د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د يوه ملت ژبه څه وخت علمي کېدای سي

Anonymous
01.02.2005

....................................د يوه ملت ژبه څه وخت علمي کېدای سي
ژبه يوه صوتي وسيله ده د پاره د ارتباط د همډولو ٠ او ژبه تکيه لري پر اندېښنو
د ژبي تعريف فرق کوي د موضع سره ٠ ضرورت نسته چه دلته ژبه تعريف سي ٠ زه دلته غواړم په پر مذهبي،طبي ژبه څه وليکم ٠ په دې خاطر چه د ژبي علمي کيدل اصلأ په مذهب او طب پوري تړلي دي ٠ البته نور علوم ئې فرعي دي ٠

اول به ژبه پر دوو حصو تقسيم کړو ٠ ادبي او علمي
زما کار د ادبي ژبي سره نسته په دې لحظه کښي ٠ يوازي غواړم چه پر علمي طرف ئې څه وليکم ٠ که وکولای سوو ٠ چه د دين پر مقدس لغت فکر وکړو ٠ ممکن تاسو راسره موافق اوسۍ ٠ چه دغه لغت اګاهانه ، غيري اګاهانه د انسان يو دروني مفهوم دې ٠ دغه سبب دې چه هر انسان د يوې عقيدې خاوند وي ٠ چه يابه سماوي او يا به ساختګي وي ٠ دين ، مذهب يو ستر نيهايي ضرورت دې ٠ که يوې انساني ټولني ته
د سماوي دين ږغ نوي رسېدلۍ ٠ دغه ټولنه ته اول ضرورده چه په خپلو لاسو خدای
جوړ کړي ، بيا مذهب ٠ چه مذهب عبارت دې د اخلاقي کوډونوڅه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠
انسانان يو اشتماع مخلوقات دي او اشتماعي ژوند اخلاق غواړي ٠
چون اصلأ اخلاق طبيعي ، سماوي دي ٠ نو په علمي ژبه ږغيږي ٠ او دهغو انسانانو سره طبيعت خبري کوي چه علمي ، ادبي ژبي خاوندان وي ٠
مطلب داسو چه ژبه اول او بيا دوهم مذهب

دريم شئ چه انسان ضرورت لري د صحت ساتل دي ٠ چه د صحت محافظه يوازي او يوازي د طبي پوهي په واسط ممکن ده په يويشتمه پېړۍ کښي (ماډرن طب)
اود ٢١ مي پېړۍ طب هم علمي ژبه غواړي ٠ که يوه انساني ټولنه ، ملت علمي ژبه نه لري٠ نود دغه ملت افراد اصلأ د ښه صحت خاوندان هم نه دي ٠
داسي معلوميږي چه مذهب ،دين دواړه و علمي ژبي ته اشد ضرورت لري ٠ چه بيله
علمي ژبي دواړه امکان نه لري ٠ چه انسان دي و قوي عقيدې ، کاميل صحت خاوند وي ٠

اوس نو داسي ويلای سو چه :
افغان ملت و علمي ژبي ته سخت ضرورت لري ٠ که غواړي چه يو ازاد ملت وي په ٢١ تمه پېړۍ کښي ٠ افغان ملت او حکومت دامسؤليت لري ٠ چه خپله ملي ژبه چه ادبي ژبه ده ٠ علمي ئې هم کړي ٠

هغه وخت ژبه علمي کيدای سي ٠ چه ټوله مذهب ئې په ملي ژبه تدريس شي ٠
نوبه د ملت اول ضرورت پوره سي ٠ چون زموږ دين اسماني دين دې ٠ او په لوړه او علمي ژبه ږغيږي ٠ نوکله چه مذهب په ملي ژبه سو نوطبعأ ملي ژبه هم علمي کيږي
ښه مثال ئې ايران ، پاکستان دي ٠ چه دولت او ملت ئې داخدمت کړې ٠ چه هر مذهبي کتاب ئې و ملت ته په اوردو ، فارسي ترجمه کړې ٠ او نن ورځ دواړو ژبوته علمي ژبي ويل کيږي ٠

او په دوهم قدم کښي ضرورده ٠ چه د طب ژبه ترجمه سي او د طب په پوهنځۍ کښي
طب په ملي ژبه ولوستل سي ٠ نو به ملي ژبه يو علمي ژبه سي ٠ ولي چه د طب ژبه
يوه علمي ژبه ده ٠ کله چه په ملي ژبه ترجمه سي ٠ نوملي ژبه نوره علمي کيږي ٠
چون انسانان په اوله درجه کښي دين او صحت ته ضرورت لري ٠ هره ورځ نر او ښځه

چون علم طب ،علم دين نور فرعي علومو ته هم ضرورت لري ٠
نو طبعأ به فرعي علوم هم په ملي ژبه ترجمه کيږي ٠

که فرضأاول بل هر علم په پښتو ترجمه سي ٠ ځان خطا ايستل دي ٠
عمل به سرچپه وي ٠ او دوهم نسل ته به مسؤليت پاته وي ٠ لکه د دوۍ مسؤليتونه چه موږ ته پاته دي ٠

بل هيڅ داسي پوهه نسته لکه دين ، طب چه يو عالم فرعي علومو ته ضرورت لري
هغه څه انسانان اول زده کوي ،استعماله وي چه ضرورت ئې په حل کيږي ٠
عقل ساليم در جان ساليم

عبدالکريم حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more