د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

khabartya

Anonymous
28.01.2005

خبرتيا٠ خبرتيا٠ خبرتيا٠
درنو دوستانو٠اول سلام٠
ځينی وروڼه د ځينو اخوانی ورځپاڼو ( البته کوم چی دمردارو اعرابو په مردارو پيسو خپريژی او دخلکو اذهان پری خرابوی) اعلانونه په ټول افغان کښی نشروی٠
ګرچی د هر چا د نظر لوستل اوليدل ښه کاردی او ددغو ورځپاڼو لکه، څرک٠ چرګ او داسی نورو لوستل هم بد نه دی صرف دومره دی چی٠ غير له د چی اذهان خرابوی، ددی ورځپاڼو او يا کالپاڼو په راښکته کولو سره کمپيوټرونو ته هم صدمه رسيږی٠
دوستان دی خبر وی٠
ماتۀ ستر تاوان رااړولۍ دۍ٠


Anonymous
29.01.2005

زه اخوانې هم نه يم ، اما وروره قضاوت دي غلط دی ، ځکه چې عرب مردارهم ندې
او پيسې ئې هم مردارې ندي ٠ دغو پاټو ته زه هم تللي يمه اوپه ما هيځ کار ندي شوي ، شايد سرکې يا وروسته له دې ځخه کومې سېکسې پاڼې ته تصادفې تلې ئي او هغه په رښتيا چې dailer لرې او computer خرابه وې .

په درنښت پتنګ

[quote:d3e7e8732f]ځينی وروڼه د ځينو اخوانی ورځپاڼو ( البته کوم چی دمردارو اعرابو په مردارو پيسو خپريژی او دخلکو اذهان پری خرابوی) اعلانونه په ټول افغان کښی نشروی٠ [/quote:d3e7e8732f]


Anonymous
30.01.2005

درنواخوږوميلمانوسلامونه اوښي چارې
پتنګه وروره ستاسوليکنه زه هم تائيده وم اونوره کاميابي درته غواړم خويوه خبره درته کوم چي تاسوپه خپله ليکنه کوم فحش لنک ورکړئ زماپه اند ددي ليکلوته هيڅ اړتيانه ليدل کيده ښه به وی که په دي مردارلنک باندي مودټول افغان مخ نه وئ ناولئ کړئ ،اوپه پای کښي دپاڼې له مسؤلينوڅخه هيله کيږي چي دالنک زرترزره ړنګ کړي

په درنښت
چڼي


Anonymous
30.01.2005

زه هم دلمړني ميلمه خبره تايدوم. اکثره داډول عربي انترنيت پاڼې له زهرو ډکې دي. دانساني کرامت نه خالي او يوازې مذهبي تشنجاتو اوانساني وژنو ته لمنه وهي. بله داچې دا پتنګ څوک دی؟ د هغه اصلي څيره دچا ده؟ له يوې خوا خپل ځان د اسلام او پښتونولی ټيکه دار څرګندوي خو له بلې خوا دنړۍ په سرتاسرکې افغانانو ته چې په هغو کې ښځې، نارينه او تنکي ځوانان هم شامل دي. سکسي ويب سايټونه معرفي کوي. داچې نوموړي داسي سايټونه پيژني نو ښکاره ده چې ټوله ورځ يي تماشا کوي او هم يې نورو افغانانو ته ډالۍ کوي. نو بيا داسلام دټيکه دارۍ دعوه ولي کوي؟ او ولي په يو اوبل حملي کوي؟ ايا دې عمل ته د منافقت کلمه نه کارول کيږي؟ غير له هغې دداسې يو سکسي ويب سايت خپرول څه مانا؟ پتنګ صيب !!!


Anonymous
30.01.2005

درنو وروڼو سلامونه می ومنۍ٠
بيا پتنګه وروره٠
زما هدف دمردارو عربانو څخه هغه مردارعربان دی چی ددوی افراطيت او زورزياتۍ په دين کښی زموږ سپيڅلی او مبارک دين اسلام د نړيوالو په ذهن کښی بد ګرځوﻻی دۍ٠
او پاتی شو دغه دټول افغان ويب پاڼه دافغانانو دخپل منځی مشکلاتو په سردخبرو اترو لپاره ده نه دکوم چا دورځپاڼو دتبليغولو لپاره٠ دا زما هدف زما دليکنی څه وؤ٠
په اخير کښی دادوعا کؤم چی عربانو ته دی خدای همت ورکړی چی اول داسراېئلو څخه ځان خلاس کړی او بيا دی وټوله دنيا خدای ددو تر اسارت ﻻندی راولی٠ موږ خو يی هسی هم قيضه کړی يو٠


Anonymous
30.01.2005

[color=green:95fb3c4862]ملاجانه وروره ګيډی،ګيډی سلامونه می ومنه٠
دا چی زما دليکنی تائيد مو کړی يودنيا مننه٠
ماشالله د ډير روښانه او ښه ذهنيت خاوند ياستی٠
دخدای ج نه درته تاند قلم، د ريښتيا ويلو ګويانده ژبه اوپه روځنيو چارو کښی بری دتل لپاره غواړم٠[/color:95fb3c4862]
په درناوی٠


عربان او ستاسو قضاوت

Anonymous
30.01.2005

سلامونه
وروڼه ستاسو دغو بحثونو ته نوی در ګډ شوی يم . دلته مې د يوۀ ځوان ليکنه ولوسته چې عربان يې او د هغوی پيسې يې سمې نه وې بللې . ګومان وم موږ افغانانو ته د نورو خلکو په باب قضاوت ځکه اسم دی چې موږ خپله لا له ډيرو خلاو ډک يوو . راځئ د نورو په باب قضاوت دې ته پريږدو چې څوک زموږ د ملي منافعو پر ضد دي . که پرون عرب زموږ د ملي ګټو لپاره په لوی لاس يا په تېروتنه کار وکړ د ستاينې وړ و او که نن بل څوک دا وياړ خپلوي هم نو کور يې ودان ، که چيرې يو څوک زموږ د ملي منافعو خلاف وي که هر څوک وي د غندنې وړ دی البته د ادب او ټولنيزو ادابو په چوکاټ کې .
ښاد اوسئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more