې ترکيې ته ځي.

د مجددي مرستيال د هغه د ناروغۍ خبره هم وکړه چې ګواکې تګ يې د درملنې لپاره هم دى، خو زياتوي که ولسمشر کرزى يې غوښتنه ومني نو مجددي به بېرته هېواد ته را شتون شي.

د یادونې وړه چې ښاغلي مجددي ګوت څنډنه کړې وه چې که کرزی زر تر زره دغه تړون لاسلیک نه کړي نو دی به له هيواده هجرت وکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more