سياست او روانې چارې
افسوس: ددواړو خواوو نه افغانان مري.
میرویس
18.11.2013
قدرمنو وطنوالو، السلام علیکم
طالبان په ډېر فخر اعلان کوي چې د کابل ځان مرګي حمله، د قرغې د سپوږمې رستورانت حمله او داسې نورې دماکې موږ کړیدي، او دومره لاس کوڅي او دشمنان مو قتل کړیدي. د بلې خوا اعلان کیږي چې نن مو دوه تنه چې په ترکتور کې سپاره وو، او درۍنیم زره ماینونه یې د پاکستان نه ترسرپوله راواړول، د افغان پولیسو په ډزو کې ماینونه وچاودل او په ترګتور کې دواړه ناست سړي هم ووژل شول. او یا په امنیتي پوسته پاندې د طالبانو په یرغل کې لس یا پنځلس طالبان ووژل شول.
دا هم چا فکر کړئ چې راځی د مسلمان افغان د لاسه د مسلمان افغان د قتل مخه ونیسو. ولي موږ په لوی لاس خپلې پښې په تیشه وهو.
دا لاندې رپوټ تاند او یو شمیر نورو رسنیو خپور کړیدي:
====
م.م. سږ کال ۱۲ زره طالبان د جګړې له میدانه حذف شوي
• Monday, 18 November 2013 14:18
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- ملګري ملتونه، چې هرکال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو راپورونه او شمېرنې خپروي، دا ځل د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د تلفاتو احصاییه خپره کړې ده.
د ملګروملتو له راپور سره سم، چې نن خپور شو، په روان ۲۰۱۳ کال کې دوولس زره وسله وال طالبان د جګړې له میدانه حذف شوي دي.
د راپور مطابق په دې موده کې دوولس زره طالبان یا وژل شوي، یا ټپیان شوي او یا هم نیول شوي دي.
د ملګروملتو په راپور کې دا هم ویل شوي چې په وروستیو درو کلونو کې سږ کال طالبانو تر ټولو زیاتې حملې کړي دي.
اټکل کېږي چې راتلونکی کال به طالبان حملې لا زیاتې کړي ځکه چې ناټو په دې کال (۲۰۱۴) کې له افغانستانه پاتې ۷۵ زره پوځیان باسي.
امریکا ویلي چې په روان ژمي کې به به ۳۵ زره عسکر وباسي.
د ملګروملتو په راپور کې، چې د ملګروملتو امنیت شورا ته یې چمتو کړی دی، دا هم ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته په سلو کې اتیا مرګ ژوبلې د طالبانو د سړک د غاړې د بمي چاودنو په نتیجه کې اوښتي دي.
په راپور کې د ماینونو له درکه ژوره اندېښنه ښکاره شوې او ویل شوي چې اوس په ماینونو کې له ډېرو قوي چاودېدونکو موادو کار اخیستل کېږي.
تقریباً هره دوهمه ورځ پر سړکونو د اېښودل شویو ماینونو د چاودنو په نتیجه کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوړي.