د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دولس کسيزه وسله واله ډله وايې چې نور به جګړه نه کوي

اتل
21.11.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د هرات په ولایت کې د طالبانو یوې دوولس کسیزې ډلې د جنګ نه لاس اخیستئ، او ویلي یې دې، لدې وروسته به په ملک کې د صلحې د ټینګولو په لاره کې مرسته کوي. دغسې ډلې یا افراد چې د جنګ نه لاس اخلي، نه یوازې داچي خیر یې ځان او دهغوی کورنیو ته رسیږي، او د مرګ د خطرنه دنورو مسلمانانو په بچ کیدو کې مرسته کوي، بلکه په ملک کې د خارجیانو د مداخلې امکانات کمیږي،او د امنیت په راتلو سره د ملک په آبادۍ کې امنیتې خنډونه له منځه ځي.
ټردې ټولو مهمه دا چې د جنګ نه لاس اخیستل او په سوله کې د ژوند اختیار کول د الله جل جلاله د رضا مندۍ سبب کیږي.
دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
===
دولس کسيزه وسله واله ډله وايې چې نور به جګړه نه کوي
21 Nov 2013, 12:46
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
دهرات ولایت چارواکي وایې په دي ولایت کي یوي دولس کسیزي ډلي د دولت مخالفینو د جنګ جګړو څخه لاس واخیست او دسولي لاره یي غوره کړه.
یادو کسانو چې د ملا ګل اقا په مشري یې دهرات په انجیل ولسوالي کي دولت ضد کړني ترسره کولي له دي مخکي یې د سیمي امنیت ته ستر ګواښ اړولی و.
دهرات مرستیال والي اصیل الدین جامي دیادو کسانو د تسلیمدو پر مهال وویل چي ددي ډلي مخالفینو په تسلیمیدو سره به د انجیل ولسوالۍ په امنیتي وضعیت کې لا ډیر سمون رامنځ ته سي او همدا راز به دولت هم وکړای سي چې په سیمه کې د بیارغوني پروژي په اسانۍ او ډاډمنه امنیتي فضا کي پلي کړي.
جامي همدا راز د پاتي ډلو مخالفینو څخه هم غواړي ترڅو ژرتر ژره د سولي له بهیر سره یوځاى سي کنه د هرات امنیتي ځواکونه ددي توان لري چې ددوى پر وړاندي ودریږي او له منځه یې یوسي.
بل لور ته تسلیم سوي کسان چې یوشمیر سپکي او درني وسلي یې هم د سولي ولایتي کمیټي ته وسپارلي ډاډ یې څرګند کړ چې له دي وروسته به په ارامه فضا کې ژوند کوي ددولت او ملت د زوروني څخه به لاس اخلي.
په داسې حال کې په هرات کي یو ځل بیا د سولي له بهیر سره د دولت مخالفین یو ځای کیږي چې په دي وروستیو کې داسې اوازي اوریدل کیږي، چې دهرات په ګذري او پښتون زرغون ولسوالیو کي یو شمیر نوري ډلي د دولت سره د مخالفت په موخه غرونو ته پورته سوي دي.

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي November 21, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more