سياست او روانې چارې
ملا محمد عمر آخند، د ځان مرګي حملو ملاتړ کي.
میرویس
20.11.2013
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
نن د کندهار په ښار کې د لمر په خصوصی هوټل کې ځان مرګي حمله شوي، درئ تنه یې وژلي او درویشت یې زخمي کړيدي.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په خپلو پیروړانو غږ وکړ چې د عام بې ګناه ولس د قتل او د هغوی دمالي او ځانې تلفاتو نه ډډه وکړي.
ملا عمر ددې نه مخکې هم دغسې بیانونه ورکړي وو، خو دده د بیان نه وروسته بیا بیادغسې حملات شوي. مګر ملا محمد عمر بیا نه خپل غږ جګ کړئ او نه یې دغسې اعمال غندلي دي.
داسې ښکاري چې ملا محمد عمر آخند دعوام فریبۍ دپاره دغسې نارې سورې وهي، او په حقیقت کې نه داچې په ځان مرګي حملو خوشحاله دئ، بلکه دا د طالبانو پالسي ده.
که دغسې نه واي، نو ولې بیا ملا محمدعمر د خپلو اوامرو عملي کول نه تعقیبوي، مرتکبینو ته یې سزا نه ورکوي، او ولس ته ډاډ نه ورکوي، چې دئ په غپلو وعدو او لوزونو ټینګ ولاړ دي.
دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړيدي:
===
په کندهار کۍ چاودني ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله واړول
20 Nov 2013, 9:28
د کندهار ولايت د دوهمي امنيتي حوزي اړونده احمد شاهي لوبغالي ته څيرمه د ولايتي شورا د دفتر سره په خوا کې په يوه خصوصي هوټل کې ځانمرګى بريد سوى او پر مهال يې شپږ ويشت تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې چې په لمر خصوصي هوټل کې نن ماښام څه کم شپږ بجي چاودنه سوي ده او په ترڅ کې يې دري تنه ولسي وګړي وژل سوي دي او دوويشت تنه نور ټپيان سوي دي.
هغه وويل چې بريد هغه مهال سوى کله چې يو شمېر ولسي وګړي په دي هوټل کې د ډوډۍ خوړلو لپاره راغلي ول.
ده وويل چې تر دي بريده پوري ددي پېښي اصلي هدف نه دى څرګند ولي په سيمه کې د پوليسو له لوري پلټني پيل سوي دي.
هغه وايې چې ددي پېښي ژوبل سوي کسان روغتون ته د درملني په موخه ليږدول سوي دي.
د کندهار د عامي روغتيا ريس ډاکتر عبدالقيوم پخلا وايې چې ددي پېښي څخه روغتون ته دري وژل سوي او درويشت تنه نور ټپيان ور وړل سوي دي.
ده وويل چې په دي ټپيانو کې کوم چې ټوله ولسي وګړي دي د پنځو تنو يې روغتيايې حالت وخيم دى.له بلي خوا وايې چې په تپيانو کې يو تن شپږ کلن کوچنى هم سته دى او دا مهال ټول تپيان تر درملنه لاندي دي.
د پېښي په ځاى کې يوه عيني شاهد وويل چې را منځته سوي پېښه ځانمرګى بريد دى او دوى وليدل چې د پېښي وروسته ګڼ شمېر کسان په وينو کې لژند پراته ول.
له بلي خوا د پېښي په ځاى کې يوه پوليس د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دا بريد ځانمرګى وو او ددوى څيړني ښيي چې هغه چوونکي توکي په ځان پوري تړلي ول.
د لمر خصوصي هوټل په پېښه کې ټپي سوي کسان وايې چې لومړى يې يو وحشت ناکه ږغ اوريدلى او وروسته په ځان نه دي پوه سوي.
هغوى وايې چې ښايې بريد به د يو کس له امله سوى وي ولي دوى نه پوهيږي چې د پېښي پر مهال کوم مهم کس دلته شتون درلودى.
ددي پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي ولي دغه خصوصي هوټل په بشپړه ډول ويجاړ سوى دى.که څه هم په پېښه کې د هوټل ودانۍ نه د ړنګه سوي خو ويل کيږي چې بريد ډېر زورور نه وو.
Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي November 20, 2013.
Shahzada
23.11.2013
لعنت دی پر طالبانو شی چې د ملکې وګړو مرګ ته یې پښی لوڅی کړي او د یو مخه افغانان وژنی. خدای دی دوی د پاکستان او بیګانه ګانو له مزدوری نه خلاصوی. په پاکستان کې یی هم ددوی مشران په زنځیرونو ټړلې دي لکه ملا برادر.
میرویس
26.11.2013
شیر زاد صاحب، السلام علیکم
وروره، ښیرا مه ورته کوه چې [خدای دی دوی د پاکستان او بیګانه ګانو له مزدوری نه خلاصوی]. په پاکستان کې یی هم ددوی مشران په زنځیرونو ټړلې دي لکه ملا برادر.
دُعا ورته وکړه چې خدای دې دوی ته هدایت وکړي، چې په صراط مسقیم روان شې، دځان اوبل حقوق وپیژني.
وروره، داسې ښکاري چې طالبان په خوله یو څه وايي او کوي بل څه. ددوی مشر ملا محمد عمر په خوله وايي چې طالبان دې د خلکو سره زور، زیاتئ نه کوي، خو له بلې خوا طالبانو ته دیوه مسلمان افغان قتل، د یوه مچ تر وژنې اسانه دئ.
ملا عمر هیڅ وخت هم د ځان مرګي حملې نه وروسته نه څه ویلي، او نه یې هم غندلې ده. هغه یې پر یخ لیکي لمر ته یې ږدي.
طالبان دې الله هوښیار کړي.