نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پوښتنه ؟
Anonymous
01.02.2005
ګرانو وطنوالو!
سلامونه او نیکی هیلی
ایا په موړ افغانانو کې دخپل وطن د نظام د جوړولو استعداد ،لیاقت او اهلیت نشته ، چه پردی موږ ته دا کار کوي ؟
موږ دنورو ملکونو دخلکو څخه په جسمی او عقلی لحاظ فرق لرو ؟
هغه ټولنه چه د نورو له خوارهبری او اداره کیږ ي،ځان ته خپلواکه ټولنه
ویلائ شی ؟ که نه ،نو څه باید و کړو چه خپله خپلواکی تر لا سه کړو .
داود
Re: پوښتنه ؟
Anonymous
01.02.2005
نقاد :
[quote:bd54e4f364="داود"]ایا په مونږ افغانانو کې دخپل وطن د نظام د جوړولو استعداد ،لیاقت او اهلیت نشته ؟[/quote:bd54e4f364]
تر سلام ورسته :
ډیره ښه او اړینه پوښتنه ده او د «مونږ« په کلمه پیل شوې ده. که تیرو ۲۵کالو ته وګورو افغانانو د « مونږ« احساس او اند نه درلود، او تاریخ هم د ملت له جوړیدو څخه مخکې »مونږ« د واقعیت د انځور په توګه نه کاروي خو د هدف په توګه منل کیږي ، ولې د غه هدف (مونږ د ملت په شکل) ته لا نه یو رسیدلي . له همدې نیمګړتیا څخه زمونږ بدبختي پیل ده او د همدې نیمګړتیا سره به دوام هم کوي . همدلته د ا ستعداد او لیاقت خبره هم ځوابیږي :
استعداد تاریخ نه -، بلکې تاریخ دی چې استعدادونه جوړوي . البته ستونځې دعیني واقعیت او حل یې د ذهني عامل په توګه هغه غبرګ او غبرګوني ولونه دي چې د هرې زمانې رسۍ ترې بڼل کیږي او پرې غزول کیږي: شاعر وایي :
[color=blue:bd54e4f364]لار د یار د و صل پر ګلونو پټه نه ده ....اخلي په اغزو کې ازموینه زمانه[/color:bd54e4f364]
او هغه اغزي چې زمونږ مخې ته پراته دي ، له حده زیات او زمونږ پښتنو چمتو والی چې له مخې څخه یې لیرې کړو ډیر نیمګړی دی . د پښتنو فعالیت زیاتره له ذهن څخه د ګټې اخیستلو پر ځای ذهنګیري ، کړکېچ ، سختدیزي ، ځان غوښتنه او - پالنه ، او ددې ناروغیو وایرس لرونکې ایدیالوژۍ دي لکه منفي پښتواو بنسټپالنه ! مونږ دځمکې پرمخ ستونځې لر و خو تکیه پراسمان کوو، ستونځې
په غړیدلوستر لیدل ، څیړل او حلول غواړي خو زمونږ تکل په پټوسترګو،څیړل مو یو اړخیز او عمل موجذباتي وي .
نو راځۍ پښتنو ورونو چې له ځان څخه یې پیل کړو، ټولې پورتنۍ ذهني ستونزې، خنډونه ،اغزي ،میخونه او موږي چې مونږ پرې ځانونه تړلي اوزمونږ په ذهن کې یې شنډې اوشنډوونکو ریښې ځغلولي دي له سټې څخه و باسو ،ځانونه ترې خلاص کړواودسم او سالمو انسانانوپه توګه سره لاسونه ورکړو او دعمل ډګرته وړاندې شو. نو دالله پهمرسته به بری او سرلوړي زمونږپه برخه شي. په درنښت ،ستاسې نقاد
ع کريم حليمي
02.02.2005
مېلمه ليکي چه
[quote:6e17c13e3f]نو راځۍ پښتنو ورونو چې له ځان څخه یې پیل کړو، ټولې پورتنۍ ذهني ستونزې، خنډونه ،اغزي ،میخونه او موږي چې مونږ پرې ځانونه تړلي اوزمونږ په ذهن کې یې شنډې اوشنډوونکو ریښې ځغلولي دي له سټې څخه و باسو ،ځانونه ترې خلاص کړواودسم سالمو انسانانوپه توګه سره لاسونه ورکړو او دعمل ډګرته وړاندې شو. نو دالله په مرسته به بری او سرلوړي زمونږپه برخه شي[/quote:6e17c13e3f]
دوو نفرو غېږ ايستل ٠ د دورې څخه بل سړي نعرې ورته وهلې چه زېنګی تر لاندي که
د غېږي نفر ډير ستړی وو خولې پر بهېدلې ٠ د نعرو څخه په عذاب سو ٠
د غيږي څخه لاس واخستۍ ٠ د دورې سړي ته ئې ور نعره کړه ٠ پر ماخولې بهيږي ستړۍ يم ٠ زه ښه پوهيږم چه دغه اوس د زېنګي ځای دي ٠ ستړۍ يم نه ئې سمه پورته کولای ٠
زموږ ټولو پښتنو زړه غواړي چه دغسي وکړي ٠ لکه تاسو چه فرمايلي ٠ چم ئې و ملته نه ورځي ٠ که يو څه اصول يي وليکۍ او لار ئې وښياست څنګه شروع په کيږي
اول څه وکړو دوهم څنګه ٠٠٠٠٠٠
که چيري تاسو (مېله ) شروع په کوله څرنکه شروع ٠ او له کومه ځايه راشروع کوې
Anonymous
02.02.2005
داود ورور ليکي: ((ایا په موړ افغانانو کې دخپل وطن د نظام د جوړولو استعداد ،لیاقت او اهلیت نشته ، چه پردی موږ ته دا کار کوي ؟
موږ دنورو ملکونو دخلکو څخه په جسمی او عقلی لحاظ فرق لرو ؟
هغه ټولنه چه د نورو له خوارهبری او اداره کیږ ي،ځان ته خپلواکه ټولنه
ویلائ شی ؟ که نه ،نو څه باید و کړو چه خپله خپلواکی تر لا سه کړو . ))
که له واقعيت څخه تير نه شو نو موږ په رښتيا هم پخپله دنظام دجوړولو استعداد او لياقت نه لرو. موږ په جسمي لحاظ نه خو په عقلي لحاظ حتمي د ځني پرمختللو نړيوالو سره فرق لرو. داچې څه بايد وکړو زما په نظر ځواب ډ ير ساده دی:
تعليم او تربيې ته مخ اړول، دجهالت دتيارې له منڅه وړل. !!! وروره کله چې ديوې ټولنې وکړې په غوڅ اکثريت ( په سلوکې اتيا او ښځې خو په سلو کې ٩٩) نالوستي وي، او لوستي يې هم په ژوره توګه د نالوستې ټولنې تر ژورې اغيزې لاندې وي څنګه به وکړی شي په ننی پيچلې نړۍ کې خپله ټولنه رهبري او ځانته يوه خپلواکه ټولنه جوړه کړي. اول بايد خپله ټولنه تر زره بيني مطالعي لاندې ونيسو، دنړيوالو سره يې پرتله کړو او بيا نودخپلې پوښتنې ځواب ښاېې پيداکړی شو.
Anonymous
02.02.2005
ګرانه داود خانه وروره او درنو لوستونکوسلامونه می ومنی٠
داود خانه تاسی ليکلی٠
(اياپه موږ افغانانو کښی دنظام دجوړولواستعداد ، لياقت او اهليت نشته چی پردی موږ ته دا کار کوی؟
موږدنورو ملکونو دخلکو څخه په جسمی او عقلی لحاظ فرق لرو؟)
نو وروره ستاسی ځواب زما په نظر داسی دۍ چی٠
په موږ افغانانو کښی هر ډول استعدادونه، لياقتونه او اهليتونه شته مګر دکارکولو ،د استعداد اود اهليت دښودلو مجال ورته نه دی ورکول شوۍ٠
په دی وروستيو لسيزو کښی عادی بی سوادو، کسبه او يا غير کسبه وؤ خلکو د شرايطو او دمظلوم ملت دمبارزی ،اسلامدوستی او خوشباوری څخه د ناروا ګټی د پورته کونی له ﻻری لوړ مقامونه ا و څوکی تر ﻻسه کړی ٠ لکه څوک واليان ،جنراﻻن او مارشالان شوی،چی په خوب يی هم نه وو ليدلی٠ نو دغه محترمين چی سوکړک بۀ په دسترخوان نه ليدل کيدونن يی مال او ثروت په حرامه ګټلۍ، غوړ دسترخوانونه لری ،ډاډسنو او پيجاروګانو کښی ګرځی،خبره يی دزور لهﻻری اثر لری نو دوی به کوم اهل کار ته دکارکولو وخت ورکړی؟نه په هيڅ وجه نه دوی نه غواړی چی داپادشاهی پريږدی اوبيرته دملنګی کجکول په غاړه اوخپل زاړه پوستين ته غاړه ورکړی٠ دوی دپادشاهی دعواهم لریښه نمونۀ دوستم،قانونی٠٠٠ اوداسی نور دۍ چی د رياست جمهوری کانديدان وه ٠اغه دخلکو خبره الف يی په ځګر کښی نشته او ب يی په مری کښی٠ دايی صرف يوڅونمونی دی٠
اوداهغه شان کسان دی چی د هيواد د بدبختی او بی سری عامل ګرځيدلی٠ دهمدغه بی منطقواو بی سوادو له ﻻسه وطن داسی حد ته ورسيدو چی امی ملايانو تۀ په ﻻس ورغۍ او هغوی نيکبختو د يو عرب لپاره قربانی کۍ٠
نو مطلب می دادی چی هغه څوک چی کاری خلک دی چا کارته نه دی پرايښی٠ او هغوی شته او وه صرف دومره دی چی د توپکيانو سرۀ دمقابلی توان يی نه دی درلودۍ٠ د ټوپک او علميت جګړه سره نه کيدونکۍ کار دۍ٠
اونن چی يو نيم د عمل ډګر ته راوتی چی کار وکړی نو يا دصليبی ټاپه پی لګول کيږی او يا د پلورل شوی غلام٠
په ځای ددی چی له دوينه ملاتړ وشی مخ تۀ خنډونه اچول کيږی او سپکاوۍ يی کيږی٠
اوسنی رژيم ته ځه په دی خوشبينه يم چی هغه سرکښه ټوپکيان کوم چی دخپلو امريکايی بادارانو لخوا په ګونډو شويدی٠ بيا په خلکو تيرۍ نشی کولای او دا باداران يی هم دی نتيجی ته بالاخره رسيدلی چی کار بايد اهل کار ته وسپاری او دنا اهلو ياری کښی زوال دۍ، ددوی دوستی نتيجی او يا پايلی ترخه مزه دوی هم وڅکله دا ځکه چی دافغانستان د اور لمبو دوی هم لو لپه کړل٠
نو محترمه موږ دهيڅ چاڅخه په جسمی اوعقلی لحاظ کم نه يو٠خو په يو شرط چی ځان وپيژنو٠
په درناوی٠
وارث درويش٠
نقاد
02.02.2005
[quote:0467be976d="Abdul Karimحليمي"]مېلمه ليکي چه
دوو نفرو غېږ ايستل ٠ د دورې څخه بل سړي نعرې ورته وهلې چه زېنګی تر لاندي که
د غېږي نفر ډير ستړی وو خولې پر بهېدلې ٠ د نعرو څخه په عذاب سو ٠
د غيږي څخه لاس واخستۍ ٠ د دورې سړي ته ئې ور نعره کړه ٠ پر ماخولې بهيږي ستړۍ يم ٠ زه ښه پوهيږم چه دغه اوس د زېنګي ځای دي ٠ ستړۍ يم نه ئې سمه پورته کولای ٠
زموږ ټولو پښتنو زړه غواړي چه دغسي وکړي ٠ لکه تاسو چه فرمايلي ٠ چم ئې و ملته نه ورځي ٠ که يو څه اصول يي وليکۍ او لار ئې وښياست څنګه شروع په کيږي
اول څه وکړو دوهم څنګه ٠٠٠٠٠٠
که چيري تاسو (مېله ) شروع په کوله څرنکه شروع ٠ او له کومه ځايه راشروع کوې[/quote:0467be976d]
محترم حلیمي صاحب ، قدرمن ورور داود ، ښاغلي سباوون ،منلي درویش او درنو لوستونکو ته سلام .
يواځې همدومره چې له جګړو او ورر وژنو څخه ، یعنې پر زور باندې له تکیه کولو څخه او قدرت تهد زورله لارې له رسیدلو څخه په اساسی توګه تیرشو :
۱ـ که چا په تیره کې زور چلولی وي، له مرګ ژوبلې او زندان څخه یې کاراخیستی وي، محکمې او محاکمه کیدلو ته دې لبیک ووایي او د قانون حکم ته دې غاړه کیږدي . دسیاسي جنایاتو مسولیت دې داړونده ډلود مشر تابه مسولینو ته محدود کړي او غیرسیاسي غړي(صفوف) دې ترې سمه فاصله اختیار کړي
.[color=blue:0467be976d]۲ـ خلقیان، پرچمیا، اخوانیان ، طالبان اونور ټول دې خپلې خپلې ډلې پریږدي، هرڅوک دې خپله خپله ډله په علنی توګه او ډله ییزو رسنیوکې په بی امانه او اساسي توګه وغندي .او که غواړي د قانون سره سم دې نوي ګوندونه جوړ او لږترلږه په سیاست کې دې داسلام ،ملتپالنې او اولسواکۍ پر وحدت تکیه وکړي او په دې بنسټ له لویدیځپالنې کمونیزم ،الحاد اوبسټپالنې څخه ځانونه هم وژغوري[/color:0467be976d]
۳ـ د هیواد دآبادۍاو پرمختګ له پاره ، داولسواکۍ په چوکاټ کې ملی،اسلامی او اولسواکیزوارمانونو دتحقق اوپلي کولوپه موخه دې سولییزه مبارزه وکړي اوله انتخاباتي مبارزې پرته هیڅکله په زور د قدرت دغصبولو خیال او خوب هم ونه ویني. ځکه د اتر ټولو لوی جنایت دی چې سیاسي قدرت د زور زیاتي له لارې لاسته راوړي او پر اولس یې تحمیلوی.دا جنایتونو هغو جنایی ډلو کړی چې پورته ورته ګوته ونیول شوه . همدغه زمونستونزې دي که یې حل کړو ، بهرنینان به هم ووځي اوکه نه ویستل به یې هم بیا ډیرتلفات ونه غواړي . په مینه ،درنښت اوسلامونو!
پوښتنه
Anonymous
07.02.2005
درنو وطنوالو
ستړی مه شئ ، خدای پاک داوږد ژوند درکړی
افغانان هم دنورو اولسونو سره په جسمی او عقلی لحاظ ټوپیر نلری او ددغه خدایی نعمت څخه محروم نه دی. خو که جسم حرکت ونکړی او عقل ویده وی او بیداره نه شی بیا نو د بی روحه اجسامو حیثیت لری چه د وسیلی او ابزارو په ډول به تری کار اخستل کیږی. د تحرک او عقل دبیداریدو دپاره دازادئ او خپلواکئ وجود اساسی اهمیت لری. که ازادی او خپلواکی څه په فردی او څه په اجتماعی لحاظ وجود ونلری او استبداد او اسارت حاکم وی ، په دصورت کی داستعدادونو د غوړیدو ، د عقل دبیداریدو، او ابتکار مخه نیول کیږی.
زموږ په وطن کی همیشه استبداد( فردی ، خاندانی،ادیولوژیکی ،لسانی ،مذهبی او ....) حاکم و او همدغه وجه ده چه موږ وروسته پاته یو او دډول ډول سیاسی ، اجتماعی ،اقتصادی او کلتوری ستونزو سره مخامخ یو،عیب پخپله په استبداد کی دئ ، نه د هغی په نوعیت کی . ځکه هر استبداد دسیاسی، اجتماعی ،کلتوری او اقتصادی مشکلاتو دحل څخه منجمله دیوه سالم نظام دجوړولو څخه عاجز دئ. له دکبله افغانان باید په او ل قدم کی استبداد ته په صریح او نه په خلا کیدونکی ډول د رد ځواب ووایی، که داخلی استبداد دئ او که خارجی . دیوه استبداد څخه خلاصون د ازادئ مفهوم نلری، ازادی دیوه استبداد مخکی پیژندنه او د هغی مخنیوئ د تخم شیندلو په وخت کی دئ .
افغانان هم دنورو وولسونو په څیر دا لیاقت او استعداد لری چه ځانته دخپلی خوښی نظام جوړ کړی،لاکن دا په هغه صورت کی ممکن دی چه وولس د خپل قدرت څخه د نظام دجوړولو اود خپل قدرت ځخه د قضاوت کولو
اګاه او خبر وی، او د تقلید او تابعیت لاره یی نه وی نیولی. دغه قدرت دنظام دجوړولو او دقضاوت کولو یوازی دازادئ په موجودیت کی میسر دئ . چیرته چه دخلکو افکارو او اندیشو ته پولی او دیوالونه ونه وهل شی او انعکاسی تفکر دخلکو تقویه شی نو خلاقیت ،ابتکار ،تدبیر او ترقئ ته لاره خلاصه شی.
له بده مرغه چه دافغان وولس دپاره دغه چانس په ټول تاریخ کی نه دئ میسر شوئ، کله دیوه فرد ،کله دیوی کورنئ ،کله د یوی ادیولوژئ او کله د یوه مذهب له لوری ددوی د تصمیم نیولو حق د ودیعه الهی (سلطنت )د تاریخی جیر او سیر تکاملی او مقدس تر عنوان لاندی غصب او غلا شوئ دئ او د نااګهئ ،فشار ،اختناق او ترور په وسیله اسیر ساتل شوی دی.
دیوه وولس خلک هغه وخت ازاد دی چه په بنیادی او اساسی مساییلو د ټولنی کی چه نظام دئ تصمیم ونیسی ، ملت هغه وخت وجود لری چه وکولائ شی ځان ته قانون جوړکړی . ترهغه وخته چه ملت قانون نه وی جوړ کړئ او پخپله ملت یوازینئ سرچشمه دقانون نه وی ګرزیدلی هغه ملت وجود نلری، افغانان تر اوسه ملت نه دی ګرزیدلی.
اګاهی دیوه وولس د روڼ اندو او متفکر قشر په غاړه ده. له بده مرغه هغه څوک چه د روڼ اندئ دعوی کوی ،پخپله د تابعیت او تقلید په ناروغئ اخته دی او دیوه ازاد او خپلواک انسان په توګه یی خپل مسولیت نه دئ ادا کړئ.
زمو ژ په وطن کی د نظام جوړول او ړنګول دهمدغه محدود قشر چه ځانونه یی روشنفکران بلل دعمل محصول و. د وولس څخه دیوی وسیلی په توګه کار اخستل شوئ دئ نه د هدف دباره . ټول تحولات او تغیرات دخلکو په غیاب کی د پردی شا ته سرته رسیږی . د خلکو څخه نه پوښتنه شوی او نه کیژی ، خلک ددی تحولاتو سیل کوونکی او یا قربانی دی. خلکو ته د ناپوه ، جاهل ،بی عقل او بی سنجشه په سترګه کتل کیږی.پوهه ،معرفت ، تدبیر په خلکو کی نه دئ ویشل شوئ او همدغه محدود قشر چه ځان ته روشنفکران وایی داداری ، رهبرئ او قدرت واګی تصرف کړی دی ، دا چه دغه محدود قشر مردمی پایګاه نلری ، نو په کلی ډول ددوی افکار ،ارمانونه، شخصیت او رفتار دخلکو څخه پردی دی ، په خلکو کی نفوذ نه شی کولای او اعتماد یی نه شی حاصلولای. دوی د خپلو عقایدو د عملی کولو دپاره په خپل وولس تکیه نه ده کړی او اکثریت یی مستقیما دپردیو مزدوران او لاس پوڅی دی او یا د هغوی درژیمونو حامیان دی . همدا وجه ده چه دطبعی رشد دپاره او او ددغه لویو ستونزو دلیری کولو په کار کی ناکام او سرکوزی دی.
دطبعی ترقئ ، په ستونزو برلاسئ او د خپلواک نظام د جوړولو دپاره د خلکو اګاهی ، په ځان اتکا او بسیج کول لازمی او ضروری شرط دئ.
هغه څوک جه د روشنفکری دعوی کوی خپل دغه لوی ملی او تاریخی مسولیت ته باید متوجه شی، د خلکو اووطن په سر د پردیو سره معامله او سودا لوی ملی خیانت دئ او د ازادی په بهانه د افغانستان خپلواکی باید قربانی نکړی . ځکه چه ازادی بیله خپلواکئ ناشونی ده .
حافد