سياست او روانې چارې
ملا برادر ترکيې ته تللئ دئ
اتل
04.11.2013
قدر منو لوستونکو، السلام علیکم
متل دئ، هر وخت چې د نقصان مخه ونیول شي ګټه ده.
د پاکستان د [امت] ورځپاڼې ویلي چې ملا برادر، د طالبانو د استول شوي هیئت سره د مذاکرو دپاره ترکیي ته تللئ دئ. د ملا محمد عمر آخند زوم ملا معتصم آغا جان چې وقتاُ فوقتاً د صلحې او پخلاینې خبرې کوی، هم په ترکیه کي دئ. ویل کیږي چې ملا برادر هم د ملا معتصم آغا جان غوندې د نرم دریځ ځاوند دئ.
ددغو دواړو طالب مشرانو یو ځای کیدل د ملا محمد عمر آخند نرم دريځ پیاوړئ کوي، او کیدای شي چې په نږدې راتلونکې کې په طالبانو کې میانه روان پر افراطیانو غلبه پیدا کړي او په برکت یې زموږ په خوږمن ملک کې صلحه راشي.
دا لاندې رپوټ روهي خپور کړیدئ:
====
رسنۍ: ملا برادر ترکيې ته سفر کړی.
د پاکستان د (( امت)) ورځپاڼې د رېپوټ له مخې، د طالبانو دوهم لوړ پوړی غړی ملا عبدالغني برادر په هکله ويلي، چې نوموړی په ظاهر کې په پېښور کې دې او له استوګنځي نه يې ساتنه کيږي، خو حقيقت دا دی، چې نوموړي ترکيې ته سفر کړی دی.
د دغه ورځپاڼې د رېپوټ پر بنسټ، ملا برادر به په ترکيه کې نه يوازې د طالبانو له پلاوي سره وګوري بلکي له نورو ډلو سره به ليدنه ولري.
تر اوسه د ملا برادر د سفر په هکله په رسنيو کې څه دي ويل شوي او ويل کيږي، چې دا سفر په پټه تر سره شوی دی او دا هم څرګنده نه ده، چې د کوم هېواد په مرسته شوی.
په لومړي سر کې هم داسې غوښتنې موجودې وې، چې ملا برادر دې تر خوشي کيدو وروسته درېيم هېواد، سعودي عربستان او يا هم ترکيې ته واستول شي.
زيږ اڅړ
Re: ملا برادر ترکيې ته تللئ دئ
pattang
04.11.2013
دغه ستاسو پيداکړې کيفي ډلې په درد نه خورئ وخت مه ضايع کوه !
[quote:37b32e073f="اتل"]قدر منو لوستونکو، السلام علیکم
متل دئ، هر وخت چې د نقصان مخه ونیول شي ګټه ده.
د پاکستان د [امت] ورځپاڼې ویلي چې ملا برادر، د طالبانو د استول شوي هیئت سره د مذاکرو دپاره ترکیي ته تللئ دئ. د ملا محمد عمر آخند زوم ملا معتصم آغا جان چې وقتاُ فوقتاً د صلحې او پخلاینې خبرې کوی، هم په ترکیه کي دئ. ویل کیږي چې ملا برادر هم د ملا معتصم آغا جان غوندې د نرم دریځ ځاوند دئ.
ددغو دواړو طالب مشرانو یو ځای کیدل د ملا محمد عمر آخند نرم دريځ پیاوړئ کوي، او کیدای شي چې په نږدې راتلونکې کې په طالبانو کې میانه روان پر افراطیانو غلبه پیدا کړي او په برکت یې زموږ په خوږمن ملک کې صلحه راشي.
دا لاندې رپوټ روهي خپور کړیدئ:
====
رسنۍ: ملا برادر ترکيې ته سفر کړی.
د پاکستان د (( امت)) ورځپاڼې د رېپوټ له مخې، د طالبانو دوهم لوړ پوړی غړی ملا عبدالغني برادر په هکله ويلي، چې نوموړی په ظاهر کې په پېښور کې دې او له استوګنځي نه يې ساتنه کيږي، خو حقيقت دا دی، چې نوموړي ترکيې ته سفر کړی دی.
د دغه ورځپاڼې د رېپوټ پر بنسټ، ملا برادر به په ترکيه کې نه يوازې د طالبانو له پلاوي سره وګوري بلکي له نورو ډلو سره به ليدنه ولري.
تر اوسه د ملا برادر د سفر په هکله په رسنيو کې څه دي ويل شوي او ويل کيږي، چې دا سفر په پټه تر سره شوی دی او دا هم څرګنده نه ده، چې د کوم هېواد په مرسته شوی.
په لومړي سر کې هم داسې غوښتنې موجودې وې، چې ملا برادر دې تر خوشي کيدو وروسته درېيم هېواد، سعودي عربستان او يا هم ترکيې ته واستول شي.
زيږ اڅړ[/quote:37b32e073f]
اتل
05.11.2013
پتنګ صاحب، سلامونه
ورورجانه، وایې خدای دې په هغې پوښتې چې لرې یې. زه خو سوله غواړم، ولو که د هر چا په برکت وي، خوتاسې جنګ غواړئ، ولو که د هر چا په شرروي.
تاسې ملا برادر چې د طالبانو د تحریک دویم سړئ دئ، بیله دې چې کومه ګناه نه، بلکه د طالبانو دپاره یې قرباني هم ورکړې ي نه منئ، دا بیا ستاسې عدل او انصاف دئ.
د طالبانو تحریک تر اوسه نه ملا معتصم آغا مردود کړئ او نه هم ملا برادر، خو تاسې یې د حب علي او بغض معاویه په میچ په خپل سر ډنګوې.
ستاسې دې نوش جان شي.
طیب زابلی *
07.11.2013
اول خوبه داخبر رښتیانه وی ځکه چی ملابرادراوس هم نظربند دی اوکه رښتیاوی هم نودبندی په شکل به تللی وی چی په داسی حال کی دی دطالبانو نمایندګی نشی کولی،