نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د عرق اتخابات
ILHAM YASINI
30.01.2005
په كي د يوي لنډ مهالي وطني شورا 275 غړو د ټاکلو لپاره عام انتخابات د يکشنبي په ورځ د جنوري په 30 نيټه د عراق په پلازمينه بغداد او نورو سيمو كي تر سره شول ددي انتخاباتو لپاره د عراق حكومت سخت امنيتي تدابير نيولي ؤ شخصي موټرونه او په وسلو ګرځولو بنديزونه لږول شوي ؤ او هم د عراق په سپيڅلي خاوري او د اسلامي نړۍ د ثقافت مركز كوڅو كي په سرو امريكنيانو د امنيت نيولو لپاره ډكي شوي وي د عراق هيله لرله چه ټول عراقي شعوب به په دي انتخاباتو كي شركت وكړي خو څرنګه چه د عراق اسلامي ډلى د ابو مصعب زرقاوي په مشرۍ رايه وركونكو ته ډير سخت تهديدونه وركړي ؤ او د عراقي اوسيدونكو ته يي خبرداري وركړي چه په دي انتخاباتو كي برخه وانه اخلي همدا وجه ؤ چه ډيرو خلكو په انتحاباتو ګډون نه ؤ كړي خو عراقي حكومت د انتخاباتو ونتيجه په کاميابي سره اعلان كړ او هم يي سرګنده كړه چه په دي ټولټاکنو کي 72% خلکو ګډون كړي ؤ د اسلامي ډلو مشرانو لخوا خبري منابعو ته ويلي چه انتخابات د صهيونيانو د لوبي يوه برخه او يا يوه ډرامه ده چه د مسلمانانو په پاکو خاورو كي امريكا د بعضو منافقينو غلامانو په لاس عملي كوي او هم يي وويل چه 15% اوسيدونكو رايه وركړي او دا هم كچيرى زياتو خلكو اشتراك كړي وي نو 15% څخه به زيات نه وي څرګنده يي كړه چه انتخابات د ډالرو او امريكا په زور او هم 800 دولي مراقبين يي د انتخاباتو د نزدي مراقبه كولو څخه منع كړ او د انتخابات نتيجه يي په کاميابي سره اعلان كړه .
الهام الحق ياسيني
قاهره
نقاد
03.02.2005
دروند افغان پښتونه سلامونه!
ستاسو په اجازه د وړاندې شويو خبرونو پر ځای به مو پر دغه تخلص در سره خواله وکړم : ستاسو نوم هم پښتون او هم افغان دی .په دې کې څوک څه ويلی هم نشي، ځکه هر پښتون افغان دی ، خو برعکس هر افغان ته پښتون نه ويل کيږي .نو له نامه څخه مو صرف په دې خبره ټينګار څرګنديږي چې هر افغان پښتون نه دی او زه هغسې افغان يم چې پښتون وي . په دې معنی خوافغان نوم او پښتونوالی يی صفت شو. په پښتو کې صفت تر موصوف مخکې راځي، نو ستاسې نوم بايد پښتون افغان وای، نه افغان پښتون، کوم چې په ويلو کې هم سکته لري او صاف او بهاند نه ويل کيږي. ځکه چې تاسو صفت اوموصوف سره سرچپه کړي او د يو ځای مو بل ته ورکړی دی .
خو که خدای مکړه عذر يا ادعا مو برعکس داوي چې ګواکې هر پښتون افغان نه دی ، نو بيا مو د چا خبره عذر له ګناه څخه بدتر بريښي. ځکه هر پښتون افغان دی اوتر اټکه يې وطن غزيدلی دی، لا يو څو کلي تر اټک اخوا هم پښتانه افغانان تل اباد وو او دي . لنډه داچې د افغانانو تاريخي وطن افغانستان تر اټکه پورې پروت
او وګړي يې افغانان دي . که يو پښتون د لرې پښتونخوا له افغانيت څخه منکر شي هغه پښتون نه دی ، افغان پښتون خو څکی څکی، ځکه هغه د برې پښتونخوا پښتانه هم له افغانيت څخه باسي او خدای مکړه پخپله د افغان تاريخي نوم ورکول غواړي . خير دا پايلې مونږ ستاسو په نيت کې نه وينو، خو بايد مراعات شي، نو وړانديز دادی چې له افغان پښتون شکمن بريښي او پښتون افغان ترې ډير ښه او ستاسې د افغاني پښتنې مينې ښه ښکارندويي کولی شي. په درنښت
pattang
03.02.2005
ا فرين نقاد خانه !
دا لاندېنۍ لېکنه د ې زما په طبعت ډيره جوړه ده او
خدای پاک دې نور هم داسلا ميت او پښتونوالۍ حس در کړې
په درنښت پتنګ
[quote:7cef71d206="نقاد"]دروند افغان پښتونه سلامونه!
ستاسو په اجازه د وړاندې شويو خبرونو پر ځای به مو پر دغه تخلص در سره خواله وکړم : ستاسو نوم هم پښتون او هم افغان دی .په دې کې څوک څه ويلی هم نشي، ځکه هر پښتون افغان دی ، خو برعکس هر افغان ته پښتون نه ويل کيږي .نو له نامه څخه مو صرف په دې خبره ټينګار څرګنديږي چې هر افغان پښتون نه دی او زه هغسې افغان يم چې پښتون وي . په دې معنی خوافغان نوم او پښتونوالی يی صفت شو. په پښتو کې صفت تر موصوف مخکې راځي، نو ستاسې نوم بايد پښتون افغان وای، نه افغان پښتون، کوم چې په ويلو کې هم سکته لري او صاف او بهاند نه ويل کيږي. ځکه چې تاسو صفت اوموصوف سره سرچپه کړي او د يو ځای مو بل ته ورکړی دی .
خو که خدای مکړه عذر يا ادعا مو برعکس داوي چې ګواکې هر پښتون افغان نه دی ، نو بيا مو د چا خبره عذر له ګناه څخه بدتر بريښي. ځکه هر پښتون افغان دی اوتر اټکه يې وطن غزيدلی دی، لا يو څو کلي تر اټک اخوا هم پښتانه افغانان تل اباد وو او دي . لنډه داچې د افغانانو تاريخي وطن افغانستان تر اټکه پورې پروت
او وګړي يې افغانان دي . که يو پښتون د لرې پښتونخوا له افغانيت څخه منکر شي هغه پښتون نه دی ، افغان پښتون خو څکی څکی، ځکه هغه د برې پښتونخوا پښتانه هم له افغانيت څخه باسي او خدای مکړه پخپله د افغان تاريخي نوم ورکول غواړي . خير دا پايلې مونږ ستاسو په نيت کې نه وينو، خو بايد مراعات شي، نو وړانديز دادی چې له افغان پښتون شکمن بريښي او پښتون افغان ترې ډير ښه او ستاسې د افغاني پښتنې مينې ښه ښکارندويي کولی شي. په درنښت[/quote:7cef71d206]
pattang
05.02.2005
http://www.khyberwatch.com/audios/achakzi.htm