سياست او روانې چارې
د ملک بنیاد، څوک د چا په امر ړنکوي؟
اتل
27.11.2013
السلام علیم
دملک د بنیادي پودې تنستې ړنګول د چا لخوا د چا په امرکیږي؟
آیا طالبان رښتیا جهاد کوي؟
آیا طالبان رښتیا د خارجیانو سره جنګ کوي؟
آیا طالبان رښتیا، د ملک د آبادۍ په غم کې دي؟
آیا طالبان رښتیا د خپلې ارادې خاوندان دي؟
که دا ټولې خبرې رښتیا وي نو بیا ولې طالبان د ملک پوده تنسته ورانوي؟
نه دا یوه خبره هم درسته نده.
طالبان جهادنه، بلکه قدرت ته درسید دپاره د اسلام او مسلمان ولس په مقابل کې د هیڅ ډول جنایت د ارتکاب نه ډډه نه کوي.
نه طالبان خارجیان نه، بلکه بیچاره افغان وژني، جوماتونه، قرآنکریمونه، هدیرې، قبرونه اوزیارتونه سېزې او د ملک بنیاد ړنګوي.
نه طالبان د ملک د آبادۍ غم نه خورې، بلکه د خپلو پلیدو بادارانو په امر ملک ورانوي.
نه طالبان د خپلې اردې خاوندان نه، بلکه د افغانستان ددښمنانو نانځکې دي. که دوی خپلوال واي، نو د غرني د اندړو او ګیرو تر منځ لوی پوخ پل به يې چې د کونډې او یتیم په میلیونونو ډالرو لګښت پرې شویدئ نه ړنګاوه.
دا رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
===
په غزني کې یو لوی پل ویجاړ کړل شو
27 Nov 2013, 12:10
د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د ګیرو او اندړو ولسوالۍ ترمنځ لوی پل په ماینونو الوځول شوی چې پکې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد پل تېر ماښام د ماین په وسیله الوځول شوی دی.
د ګیرو ولسوال عبدالله خیرخواه وايي چې دچاودنې له امله پل ویجاړ شوی یو ماشوم وژل شوی او یو انجلی ټپي ده.
د ولسوال زیاتوي چې یاد پل ډېر مهم او لوی وو چې د ګیرو خلکو به د غزني مرکز ته پرې تګ راتګ کاوو.
خیرخواه وايي چې ددې پله د الوځولو ترڅنګ طالبانو په نورو عامو لارو کې هم ماینونه ځای پر ځای کړي چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړيدي.
وسلوال طالبان بیا وايي چې دوی د عامو خلکو په لارو نه بلکه دولتي ځواکونو ته ماینونه ځای پر ځای کوي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په اندړو کې د واده پر موټر دماین چاودنې اتلس د واده ګډونوال وژلي او پنځه نور سخت ټپیان وو.
ابدالي محزون
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي November 27, 2013.
pattang
27.11.2013
ايا ستاسو ملګري هم له خيانت نه ډډه کوي !
/ فاسد دوی دي !
/ غاصبين دوی دي !
/ دروغ دوی وايې !
/غلا دوی کوي !
/ رشوت دوی خوري !
/ لوا طت دوی کوي !
/شراب دوی خوري !
/ ناموس دوی خرڅوي !
/هره بې ناموسي او درواغ چې لاس یې پرې
بريږي سرته یې رسوي !
/ غله بې مسلکه دوی دي !
که کوم ملکي وګړي وژل شوي وي نو هغه دطالب اراده نده طالب
خپل حسنه اعمال څرګند کړي دي !!
اتل
27.12.2013
السلام علیکم،
پتنګه، هر څومره خاورې چې د کابل په حکومت اړوي، صرفه مه پرې کوه. که دا ټولې خبرې چې تاسې ورپسې کړیدي، رښتیا وي، نو د کورتو سزا همدغه ستا جوش او به دي.
رابه شو اصلي خبرې ته. طالبانو ولی د غزني د ګیرو او اندړو تر منځ لوی پوخ پل په بمونو والوزوه، د ملک پودې تنستې ته یې تاوان واړاوه، او مسلمان ولس یې د عظیمو مشکلاتو سره مخ کړ.
دطالبانو د اعمالو نه داسې ښکاري چې دوی نه دملک د آبادۍ سره علاقه لري، نه د تمدن سره. دوی غواړې په مسجدونو کې شیطان چراغ ته کیني، د ملایي سبق ورکړي، او طالبان په حجره کې و اوسي او په ټوګ ژوند وکړي. طالبان د ملک د آبادۍ سره نه علاقه لري او نه هم د ملک د ترقۍ او آبدۍ اهلیت لري.
دوی بدوي انسانان دي، چې د نن زمانې د تقاضا سره ځان او ملک نشي عیارولئ.
طالبانو دا ټولې خبرې په خپله نامراده دوره کې په ثیوت ورسولې.
مننه.
pattang
27.12.2013
ته دومره بې عقل یې چې دصليبيانو په يواځې ارځانه چکلېټو مست
ټوپونه وهې !
ټول هغه کارونه روادي چې جنګي ستراتېږي يې قبلوي او دهغې لپاره
وضعه شوي وي ! دصليانو اودهغوی دمتحد ينو په خلاف هر عمل
روادی !
[quote:5c1e35aeee="اتل"]السلام علیکم،
پتنګه، هر څومره خاورې چې د کابل په حکومت اړوي، صرفه مه پرې کوه. که دا ټولې خبرې چې تاسې ورپسې کړیدي، رښتیا وي، نو د کورتو سزا همدغه ستا جوش او به دي.
رابه شو اصلي خبرې ته. طالبانو ولی د غزني د ګیرو او اندړو تر منځ لوی پوخ پل په بمونو والوزوه، د ملک پودې تنستې ته یې تاوان واړاوه، او مسلمان ولس یې د عظیمو مشکلاتو سره مخ کړ.
دطالبانو د اعمالو نه داسې ښکاري چې دوی نه دملک د آبادۍ سره علاقه لري، نه د تمدن سره. دوی غواړې په مسجدونو کې شیطان چراغ ته کیني، د ملایي سبق ورکړي، او طالبان په حجره کې و اوسي او په ټوګ ژوند وکړي. طالبان د ملک د آبادۍ سره نه علاقه لري او نه هم د ملک د ترقۍ او آبدۍ اهلیت لري.
دوی بدوي انسانان دي، چې د نن زمانې د تقاضا سره ځان او ملک نشي عیارولئ.
طالبانو دا ټولې خبرې په خپله نامراده دوره کې په ثیوت ورسولې.
مننه.[/quote:5c1e35aeee]
اتل
31.12.2013
السلام
پتنګه، دا دې لا بل دړدنګ.
چپه کاکول مې دورې دورې-جانانه راشه که یې کورې.
اوس ورله ټینګ شه - چې دې راکاږي سادین ته.
پتنګه، لکه چې هدر او هذیان وايي. اوس د طالبانو په جهاد د بطلان کرښه وایستله.
طالبان دې بالکل تباه کړل. پخپله وايې چې طالب یم، او بیا د طالبانو بیخ باسې.
ما خو درته ویلي وو چې ته د طالبان اصلې دښمن یې. ځان دې ورنږدې کړ، اوس یې وژنې. لړم غوندې تر پوزې لاندې ور ننوتې او مرګونئ نیش دې ووهل.
یاره آفرین.
اوس مجاهد شوې، پخوا هسې جعلې لمبر بدل وې.
pattang
01.01.2014
داخبره خو دې له ګېډې څخه کړې ده ، نه له خپلو مغزو څخه !
يو لوده به څرنګه خپل دوشمن ته دهغه بل پټ دوښمن ور په ګوته
کوي ! ايا دا امکان لري ؟ نه !
که یې لري نو لودګي په توان دڅلورو به وي !
دوست ددوښمن په چټياتو نه بېليږي او نه رټل کېږي !
دامريکې او دکرزي اتله څيرک اوسه!
[quote:415e04edea="اتل"]السلام
پتنګه، دا دې لا بل دړدنګ.
چپه کاکول مې دورې دورې-جانانه راشه که یې کورې.
اوس ورله ټینګ شه - چې دې راکاږي سادین ته.
پتنګه، لکه چې هدر او هذیان وايي. اوس د طالبانو په جهاد د بطلان کرښه وایستله.
طالبان دې بالکل تباه کړل. پخپله وايې چې طالب یم، او بیا د طالبانو بیخ باسې.
ما خو درته ویلي وو چې ته د طالبان اصلې دښمن یې. ځان دې ورنږدې کړ، اوس یې وژنې. لړم غوندې تر پوزې لاندې ور ننوتې او مرګونئ نیش دې ووهل.
یاره آفرین.
اوس مجاهد شوې، پخوا هسې جعلې لمبر بدل وې.[/quote:415e04edea]
larghonay laraway
01.01.2014
ولې هسې زړونه سره بدوئ؟
طالب جوړونه او جنګونه د امريکا يوه داسې پروژه ده لکه همدا د اندړو پل جوړونه!
فرق يې دا دی چې د اندړو په پل جوړونه کې د کرزي اداره غلا او فساد کوي او په طالب جوړونه کې د پاکستان آی ايس ای فساد او درغلي کوي.
شکر اوباسئ چې پاکستان يو وږی تږی هېواد دی که چېرته موړ او شتمن وی باور وکړه چې اوس به هم د طالب په لاس د پښتنو د وژنې ګراف ډېر لوړ وای او هم د وطن ورانونې!
خو ښه د چې پاکستان غل او فاسد هېواد دی نو د امريکا ډېرې پيسې پټوي او لږ په طالبانو مصرفوي.
کرزی او ملاعمر د امريکا په خدمت کې دي او د وطن او دين دښمنان دي
ټګ او برګ دې تباه شي
pattang
01.01.2014
حقيقت وېيل خو دصادق انسان کار وي نو که دچا زړه پرې بديږي
کار یې خپل !
ستا نه مو خوا پردې بديږي چې ته هم تهمت کوې اوهم په ميدان
بل څه نلرې !
نوزه نه پوهيږم چې پردې کږه لاره اشغالګرژغورې او که دکرزي
فاسد دولت !!
[quote:aa5c12cb03="larghonay laraway"]ولې هسې زړونه سره بدوئ؟
طالب جوړونه او جنګونه د امريکا يوه داسې پروژه ده لکه همدا د اندړو پل جوړونه!
فرق يې دا دی چې د اندړو په پل جوړونه کې د کرزي اداره غلا او فساد کوي او په طالب جوړونه کې د پاکستان آی ايس ای فساد او درغلي کوي.
شکر اوباسئ چې پاکستان يو وږی تږی هېواد دی که چېرته موړ او شتمن وی باور وکړه چې اوس به هم د طالب په لاس د پښتنو د وژنې ګراف ډېر لوړ وای او هم د وطن ورانونې!
خو ښه د چې پاکستان غل او فاسد هېواد دی نو د امريکا ډېرې پيسې پټوي او لږ په طالبانو مصرفوي.
کرزی او ملاعمر د امريکا په خدمت کې دي او د وطن او دين دښمنان دي
ټګ او برګ دې تباه شي[/quote:aa5c12cb03]
اتل
14.01.2014
لرغونئ لاروئ صاحب، السلام علیکم
وروره، دا خو دې بیخي ښه خبره کړې چې موږ باید پخپلو یو دبل غاړې ته ور ونه لویږو، بلکه د ملک په رفاع او آرامۍ کې او د ملی وحدت او دملک د ارضي تمامیت په ساتنه کې یو اوبل ته لاسونه ورکړو.
دا ستاسې تبصرې ستاسې خپل نظر دئ، خو زه دومره وایم چې طالبان ولې د ملک زیربنا ورانوي؟ که دوی افغان وی، ملک ته د بیرته راتګ اراده لري، دا کار به نه کوي. که داسې وي چې لکه د خارج نه چې تمویلیږي، مسلح کیږي او را جنګیږي، نو بیا به د راتک اراده هم نلري، نو د خارجیانو په لمسون او لارښونه دې زموږ ملک نه راورانوي.
موږ باید پدې پوه شو چې طالبان څه کوي، ولي یې کوي؟ موږته پکار دي چې طالبان پدې پوه کړو چې دا کار چې دوی کوی، ښه عاوقب نلري. که طالبان زموږ ملک ورانوی، خلک مو وژني، د بیګانه وو دپاره کار کوي، نو بیا ولې پتنګ او ده غوندې نور د طالبانو ملاتړ کوي، مګر داچې دوی هم د طالبانو غوندې د بل دپاره د معیشت د تر لاسه کولو په بدل کې کار کوي، فلهذا ددوی او طالبان لاس یو دئ.
په الله دې سپارم.