نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د عراق انتخابات
ILHAM YASINI
30.01.2005
په عراق كي د يوي لنډ مهالي وطني شورا 275 غړو د ټاکلو لپاره عام انتخابات د يکشنبي په ورځ د جنوري په 30 نيټه د عراق په پلازمينه بغداد او نورو سيمو كي تر سره شول ددي انتخاباتو لپاره د عراق حكومت سخت امنيتي تدابير نيولي ؤ شخصي موټرونه او په وسلو ګرځولو بنديزونه لږول شوي ؤ او هم د عراق په سپيڅلي خاوري او د اسلامي نړۍ د ثقافت مركز كوڅو كي په سرو امريكنيانو د امنيت نيولو لپاره ډكي شوي وي د عراق هيله لرله چه ټول عراقي شعوب به په دي انتخاباتو كي شركت وكړي خو څرنګه چه د عراق اسلامي ډلى د ابو مصعب زرقاوي په مشرۍ رايه وركونكو ته ډير سخت تهديدونه وركړي ؤ او د عراقي اوسيدونكو ته يي خبرداري وركړي چه په دي انتخاباتو كي برخه وانه اخلي همدا وجه ؤ چه ډيرو خلكو په انتحاباتو ګډون نه ؤ كړي خو عراقي حكومت د انتخاباتو ونتيجه په کاميابي سره اعلان كړ او هم يي سرګنده كړه چه په دي ټولټاکنو کي 72% خلکو ګډون كړي ؤ د اسلامي ډلو مشرانو لخوا خبري منابعو ته ويلي چه انتخابات د صهيونيانو د لوبي يوه برخه او يا يوه ډرامه ده چه د مسلمانانو په پاکو خاورو كي امريكا د بعضو منافقينو غلامانو په لاس عملي كوي او هم يي وويل چه 15% اوسيدونكو رايه وركړي او دا هم كچيرى زياتو خلكو اشتراك كړي وي نو 15% څخه به زيات نه وي څرګنده يي كړه چه انتخابات د ډالرو او امريكا په زور او هم 800 دولي مراقبين يي د انتخاباتو د نزدي مراقبه كولو څخه منع كړ او د انتخابات نتيجه يي په کاميابي سره اعلان كړه .
الهام الحق ياسيني
قاهره