د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پښتانه په څو احساساتي خبرو ډېر ښه غولولی شئ

larghonay laraway
26.11.2013

پښتنو ته که بې شعوره يا بې عقل ووايې نو خپه کېدل خو پرېږده چې جګړه هم درسره کوي.
خو زه چې د ارګ د ورکشاپ يا د دوی په اصطلاح مشورتي لويې جرګې په پرانيسته کې د کرزي تر وينا وروسته د يو شمېر پښتنو مبصرينو استدلال ګورم نو په دې کې هيڅ شک نشته چې اکثره مبصرين بې شعوره دي!
دوی ټول د کرزي په تشو څو خبرو دومره مست شول چې د کرزي د دولس کلنې دورې ټولې ناخوالې يې هېرې کړې؟!
دوی ومنله چې په کرزي فشار ؤ چې د پښتنو ورځ بده وه او هيڅ ملامت نه ؤ.
دوی ټولو دا هېر کړل چې د کرزي په دوره کې پښتنو ته شوم پلان د کرزي په لاسو پلی شو.
د پښتنو سپکول او د غير پښتنو درنول د امريکا نه بلکې د کرزي غوښتنه وه
په قانون کې پښتو له مليتوبه راغورځول د کرزي د کمپاينونو نتيجه وه چې د اساسي قانون په لويه جرګه کې يې کول.
د پښتون او پاړسيوان تر منځ د قومي جګړو مخکښ مسعود خو په اساسي قانون کې هم چا د ملي اتل په نامه ونه مانه خو دا کرزی ؤ چې مسعود ته يې په خپلو فرمانونو کې ملي اتل ليکل!
امريکا د مزاري په قصه کې هم نه ده چې واټونه، ميدانونه او ښوونځي د يو قاتل مزاري په نامه ونوموي دا خو د کرزي تمايلات وو.
امريکا هيڅکله هم کرزي ته نه وايي چې له ايرانه پټې پيسې واخله او په کابل کې پرې د قم مدرسه جوړه کړه دا خو د کرزي دبړه ماري وه کنه
امريکا خپل اهداف لري او د ملي اصطلاحاتو په وړو وړو خبرو پسې نه ګرځي خو داکرزی ؤ چې پښتو اصطلاحات يې له لوحو او سرلوحو پاک کړل.
په دېرش کلن ناورين کې د شمال پښتنو په خپلو مټو او قوت ځانونه ساتلي وو نو دا خو د کرزي برکت ؤ چې د دوستم، عطا او نورو په لاسو يې د سر سړی ورته پرې نه ښود او ټول يې ووژل.
امريکا دومره واړه کارونه نه کوي چې هر کال په زرګونو هزاره او تاجیک په غير قانوني توګه پوهنتونونو ته ننباسي او بهرني بورسونه ورکړي او پښتانه محروم کړي بلکې دا د کرزي بې کفايتي او له پاړسيوانو سره همدردي وه!
زه وايم د امريکا څه ګټه ده چې په افغانستان کې د ورځې زرګونه جريبه ځمکه غصب شي دا خو د کرزي لاس ؤ په کې چې خپله مافيايي ډله يې جوړه کړه او ټول هېواد يې چور کړ!
دا د امريکا ګټه نه ده چې د ملي دفاع په راس کې دې تش په نامه وردک وي او نور دې ټول صاحب منصبان د بنجشير او بدخشان او په دريم قدم کې هزاره وي او پښتون دې يوازې د ملي اردو سرتېری وي چې ومري!
امريکا يې څه په بلا وهي چې د رباني په نامه پوهنتون جوړ کړي دا خو د کرزي غوښتنه وه کنه!
امريکا نه غواړي چې په مليونونو ډالر دې په جرګو مصرف شي او جرګې دې له هغو خلکو تشکيل شي چې جرګه نه پېژني بلکې کرزی نه غواړي چې هزاره او تاجیک له هيڅ پروسې بې برخې شي!
اخر ړانده خو نه يو نو د امريکا يې څه چې وزير او د پارلمان وکيل ته ووايي چې په پښتو نه بلکې په پاړسي غږېږه دا خو د کرزي غوښتنه ده چې هيڅ پاړسيوان وزير يا پارلماني په پښتو نه غږېږي خو پښتانه په خپله ژبه د خبرو اجازه نه لري او که وغږېدل نو وبه شړل شي!
دا خو د کرزي دوره وه چې د ده بادارانو د پښتنو په مړو متيازې وکړې، په ودونو يې بمبارۍ وکړې. په ختمونو کې يې قتل عام کړل او په کورونو کې يې بې پته کړل.

ګورئ په يوه ساه لګيا يم نور مې ګوتې ستړې شوې خو د کرزي ناخوالې نه خلاصېږي.
نو تاسو هم بايد دا ومنئ چې پښتانه بې شعوره دي. ټول يې ووژنه، بې پته يې کړه، په سپکو يې سپک کړه خو په پای کې څو احساساتي خبرې ورته وکړه نو بيا همدا ته اتل يې
هۍ هۍ هۍ


پتوال
26.11.2013

لاروی صیب مننه،
یو ټکی دې هم غلط نه دی لیکلی، ټول حقایق دي. که وخت یې راشي انشا الله دغسې خاینان به په خپله سزا رسیږي. اوس خو صرف د بدو دغندلو او[color=yellow:36b7cc619e] د ښو، که څه هم ډیر کم او تش خبره وي، [/color:36b7cc619e]د تائیدولو وخت دی، ځکه چې د جنایتکارانو محاکمه کول اوس دچا په لاس کې نه دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more