د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په نورستان کې د جګړه مارانو ځالې کمې شویدي.

اتل
12.11.2013

ډیرو محترمو لوستونکو. السلام علیکم
د نورستان مقامات وایي چې، د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په برکت، هلته د افرایې جګړه مارانو ځالې کمې شویدي.
دا رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
===
بې کسه الوتکي دري مشهور طالب قومندانان ووژل
12 Nov 2013, 12:13
نورستان د هیواد ختیځ لور ته هغه سیمه ده چي د وزیرستان په څیر امریکا د بي پیلوټه الوتکو تر څار لاندي وي له تیرو څو کالو را په دي خوا په نورستان کښي د امریکا څارګرو الوتکو بریدونه له سلو اوړي.
د دي بریدونو په لړ کې تیره شپه شاوخوا دولس بجي د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د چنار خوړ په سیمه کښي امریکايي بي کسه الوتکو پر طالبانو برید کړى.
د نورستان والي تمیم نورستانى وايي چي یاد برید د طالبانو په څو مشهورو قومندانانو سوى دى کوم چې په سيمه کې ول.
دده په وینا چي د برید په ترڅ کښي دري تنه د طالبانو سیمه ایز مشران وژل سوي دي کوم چې په همدي سيمه کې يې فعاليت تر سره کوى.
نوموړي د دوه تنو مشرانو نومونه هم په ډاګه کړل وايي چي وارث او دین محمد په کامدیش کښي د طالبانو له مشهورو قومندانانو څخه ول ولي
تر اوسه طالبانو په دي اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د نورستان سیمه ایز چارواکي د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو خوشاله دي او وايي چي ددي بریدونو په مټ په نورستان کښي د جنګیالیو ځالي مخ په ورکیدو دي.
دوى وايي چي ددي بریدونو په نتیجه کښي سلګونه وسله وال وژل سوي دي.
بهرنيان هم پر دي ټينګار کوي چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه يې اغيزمن وي او په لويه کې هغه کسان په نښه کوي چې يا خو د وسله والو طالبانو په ليکو کې ډېر مخکښ او يا خو په لويو لارو کې ماينونه ايږدي.
په ډېرو سيمو کې اوس مهال وسله وال طالبان د ډرون او يا دي بې کسه الوتکي د ويري له امله ماينونه نه ايږدي او يا خو وسلي پټي ګرځوي.
جاويد مندتوال:پارون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more