نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددې پاڼې مالک ته
Anonymous
29.01.2005
ګرانو لوستونکو سلام
لکه څنګه چې تاسو شاهدياست زه کله ناکله په مختلفوموضوع ګانو کی برخه اخلم اودا يواځی ددې په خاطر چې په پښتو ليکنه کوو٠ تاسوته به هم څرګنده شوې وي چې دلته څوجملې ليکل څومره وخت نيسي مګر په تأسف سره چې وطنمل صېب او يا کوم بل چلوونکي په يوکليک ډېران ته وغورځول شي ٠
دوی ته چې کوم شې خوند ورنه کړي نو دسترګو په رپ کی يې ړنګ کړي او نقاد صېب خو يواځې پخپل نقد عاشق دې د بل نقداوپورورته معنا نه لري ٠ دې که شپېته املايي غلطي ولري نه يې ويني بس دبل دوه درې ورته هم دمنلو وړنه وي ٠
وروره !
موږ نه ماشومان يو چې په ښه اوبد به نه پوهېږو اونه راسره دومره وخت شته چې زه به يې ليکم اوچې ستاپه ذايقه برابر نه وو نويې ړنګوه
که دا حال وي نو نه تاسوته تکليف درکووم اونه ځانته
په درناوي
ازادنظر
______________________________________-
ازادنظره ولې؟ له سيکې درون وې اوس دی سپک تلي په تله
اسره ونه کړې چرګان له څېلمه په شل ډزو باندی وله
Anonymous
29.01.2005
ښاغلي ازاد نظر صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
وروره زه هم خپل اواز ستاسي سره يوځاي كوم او دا وايم چي د ټول افغان مسولين بايد بي طرفه وي نه دا چي كومه ليكنه ئي په زړه ښه لږي نو پريدي ئي او كنه نو ګيلماله ئي ورسه لاس كي نيولي ده او پري راكش يي كړي وروره نن مي د اجتماعي بحثونو په فورم كي د آزادي او استقلال لاندي بحث كي د ښاغلي نقاد صيب په ۲۴ د جنوري چي كومه ليكنه كړي ومه لوسته خو دغه د ادب نه ډك كلمات مي چي ترسترګو شوه او بلي خواته مي ستاسي ليكنه وه كتله نو ځكه ما هم اواز اوچت كړو او د نقاد صيب هغه د ادب نه ډك الفاظ دغه دي.
(((زمونږ طالب ورونه ﻻ اوس هم [color=darkred:f7c55956b2]ککړې کونې[/color:f7c55956b2] ګرځي خو الحمدل الله نه ورته د واکمنۍ تخت پاتې شو چې زياتي بولې پرې وکړي اونه هم ، متأسفانه چيرې د آزادۍ پر مفهوم پوه شول ، [color=darkblue:f7c55956b2]ايا همداسې نه ده ؟[/color:f7c55956b2] )))
[color=green:f7c55956b2]خو نه پوهيږم چي د شپږ ورځو په تيريدول سره د ټول افغان مسولينو دغه الفاظ ليدلي نه دي او كنه د دوي په تله پوره دي او د ادب او اخلاقو د چوكاټ نه بهر نه دي.[/color:f7c55956b2]زمونږ ليكني خو د شګو ورخ دي ړنګول ئي اسانه كار دي خو نه پوهيږم چي د پورتني ذكر شوي مودبي ليكني ړنګولو ته د ټول افغان مسولين ولي زړه نه ښه كوي.
صابر ننګرهاري
Anonymous
29.01.2005
هوريشتياهم. نقادكه هرڅه وایي نوڅوك څه هم نشي ورته ويلاى خوكه بل چامناسبه خبره هم وليكله نودخان صاحب زامن به پسي راپاسي او له يوه مخه به يى ړنگ كړي. كه دفورم په مسئولينوكي دنقاد په څير لوستی انسان دهرڅه كولو او ويلو حق لري نو دازادنظرپه څيرلوستى انسان ولي بايد هلته دڅه ليكلو حق ونلري؟
اوس گوره دنقاد دترخې لیکنې نن لسمه ورځ ده اوچاندى ړنگ كړى خوكه زماپدغه ليكنه يى سترگي ولگيدى نووالله كه يى نوم هم پريږدي.
ومونه ليدل چي دډيموكراسي مينان دى وگوري په عنوان باندي دنقاد اودهغه دهم انده دیموکراتانو انډيوالانو طبعه څومره خړه پړه شوي وه خوكله چي ځينو خلكو دنقاد په لاس دليكل شوي(افغان ولس القاعده اوطالبان په يوه سپيړه ووهل او لولپه يى كړل) په عنوان نيوكي وكړى نويى له هغه نه دفاع پيل كړه.......
لنډه داچي كه نقاد هرڅومره چغي ووهي چي موږبيطرفه يو څوك يى نه ورسره مني.....
ډاکتر وطنمل
29.01.2005
[color=blue:de5be272dc]درنو لوستونکو، محترم آزادنظر صاحب او منلی صابر خان ورور ته ډیر ډیر سلامونه !
رښتیا هم هغه وخت چې د نورو اړونده لیکنو ړنګول له دې کبله چې دهغوی متن له شخصي تیریو او زیاتیو څخه ډک و، اړین او ضروری شو، دآزاد نظر لیکنه هم لنډه اوهم له دغو نیمګړتیاو له درلودلوڅخه پاکه بریښیدله . نو آزاد نظره وروره ستاسې لیکنه د خپلې کومې نیمګړتا له کبله نه ده ړنګه شوې ، بلکې له دې کبله چې دنورو نیمګړو او ستونزمنو لیکنو په منځ لیکل شوې اود هغوی له ضروري ړنګلو وروسته ستاسې لیکنه له یوې خوا ګوښې او بی ارتباطه پاتې کیدله اوله بلې خوا ډیره لنډه وه چې ستاسو د نورولیکنوسره په تو پیر کوم بشپړاومستقل مطلب مو په کې نه و راخیستی، بلکې محض یو ځوابیه اشاره مو کړې وه، نو ددې له پاره چې منفی بڼونکي ستا سو ددوه درې کرښود پاتې کیدو په بهانه موضوع ته بیا د ناوړو شخصي تیریو دغزولوله پاره دوام ورنکړای شی، ستاسوله زغم او حوصلې څخه مې لیرې ونه بلله چې ددغسې یو رغنده هدف له پاره ستا سې لنډه لیکنه قرباني کړم . که زیات باور مې دتهورسبب ګرځیدلی وي نوبخښنه غواړم .
پاتې شونقاد صیب ، هغه به خپل ځواب پخپله ووایی، خو ما نه دي لیدلي،چې نوموړي کوم لیکونکي ته شخصي بد رد کلمې اوله ادابوڅخه لیرې الفاظ کارولې وي . غورزنګونه، واکمنۍ، سیاسي ډلې او اشخاص نه سپیڅلی اونه له غندنې څخه مصؤن بلل کیږی ، په تیره بیا چې اولسواک مشروعیت یې نه وي لرلای او له دیکتاتورۍ څخه یې کاراخیستی وي، نو د هغسې ژیمونوپه غندلوهیڅوک هم پړ نه دی .
البته پریو لیکونکي باندې د شخصي تیري په صورت کې بیا که لیکنه دښاغلي نقاد وي او که د ساري په توګه ددغه میلمه وي چې پورته یې نقاد صیب ته شخصأ بدا الفاظ کارولي ، هغه به نو بیا بې امانه ړنګیږي . په درنښت .ستاسې په خدمت کې وطنمل[/color:de5be272dc]
Anonymous
30.01.2005
ټولو ورونو، دوستانو، خواخوږو اوملګروته يوځای سلامونه
دسلامونورالېږلوڅخه ډېره مننه اوزمانيک تمنيات اوسلامونه هم ومنۍ٠
قدرمنو!
بې له دې چې کوم ګروپ يا مذهبي سياسي اودولتي ډلو ته ګوته ونيسم غواړم په عمومي شکل ووايم چې دافغانستان په کړکېچ کی لاس لرونکی ډلو په کتارونو کی ښه شخصيتونه اوبدشخصيتونه ميندل کيږي ٠ داچې زه ځانته ازادنظر وايم او په وياړ دخپلې بېطرفۍ نه پلوي کووم ٠ نو زما د نوم له ارتکابه سمدستي دا-انګېرنه کيږي چې د عامو خلکو په منځ کی اوسېدلو ته اووليت ورکووم ٠ زما په بېطرفۍ کی بل موزون عنصر داموندل کيږي چې زه نه مجبورېږم چې ديوې ډلې پلوي وکړم اودبلې سره تربګني ٠ همدا سبب دې چې په ځان اعتقاد لرم چې ښه اوبد په خپلو سترګو ليدای شم ، خپل نظرمې په دغه هکله څرګندولای شم اودليکنې محتوا په خپلواکه توګه برابرولای شم ٠ ددې ترڅنګه ددوستۍ او احترام اندازې په ايډيالوژيکو پولو نه محدودووم٠
زه په دې نظر يم چې هرانسان ته بايد دخپلو څرګندوولو ، وينا اوحقوقودغوښتنې ازادي ورکړای شي او هرانسان بايد د بل انسان حقوقو ، نظر او عقيدې ته په درنه سترګه وګوري٠ هيڅوک بايد ځان ته اجازه ورنه کړي چې د چا شخصيت ترپښو لاندی کړي٠
زه نپوهېږم چې ټول افغان پاڼه د چادعقايدواوافکارونمايندګي کوي خو د غه ټکې راته دومره داهميت وړنه وولکه داموقع چې په پښتو ليکل يې ممکن کړل٠
اودا - امکان يقينا" چې ددې لپاره به نه وي چې يوبل ته ردبد ووايو او هم د انساني ، علمي ، منطقي ، معاشروي، افغاني او اسلامي چوکاټه وه اوزو٠ اوڅوک چې دا کار کوي هغه ددغو صفتونو اوارزښتونو څخه عاري دې يعنې نه يې لري ٠ يوڅوک چې بل مجبوروي چې دهغه نظريات ورسره ومني معنا داچې له زور اوظلم پرته نوره څه طمع تری کېدای شي ؟
دډېرې خواشينۍ ځای دې چې ځينې ښه تعليم يافته خلک دصولو ، منطق ، اخلاقو اوادب له چوکاټه وتلي ، ووځي اووبه ووځي ځکه چې دغسې کارونه يې وظيفه ده ٠ هغوی په تفرقه اچوولو ، بې تأثيره کوولو، بې معنا کوولو ، شراوفساد رامنځ ته کوولو، سؤاستفاده کوولو، ديوهدف مخه نيول مګربل ته رسېدلو کی تخصص لري اودغه کارونه شعورا" کوي ځکه چې په کومه جاسوسي شبکه کې چې استخدام شوې وي نو دغه يې وظيفه وي ٠ که زه غلط وايم نو تاسومې پوه کړۍ چې په اسلام کی ښکنځل (شکنځا) جوازلري ؟ په فرايضو اوسنتو کی يې لري؟ پښتونواله دکنځلو اجازه ورکوي ؟ څوک چې متقابل احترام نه پېژني دغسې انسان حتما" طفل يالېونې وي٠ فکرکووم چې داپاڼه به دداسې خلکو لپاره نه وي او د هغوی ليکنې نه يواځی بايد ړنګې شي بلکه داسې اشخاص بايد پرېنښودل شي چې هم داسلام هم د پښتنو او هم د دې پاڼې نوم بدکړي اويا ترې سؤ استفاده وکړي٠
ددې ترڅنګ دنظر اختلاف اوررغوونکي انتقادونه نه يواځې جائز اوښه کار دې بلکه داصلاح ، پرمختګ ، نووښت ، روغې ، روزنې او خلاقيت اساسونه جوړوي٠ دبېلګې په توګه په دې کی شک نشته چې د اسلام مقدس دين يو مکمل دين دې مګر زمونږ افغانان ورونه پری مکمل پوهيږي ؟ دهغوی عملونه اوعقيدې په مکمله
توګه داسلام له اصولو سره برابردي ؟ نه نه دي٠ نوچې نه دي ولی د هغوی په غېر انساني اوغېر اسلامي کړووړو نيوکی ونه کړو؟ ولی ورته صحيح لاره ورونه ښيو؟ هغوی پرېږدو چې هماغسې په غلطه ولاړ شي ؟ ايا غلط تګ د نابودۍ پېل نه دې ؟ اوهمداسې پښتونولۍ ته وګورۍ. ښه اړخونه او نقصاني اړخونه يې وڅېړۍ٠ هرڅه پکی بد نه دي خو ډېر څه پکی ښه هم نه دي٠ يو مثال يې دادې چې پښتون بايد په يوه خبره کلک ودريږي او ترې وانه اوړي کنه پښتو خرابېږي٠ که مري که تاوان وررسيږي خو بايد په يوه خبره کلک وي ٠ يا مجبوريې چې د پښتون صفت وکړې او همدارنګه اجازه نشته چې ګووته ورته ونيسې ٠ نوکه پښتون داسې مکمل اوله غلطيو پاک وي نو دبدبختۍ ، کمزورۍ اوبې عدالتۍ سره ولې مخ دې؟
ددې ټولو دﻻيلو او واقيعتونو نتيجه داده چې خپلې ستونځې نه پېژنو ځکه خو د حل لارې چارې هم نه لټوو او نه يې پېژنو٠
دنقادصېب څخه هيڅکله داګيله نه کووم چې ولې زما په نظر نقد کوي خو په دې ضرور تری ګيله کووم چې که چېرې خپل ځان ته برأ ت ورکړي چې په هرڅه کامل پوهيږي مګر ثبوتولای يې نه شي نو حتما" ګيله رامنځ ته کيږي ٠ اودوطنمل صېب څخه داګيله ده چې څوځلې يې زما سمې ليکنې ړنګې کړي٠ ددې ويبپاڼې دکنټرول جه لو دوطنمل صېب په لاس کی دې اود کمپيوتري تخنيک په وسيله داورمعلومېدای شي چې څوک يې پاڼه ګوري٠ وطنمل صېب به ونه شي کوولای چې ثبوت کړي چې ازاد نظر دې دلته د کوم ليکو نکي بې احترامي کړيوي مګر داسې ليکونکي ورته معلوم دي چې دخپل رواني اوعقيدوي تنګنظرۍ او لېونتوب په عادت جذباتي شوي اودمنطق اواخلاقو له چوکاټه وتلي خو وطنمل صېب پرېښودي چې مونږ يې ولولو او په جوګه ځواب يې مجبور شو ٠ زياتره دغسې له اسلامه ، افغانيت او اخلاقولرې الفاظ زما د ليکنو په ځواب کی استعمال شوي ٠ همدارنګه څه موده مخکی د ټول افغان له خوا يوايمېل رارسېدلې وو چې په هدف يې پوه نه شوم ٠ کېدای شي دا د هغو فايلونوسلسله وي چې په وايرس ککړ زما په ايمېل ادرس رالېږل شوي وو٠
په پای کی بايد يادوونه وکړم چې د يو ښه مضمون ليکل ډېر ګران کار دې خو کنځل ترټولو اسان ٠
په درناوي
ازادنظر
____________________________________________
ازادنظره ولې؟ له سيکې درون وې اوس دی سپک تلي په تله
اسره ونه کړې چرګان له څېلمه په شل ډزو باندی وله
نقاد
02.02.2005
ګرانو،خوږو او زړه ته نږدې دوستانو ، ګيله مو وار دمخه په سر سترګو منم ، زما
سلامونه او نيکې هيلې هم ومنئ.
دروند ورور آزاد نظر صاحب ﻻ هم ګيله نه ده کړې، يواځې د هغې امکان يې داسې په ګوته کړی :
[quote:53b82d1ec3]دنقادصېب څخه هيڅکله داګيله نه کووم چې ولې زما په نظر نقد کوي [/quote:53b82d1ec3] که داجمله داسې بشپړ شي ، حقيقت به ﻻ ښه روښانه کړ: (( دنقاد...څخه هيڅکله داګيله نه کووم چې ولې زما په نظر نقد کوي ، ځکه تر اوسه يې هيڅکله هم زماپه نظر نقد نه دی کی....)) [quote:53b82d1ec3]خو په دې ضرور تری ګيله کووم چې که چېرې خپل ځان ته برأ ت ورکړي چې په هرڅه کامل پوهيږي مګر ثبوتولای يې نه شي نو حتما" ګيله رامنځ ته کيږي [/quote:53b82d1ec3]
دلته هم دا د امکان په توګه ښودل شوې چې [color=blue:53b82d1ec3]((که چېرې خپل ځان ته برأ ت ورکړي چې په هرڅه کامل پوهيږي مګر ثبوتولای يې نه شي )) [/color:53b82d1ec3] ، نو داامکان تر اوسه پورې پر واقعيت نه دی بدل شوی او ما هيڅکله داسې کوم برآت ځان ته نه دی ورکړی چې ګواکې زه دې په هرڅه پوهيږم، په تيره بيا داچې ښه او ګواکې کامل پوهيږم . پهدې اړه د وستانو ته ډاډ ورکوم د هغوی دې ډول انديښنې ته به
په راتليزه کې هم چانس ورنکړم او نه يې ورکولای شم، ځکه هغه څه چې زه پوهيږم نه يی ښه پوهه بللی شم او نه کامله، بلکې [color=white:53b82d1ec3]يو پوهاوی دی چی د ګرانو لوستونکو، په تيره بيا تر ما ښه پوهو دوستانو لکه آزاد نظر صاحب، غروال صيب ، حليمي صاحب او طالب جان او طالب خان صاحب سره يې کوم او ګټه ترې اخلم . [/color:53b82d1ec3] د خويندو په ليکه کې د نيلو خور او ليلو(الفت) خور غير حاضري د يوه ترخه يادګار او نه سکينده کيدونکې نيمګړتيا په توګه احساسوم، چې دوی مونږ ولې يواځې پري ايښي يو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
پاتې شوه د صابر ننګرهاري ورور ا يوه بل ميلمه تبصره چې د طالبانو په اړه يې زما د يوې څرګندونې په هکله کړې وه:
د ټول افغان يو ژغورندويه اصل دادی چې څوک په کې بايد کوم بل ليکونکي ته له آدابو ليرې الفاظ ونه کاروي، د ر زما په وړاندې اوس ، د آزاد نظر په وړاندې پخوا او د غروال صاحب په وړاندې څو اونۍ مخکې د ټول افغان دلومړي مخ پر مقالو باندې د تبصرو په ترڅ کې شوی دی ، کوم چې هم دتبصر د ړنګولو او هم د بحث فورم کې د تيری کونکو د ليکنو د ړنګونې سبب شوې، چې ښايي د موضوع په اړوند په کې د يوې پايلې په توګه مجبورأ د ښاغلي ازاد نظرصيب د ارزښتمنو ځينو اړوندو ليکنو او هم زما د بعضو ليکنو د ړنګولو سبب ګرځيدلي وي . زه له وطنمل صيب څخه نه ګيله لرم او نه ترې ناراضه شوی يم، ځکه لکه څنګه چې خبرشوم ، پوهيدم چې دا ټول د شخصي تيري کونکو په وړاندې د نوموړو بي ګناه ليکونکو د دفاع له پاره ترسره شوی او دهغوی له پاره پرې زه هم خوښ شوم.
خو ورونو شخصي تيری او سپورې سپکې يو ليکونکي ته ويل يوشی، او د وژونکو، قاتلو، ديکتاتورو ، خودسرو نامشروع سفاکو وحشي ګوندونو، تنظيمونو او غورځنګونو غندل، کوم چې د واکمنۍ په دوره کې افغان دوښمنه ،انسان دوښمنه او مدنيت دوښمنه څيره خلکو ته ښولې ده، دهغوی غندل بالکل بيل شی دی .که طالبانو د افغانستان د واکمنۍ مقام ،تخت او دسياسي مشرۍ مسوليت ته په ټيټ او سپک نظر نه وای کتلي، هغه يې له يوه عرب اسامه څخه نه وای قربان کړي، او پخپله د مدنيت او انسانيت په ﻻر روان وای،ولې به د خلق ، پرچم او تنظيمي جنايتکارانو په څير د غندنې وړ ګرځيدل . هو د طالبانو او خلقيانو ، پرچميانو او تنظيمونو صفوف چې يا بي خبره و او يايې له وسې پوره نه وه چې د ظلم وحشت او سياسي نادودو پر ضد ودريږي، هغوی بي ګناه او ټول زمونږ ورونه دي او په دغو غندنو کې نه راځي په دې شرط چې په خپلو مشرانو،تنظمونو ، ګوندونو او غورځنګونو ونه وياړي او ويې غندي . ددوی ځواک به عبث نشي که خپله تيره هيره کړي او پښيماني پرې وښيي او د نورو افغاني ورونو ترڅنګ اوږه په او ږه ودريږي . ٠و دا کار هم پوهه ، شهامت او بصيرت غواړي،وګورو چې په دوی کې به يې کومه رنجه وموندل شي که ځواک به يې عبث ورژيږي او په تاريخ ته به خپل بد او رسوا نوم د ابد له پاره پريږدي .
داچې اولسواکۍ ته مخالفين برناحقه تمامه ورځ کفري سيستم وايي ، کله يې فحش او فحشا بولي او کله ديموراتيکو ځواکونو ته بدرد وايي ، هيچا ورته څه ونه ويل ، نه يې ليکنې ړنګې شوې او نه هم وغندل شول، خو د طالب، تنظيم او کمونيستي خلق او پرچم ګوندونو په غندلو سره بيا د هغوی د پلويانوزارې چوي، ( مطلب مشخص څوک نه دی) او چې چوي نو ودې چوي ، د سياسي ديکتاتوريو غندل د هر افغان مسلم ، مشروع، قانوني او[color=red:53b82d1ec3] اړين [/color:53b82d1ec3]حق دی . والسلام .
ع کريم حليمي
02.02.2005
زه هم ترهرڅه له مخه خپل سلامونه عرض کوم
او ومحترم وطنمل صاحب ته اوبيا ټولو ملګرو او ليکوالوته
د ليکنې نېټه : شنبه جنوري 29, 2005 9:43 am عنوان : عيسوي عالم وينا او د افغانستان اوسني حالت
عادل ورور ليکي٠
[color=cyan:59e30540aa]نن زمونږ په ګران هيواد افغانستان كي هم همدا لوبه روانه ده، صليبيان افغانستان د مسلمانو د لاسه ايستلو ته د افغانستان د ازادي نوم وركوي او زمونږ ايمان پلورونكي په تاييد ورسره سر ښوروي.خو افسوس د هغه مسلمانانو په حال هم كوم چي همدغه ايمان پلورونكو ته د پيروانو او لوړ شخصيتونو په سترګه ګوري خو دلته د خپل تره ځوي خبره راياديږي چي ويل ئي مال او دولت د انسان په ډيرو بدو پرده اچوي او ده هم داسي. [/color:59e30540aa]
داسي واضح ،سريح ،فصح ،او بيله قيده تقريبأ ټوله افغان قوم ته د کفر خطاب کوي
او ټول افغان ئې په ډيره حوسله اوصبر دغه ليکنه لولي ٠ زه فکر نه کوم چه تر دغه سخته شديده خرابه،بده ،ملحوسه ، لعينه خبره به وي ٠
نه بنده خوابدوي او نه بل چا خوابدی وکړي ٠ نه ړنګه سوه داليکنه ٠ ؟؟؟
که ساسو داڅه تحمل کولای سي نو فکر کوم ٠ نو نه پوهيږم چه څشي نه شۍ تحمل کولای ؟؟؟
صابر ننګرهاري
04.02.2005
محترم وطنمل صاحب تاسي هغه څوك پړ نه ګڼي چي د ديكتاتوري رژيمونو لپاره بد الفاظ استعمالوي خو بايد له ياده ونه باسي چي په افغانستان كي تر اوسه پوري هيڅ كوم داسي رژيم نه دي راغلي چي له ديكتاتوري څخه خالي وي خو بحث كول او خبري كول خپل اداب لري نه دا چي مونږ هغه څه وكړو لكه چي واي يو بي عقله سړي ته خر لغته وركړه نو دي سړي خره ته دوه لغتي وركړي او بيا ئي ورته وويل څه فكر كوي زه ستا نه څه كم يم. نو كه مقابل جانب څه بد الفاظ استعمال كړي ددي پرځآي چي هغه ته بد الفاظ وكارول شي بايد مقابل جانب پردي وپوهول شي چي وروره دغه الفاظ دي د خبرو كولو له ادبي چوكاټ څخه د باندي دي نه دا چي هغه ته د بدو الفاظو د استعمالولو لپاره جوازنامه جوړه كړاي شي.
صابر ننګرهاري
صابر ننګرهاري
04.02.2005
نقاد وروره غريبانه سلامونه مي قبول كړه.
وروره ليكنه مي دي ولوسته خو د ليكني څخه دي پدي خبره پوه شوم چي كوم الفاظ چي تاسي استعمال كړي وه هغه ستاسي حق وه او ستاسي په تله پوره وه. ځكه چي چاته مو استعمال كړي هغه ستاسي په نظر د افغانانو .... نو بيا حيرانيږم چي ولي مو نوموړي الفاظ له خپلي ليكني څخه ړنګ كړي دي.
كه داسي نه وي نو مهرباني وكړي خبره راته ښه په ډاګه وليكي.
صابر ننګرهاري
نقاد
04.02.2005
[quote:58528727df]((حيرانيږم چي ولي مو نوموړي الفاظ له خپلي ليكني څخه ړنګ كړي دي.
كه داسي نه وي نو مهرباني وكړي خبره راته ښه په ډاګه وليكي)) [/quote:58528727df]
د قدر وړ ننګرهاريه وروره ښې چارې او سلامونه .
١ـ نوموړي الفاظ نه کوم ليکونکي مخاطب ته کارول شوي او نه کوم بل ټاکلي طالب ته ، بلکې د طالب رژيم د ناوړه سياست ټاکونکو ته چې د پاکستان په سيخه مرسته يې له افغان اولس څخه واک په زور غصب کړی او د هغوی پر ضد يې کارولی و ، آن تر دې چې دالقاعده له پاره يې پښتانه قربان کړل . وروره خالصه ديکتاتوري چلول د افغان اولس پر شرف او ناموس تيری دی . دا کار خلق پرچم او طالب دري واړو کړی دی او يو يې هم د بښلو وړ نه دی . که يو ظالم بر ناحقه راشي او
ستا تر مخ دی ورونه خويندې او موراو پلار در ووژني او بيا ستا پر مرۍ چاړه کيږدي ، خو په يوه تصادف کې او خوشچانسه پيښه کې ترې خلاص شې، آيا ته هغه خت هم مسول يې چې نوم يې په آدب اوالقابو سره واخلې ؟ زمونږ د ټول اولس سره د خلق پرچم تنظيمي قوماندانانو او طالبانو له ﻻسه همدغسې شوي دي . ايا دغسې ظالمان ته انسانان بولې ، زه خو يې نشم بللی.
٢ـ وروره کوم الفاظ چې ما کارولي هغه په لفظي معنی نه دي کارول شوي، چې ګواکې رښتيا يې ... روانې دي، بلکې مطلب د همغه سياسي هدف له پاره ( چې
پايلې يې تر بولو هم بدترې وې) د هغوی هلې ځلې ، هڅې او روانې جګړې . د داود
( ع) پر ضد هغه ډله نه پوهيدله چې پر تخت اوواکمنۍ څه وکړي، او دوی هم ثابته کړه چې د واکمني پر مسووليت نه، بلکې په خوند يې پوهيدل ، او اوس هم دهمغه خوند د بيرته ﻻسته راوړلو له پاره جنګيږي ، که بريالي شي نو خليفه به يې داځل پخپله اسامه بن ﻻدن وي ، کوم چې ښايي د امريکايي دجال پر ضد ځان ته د مسيح لقب ورکړي او نړۍ ددجال او د هغه د يهودي امت له شره هم خلاصه کړي . که اسامه مسيح وي نو ښکاره دې اعلام وکړي او شف شف دې نه کوي ، څو د ادعا د ثبوت سره سم مونږ ټول مسلمانان ورسره ودريږو . او که ځان مسيح نه بولي نو دا مظلوم افغانان او طالبان دې هم نورپريږدي چې د خپلو نوﻻو ورونو سره اوږه په اوږه ودريږي ، د قانوني سياسي مبارزې له ﻻرې هم امريکايان له خاورې څخه وباسي او هم خپل هيواد ودان کاندي . له زړې سياسي رهبرۍپرته يې نور ټول طالبان زمونږورونه دي، په بده يې انديښمن او په ښه يې خوښيږو ، د کندهاريانو په خوږه لهجه : خدای دې راولي !
٣ ـ نوموړي الفاظ ښايي وطنمل صيب ړنګ کړي وي، داچې پورتنی مطلب ترې ځينو نه دی اخيستی ، نو پر ړنګول يې ه بد نه بولم . په دنښت
نقاد
04.02.2005
[quote:8d89c39626]((حيرانيږم چي ولي مو نوموړي الفاظ له خپلي ليكني څخه ړنګ كړي دي.
كه داسي نه وي نو مهرباني وكړي خبره راته ښه په ډاګه وليكي)) [/quote:8d89c39626]
د قدر وړ ننګرهاريه وروره ښې چارې او سلامونه .
١ـ نوموړي الفاظ نه کوم ليکونکي مخاطب ته کارول شوي او نه کوم بل ټاکلي طالب ته ، بلکې د طالب رژيم د ناوړه سياست ټاکونکو ته چې د پاکستان په سيخه مرسته يې له افغان اولس څخه واک په زور غصب کړی او د هغوی پر ضد يې کارولی و ، آن تر دې چې دالقاعده له پاره يې پښتانه قربان کړل . وروره خالصه ديکتاتوري چلول د افغان اولس پر شرف او ناموس تيری دی . دا کار خلق پرچم او طالب دري واړو کړی دی او يو يې هم د بښلو وړ نه دی . که يو ظالم بر ناحقه راشي او
ستا تر مخ دی ورونه خويندې او موراو پلار در ووژني او بيا ستا پر مرۍ چاړه کيږدي ، خو په يوه تصادف کې او خوشچانسه پيښه کې ترې خلاص شې، آيا ته هغه خت هم مسول يې چې نوم يې په آدب اوالقابو سره واخلې ؟ زمونږ د ټول اولس سره د خلق پرچم تنظيمي قوماندانانو او طالبانو له ﻻسه همدغسې شوي دي . ايا دغسې ظالمان ته انسانان بولې ، زه خو يې نشم بللی.
٢ـ وروره کوم الفاظ چې ما کارولي هغه په لفظي معنی نه دي کارول شوي، چې ګواکې رښتيا يې ... روانې دي، بلکې مطلب د همغه سياسي هدف له پاره ( چې
پايلې يې تر بولو هم بدترې وې) د هغوی هلې ځلې ، هڅې او روانې جګړې . د داود
( ع) پر ضد هغه ډله نه پوهيدله چې پر تخت اوواکمنۍ څه وکړي، او دوی هم ثابته کړه چې د واکمني پر مسووليت نه، بلکې په خوند يې پوهيدل ، او اوس هم دهمغه خوند د بيرته ﻻسته راوړلو له پاره جنګيږي ، که بريالي شي نو خليفه به يې داځل پخپله اسامه بن ﻻدن وي ، کوم چې ښايي د امريکايي دجال پر ضد ځان ته د مسيح لقب ورکړي او نړۍ ددجال او د هغه د يهودي امت له شره هم خلاصه کړي . که اسامه مسيح وي نو ښکاره دې اعلام وکړي او شف شف دې نه کوي ، څو د ادعا د ثبوت سره سم مونږ ټول مسلمانان ورسره ودريږو . او که ځان مسيح نه بولي نو دا مظلوم افغانان او طالبان دې هم نورپريږدي چې د خپلو نوﻻو ورونو سره اوږه په اوږه ودريږي ، د قانوني سياسي مبارزې له ﻻرې هم امريکايان له خاورې څخه وباسي او هم خپل هيواد ودان کاندي . له زړې سياسي رهبرۍپرته يې نور ټول طالبان زمونږورونه دي، په بده يې انديښمن او په ښه يې خوښيږو ، د کندهاريانو په خوږه لهجه : خدای دې راولي !
٣ ـ نوموړي الفاظ ښايي وطنمل صيب ړنګ کړي وي، داچې پورتنی مطلب ترې ځينو نه دی اخيستی ، نو ړنګول يې هم بد نه بولم . په درنښت