سياست او روانې چارې
دوطن دمورفرياد
tandar
21.11.2013
په سل هاو کلو مي وکړو په پت کي کونډيتوب
.........................................نن مي پړوني لري کيږي ځکه بچيان مي دوسان وختل
چنګيز،مغل ،انګريز، روسانو هم غوښتلمه زه
...................................اکبر ، ميرويسه څه شوي نني بچيان ناموس فروشان وختل
تندره دنکاح تړون کي ،کرزي به نيسي له ګريوانه
..................................زه به هم دسرولمبوتنور شم که مي ميړونه امريکايان وختل
مرګ په وطنفروشانو
طیب زابلی *
21.11.2013
تاسي به جوړه کړۍ جرګه مــونږه منلي نه ده
د دي سپین سترګو فیصله مــونږه منلي نه ده
چي په پیسو دین اوایمان هیواد ناموس خرڅوي
د دلالانو معامله مـــونــږه مـــنلــي نه ده
چي اسلامي غرور دسره کافر ترپښو لاندي وي
داسي تاریخ توره صفحه مـــونږه منلي نه ده
هرڅه به خرڅ کړۍ خو غیرت مــو خرڅولئ نشۍ
دالجهاد دپریښودو کیسه مــونږه منلي نه ده
صابره خلک یو درویشه تل مو صبر کــړی
خو دي تړون ته حوصیله مـــونږه منلي نه ده
طیب زابلی *
21.11.2013
بیا مي ولي خرڅوۍ ګنا مي څه ده؟
په یهودو مي پلورۍ ګنا مي څه ده؟
زما وجود خوموهم ټول ټوټي ټوټي کړ
نـور مـي ولــي ژړوۍ ګـنا مــي څــه ده؟
زماســینه خـو دي پخـوا وه لا پلورلي.
نن مـي ټول بربادوۍ ګنا مي څه ده؟
ماخو تل وو دغــیرت غـږ پورته کـــړی.
اوس مي ولي شـرموۍ ګنا مي څه ده؟
ابدالي به را خـبرشي داسي مـه کړۍ.
خپل بچي مـي زوروۍ ګنا مي څه ده؟
اي درویــشه دا فــریاد مي ورته وایه!
داســي ولي نن کـوۍ ګنا مي څه ده؟
طیب زابلی *
21.11.2013
د وسله مقاومت یو تن سرتیري راته ویل:
"تر څو چې د اشغال پرضد وسله واله مبارزه روانه وي، له امریکا سره د تړونو او معاهدو په اړه هیڅ اندیښنه په کار نه ده. دغه تشویش هغه وخت پر ځای وه چې د نورو هیوادونو په څیر په افغانستان کې امریکایانو په آرامه شپه تیرولی شوای او مسلح مقاومت یې پر وړاندې نه وه. دلته له امریکا سره د تیرې یوې لسیزې د مقاومت له برکته امریکایانو خپلې ډیرې نظامي اډې، چې له دایمي پلانونو سره یې په کې اړولي وه، تخلیه کړي. نو د یوې یا دوه اډو په اړه تشویش ولې؟ تاسو فقط دعا کوئ له تړون او امضاګانو سره به یې له هیواده پسې اخلو".
طیب زابلی *
21.11.2013
Zakir Jalaly
د امنيتي سند د لاسليک لپاره چې ولسمشر کرزي کومه جرګه راغوښتې وه، د یوه ګډونوال په خوله هلته داسې فضا برابره شوې وه، چې که به کوم پښتون د سند د لاسلیکېدو مخالفت وکړ، نو د پاکستان په مزدورۍ به تورن شو او که به مخالف فارسي ويله، نو د ایران مزدور به یې وباله.
راتلونکې جرګه کې، تړون پلوي دا حربه له همدا اوسه ښه په درز کې کاروي!
ماته بیا د بیان د ازادۍ هغه غوړ غوړ شعارونه رایاد شي!
طیب زابلی *
21.11.2013
د شاشجاع د ۲۵۰۰ زامنو او لوڼو له خوا دهغه د تور تاریخ تکرار ژوندی کيږي، نږدې په يوه پيړۍ کې د دريم ځل له پاره دغه بدنام تاریخ تکراريږي، لومړی شاشجاع د افغان ولس خاوره پر انګريز، دويم شاشجاع ببرک د افغان ولس خاوره پر روس او دادی د دريم شاشجاع چې د لومړی شاشجاع لمسی دی او دملګرو او ملګريو له خوا يې زموږ خاور پر امريکا خرڅيږي، تاریخ هیڅ شی نه پټوي، لکه چې پخواني شاشجاعګان منفور دی، او دافغان ولس له خوا څخه محاسبه ورسره وشوه، دا ډول به له دريم شاشجاع او ملګرو سره هم حتما افغان ولس محاسبه کوي.
طیب زابلی *
21.11.2013
نن د 12 كلني بي بغاوته غلامي ورورسته مونږ کرزی صاحب او د هغه په جرګه کی ناست ملګری د دایمی غلامی لپاره په امریکا پلوری .
خو باننګه او غلامی نه منونکی افغانان که د کاغذ په مخ غلامان یاد شی خو عملا به د غلامی ځنځیر غاړی ته وا نه چوی په غیرت لوی شوی دی په غیرت به مری
غلامي راته پيغور ښكاري پښتون يم.
دا دنيا رانه په دى ټكي خفه ده.
ستا په چم كى جنتيانودوزخي كړم.
خوګه ياره دتوبى نه مى توبه ده
طیب زابلی *
21.11.2013
مشورتي جرګې ته ۵۰۰ بهرني کسان ناست دی، دا تاريخي ورځ ثبتوي چې څه ډول غلامان خپله خاوره پلوري