د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د نصیرالدین حقاني مرګ، او د حقاني د شبکې پایښت

میرویس
12.11.2013

کرانو لوستونکو، السلام علیکم
د بي بي سي د رادیو په شمول ټولو رسنیو د حقاني د شبکې د غړي نصیرالدین حقاني په مرګ چې ددې شبکې د ملا تیر هم بلل شویدئ، تبصرې کړیدي.
نصیرالدین حقانی چې دحقاني د شبکې د بنیاد ګذار مولوي جلالالدین حقاني زوي، اوددې شبکې د موجوده رهبر سراج الدین حقاني ورورؤ، په اسلام آباد کې خپل کور ته نږدې چې دموټرنه ښکته شو او د ډوډۍ اخیستو دپاره نانوایي ته ورغئ، دوو موټرسایکل سپرو وویشت او ویې واژه.

رپوټونه وایې د هغه کورداسلام آباد په بارکاو علاقه کې چې د امریکا د سفارت په څو کیلږ مترۍ کې پروت دئ، موقعیت لري. وایي چې نصیر د حقانې شبکې د چندو ټولولو بنیادي منیع ؤ، او دغه راز لوژستیکي او سیاسي چارې یې هم په غاړه وې، او دالقاعدې سره یې نږدې اړیکې درلودې.

د افغانستان حکومت او امریکا د حقاني شبکه په هېواد کې د ننه پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو د بریدونو اصلي طراحه بولي.
په افغانستان کې پر لوېديځو ځواکونو او د هغوی پربنسټونو او ادارو د "ډېرو پېچلو ځانمرګو بریدونو" د پړې ګوته نېغ په نېغه د حقاني شبکې ته نیول شوې ده.
د حقاني یو بل ورور بدرالدین، چې د حقاني شبکې د عملیاتي ډلې مشر و، په تېر کال اګست کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.

ګرانو وطنوالو:
دهغه وخت راهیسي چې د حقاني شبکه په ترورستو ډلو کې وشمیرل شوه، فعالیتونه یې هم کم شول. وړمه هفته داسې رپوټوه خپاره شول چې په تیرو شپږو میاشتو کې په خوست کې د حقاني د شبکې فعالیتونه بیخي کم شویدي. رپوټ د حقاني دوو زدرانو قومادانانو چې د حقاني د خپل قوم سړي دي په یوه مرکه کې وویل چې، دوی نور د حقاني د شبکې دپاره جنګ نه کوي، ځکه لکه څنګه چې ورته ویل شوي وو چې دا جهاد دئ، خواوس ورته ثابته شوې چې دا جهاد ندې، بلکه دا ډله د پیسو د پیدا کولو دپاره جګړه کوي، او دغه راز د حقاني شبکه دمکتبونو، سرکونو د جوړولو او روغتونونو د جوړولو او چلولو سره مخالفه ده، او دا کارونه د ولس سره دښمني ده.

د حقاني د شبکې د ذوال دا ټولې نښې نښانې ددې شبکې د مدار مدار کمزوري کیدو او په نهایت کې د سقوط ګواهي ورکوي. کیداې شي چې د نصیرحقاني مړینه ددې شبکې د شر او فتنې منګلې د افغان ولس په تیره بیا د پښتنو د ستوني نه وکاږي. الله تعالا دې افغان طالبان هم پدې کامیاب کړي، چې دجنګ نه لاس واخلې او سولې ته غاړه کیږدي.
آمین یا رب العلمین.


طیب زابلی *
14.11.2013

دنصیر الدین حقانی صیب دی الله جل جلاله شهادت قبول کړی ،
دنصیرالدین حقانی شهادت په رښتیا هم د اسلامی امارت لپاره یوه ضربه ده
مګرخوداخبره چی دده په شهادت سره به داسلامی امارت یوه مهمه څانګه زوال
وکړی نوداسوچ اوخوب دی بېځایه ده،
دیوه شخص په مرګ سره ولو که هغه مهم شخص وی یو دومره لوی او پراخ تحریک
زوال نشی کولای،
دا دلس کاله داسلسله روانه ده چی کله دطالبانو یو مهم شخص په شهادت رسیږی
نودښمن داګمان کوی چی طالبان به کمزوری شی،خو هیڅ کله داسی نه دی شوی،
ترنصیرالدین حقانی مرحوم ډیر مهم کسان شهیدان شوی دی خوهیڅ منفی اغیز یی
پرطالبانو نه ده کړی،
هرڅوک که دنصیرالدین پرځای ټاکل کیږی هغه به هم دده په څیر وی ان شاء الله،
ځکه دا له تاریخه ثابته ده،
میرویس لیکلی:
( الله تعالا دې افغان طالبان هم پدې کامیاب کړي، چې دجنګ نه لاس واخلې او سولې ته غاړه کیږدي.)
داشغالګرو ترسیوری لاندی سوله؟؟
الله پاک دی هیڅ کله افغان طالبان په داسی سوله نه کامیابوی،
سوله اوامنیت داشغال په اختتام سره راتلای شی
نوالله پاک دی اشغالګر تباه او روک کړی او ایجنټانو ته دی
الله پاک هدایت وکړی دهدایت وړ نه وی نوالله دی دوئ هم ورسره تباه کړی
او الله پاک دی افغانانو ته داسلام په رڼاکی اتفاق او اتحاد ورنصیب کړی
چی زموږ په ملک کی ریښتینی او اسلامی سوله او امنیت راسی،

په پای کی دشهید نصیرالدین دپلار مجاهد کبیر جلال الدین حقانی حفظه الله
پیغام درسره شریکوم:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
افغان مجاهد ولس ته د شهید ډاکټر نصیر الدین (حقاني) د شهادت په مناسبت داسلامي امارت درهبري شوری دغړي علمي اوجهادي شخصیت مولوي جلال الدین (حقاني) پیغام - چار شنبه, 13 نومبر 2013 14:35
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا – الاحزاب ۲۳-
د افغانستان مؤمن او مجاهد ولسه او له صلیبي یرغلګروسره جنګیدونکو مجاهدینو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .
تر هرڅه له مخه عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله ، سرښندونکو مجاهدینو او خپل ځان ته د جهاد او سرښندنې دلارې دیوه سرښندونکي مجاهد ، شهید نصیرالدین (حقاني) د شهادت تبریکي وایم ، الله تعالی دې نوموړی په خپل دربارکې د شهیدانو، صدیقینو او صالحینو په جمله کې قبول کړي .
وروڼو! د الله تعالی په لارکې شهادت هغه لوړ افتخار دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له خپل ټول افضلیت او لوړمقام سره سره د هغه غوښتنه کړې او په مبارکو احادیثوکې دشهید ستر مقام ستایلی .
شهادت یو ځانګړی ویاړ او سعادت دی چې یواځې د الله تعالی مخلص بنده ګان ورباندې ویاړل کیږي ، شهادت فضیلت دی چې د جهاد د لارې د غوره مجاهدینوپه نصب کیږي او بالاخره شهادت په معنوي لحاظ د مجاهد موفقیت دی چې د هغه په وسیله د څښتن تعالی د رضا مورد ګرځي او په بدل کې یې د جنت الفردوس په تلپاتي نعمتونو نازول کیږي .
مسلمان مجاهد ولسه ! نن چې زمونږ غیرتي مجاهدین له خپل هیواد څخه د دفاع په سنګروکې له یرغلګرو سره په مقابله لګیادي الله تعالی د هغوئ د شهادتونو او قربانیو له وجې په دغې تاریخې مقابلې کې ډیر ستر فتوحات ورپه برخه کړي ، داسې فتوحات چې مغرور دښمن یې له خپل ټول پوځي او تخنیکي ځواک سره سره سخت وارخطاکړی ، د تیښتې لاره یې ترې ورکه کړې او نړیوال وجهات یې تر پښو ورلاندې کړی .
وروڼو! دجهاد لاره د قربانیو او سرښندنو لاره ده ، د جهادي قربانیو دغه لړۍ د احد په تاریخې غزاکې د حضرت حمزه رضی الله عنه له شهادته پیل او د څوارلسوسووکلونو په تیریدو سره لا همداسې جاري ده ، شهید ډاکټر نصیر هم داسلامي نظام دحاکمیت اودخپل ګران هیواد دازادۍ په مبارزه کې د دغې ویاړمنې لارې یو لاروی وه چې بالآخره خپل آرمان ته پکې ورسید، الله تعالی دي شهادت قبول کړي .
شهید ډاکټر نصیر زمونږ د کورنۍ نه لومړنی شهید اونه به اخرنی شهید وي ، بلکې د حقاني ټوله کورنۍ د جهاد او شهادت کورنۍ ده ، د الله تعالی د نظام د تحکیم او د هیواد له حریم نه د دفاع په لاره کې یې شهادت ترټولو ستر آرمان دی، ماته خپله د هیواد د هرشهید په شهادت کیدو دا غبطه راځې چې کاشکي دغه د شهادت تاریخي ویاړ زما په برخه شوی وای ، ما د خپل فاني عمر ډیره برخه په دې آرمان کې تیره کړې چې کله به مي دشهادت افتخار په برخه کیږي ، الحمد لله مونږ اوتاسو مسلمانان یو ، او مسلمانان د خدای په لارکې شهادت دومره خوښوي لکه کافران چې د دنیایي ژوند خوندونه او نعمتونه خوښوي .
مسلمانو افغانانو او ګرانو مجاهدینو ! زمونږ غیرتي ولس له تیرو دری نیمو لسیزو راهیسي په خپل هیواد کې د اسلامي نظام دتحکیم په غرض قرباني ورکوي ، د هغوئ سرښندنې او د جهاد په لاره کې توي شوې مبارکې وینې ډیرې قیمتي دي ، مونږ تاسو ټول باید د هغوئ د وینو درناوی وکړو او د هغوئ د وینو او شهادتونو درناوی په دې سره کیږي چې مونږ د الله تعالی د نظام د تنفیذ او اسلامي سپیڅلیو احکامو پیروي وکړو ، دامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهدحفظه الله په مشرئ جهادي صف مو متحد وساتو ، دخپلو مشرانو اطاعت وکړو او دخپل ځوریدلی ولس د آرامۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړو .
وروڼو ! له کافرانو سره دمقابلې په صف کې زمونږ د مجاهدینو شهادت زمونږ دکامیابي لامل دی نه زمونږ دناکامي لامل ، زمونږ د ناکامي لامل به زمونږ انحراف او د شهیدانو له مبارکو وینو سره خیانت او تفرق وي چې الله تعالی دی مونږ او په مجموع کې ټول اسلامي امت له دغه مهلک خطر څخه وژغوري .
والسلام
مولوي جلال الدین ( حقاني)
۱۴۳۵/۱/۱۰هـ ق
۱۳۹۲/۸/۲۲هـ ش ــ 2013/11/13م


میرویس
21.11.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
ګوره چې نن یې په ټل کې د حقاني د مفتاح القرآن په مدرسه کې د حقاني د شبکې د رئیس سراج الدین حقاني د معاون مولوی احمد جان په شمول ددې شبکې ددوو نورو غړو عبدالرحمن او مفتي حمیدالله سره څلور طالبان د بې پیولټه الوتې په حمله کې ووژل.
ددې نه مخکې بدرالدین حقاني، ملا سنګین او راورسته نصیرالدین حقاني ووژل شول.

دهغه وخت راهیسي چې د حقاني شبکه په ترورستو ډلو کې وشمیرل شوه، فعالیتونه یې هم کم شول. دوې هفتې مخکې داسې رپوټوه خپاره شول چې په تیرو شپږو میاشتو کې په خوست کې د حقاني د شبکې فعالیتونه بیخي کم شویدي. رپوټ د حقاني دوو زدرانو قومادانانو چې د حقاني د خپل قوم سړي دي په یوه مرکه کې وویل چې، دوی نور د حقاني د شبکې دپاره جنګ نه کوي، ځکه لکه څنګه چې ورته ویل شوي وو چې دا جهاد دئ، خواوس ورته ثابته شوې چې دا جهاد ندې، بلکه دا ډله د پیسو د پیدا کولو دپاره جګړه کوي، او دغه راز د حقاني شبکه دمکتبونو، سرکونو د جوړولو او روغتونونو د جوړولو او چلولو سره مخالفه ده، او دا کارونه د ولس سره دښمني ده.


طیب زابلی *
22.11.2013

وعلیکم السلام
ددې ظالمانو بریدونه تل داسی ړانده بریدونه وی
په دې برید کی چی زه له نژدی معلومات لرم شپږکسه
واړه ماشومان دقرآن حافظان شهیدان شوی دی ،
الله پاک دې ددوئ وینه ددې ظالمانو اشغالګرو او ددوئ دجاسوسانو
دتباهۍ او هلاکت سبب وګرزوی،


Shahzada
23.11.2013

[quote:d323e25358="طیب زابلی *"]وعلیکم السلام
ددې ظالمانو بریدونه تل داسی ړانده بریدونه وی
په دې برید کی چی زه له نژدی معلومات لرم شپږکسه
واړه ماشومان دقرآن حافظان شهیدان شوی دی ،
الله پاک دې ددوئ وینه ددې ظالمانو اشغالګرو او ددوئ دجاسوسانو
دتباهۍ او هلاکت سبب وګرزوی،[/quote:d323e25358]

زه دغه برید هم نه تایید کوم اما زابلیه یوه ورځ خو د طالبانو ناروا غیر اسلامی او غیر انسانی کارونه خو هم وغنده. دغه دي دا لاندنی راپور د خبریال ولوله او خپله قضاوت وکړه.

په کندهار کۍ چاودني ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله واړول
20 Nov 2013, 9:28
د کندهار ولايت د دوهمي امنيتي حوزي اړونده احمد شاهي لوبغالي ته څيرمه د ولايتي شورا د دفتر سره په خوا کې په يوه خصوصي هوټل کې ځانمرګى بريد سوى او پر مهال يې شپږ ويشت تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې چې په لمر خصوصي هوټل کې نن ماښام څه کم شپږ بجي چاودنه سوي ده او په ترڅ کې يې دري تنه ولسي وګړي وژل سوي دي او دوويشت تنه نور ټپيان سوي دي.
هغه وويل چې بريد هغه مهال سوى کله چې يو شمېر ولسي وګړي په دي هوټل کې د ډوډۍ خوړلو لپاره راغلي ول.
ده وويل چې تر دي بريده پوري ددي پېښي اصلي هدف نه دى څرګند ولي په سيمه کې د پوليسو له لوري پلټني پيل سوي دي.
هغه وايې چې ددي پېښي ژوبل سوي کسان روغتون ته د درملني په موخه ليږدول سوي دي.
د کندهار د عامي روغتيا ريس ډاکتر عبدالقيوم پخلا وايې چې ددي پېښي څخه روغتون ته دري وژل سوي او درويشت تنه نور ټپيان ور وړل سوي دي.
ده وويل چې په دي ټپيانو کې کوم چې ټوله ولسي وګړي دي د پنځو تنو يې روغتيايې حالت وخيم دى.له بلي خوا وايې چې په تپيانو کې يو تن شپږ کلن کوچنى هم سته دى او دا مهال ټول تپيان تر درملنه لاندي دي.
د پېښي په ځاى کې يوه عيني شاهد وويل چې را منځته سوي پېښه ځانمرګى بريد دى او دوى وليدل چې د پېښي وروسته ګڼ شمېر کسان په وينو کې لژند پراته ول.
له بلي خوا د پېښي په ځاى کې يوه پوليس د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دا بريد ځانمرګى وو او ددوى څيړني ښيي چې هغه چوونکي توکي په ځان پوري تړلي ول.
د لمر خصوصي هوټل په پېښه کې ټپي سوي کسان وايې چې لومړى يې يو وحشت ناکه ږغ اوريدلى او وروسته په ځان نه دي پوه سوي.
هغوى وايې چې ښايې بريد به د يو کس له امله سوى وي ولي دوى نه پوهيږي چې د پېښي پر مهال کوم مهم کس دلته شتون درلودى.
ددي پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي ولي دغه خصوصي هوټل په بشپړه ډول ويجاړ سوى دى.که څه هم په پېښه کې د هوټل ودانۍ نه د ړنګه سوي خو ويل کيږي چې بريد ډېر زورور نه وو.


larghonay laraway
25.11.2013

امريکايان له طالبانو داسې استفاده کوي لکه د اودس ماتې لوټې!
يوه راواخلي او بله اوغورځوي.
مسید لاړ بل راپيدا شو هغه يې ورک کړ بل يې راواخيست او څو چې په افغانستان کې امريکا وي همدا لوبه به روانه وي!


larghonay laraway
25.11.2013

امريکايان له طالبانو داسې استفاده کوي لکه د اودس ماتې لوټې!
يوه راواخلي او بله اوغورځوي.
مسید لاړ بل راپيدا شو هغه يې ورک کړ بل يې راواخيست او څو چې په افغانستان کې امريکا وي همدا لوبه به روانه وي!


میرویس
03.12.2013

زابلئ صاحب، اسلام علیکم
نه وروره، تاسې غلط شوي یاست. لمړئ دا چې تاسې وایاست، چې له نږدې معلوات لرئ، دا کوم معلومات دي؟ دا چې زه هلته خلک لرم، یا د نږدې معلومات لرم دا ټول هسې د سړې اوسپنې تیره کول دي. دا عوام فریبانه چلونه نورخلک نشي غولولئ. دویم دا چې وایاست، دا ړانده ګذارونه دي، دا هم بالکل بکواس دي.

پدې برید کې هغه کوټه ویشتل شوې چې د مطلب خلک پکې وو. نه ماشوم مړشوئ او نه بل څوک. دحقاني د ترورستي شبکې غټ ښامارن او نور طالبان وژل شویدي.
الله دې تاسې ته عدل او انصاف در په برخه کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more