د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دشلو ترورستي حملو عواقب

اتل
25.11.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
که داشل واړه، د مختلفو وسلو اوابعادو ترورستي حملې د کابل په ښار کې عملي شوې واي، عواقب به یې څه وو؟
د ملې امنیت رئیس رحمت الله نبیل وايي چې د لویې مشورتي جرګي په شپو ورځو کې په کابل کې شل ترورستي حملې شنډې شویدي. کیدای شي په هره حمله کې په اوسط ډول پنځوس تنه مړه شوي او تر سلو پورې زخمي شوي وای. البته داسې مرګ ژوبلې دحملې پر ډول او د حملې د ځاي په ګڼه ګڼه پورې هم اړه لړي.

که دا حلې نه وای شنډې شوې نو کیدای شو تر زرو پورې بې ګناه ښاریان وژل شوي واي او تر دوو زرو پورې هم زخمي شوي واي، او ډیز نور مالي اوجانبي تاوانونه یې هم اړولي وای. آیا یو مسلمان افغان دا کار کولای شي؟ آیا الله جل جلاله ددې مجرمینو جرم بخښي، او آیا ملا محمد عمر آخند پدې خوښ دئ چې دهغه جګړه ماران چې دئ یې مجاهدین بولي دغسې اعمال تر سره کړي؟

داسې ښکاري چې طالبان د خپلو القاعدې او نورو بادارانو، نه مخه نیولئ شي، او نه هم ددې توان لري چې حتي د هغوی سره لفظي مخالفت وکړي. که طالبان وایې چنه، دوی د چا نوکران او چاکران ندي، نو بیا ولي د خپلو ولسي مسلمانو وطنوالو په مقابل کې دومره ستر جنایت کوي؟ که وايي چې دا کار دوی ندئ کړئ، نو بیا ولې خپل غله او قاتل باداران ددې ډول اعمالونه نشي منع کولای؟

که د طالبانو باداران دا کار کوي، نو قصداً د ولس او طالبانو ترمځ فاصله چې پخپله دوی ایجاد کړیده، نورهم زیاتوي، تر څو ولس طالبانو ته مخه ورنکړي، او د مجبوریت له مخې طالبان تر ابده د خپلې غلامۍ په حلقه کې ایسار کړي.
طالبانو ته پکار دي، د القاعدې او افغانستان د نورو دښمنانو نه لاس واخلي، او په مناسبو او عادلانه شرائطو په حکومت کې برخه واخلي، او دخپل ملک دا غمیزه نوره پای ته ورسوي.
آلله دې ټول اسلام ته خبرپیښ کړي.
دا خبر ګران افغانستان په ننۍ ګڼه کې خپور کړیدئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more