د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ولې د طالبانو تلفات بې دریغه زیات شویدي؟

میرویس
27.11.2013

ګران وطنوالو، سلامونه او احترامونه
داسې ښکارې چې پدې راوروسته شپو ورځو کې د پخوا په شان په محاربو کې د طالبانو مرګ ژوبله بې دریغه مخ په زیاتیدو ده. نن د خبریال په خبرونو کې ویل شوي چې د نورستان د ولایت د کامدیش په جکړه کې ۲۵ تنه طالبان وژل شوي، او اودیرش زخمي دي.
ددې نه مخکې په یوه جکړه کې هم په نورستان کې پنځوس تنه طالبان ووژل شوي وو.

له بلې خوا خبریال وایي چې د افغان پوځ په عملیاتو کې د فراه د ولایت د بکوا د ولسوالۍ دپاره د طالبنو تش په نام ولسوال په ګډون، لس تنه طالبان وژل شویدي.

کیدای شی د طالبانو سرپرستانو د طالبانو د جنګ د لارښونې نه لاس اخیستئ وي، چې نوررسوا نشي. یا نه غواړې چې د طالبانو د ماتې په وخت کې هغوی هم ووژل شي. کیدای شي بل علت یې دا وي چې افغانقواوې اوس ډیرې پیاوړې شوی وی، او طالبان د جنک د میدان تاب نلري.

خوداسې ښکاز چي په جنګ کې دطالبانو د بي دریغه تلفاتو د اوښتو علت داوی چې طالبان ډله ډله د جګړې نه لاس اخلي او سولې د پروسې سره یو ځای کیږي او وایي چې طالبان جهاد نه کوي، د خارجیانو د پاره جنګیږي او پخپله ثروت ټولوی، او د ملک د معارف، صحت عامې، اوبه خور او سرکونو د جوړولو سره مخالف دي، لکه همدا اوس یې چې د غزني د ولایت د اندړو او ګیرو د ولسوالیو تر منخ عظیم پوخ پل په بمونو نړولئ دئ، او ولس ته یې بې شانه غمونه او زحمتونه ورد غاړې دي.

د حقانې د شبکې دوو غټو زدرانو قو ماندانانو چې د حقاني د خپل قوم نه دي، په همدې دلیل د جنګ نه لاس واخیست، چې دا شبکه جهاد نه کوي، د خارجیانو جنګ پر مخ بیایي، پیسي ټولوي او د ولس خلاف عمل کوي.

په هرات کې چې دیارلس طالبان تسلیم شول، هغوی هم دېته ورته څرګندونې کولې.
طالبان چې اوس پو هیدلي چې پهنیابتي جنګ کې راښکیل شوي، د زړه نه جنګ نه کوي، او افغان قواوې چې د خپل ځان، کورنۍ او ملک د بقا دپاره جنګیږي، د جنګ په میدان کې بریالي دي.
الله دې طالبانو ته د اسلام او ملک د خیر ښیګڼې د پوهیدو بصیرت ورکړي، آمین.


pattang
27.11.2013

تف لانت پر داسې درواغو چې وزرونه لري ! اوس هوا لږ يخه شوه
اوژمی راروان دی نو په يوو څادر او شکېدلو څپليو کې جنګ کول
اسانه کارندی او س درې مياشتې جنګيالي زامن زېږوي هغوی به بيا
اسلامي درسونه لوني او بيا به ځوان طالبان جهاد ته ځي !
دغه ورڅپاڼه چې تا ياده کړې ده د چټلو او وېروسي خلقو عقيدوي
انعکاس دی !


میرویس
03.12.2013

پتنګ جانه، سلامونه
کومه ورځپاڼه چې د طالبانو په برخه کې یې حقایق خپاره کړیدي، تاسې پر هغې نا حقه تورورنه ندي لګولي؟
ته خو غیر له طالبانو بل هیچا ته حتې انسانست هم نه یې قائل. یوه ورځ خو ددغو ورځپاڼو خبرونه غلط ثابت کړه. همدغه ورځپاڼې چې د طالبانو په خاطر تورونه ورپورې کوي، کله چې د طالبانو په ګټه خبر خپور ګړي، بیا په دواړو زامو خوشند ورباندې وهي.
ولې د طالبانو د تلفاتو په برخه کې په اسنادو او کره معلوماتو خبرې نه کوي؟ الله دې اصلاح کړه.


pattang
03.12.2013

په هخه ورځپاڼه کې خو هغه پخواني برېتورانقلابيان او نني اجنټان
کارکوي ! هغوی دطالب کارنامې په اوبو مينځي خو ځينې وخت
چې په شرابو نېشه وي نو يو څه هم ترې تېر شي !
وروره څوک چې ازادي په دالرو خرڅوي هغوی زما لپاره passiv
ساه کېښونکي ژوي دي هغه پرازيت او غيرې produktiv سوبيکت
دی او له انسانيته څخه ډېرلرې دي !

[quote:acd1b3ffae="میرویس"]پتنګ جانه، سلامونه
کومه ورځپاڼه چې د طالبانو په برخه کې یې حقایق خپاره کړیدي، تاسې پر هغې نا حقه تورورنه ندي لګولي؟
ته خو غیر له طالبانو بل هیچا ته حتې انسانست هم نه یې قائل. یوه ورځ خو ددغو ورځپاڼو خبرونه غلط ثابت کړه. همدغه ورځپاڼې چې د طالبانو په خاطر تورونه ورپورې کوي، کله چې د طالبانو په ګټه خبر خپور ګړي، بیا په دواړو زامو خوشند ورباندې وهي.
ولې د طالبانو د تلفاتو په برخه کې په اسنادو او کره معلوماتو خبرې نه کوي؟ الله دې اصلاح کړه.[/quote:acd1b3ffae]


Shahzada
05.12.2013

[quote:532a5c0e41="pattang"]تف لانت پر داسې درواغو چې وزرونه لري ! اوس هوا لږ يخه شوه
اوژمی راروان دی نو په يوو څادر او شکېدلو څپليو کې جنګ کول
اسانه کارندی او س درې مياشتې جنګيالي زامن زېږوي هغوی به بيا
اسلامي درسونه لوني او بيا به ځوان طالبان جهاد ته ځي !
دغه ورڅپاڼه چې تا ياده کړې ده د چټلو او وېروسي خلقو عقيدوي
انعکاس دی ![/quote:532a5c0e41]
پتنګه!
تف لعنت د خدای دی په تا شی چې په حقیقت نه پوهیږي.‌هره ورځ په سل ها و طالبان مردار کیږي ته ښه خبر یې خو لکه پیشو په خپلو غولو باندي ژر خاوری وراړوي. ته خو د آی اس آی اجنت یې چې به غیر له طالبانو په هیچا اعتبار نلري.


Shahzada
05.12.2013

[quote:2cfc58d7e7="pattang"]په هخه ورځپاڼه کې خو هغه پخواني برېتورانقلابيان او نني اجنټان
کارکوي ! هغوی دطالب کارنامې په اوبو مينځي خو ځينې وخت
چې په شرابو نېشه وي نو يو څه هم ترې تېر شي !
وروره څوک چې ازادي په دالرو خرڅوي هغوی زما لپاره passiv
ساه کېښونکي ژوي دي هغه پرازيت او غيرې produktiv سوبيکت
دی او له انسانيته څخه ډېرلرې دي !
پتنګه!
ته خواول افغان نه یې که بیا افغان هم یې هرامی افغان یې. یو خلقی کړي ، بل پرچمی ، بل د امریکا اجنت خو همداغه افغانان دي ، خی ستا د مور میړونه چې تور پنجابیان دي‌افغانستان ته یې راولو لکه طالبانو چې راوستی وو؟
بی شرم او بی حیا سړی یې چې د پاکستانیانو غول خوری.

[quote:2cfc58d7e7="میرویس"]پتنګ جانه، سلامونه
کومه ورځپاڼه چې د طالبانو په برخه کې یې حقایق خپاره کړیدي، تاسې پر هغې نا حقه تورورنه ندي لګولي؟
ته خو غیر له طالبانو بل هیچا ته حتې انسانست هم نه یې قائل. یوه ورځ خو ددغو ورځپاڼو خبرونه غلط ثابت کړه. همدغه ورځپاڼې چې د طالبانو په خاطر تورونه ورپورې کوي، کله چې د طالبانو په ګټه خبر خپور ګړي، بیا په دواړو زامو خوشند ورباندې وهي.
ولې د طالبانو د تلفاتو په برخه کې په اسنادو او کره معلوماتو خبرې نه کوي؟ الله دې اصلاح کړه.[/quote:2cfc58d7e7][/quote:2cfc58d7e7]


میرویس
12.12.2013

شاهزاده وروره، السلام علیکم
لکه نوم دې چې شاهزاده دئ، همداسې د شاهزاده ګانو آزاد منشې هم لرې.
زه د پتنګ سره د ډیر ادب او حیا نه کار اخلم، او هغه فکر کوي چې دا زما کمزوري ده.
خو دایې هیره کړې ده چې حوصله او زغم، قوت دئ، نه کمزوري.
ستاسې د معلوماتو دپاره زما دا لاندې لیکنه ولونئ چې د طالبانو ضعف نور هم درته جوت شي:
====
د فورم ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
پدې وروستیو کې په طالبانو باندې دوې بلاوې نازلې شویدی. له یوې خوا د حکومتي قواوو سره په جګړو کې درانده تلفات وراوړي، او له بلې خوا ډله ډله طالبان یا د سولې د پروسې سره یو ځای کیږي، او یا د طالبانو د جګړه مارو لیکونه وزي او عادې ژوند اختیاروي.
خو طالبان مذبوحانه تلاشونه کوي، چې مقابل لوري ته د تلفاتو د اړولو د بې بنیاده ادعاګانو له لارې، ددغو تاوانونو اثر کم کړي.

د خبریال نننئ رپوټ وايي چې د بدخشان د جرم او یمګان په ولسوالیو کې د امنیتي قواوو سره په جګړو کې اوه لس طالبان وژل شوي او اته تنه زخمی شویدی.
خبریال وایي چې په تیر یوه کال کې په فراه کې درۍ نیم سوه طالبان وژل شویدي.
وړمه هفته په نورستان کې لدې نه زیات په لسګونو طالبانو د حکومتي قواوو سره په جګړو کې تلفات ورکړل. تیره هفته له دیرشو نه زیات طالبان او د هغوی قوماندانان په کندهار کې حکومت ته ورواوښتل.

ددې نه وړاندې د حقاني د تروروستي شبکې تکړه زدران قوماندانانو د جنګ نه لاس واخیست او ویې ویل چې د حقاني شبکه د ولس د خیر ښیګڼې سره دښمني کوي، پخپله مال او دولت ټولوی او د خارجیانو دګتو دپاره کار کوي.
دا فقط دڅو تیرو هفتو حادثات دي.

خو طالبان بیا مذبوحانه کوښښونه کوي چې ځان قوي، او مخالف لورئ کمزورئ وښیې او پر ځان باندې ددغو خساراتو اثر په عامه اذهانو کې کم وښیي.
طالبانو د پخوانیو دروغې ادعاګانو په څیر وویل چې دکابل دهوایي میدان په پرونۍ چاودنه کې یې لس خارجي عسکر وژلي دي، حال دا چې، دې چاودنې هیڅ تلفات نلرل، بلکه شاوخوا ودانیو ته یې تاوان اړولئ دئ.

چون د طالبانو غولیدلي جګړه ماران اوس پوهیدلي چې دا تشدد نه د خلکو په ګټه دئ او نه هم د ملک د آینده په نفع. دوی اوس ډله ډله د طالبانو د دروغې جهاد نه ځان کاږي. چون افغان قوتونه پیاوړې شوي، نو له یوې خوا د طالبانو جګړه ماران
د جنګ په میدان کې ځان کمزورئ ویني او له بلې خوا د طالبانو د مشرانو ددوکې او دروغو نه ستړي شوی، او زړه ماتي دي، په صداقت جنګ نه کوي، په نتیجه کې زیات تلفات وراوړي.
الله مو مل.


pattang
12.12.2013

[quote:c5a9640ea2="میرویس"]شاهزاده وروره، السلام علیکم
لکه نوم دې چې شاهزاده دئ، همداسې د شاهزاده ګانو آزاد منشې هم لرې. [/quote:c5a9640ea2]

افرين افرين مېرويس نيکه !
له خبرو دداسې مالوميږي چې له هغه څخه
ظاهرشا او له ځان څځه دې رحيم پنجشېری جو ړه وې !
خو ګوره چې پنجشېريان نن ټول دپښتنو کلک پر خلاف دي !
پام کوه چې ناروا کار در باندې لاسليک نکړي!

نالت په امريکایې مذدوراانو او دالري اجنټاننو !
چې هم ځان ته خيانت کوي اوهم بښريت ته !۱

[quote:c5a9640ea2="میرویس"]
زه د پتنګ سره د ډیر ادب او حیا نه کار اخلم، او هغه فکر کوي چ
ې دا زما کمزوري ده.
خو دایې هیره کړې ده چې حوصله او زغم، قوت دئ، نه کمزوري.
ستاسې د معلوماتو دپاره زما دا لاندې لیکنه ولونئ چې د طالبانو ضعف نور هم درته جوت شي:
====
د فورم ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
پدې وروستیو کې په طالبانو باندې دوې بلاوې نازلې شویدی. له یوې خوا د حکومتي قواوو سره په جګړو کې درانده تلفات وراوړي، او له بلې خوا ډله ډله طالبان یا د سولې د پروسې سره یو ځای کیږي، او یا د طالبانو د جګړه مارو لیکونه وزي او عادې ژوند اختیاروي.
خو طالبان مذبوحانه تلاشونه کوي، چې مقابل لوري ته د تلفاتو د اړولو د بې بنیاده ادعاګانو له لارې، ددغو تاوانونو اثر کم کړي.

د خبریال نننئ رپوټ وايي چې د بدخشان د جرم او یمګان په ولسوالیو کې د امنیتي قواوو سره په جګړو کې اوه لس طالبان وژل شوي او اته تنه زخمی شویدی.
خبریال وایي چې په تیر یوه کال کې په فراه کې درۍ نیم سوه طالبان وژل شویدي.
وړمه هفته په نورستان کې لدې نه زیات په لسګونو طالبانو د حکومتي قواوو سره په جګړو کې تلفات ورکړل. تیره هفته له دیرشو نه زیات طالبان او د هغوی قوماندانان په کندهار کې حکومت ته ورواوښتل.

ددې نه وړاندې د حقاني د تروروستي شبکې تکړه زدران قوماندانانو د جنګ نه لاس واخیست او ویې ویل چې د حقاني شبکه د ولس د خیر ښیګڼې سره دښمني کوي، پخپله مال او دولت ټولوی او د خارجیانو دګتو دپاره کار کوي.
دا فقط دڅو تیرو هفتو حادثات دي.

خو طالبان بیا مذبوحانه کوښښونه کوي چې ځان قوي، او مخالف لورئ کمزورئ وښیې او پر ځان باندې ددغو خساراتو اثر په عامه اذهانو کې کم وښیي.
طالبانو د پخوانیو دروغې ادعاګانو په څیر وویل چې دکابل دهوایي میدان په پرونۍ چاودنه کې یې لس خارجي عسکر وژلي دي، حال دا چې، دې چاودنې هیڅ تلفات نلرل، بلکه شاوخوا ودانیو ته یې تاوان اړولئ دئ.

چون د طالبانو غولیدلي جګړه ماران اوس پوهیدلي چې دا تشدد نه د خلکو په ګټه دئ او نه هم د ملک د آینده په نفع. دوی اوس ډله ډله د طالبانو د دروغې جهاد نه ځان کاږي. چون افغان قوتونه پیاوړې شوي، نو له یوې خوا د طالبانو جګړه ماران
د جنګ په میدان کې ځان کمزورئ ویني او له بلې خوا د طالبانو د مشرانو ددوکې او دروغو نه ستړي شوی، او زړه ماتي دي، په صداقت جنګ نه کوي، په نتیجه کې زیات تلفات وراوړي.
الله مو مل.[/quote:c5a9640ea2]

دفوروم ګډونوال پر تا شک لري !
ځکه چې ته اشغالګرو او د هغوی له خوا کښېنول شوي فاسد
او نا پوهه رژيم ته ښه پروپاګنده کوې !


میرویس
13.12.2013

پتنګه، السلام علیکم
ته ولې ځان دطالبانو په ګله کې ورګډوې. طالبان ددین او ملت دښمنان دي. د جهاد تر نامه لاندې جنایت کوي، او بیا جعلي شرعي حيله ورته راباسي.

ستا په هوښیارۍ هم په مدار مدار پوهیږم. یاره آفرین دې دریاندې وي، ګارګه غوندې زرنګ یې. ته دوې عقدې لرې، یو خو وایي چې د کورنئ پنځه تنه غړي دې چا وژلي او غواړي چې بدله یې واخلې. دویمه عقده دې د پښتونولۍ افراطي مالیخولیا ده، او د شمالي ټلوالې، بالخصوص د پنجشیریانو سره، د ژبې او قوم پر بنا دښمني پالې، پدې ترتیب په ملک کې قومي او ژبنیو اختلافونو د اور لمبو ته لمن وهې، او دا یو بربنډ او نه بښونکئ خیانت دئ.

ته چې پخپله وایې، چندان ژور مذهبي علم او فهم نلرې، نو ته خو نه د طالبانو د الهیاتو جوګه کیدای شې، او نه هم هر ګز طالب کیداي شي، او نه یې په داعیه پوهیدای شي.

خو ته کارګه یې ، د خپلې کورنۍ د غړو د غچ اخیستو دپاره چې دا جهاد هم نشي کیدای، طالبان استمالوي، او هم دغه راز د خپل ژبنی لیونتوب د عقدې د بر آورده کولو په لاره کې د طالبانو نه د یوې وسلې په توګه کار اخلې.

اوس دې پخپله ثابته کړه چې طالبان څومره شده ګان دې چې تا غوندې سربادي، دوه مخې، اجیران یې هم غولولئ شي. داسې ښکارې چې ددې کار دپاره د کومې بلې منبیع نه معاش هم اخلې. تاسې درۍ ګټې وکړې.

پتنګ جانه، په غرب کې دې ورته اړولې، د غربیانو په ځیره مزې چړچې کوې، غربي نظام ته چې ته پخپله یې د طالبانو او اسلام دښمن ګڼې، مالیه ورکوي، او د طالبانو په مقابل کې یې حمایه کوې، او طالب ته وایي چې همدغه غربیان ستا دښمنان دي، وهه یې.
ته خوبیخې لوی مدارې وختې.
نوش جان دې شه.


pattang
13.12.2013

[quote:b408fa84e7="میرویس"]پتنګه، السلام علیکم
ته ولې ځان دطالبانو په ګله کې ورګډوې. طالبان ددین او ملت
دښمنان دي. د جهاد تر نامه لاندې جنایت کوي، او بیا جعلي شرعي
حيله ورته راباسي.[/quote:b408fa84e7]

ځکه چې هغوی پاک انسانان دي ، ماليدلي ماورسره خبرې کړې او
اولس هم ليدلي دي چې هغوی اولس له شر او فساده خلاص که !
طالبان تعصب نلرې او زه یې لرم خو داځکه چې زما حق سوځي
او زما پر قام تېری کېږي !

[quote:b408fa84e7="میرویس"]
ستا په هوښیارۍ هم په مدار مدار پوهیږم. یاره آفرین دې دریاندې
وي، ګارګه غوندې زرنګ یې. ته دوې عقدې لرې، یو خو وایي چې د
کورنئ پنځه تنه غړي دې چا وژلي او غواړي چې بدله یې واخلې.
دویمه عقده دې د پښتونولۍ افراطي مالیخولیا ده، او د شمالي
ټلوالې، بالخصوص د پنجشیریانو سره، د ژبې او قوم پر بنا دښمني
پالې، پدې ترتیب په ملک کې قومي او ژبنیو اختلافونو د اور لمبو ته
لمن وهې، او دا یو بربنډ او نه بښونکئ خیانت دئ.
[/quote:b408fa84e7]

ګوره ګناه ګار او خائن خدای پاک شرمه وي ، فکر د دی چې تا په
اوله خپله جمله کې څه ليکلي دي ؟ :⇐
تا ليکلي چې زما دکورنۍ پنځه نفره چا و ژلي دي...!

ما داسې ليکلي دي چې صليبي اشغالګرو امريکايانو زما د کورنۍ
غړي وژلي دي ! او نه يواځې زما بلکې په زرګونو نور يې هم په
ډېره بې رحمانه ډول سره وژلي دي !

خو ته دومره بې ايمانه مذدوري کوې چې د
⎬امريکا يې اشغالګرو⎨کلمې
دې د⎬چا⎨په کلمه بدلې کړې او کوشش دکړی دی چې دصليبي
اشغالګرو اشغال پټ وساتې ! :⇐ لودګي په طاقت دڅلورو !
صلبي اشغالګرو نه يواځې زما دکورنۍ بلکې زما دلوی کور چې
په هغه کې لر اوبر پښتانه ټول شامل دي په ناحقه وژلي دي او
اشغال کړي یې دي !
د مللمتحد له پرېکړې مخکې شمالي ټلوالو امريکايان افغانستان ته
راوستل او ۸۰۰۰ زره تسليم شو ي پښتانه چې په قرار داد او ژمنه
تسليم شوې وو د ګنف د جنګي قوانينو دمنشور په خلاف
ووژل شول اودمنطقې أکسره پښتانه يا فرار شول او يا مړه شول
آوهغه ددښتې ليلې مرګ او وژنه خو لا پرېږده !
له دې نه وروسته ددولت مهمې چوکۍ د بې سوادو قماربازانو او
لوچکانو نظار يانو په لاسکې ولوېدې !
د Cia اجنت کرزي دغه فاسد قاتلان نور هم تقويه کړل!
پښتانه به په پښتو ژبه او خپله لونګۍ رټل کېدل ! حتا تر دې حده
چې يو هلک په پاړسو نه پوهېده هغه ووژل شه او دپښو کتابونه
ځېرې او پښتانه شاعران او اديبان بې عزته شول !
اوس هم لکه په تېرو کې پښتو په دولت او اقتصاد کې څوک نه
پرېږدي نو پښتني کلچر او ژبه مري او دا زما ايماني او پښتني
دنده ده چې خپل قام له غلامي نه خلاص کړم او غلی نشم پاتې !

[quote:b408fa84e7="میرویس"]
ته چې پخپله وایې، چندان ژور مذهبي علم او فهم نلرې، نو ته خو نه
د طالبانو د الهیاتو جوګه کیدای شې، او نه هم هر ګز طالب کیداي
شي، او نه یې په داعیه پوهیدای شي.[/quote:b408fa84e7]

بې عقله!!
طالبان ازادي غواړي او وطن له فحشا خلاصوي ! او دا هم زما
غوښتنه ده اودا چې زهه ديني عالم يم او که نه دابله خبره ده او
دازادي جنګ په هر چا فرض دی !!

[quote:b408fa84e7="میرویس"]
خو ته کارګه یې ، د خپلې کورنۍ د غړو د غچ اخیستو دپاره چې دا
جهاد هم نشي کیدای، طالبان استمالوي، او هم دغه راز د خپل ژبنی
لیونتوب د عقدې د بر آورده کولو په لاره کې د طالبانو نه د یوې
وسلې په توګه کار اخلې.[/quote:b408fa84e7]

داخو دلوی جهالت ليکلی بې عقلي دې داسې مالوميږي لکه دناپوهه
خلقي تيوريسن!

زما دکورنۍ غړي خو په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۰ کې شهيدان
شوي اوزه خو ان تر 1996 راپه ديخوا دطالب پلوي کوم او
د پښتنو لا ۵۰ کاله پخوا !!

[quote:b408fa84e7="میرویس"]
اوس دې پخپله ثابته کړه چې طالبان څومره شده ګان دې چې تا
غوندې سربادي، دوه مخې، اجیران یې هم غولولئ شي. داسې
ښکارې چې ددې کار دپاره د کومې بلې منبیع نه معاش هم اخلې.
تاسې درۍ ګټې وکړې.[/quote:b408fa84e7]

داخو ستا لودګي ده! خو طالبان داسې فکر نکوي او معاش ته يې
زه ضرورت هم نلرم که مې معاش ته ضرورت لرلی نو ما به هم
لکه دانور بې ناموسان له صليبيانو پېسې اخيستې !

[quote:b408fa84e7="میرویس"]
پتنګ جانه، په غرب کې دې ورته اړولې، د غربیانو په ځیره مزې
چړچې کوې، غربي نظام ته چې ته پخپله یې د طالبانو او اسلام
دښمن ګڼې، مالیه ورکوي، او د طالبانو په مقابل کې یې حمایه کوې،
او طالب ته وایي چې همدغه غربیان ستا دښمنان دي، وهه یې.
ته خوبیخې لوی مدارې وختې.
نوش جان دې شه.[/quote:b408fa84e7]

ماليه ورکول قانون دی او داساسي قانون خلاف تګ نکوم خو طالب
زما پښتون ورور دی د هغه سره محبت څوک زما له زړه نشي
ايستی !!

نالت په جاسوسانو بې ناموسانو چې د اشغالګرو پښې مينځي !

مېرويس خانه نوم دبدل که او فوروم پرېږده نو رخو ولاکه عزت او
او ابرو درته پاتې وي !!


میرویس
17.12.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
ته باید تر اوسه پدې پوهیدلئ واي، چې سپکې سپورې خبرې پرځای ددې چې ګټه درته وکړي، خلک ګوري چې څومره تیرئ کوې، او مقابل لورې د زغم نه کار اخلي.
دا هم درسره یاداشت کړه، ترکنځلو نه نرمه ژبه ډیر اثر لري، خو چې په منطق، عقل او حقایقو ولاړه وي.
د رحمن بابا دا ګفتار به دې اوریدلئ وي کنه؟

په ښه خوی د بد خواهانو بې پروایم - په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم

دا د شمالي ټلوالې او نورو خبرې چې کوې، هسې خوشئ عبث لګیا یې. زه هم غواړم چې پښتانه د نورو توکمونو ترځنګ د خپلې ونډې پر بنا خپل حقه حقوق تر لاسه کړي.
خود ا چې د پښتنو سره څوک زیاتئ کوي، ښایې محدود خلک وي او هغوی ملک د نورو توکمونو اوژبو د پیروان نمانده ګې نشي کولای.
نور قومونه د پښتنو سره په سوله اوصفا کې ژوند کوي.

هغه څوک چې د پښتنو سره ضد کوي، افراد به وي، نه کتلې.
موږ باید د ملک علیا ګټې په نظر کې ولرو، نه واړه شیان. په ملک کې چې یو وار سوله او امنیت راشي، قانون جاري شي، دا مسائل هم حل کیږي.

اصلي خبره داده چې موږ طالبان سولې ته وهڅوو، ترڅو زموږ پښتانه چې د طالبانو د لاسه بې سواده پاتې کیږي، سبا د نورو مزدورۍ ته اړ نشي. پدې تیرو لسو کلو کې چې طالبنو د اسلام په نامه کوم مظالم په پښتنو روا کړیدي، د هغو جبیره به دوی څنګه کوي؟

همدا علت دئ چې د طالبانو نه د خلکو زړه بد دئ، او ددوی جکړه مارې لیکې هم ترې خپه دي، هرچیرې ماتې خوري. ته د نورستان او کنړ د سرکونو خلاصول وګوره او دا سر بله پسې ددوی ماتې وګوره چې د انحطاط په لور وران دي. سبا به خدای ناخواسته د طالبانو د لاسه د پښتنو سره نور قومونه ابدي دښمنې راواخلي
په الله دې سپارم.


م . ق
18.12.2013

میرویس صاحب،
په اوسني نظام کې چې د پښتنو سره کوم ظلم روان دی دا د یو څو اشخاصو یا یو څو اقلیتونو کار نه دی، بلکه دا د دوو لسیزو څخه د امریکا او یهودو پلان شوې دسیسه ده، چې هدف یې د افغانستان او د سیمي د نورو اسلامي هیوادونو په وړو وړو ټوټو ویشل دي چې په خپل مینځ کې سره اخته وي، امریکا او یهود ترینه بې غمه وي، او دوي هم د یو بل سره په دښمنۍ کې امریکا ته اړ او محتاج وي، د روسانو د وتلو څخه وروسته د مجاهدینو په خپل مینځ کې جنګول بیا ورپسې د طالبانو راوستل او د شمال او جنوب ترمینځ محاذ ګرمول، وروسته طالبان چپه کول او شمالیان په نظام مسلطول او بیا هغوي پښتنو سره دښمنۍ ته هڅول، په میډیا کې یې د یو بل خلاف تشویقول، پښتانه د انتخاباتو او نورو اساسي حقوقو څخه محرومول، د خراسان او تاجک چیغې راپورته کول، د افغانیت څخه انکار کول دا ټول د همدغې لړۍ کړۍ دي. او دا هرڅه په مرحله واره توګه په قرار قرار تطبقیږي، دا یوازې د افغانستان لپاره نه بلکه د پاکستان او ایران لپاره هم دغسې پلانونه جوړ شوي دي، یو طرف ته بلوڅان او بل طرف ته قبایلي پښتانه د پاکستان خلاف راپارول او جنګول فقط د همدې لپاره دي چې په سیمه کې واړه واړه قومي هیوادونه جوړ شي چې د یو بل سره په لانجو اخته وي.
پداسې یو حالت کې که پښتانه جنګ کوي نو بعینه هغه څه کوي چې امریکا یې غواړي او پلان ورته لري، خو که په سیاسي شعور، تدبر او بصیرت سره یوه نړیواله، هراړخیزه او همغږې سیاسي مبارزه شروع کړي نو د ټولو دسیسو په شنډولو کې به ډیره مؤثره وي.
نو الله دې پښتنو او نورو ټولو مسلمانانو ته سیاسي شعور او بصیرت ورپه برخه کړي ترڅو د یهودۍ امریکا مقابله وکړی شي.

والله هو الموفق والمستعان، هو حسبنا ومولنا ونعم الوکیل.


tandar
18.12.2013

مبارز صيب سلامونه
دسياسي بحثونو نه موړ شوي يم هسي سرسره کي يې لولم ځکه يوملت چه له دانشه محروم وي دسياست له پوهي حتمي محروم پاتي وي
خوستاسو تبصيري مجبورکړم چه دزړه بړس داسي وباسم چه پخواني يوګوسلاويا اواتحادجماهر شوروي UDSSR څه شول ؟ اوولي ؟
زه ستاسو هم نظر يم دافغانستان،پاکستان، ايران لپاره پلانونه دتطبيق په حالت کي دي دافغانستان له نظامي اډو نه به دټولو کنطرول کوي
لکه اسرائيل چه په عربو کي ورته حمايه کوي
مرګ په اشغالګرو اووطن فروشانو
[quote:1c74216d61="م . ق"]میرویس صاحب،
په اوسني نظام کې چې د پښتنو سره کوم ظلم روان دی دا د یو څو اشخاصو یا یو څو اقلیتونو کار نه دی، بلکه دا د دوو لسیزو څخه د امریکا او یهودو پلان شوې دسیسه ده، چې هدف یې د افغانستان او د سیمي د نورو اسلامي هیوادونو په وړو وړو ټوټو ویشل دي چې په خپل مینځ کې سره اخته وي، امریکا او یهود ترینه بې غمه وي، او دوي هم د یو بل سره په دښمنۍ کې امریکا ته اړ او محتاج وي، د روسانو د وتلو څخه وروسته د مجاهدینو په خپل مینځ کې جنګول بیا ورپسې د طالبانو راوستل او د شمال او جنوب ترمینځ محاذ ګرمول، وروسته طالبان چپه کول او شمالیان په نظام مسلطول او بیا هغوي پښتنو سره دښمنۍ ته هڅول، په میډیا کې یې د یو بل خلاف تشویقول، پښتانه د انتخاباتو او نورو اساسي حقوقو څخه محرومول، د خراسان او تاجک چیغې راپورته کول، د افغانیت څخه انکار کول دا ټول د همدغې لړۍ کړۍ دي. او دا هرڅه په مرحله واره توګه په قرار قرار تطبقیږي، دا یوازې د افغانستان لپاره نه بلکه د پاکستان او ایران لپاره هم دغسې پلانونه جوړ شوي دي، یو طرف ته بلوڅان او بل طرف ته قبایلي پښتانه د پاکستان خلاف راپارول او جنګول فقط د همدې لپاره دي چې په سیمه کې واړه واړه قومي هیوادونه جوړ شي چې د یو بل سره په لانجو اخته وي.
پداسې یو حالت کې که پښتانه جنګ کوي نو بعینه هغه څه کوي چې امریکا یې غواړي او پلان ورته لري، خو که په سیاسي شعور، تدبر او بصیرت سره یوه نړیواله، هراړخیزه او همغږې سیاسي مبارزه شروع کړي نو د ټولو دسیسو په شنډولو کې به ډیره مؤثره وي.
نو الله دې پښتنو او نورو ټولو مسلمانانو ته سیاسي شعور او بصیرت ورپه برخه کړي ترڅو د یهودۍ امریکا مقابله وکړی شي.

والله هو الموفق والمستعان، هو حسبنا ومولنا ونعم الوکیل.[/quote:1c74216d61]


میرویس
30.12.2013

میم قاف صاحب، السلام علیکم
د یوې وړې او یا نړیوالې ټولنې ټول خصوصیات په یوه کلي او کور کې لټول کیدای شي. کله چې په کورکې د وروڼو، ځویندو اوحتی میړه او میرمنې ترمنځ ګړ بړ راشي، نو ددې دپاره چې دغه کورنۍ په خپل ځان کې نقصان ولتوي، پیدا يې کړي او بیا یې د رفع او دفع کولو کوښښ وکړي، نو د کورنۍ غړي یو او بل څاري چې څوک د کلي د کوم سړي او میرمن د کومې میرمنې سره ناسته پاسته لري.

يو ځل چې دا ورته جوته شي، چې د کورنئ یوغړۍ په کلي کې د چا سره هسک او ټیټ کیږي، نو خپله ملامتي شا ته اچوي، او د کلي تربرونه او سیالان د خپلوسهوو او غلطیو عاملین ګڼي او حق او ناحق تورونه ور پورې لګوي، حال داچې د کلي خلک ددې کورنۍ په هیڅ ډول خصوصیاتو، اختلافونو، او جزئیاتو اډو آګاه نه وي.

چې دوې خبره کلې زورې یا پنځګونې ته د خپلې بې غورۍ له لاسه وباسي، نو د کلې خلک هم بیا ډکي پکې ماتوي، او مسئله نوره هم پیچلې شي. ددې کورنۍ [سایکي] یا سیکالوجي، د بې تعلیمۍ، اوهامو، خیالاتو، افسانو، خرافاتو، ویرې، او فریب د زړو کیسو اونقلونو، کوډو، جادو، تاویزونو، خرمهرو، ګوجیو ددمولو، استخارو د افواهاتو، پیریانو د بند، او داسې نورو خرافاتي عقایدو پربنا ولاړه وي او خبره یې د کورنئ نه کلي ته وزي او ځان رسوا کوي.

میم قاف وروره، ته یې داسې وګڼه چې خارجي ملکونه بالخصوص امریکا چې تاسې ګوته ورته نیولې ده، آیا دومره بیکاره ده، اویا دومره بزرګه ده چې زموږ د مسائلو سره چې موږ ته غر او امریکاته د مچ وزر ښکاري خبره شي، بیا جهت پیدا کړي او دلته راشي، خپله وینه تویې کړي، او خزانه ولګوي؟

همدغه خبرې د عراق د اشغال په وخت کې هم کیدې. عراق زموږ د ټولې علاقې په نسبت متحده ایالاتو ته د اهمیت وړ دئ، ځکه چې متحده ایلاتو ته د انرژۍ تهیه او تدارک ډیر مهم دئ. او عراق پریمانه تیل لري. آیا امریکا د عراق نه ونه وتله؟ آیا القاعدې په عراق کې انډوخر ندئ جوړکړئ، آیا تر افغانستان نه هلته غټې [چاودنې نه کیږي؟ تاسې به اوریدلي وي چې د عراق صدر اعظم المالکي چې امریکا یې د خپل ملک نه وشړله، څو هفتې مخکې امریکا ته لاړ او د بارک اوباما لمن یې ونیوله چې د امنیت په ټینګولو کې مرسته وسره وکړي.

پدې ټولو خبره علاوه، آیا زموږ رنج ا تعب زمږو د خپلې بې علمۍ، بې مسؤلیتئ او تر تولو اهمه زمو د سرتمبګۍ سبب ندي؟ آیا موږ، ګنهکار نه یو، خود خوا نه یو، بې علمه، بې تعلیمه ټولنه نه لرو؟ آیا موږ ځان ته نا حق برائت نه ورکو او بیا لاس تر زنې نه کشینو او د خپل بام واوره د بل په بام نه اچوو، او خپله ملامتي په نورو باندې د تورونو په لګولو نه پټوو؟

که موږ همدغه جریان ته دوام ورکړو اووایو چې:
سرې سترګې خمارې، باڼه دې جادو ګر دینه-ټیک مې دړې وړې، دا چار د زرګر دينه.
موږ باید زرګر پلمه نکړ، بلکه پخپله د ټیک جوړول زده کړو. موږ درسته ورځ لګیا یو پر يو او بل پسۍ مو خلې رااخیستي ورچوخوو یې. دا ملک اتحاد، وحدت، درائت، وطنپرستي، عدالت، انصاف او پاک ضمیر غواړي.

موږ په مختلفو سویو د نورو ملکونو او ډلو ټپلو غلامي کوو او بیا د ملک دعوې کوو. موږ په لوی لاس د ژوندد ډیرناچیززرق اوبرق په بدل کې خپل ملک په پردیو عربي ترورستانو او نورو جاسوسي کړیو خرڅوو؟
زه نه وایم چې یوازې د القاعدې بلکه د نورو داسې لویدلو حلقو غلامې هم کوو چې یو با غیرته افغان د هغوی سره حتی د ډوډۍ خوړل ځان ته سپکاوئ ګڼي.

دا معقوله خو به تاسې اوریدلې وي چې وايي [هغوی چې په هیڅ شي نه پوهیږي، هر شئ مني]. که داسې خلکو ته ووایې چې د آسمان نه خر راولوید وایي چیرې دئ؟
۴۰ کاله پخوا په کابل کې آوازه شوه چې يوه ښځه خره شوې ده. خلک به د غټو ِغټو، سرونو سره روان وو پسې ګرزیدل به چې چيرې ده. چابه ویل چې باغ زنانه ته یې بوتله، هلته به ورپسې روان شول، هلته به يې چې ونه میندله چا به وویل چي باغ وحش ته یې بوتله بیا به هلته تلل.
دا ټول زموږ کورني خود ساخته او خودبافته مسائل دي، نه د خارجیانو
مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more