د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داولس ژړا او د فاسد ګوډاګي دولت کاڼه غوږونه

pattang
20.11.2013

داولس ژړا او د فاسد ګوډاګي دولت کاڼه غوږونه

From: ahmad javid shakib
javid.shakib@gmail.com
Date: 2013/11/18
Subject: The Crime of U.S. Troops in Okinawa of

زما لیکنه د امریکايي عساکرو جنایات په اوکیناوا Japan کې :

زه احمد جاوید شکیب نومیږم په جاپان کې د ماستری محصل یم.
ما یوه تحقیقي لیکنه کړي او غواړم چې د افغانستان په مطبوعاتو
او یا ویب پاڼو کې نشر شی. څرنګه چې زه د ویب پاڼو سره تماس
نه لرم که چیرته مهرباني وکړي او زما دغه لیکنه چا ته ورکړی تر
څو نشر یی کړي. په دې کې به الله ج تاسو ته هم اجر درکړي او
دا به ستاسو د افغانستان خلکو ته یو لوی خدمت وي. زما لیکنه
لاندې ده.

په درنښت
احمد جاويد شکیب
جاپان، کیوتو د دوشیشا پوهنتون

په جاپان کې د امریکا نظامي هډي او د امریکايي عساکرو جنایات
د دویمې نړیوالي جګړې په پای په ۱۹۴۵م کال کې کې د جاپان
په دوو لويو ښارونو هر یو ایروشیما او ناګاساکي باندې د امریکا
متحده ایالاتو اتم بم استعمال کړ، چې په ایروشیما کې تقریباً له
۹۰۰۰۰ څخه تر ۱۶۶۰۰۰ او په ناګاساکي کې له ۶۰۰۰۰ نه تر
۸۰۰۰۰ کسان ووژل شول.
له دې حملې نه وروسته د جاپان امپراتور امریکا ته تسلیم شو او د
امریکا متحده ایالاتو غوښتنی یی ومنلې. د جاپان خاوره له ۱۹۴۵
څخه تر ۱۹۵۲ د امریکا او متحدینو تر مستقیم اشغال لاندې پاتي
شوه.

له ۱۹۵۲ نه وروسته جاپان بیرته خپله آزادي تر لاسه کړه، لیکن
امریکا متحده ایالاتو د جاپان سره د (Treaty of Mutual
Cooperation and Security between the United
States and Japan) د جاپان او متحده ايالتو ترمنځ دوه اړخیزې
د امنیتي او همکاری تړون ترلاسه کړ چې دغه تړون ته جاپانیان
日本国とアメリカ合衆国との間の相互協力及び安全保障条約 وايي. د دغه امنیتي تړون په اساس امریکا ته واک ورکړل
شو تر څو د جاپان په خاوره کې پوځي هډه ولري او بل دا که
چیرته کوم امریکايي عسکر د جاپان په خاوره کې کوم جرم کوي
نو هغه باید قضايی مصئونیت لري.
دا چې په ټول جاپان کې د امریکا نظامي مرکزونو په اړه معلومات
په یوه مقاله کې نشي بشپړ کیدای . نو زه دلته غواړم چې یواځی د
اوکینا وا Okinawa امریکايي هډی په هکله د امریکایی عسکرو د
جنایاتو یوه یادونه وکړم.
اوکیناوا یوه جزیره ده چې د جاپان هېواد په جنوب لویدیځ کې
موقعیت لري او په جاپاني ژبې کې ورته 沖縄本島 وايي. دغه
جزیره 1,201.03 کیلو متر مربع مساحت لري. او اکثره
اوسیدونکي یې له جاپانیانو نه توپیر لري ځکه دغه خلک تقريباً درې
زره کاله مخکې له چين نه دې جزیري ته راغلي دي. له ۱۹۵۲
کال نه تر اوسه په دغه جزیره کې د امریکا د متحده ايالاتو یوه
نظامي هډه هم موقعیت لري.
د اوکیناوا خلک له ۱۹۵۲ کال څخه تر اوس پورې د امریکایی نظامی
هډي او امریکايي عسکرو د جرمونو له لاسه دومره په تنګ دی چې
هميشه مظاهري کوي لیکن د جاپان مرکزي دولت او امریکا د دوي
غوښتنو ته کومه خاصه پاملرنه نه کوي.
که څه هم د جاپان صدراعظم یوکیو هاتویاما Yukio Hatoyama
د اوکیناوا له خلکو سره ژمنه وکړه چې دی به د امریکا نظامي هډه
د دوي له منطقی نه وباسي لیکن بریالی نشو او بلاخره یی په ۲۰۱۰
کال کې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
امریکايي سرتیري په دغه جزیره کې په مختلفو جرمونو کې ښکیل
ګڼل کيږي خو تر ټول مهم یې په جاپاني ښځو باندې ډلیز جنسي
تیري، د مخدره موادو استعمال او په ترافیکي پیښيو کې خلکو ته
تاوان اړول دي.
قضايي مصئونیت امریکايي سرتیري نور هم سپین سترګي کړي دي. له ۱۹۵۲ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پوري تقريباً 200,000
تصادمونه او نورو جرمونو کې امریکايي سرتیري ښکیل ګڼل شوي
دي. چې تر 1000ډیر ملکي جاپانيان پکې وژل شوي دي.
همدا شان ډیر امریکايي سرتیري په جاپاني ښځو باندې په جنسي
تیري کې هم ښکیل دي. د میرمن سوزویو تاکازاتا Suzuyo
Takazata چې د جنسي تیري ۳۰۰ قضيې یی ثبت کړي دي وایی
امریکايي سرتیري ډیسکو او یا د سمندر ساحل ته ځي د مکتب نجونو
او یا نور انجونو ته ځانونه رسوي د پیسو په ځاي صرف خوږه
ژبه استعمالوي که چیرته هغه کار ونه کړي نو بیا په زور په هغوي
باندې جنسي تیري کوي چې ډیرې قضیې د رسنیو نه لري ساتل
کیږي.
په ۱۹۹۵ کال کې امریکايي عسکرو یوه ۱۲ کلنه د مکتب زده کوونکې
تښتولي لاسونه او پښې یې تړلی او په ډله اییز شکل یی پرې جنسي
تیری کړی. او بیا په ۲۰۰۸ کال کې یوه ۱۴ کلنې جاپاني انجلي
باندې هم په ډله اییز شکل جنسي تیری شوی وو، چې دغو قضېیو
مطبوعاتو ته لاره پیدا کړه او د جاپان او امریکا ترمنځ اړیکې یې
ترینګړي کړې.
په جاپان کې د اوساکا د ښاروال هاشيموتو Hashimoto په وینا
امریکايي سرتیري په 26,000 جنسي ځورونو باندې تورن دي. نوموړي ویلی وو د دې لپاره چې په اوکیناوا کې د امریکايي عساکرو
له خوا د جنسي تیري کچه راټیټه کړای شي کیدای شي چې د پيسو
په بدل کې امریکايي سرتیري له ځوانو جاپاني ښځو نه استفاده
وکړي.
د اوکیناوا خلک د امریکي د نظامي وسايطو له شور او غالمغال نه هم
په تنګ دي او دوي شکایت کوي چې موږ د شپي خوب نشو کولی ځکه
د امریکا هډه د ښار په منځ کې واقع ده چې شاوخوا يي کورونه
پراته دي.

ماساو ارومې Masao Arume د اوکیناوا ۷۱ کلن اوسیدونکی د
امریکا د نظامي هډي په خلاف د مظاهرې ترتیبوي او شکايت کوي
چې امريکايي سرتيرو د ده د خپلوانو ځمکې غصب کړي دي او همدا
شان، دوي په اوکیناوا کې په ډول ډول جرمونونه کې ښکیل دي. نوموړی وايي کله چې دی د دغه مسايلو شکایت د جاپان مرکزي
حکومت ته کوي نو هغوي وايي چې امریکايي سرتیري ستاسو امینت
ساتي نو ځکه ستاسو شکایت د قبول وړ نه دی.
دا په داسی حال کې ده کله چې په ۲۰۱۲ کال کې د سینکاکو
Senkaku جزيري په سر باندې د جاپان او چین ترمنځ اختلاف
پیدا شو نو امریکا اعلان وکړ چې د دوي هېواد به په دغه مسئله
کې بی طرفه پاتي کیږي.
د اوکیناوا ځینی اوسیدونکي بیا وایی چې امریکايي سرتیري له همدغه
ځایه په ویتام او عراق کې حملې کولی او بی ګناه خلک یې وژل. موږ د خلکو د وژلو مخالف یو نو ځکه نه غواړو چې زموږ خاوره د
خلکو د وژلو لپاره وکارول شي.
د اکاري Akri په نامه د پوهنتون یوې محصلي ما ته وويل چې د
اوکیناوا خلک د عراق او منځني ختیځ له خلکو سره د زړه له کومي
همدردي لري او پوهیږي چې دوي تروریستان نه دی بلکه تروریستان
په دوي مسلط شوي دي.
له ۱۹۴۵ کال وروسته امریکايي پوځي مرکزونو ته په زرهاوو د
عیسویت د تبلیغ مبلیغین له امریکا څخه جاپان ته راغلل او په لویو
ښارونو کې یې ډیري کلیساوي جوړې کړې. د دوشیشا پوهنتون د
ګلوبل سټډیز د پوهنځي د رييس ښاغلي ماسانوري نايټو په وینا چې
امریکایانو هڅه دا وه چې په زوراو جبر د د جاپان په خلکو باندې
د عیسويت دين ومني تر یوې اندزي پوري په خپل دې هدف کې
بریالي هم شول اوپه جاپان کې یې ډیر خلک عیسویان کړل.
که څه هم په جاپان کې د عیسویت دين ته دعوت جرم نه دي لیکن په
زور او جبر په خلکو باندې د مذهب قبولول جرم ګڼل کیږي. نو د
امریکایانو دغه عمل هم کیدای شی چې یو جرم طلقي شی.
ګرانو لوستونکو دغه هغه معلومات ما په جاپان کې د یوه تحقیق په
نتیجه کې برابر کړل. او د دغه معلوماتو له برابرولو نه مي هدف دا
دي چې د امریکا نظامي هډو ټولنیز زیانونه له تاسو سره شریک
کړم تر څو زموږ مشران په افغانستان کې د امریکا د نظامي شتون
په هکله صحیح فیصله وکړي.
د دې خبري هیڅ تضمین وجود نه لري چې امریکايي سرتیري چې
کوم جرايم په جاپان کې تر سره کوي نو په افغانستان کې به یې نه
تر سره کوي. حال دا چې ډیر داسی مسایل وجود لري چې په
افغانستان کې جرم ګڼل کیږي او د امریکا او جاپان له نظره بلکل
جرم ندي فلهذا زماپه نظر د امریکا د پوځي هډو شتون به په
افغانستان کې د افغانستان د راتلونکي لپاره یو غټ مصیبت وي.

وسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
ستاسو ورور احمد جاويد شکیب


pattang
20.11.2013

[img:fded78ea47]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2013/11/1245.jpg[/img:fded78ea47]

http://www.taand.com

مقالېلويه جرګه که ډيره زړه وره معامله/
ملاعبدالسلام ضعيف
لويه جرګه که ډيره زړه وره معامله/ ملاعبدالسلام ضعيف
Wednesday, 20 November 2013 16:39 لیکنه: تاند 12 تبصرې

څانګې مقالې
اصلي لینک

خپروونکی: تاند
http://taand.com
وقوله تعالی إن الحكم إلا لله أمر ألا تعبدوا إلا إياه سورة یوسف.
ژباړه: بیشکه چې دالله په ځمکه باندې يوازي دالله حکم حاکم دی او هغه جل جلاله خپلوبندګانوته امر کوې، ددی چې د الله نه غیر بل د هیڅ شی عبادت مه کوې.علما‌ء کرام وايي چې حکم په دوه قسمه دی اول حکم تکويني چې هغه نظام دعالم چلول اوپه هغه کې تصرف کول دي چې دایواځي الله لره دی، دبل هيڅ مخلوق دخل په کې نسته، دويم حکم تشريعي دی لکه عبادات امراو نهي، حلال اوحرام اونوربندګي قوانين چې دبندګانودخل پکښي سته خوحکم به دالله وي.
وقوله – و إذ قال ربك للملائكة إني جاعل في الأرض خليفة. سورة البقرة

ژباړه :یاد که هغه وخت چې الله پاک خپلو بندګانو ملائکو ته وویل چې په تحقیق سره زه په ځمکه کې انسان د ځان خلیفة یا نائب ګرځوم چې زما دحکم فيصلي به کوي.

د اول ایت څخه دا معلومه سوه چې د مسلمانانو په ټولنه کې که وړه (کوچنۍ) وي او که غټه (لويه) (خبره/ موضوع /مسئله) وي د الله حکم به چلیږی او دهغه سره به مسلمان خپل کړه وړه اونورقوانين برابروی.

مفهوم به یی داسی چې دالله دقانون څخه پرته بل هر قانون چې دانسانولخواجوړیږی که دالله دقانون سره په ټکرکې وي نو دا امرمطلق مردود دی هغه که د فرد قانون وي او که دټولني قانون وي.

ددویم ایت مفهوم دادی چې مسلمان د الله په ځمکه د خپل واک په اندازه د الله نائب دی خو پاچا، رئیس جمهور، سلطان، آمر بیا هغه اصلی نائب بلل کېږی چې دده مسئولیت او وظیفه به دا وي چې دی به دالله د قانون سره سم خپل فامیل، ولس اود رعایت په منځ کې تنظیم، عدل او نظام راولي په همدغه چوکاټ کې به خپل د ماتحت چوپړ کوې.

که بالفرض دغه مسئول کس یاکسان دالله د قانون نقض کوې نو دی نه دالله خلیفه بلل کېږی او نه یی فیصله او امر په اسلام اومسلمانانو کې تنفیذيلای سي، یعنی مردود ده، ځکه چې په دغه صورت کې دی دخپل رب څخه باغي بلل کېږی تر څو بیرته توبه کاږی او دخدای قانون ته رجوع کوې.

موږ په ګران هیواد کې د یو لوی امتحان سره مخامخ یو خو ترډیره دغه امتحان چاته د سر او مال په تاوان تمامیږي او چاته نعوذبالله منها د ایمان په زوال تمامیږي، ددې دوه علته دي يا تعصب اوجهالت چې تعصب خپله په دوه ډوله دی تعصب في المال یاتعصب په مرتبه اورتبه کې اوموږ په دې اخته یو، الله مو دې په خپل فضل ځیني وساتی په رښتیا سره چې دا دواړه ډیر لوی او ارزښتمن شیان دی.

دلویه سره د محارب یعني دهغه کافر سره چې د دنیا په هرګوټ کې دمسلمانانو سره په جنګ کې دوستي کول او یا ورسره معاهده او میثاق کول مطلق حرام دی دلیل یی دالله په کلام سره ثابت دی.
وقوله تعالی: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا(144﴾

(سورة النساء)

ژباړه : ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی نو تاسو په دوستی او ملګرتیا سره هغه کافرانو ته لاس مه ورکوئ چې هغوی د مؤمنانو په ضد جنګیږی، آیا تاسی په دې کار سره غواړئ چې په تاسوباندې دالله لپاره یو ښکاره دلیل وګرځول سي.

په ولا تتخذوا کې لام د نهی دی چې مانا یی منع او پرهیز ددغه کار څخه دی.

خوکه څوک داکاروکړي نوداډيره لویه ګناه ده خو چې کله دا ملګرتیا د قانون په ډول سره کېږی نو دا بیا دالله د قانون په وړاندي ښکاره بغاوت بلل کيږي چې هيڅ انسان ددې حق نلري.

ددی سره سره چې د مشورتي لویې جرګي په نامه چې کوم خلک کابل ته راځي او یا هم دلته دي هغوی به دغه قانون د الله د قانون په ضد پاسه وي (مني) عجيبه لوی جرئت دی؟ ځکه چې دا په هیواد باندې د دولسو کلونو صلیبي یرغل اصلي هدف دی او دهم ددغه هدف لپاره يې په هیواد کې دننه داسی څیرې موندلي دي چې ددوی دغه ناروا هدف ته د قانون بڼه ورکړي چې لوی علت يې تعصب او یاجهالت دی.

که څه هم چې په دغه جرګه کې به ټوله کسان داسي نه وي خو اکثریت یی بې له شکه د دوی په درمزاویا دهغوی په ورکړل سوې موظف په امر همداسي کسان دي.

دا کېسه یو نوی کارنه دی داد امریکایانو د استخباراتو دپنځه ویشت کلن هغه پلان برخه ده چې دوی په 2000 کې جوړ کړی او تر 2024 پورې به د دوی په آند تطبیق کېږي چې هغه ته په انګریزی کې روډ میپ پلان واییRoad map plan

په دوه زره یو ۲۰۰۱ ز کال کې دا پلان شروع سوی دی او په تدریح سره به عملی کېږی البته د دوی د پلان مطابق ددې پلان په تطبیق کې ډیرو کسانو ته عهده ورکړل سوې ده او ددې چوپړپه بدل کې یا د منصب او یا دپیسو امتیازات هم ورکړل سوي دي.

په دې جرګه کې به هغه ذمه دار کسان خپله عهده خامخا د امریکا د خوښي مطابق ادا کوې ځکه چې هغوی ددغه ذمه واری د پوره کولو بدله یی اخیستي ده ،خو ډیربي خبره او بي علمه کسان یی د دوهم لاس په جال کې راغلي دي، اوس به ګورو چې په کومه معامله سره به پای ته ورسیږي.

په هر صورت که دغه جرګه مثبته فیصله کوې او که منفی کوې دا کار به کېږي، ځکه چې که دا جرګه د هوکړي فیصله وکړي نو دا کارد هغوی لپاره مثبت دليل دی ځکه چې خپله ورکړل سوې او قبول کړل سوي وعدي يې په دوی باندی پوره کړي، دسبا لپاره به وایې چې دا کار لویي جرګې وکړی او هغه د دوی په اصطلاح دټول ولس نمائنده جرګه وه او که یی منفي نظر ورکړی دا کسان به وايې چې دا خومشورتي جرګه وه د پلان د عملی کېدو ذمه واري به ضرورپوره کوي ځکه چې دوی لا دوړاندې د مشورتي لويې جرګي نوم ورکړی دی مانا داچې دوی یوازي مشوره ورکولای سي دا دحکومت واک دی چې دا کار کوې او که یی نه کوې؟

په هرصورت دا ډیره خطرناکه لوبه ده خوکه دغه قرارداد امضاء کېږي نو د اسلام له نظره مردود دی اوهم دحقوقي لحاظه نيمګړی دی.

دا به څنګه جرګه وي؟

په دي کې شک نسته چې عنعنوې لويه زموږدهيواد لويه کلتوري برخه اوډيرقدراودروندوالی لري مګرکه د دغه نامه څخه ناوړه ګټه اخستل کيږي بيا د جرګې ودروندوالي ته لویه صدمه رسيږي، په هرصورت دغه جرګه د ولس نمائندګي نسې کولای او نه یی اعضاء د ولس په خوښه او دخلکو نمائند ګان کيږي له دې کبله دهغوی پريکړي دولس پریکړه نه بلل کيږي ځکه چې اول خودا اوس ټوله
ولس په دري برخي ویشل سوی دی، اول هغه کسان دي چې دامریکا د یرغل سره راغلي دي او په هیواد باندې دهغوی له خواپه زور سره تپل سوې دي.
دویم – د مقاومت او دهغوی طرفداران دي چې د امریکا په ضد یې مبارزه شروع کړی ده که هغه یوه ډله وي او که ډیري ډلي وي، هغوی وسلوال مقاومت کوې او که په خوله سره وي.
دریم – هغه خاموش ولس دی چې قرباني کېږی خو چاته واک نه ورکوې او نه د روان حالت څخه راضي دي.
دغه دواړه اړخه که دویم دی اوکه دریم دی په دغه جرګه کې برخه نه اخلي او هغوی د هیواد اکثریت جوړه وي مانا داچې دا جرګه یوازی او یوازی د اول قسم خلکو ده چې په هیڅ صورت داسې یوې اړخیزي جرګې ته ملي جرګه نسي ویل کیدلای.
2 – په دغه جرګه کې به چې څومره انسانان راځی هغوی به اکثره انتصابي کسان وې پرته د پارلمان او نیمایی سنا څخه،نودا معلومه ده چې انتصابی خلک د خپل ځان پرته د بل چا نمائندګی نسي کولای .
3 – کوم کسان چې دغه جرګې ته راځې اکثره یې بی سیواده او بې علمه خلک دې تردې چې اکثره کسان به يې خپل نومونه هم نسې لیکلای نو کله چې دهغه د سواد سویه دومره ټیټه وې هغه خوار به د داسې عمیق اوخطرناکه قرارداد په ګټه او تاوان څه و پوهیږي . یوازي دې ته به خوشاله وې چې د لویې جرګي غړي دي او یو څه زهر به هم په خوله کې ورلویدلي وي، نوپه هيڅ صورت داجرګه دملت ممثله نه ده.
د دې قرارداد نیمګړتیاوې او تاوانونه

اول دا چې قضایې مصؤنیت به دخلکو شرعي او خدایی حق تلف کوي، که د ټولې نړی خلک د یو فرد دحق د تلفولو لپاره سره راټول سي په اسلام کې دغه اجتماع باطله ده، ځکه چې د یوه مسلمان حق تلفول او یا یی وینه هدر کول لوی ظلم دی او دغه فیصله کونکي ټول ظالمان بلل کيږي نو د داسې پریکړي کول د هیواد دبې دفاع مسلمان وګړي سره یوازي د یوه سړي ظلم نه بلکې دټولو ظلم دی.
2 – دداسی قرارداد په کولو سره به افغاني غیرت او کلتور تر پښو لاندې کيږي هغه داچې د تل لپاره به د استعمار تر ښکېلاک لاندې ژوند کوې دنیایی ژوند به یي یوڅه ښه سي خو معنویات او غیرت به یی له منځه ولاړ سي.
3 – اسلامی حیا به ختمه سي ځکه چې غربیان به دلته اخلاقي فساد ته ډیره لمن ووهي ، امریکاچې په کوم ځای کې اډی جوړي کړې دي نو هلته يې د فحش او اخلاقي فساد د ترويجولولپاره ستراتیجی ته ډیره وده ورکړیده.
4 – ددې قرارداد سره به همیشه هغه کسان په اقتدار کې پاته کېږي چې امریکایې تعهداتوته پوره ژمن وي چې په دې سره به خامخا د ولس هغه قشر چې داشغال او احتلال په ضد وې او د خپلواک افغانستان غوښتونکې وې محکوم او محروم پاته کېږي چې داعمل په خپل ځان کې د ولس په منځ کې د نفاق اولوی درز سبب کېږي.
5 – ددې قرارداد سره به په هيواد کې دسولي څرک بیخی ورک سي او جنګونه به نور هم زور اخلي ځکه چې د امریکا حضور او دهغوی داشغال دوام دجنګ عمده علت دی تر څو چې علت وي نو معلول به خامخا ورسره وي.
6 – د امریکا سره د اډول قرارداد د دغه سیمې د هیوادونو لپاره د خطر احساس زیږوي که څه هم چې هغوی به پټه خوله وې خو هیڅکله به لاس تر زني لاندې نه کښیني په هرډول چې کېدلای سي د جنګ اور ته به لمن وهي برعکس موږ وسولې ته اړتیا لرو د جنګ څخه ټول ولس ستړی دی اوداسي نور…

د قرارداد ګټه

1 – د داسی قرارداد ګټه به یوازی هغو کسانو ته رسيږي چې د اقتدارپه ورکړه سره و امریکایی تعهداتو ته ژمن وي.
2 – هغه هیوادونه او کسان به ددې قرارداد څخه ډیر مستفید کېږي چې په وینه تویونه او جنګونو کې ګټه ترلاسه کوې.
3 – هغه چاته به ددې قرارداد ګټه رسیږي چې په غدر، خیانت، ظلم او ادارې فساد سره یې ناروا مالونه او پیسې ډیري کړي وي ترڅو چې هغوی د رښتوني قضاوت څخه ځانونه وساتي.

۴ داچې د ټيټوسترګو راکړه سره د امریکا ډالرلکه اوس چې دي دوام ولري چې بیرته به يي په نوروشيانو یو په څو بدله هم ورکول کيږي زما په نظر چې څه ګټي خولري مګرجانبي عوارض يې ډيرلوی ناوړه اوتاواني دي.

نتیجه

ددغه قرار د تصدیقولو ګټي تر ډیره تر اشخاصو پوري محدودي دي او تاوانونه یې ټولو خلکو ته رسیږي یعني ګټه یې خاصه او ضرر یي عام دی ، خپلواکې د بینه وړي، اسلامی عنعناتو ته سپکاوی کېږي، دهیواد دلوی اکثریت د محکومیت او محرومیت سبب کېږي ، دجنګ دوام او دسولی پروسه خنډمنه کوې ، نود داسي ذليل قرارداد ګټه ترتاوان ډيره لږده. په هر صورت دا قرارداد ظالمانه او غیرعادلانه او د اسلام له نظره مردود دی، ښه به داوې چې د داسي خطرناکه فيصلوڅخه مسلمانان خپل ځانونه وژغوري.

الله پاک مو دې ګران هیواد او مسلمان ولس دظالمانو د ظلمه ، د مداریانو له سازشه، داشرارو له شره ، د دین او وطن ددښمنانو دمکرونو څخه دده د ذات په روی سره راوساتي.
دخپلواک هیواد په هیله

عبدالسلام (ضعیف) دلړم دمیاشتي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more