نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د کوټې شورا وايي، سوله کوي، او بریدونه نه زیاتوي
اتل
04.11.2013
دفورم محترموګډونوالو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ما خو تل لاسونه په دُعا نیولي چې د الله جل جلاله په کرم او رحم په ملک کې ويني تویل او ورور وژنه پای ته ورسیږي، سوله راشي، ترځو ملک وده وکړي او مسلمانان جوماتونو، هدیرو، او جنازوه ته په امن کې لاړ شي، او په کاملو حواسو د الله تعلي اوامر په ځای کړي او طاعت او عبادت وکړي.
زه چې د سولې د څرک په لګیدو څه ولیکم او یا دطالبانو د مهمو غړو په سوله ایزو تبصرو څه ووام، نو ځینې دوستان خدای دې یې لري، سترګې پټې او خوله وازه کړي، هدر او هزیان وايي.
په عوض ددې چې د ملک خیر ښیګڼه، سوله او سلم چې د الله تعلې د رضایت سبب کیږي، حمایه کړي، په ملک کې تشدد، ترهه، او بې هوده قتل او قتال تشویق
کوي. دغو دوستانو ته پکار دي، چې دخیر طلب وکړي نه د شر او فساد؟
دالاندې رپوټ مشال رادیو او دډیلي بیسټ ورځپاڼې په حواله خپور کړی، او ګران افغانستان هم د خپلئ ځانګړې تبصرې سره غبرګ همدا رپوټ چاپ کړیدي:
====
د طالبانو قوماندان ملا وکیل
مشال راډیو
02.11.2013
سرچینه: ډېلي بیسټ
ژباړه: بشیر ګواښ
ډېلي بيست ليکي اسلام اباد کې د افغان طالبانو د کوټې شورا غړو په يوه غونډه کې فیصله کړې چې د سولې په مذاکراتو کې به همکاري کوي او بريدونه به نه زياتوي.
دا خلک اسلام اباد کې د افغان طالبانو يو ملاتړ کوونکي سړي ښکلي کور ته په مرمۍ ضد موټرو کې ورغلي ول. له دوی سره وسلې نه وي. سپينې خولۍ يې په سر وې او اوتو کړي جامې يې اغوستې وې. پاکستان تر ډېره وخته پورې له دې انکار کړی چې افغان طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي خو د ډېلي بیسټ په وينا اوس پاکستان ښه په ښکاره طالبانو ته د ناستو او تګ راتګ موقعې برابروي.
په رپورټ کې راغلي چې دې غونډه کې د کوټې شورا لس مهم طالبان شامل وو. په دوی کې د طالبانو يو مهم نظامي مشر، اختر محمد منصور، د افغانستان په جنوب کې د طالبانو قوماندان مولوي حسن رحماني او د دوی د مشر ملا عمر نيزدي ملګري عبدالروف خادم او ملا ګل اغا ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د کوټې شورا يو بل مشر غړی عبدالقيوم ذاکر نه وو. د ډېلي بيست په خبره نوموړی د اختر محمد منصور سره پر نظامي مشرۍ اختلاف لري او غواړي د طالبانو نظامي مشر دی پخپله وي.
په رپورټ کې راغلي چې دې غونډه کې ګډونوالو افغانستان کې د سولې په مذاکراتو کې د برخه اخيستو په اړه تاوده بحثونه وکړل. ځينو ويل چې امريکايي پوځيان له افغانستانه په وتو دي او اوس ښه وخت دی چې خپل چريکي يا ګوريلايي حملې تېزې کړي. خو اکثريت په دې نظر وو چې له دولس کاله جګړې وروسته نور بايد د سولې لاره غوره کړل شي او سياسي روغه جوړه دې وشي.
ډېلي بیست د ذبيح الله په نامه يو طالب قوماندان له خولې ليکلي چې پاکستان طالبانو ته ويلي چې افغان حکومت سره يو جوړجاړي ته رسيدلو لپاره ځينې سختې غوښتنې پريږدي او پر ځای دې يې داسې مطالبې وکړي چې د منلو او عملي کولو وړ وي.
په دې رپورټ کې راغلي چې د افغان طالبانو د کوټې شورا ځکه د کوټې په ځای اسلام اباد کې دا غونډه وکړه چې هلته د ملا نجيب الله له بريده ويريږي. د طالبانو قوي قوماندان ملا نجيب الله د ځانمرګو بريد کوونکو يو ګروپ مشر او د سولې د خبرو خلاف دی.
افغان حکومت له دې ناستې خبر وو او ډېلي بیسټ ويب پاڼې د ولسمشر حامد کرزي د يو سلاکار له خولې ليکلي چې د کوټې شورا د غړو په خپله منځ کې ناسته ښه کار دی. نوموړي زیاته کړي چې دا مهال پاکستان کې طالبان تر بل هر وخته ډېر خوشاله دي او دا ښه خبره ده چې د شورا غړي په ارامه زړه له خطره بهره يو ځای کې سره کښينایتل او د سولې په اړه يې خپل نظرونه سره شريک کړل.
م . ق
04.11.2013
عجیبه خبره ده، د طالبانو د دومره پټې غونډې څخه امریکایي میډیا څنګه د دومره جزئیاتو سره خبره شوه؟ ایا پاکستان امریکایانو ته اطلاع ورکړه او کنه دا غونډه د امریکا او پاکستان په پلان جوړه شوې وه ترڅو نړیوالو ته په سترګو کې خاورې واچوي چې ګورئ مونږ سولې راوستو ته ژمن یو.
که طالبان په خپل مینځ کې د سولې خبرې کوي نو دا خبره د امریکايي میډیا له خولې ولې دنیا ته راوځي؟ ایا دا ماجراجويي او مکاري نه ده ترڅو په نړیواله سطح خپل مجروح حیثیت اعاده کړي او سولې ته ژمنتیا وښايي وروسته له هغې چې دنیا په شمول د جرمني او فرانسې د امریکا په نیتونو شکمنه شوې ده.
پدې امریکايي راپور کې وئيل شوي چې پاکستان طالبانو څخه غوښتي چې خپلې غوښتنې نرمې کړي، خو حال برعکس دی پاکستان له طالبانو څخه غوښتي چې خپلې غوښتنې او شرایط نور هم سخت کړي ترڅو سوله ونه شي، دا ځکه چې د امریکا او پاکستان په ستراتیژۍ کې سوله نشته، هغوي له کلونو راهیسي د افغانستان لپاره د جنګ پرته بل څه نه غواړي، لومړی یې مجاهدین خپل مینځ کې وجنګول بیا یې مجاهدین او طالبان وجنګول اوس نو کرزیان او طالبان جنګوي، خو هر وخت د جنګ موخې او اهداف جدا او مرحله وار وي، لومړي جنګ کې یې خپل حریف روس مات کړو، دویم جنګ کې یې د خپلو راتلو لپاره لار هواره کړه، او په اوسني جنګ کې د خپل دایمي حضور لپاره بهانې لټوي، او چې دایمي حضور یې هم تثبیت شي بیا جنګ ددې لپاره غواړي چې ترهه ګري روس او چین ته هم له دې لارې وارده کړي، او په دغو سیمو کې هم د خپلو راتلو او دایمي اډو جوړولو لپاره زمینه سازي وکړي ځکه په ټوله نړۍ کې یوازې دغه د روس او چین سیمې دي چې د امریکايی اډو له حضور او دایمي استعمار څخه خالي دي او د دې سیمو د واک لاس ته راوړل د انګلیسانو او امریکایانو د پيړیو پیړیو خوب دی. فاعتبروا یا اولي الالباب!
د حق او حقیقت ویاند: مبارز - ق
Re: د کوټې شورا وايي، سوله کوي، او بریدونه نه زیاتوي
pattang
04.11.2013
ستا هدف په طالبانو پسې پروپاګنده او داشغالګرو لپاره اګيتاڅون دی
چې خپل ايمان دې پکښې خراب که !
د مشال راديو د Cia اوغربي ليبرالېزم خوله او له دوی څخه مالي
تقويه کېږي !
اسلامي امارت دغه ډول دروغ پخوا له دې څخه چې ته یې تل ته راوړې په کلکه رد او وغندل !
ته دهغوی غندنه نه راوړې خو دمشال دراديو سوړې يادوې دا ولې؟
لکه چې دبرېتورو خلکو بيا روزګار ښه شوی دی خو له دې واره
د KGB دمنيفست پر خای د Cia سپين کتاب په خپل تخرګ کې
ګرزوي !
داسلامي امارت دريځ :
د ډيلي بيسټ ورځپاڼې دبې اساسه راپور په اړه داسلامی امارت دویاند څرګندونې
تفصيل نېټه: یک شنبه, 03 نومبر 2013 18:40 لیکوال: ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: پیغامونه
تيره ورځ ډيلي بيسټ مشکوکې ورځپاڼې چې تر ډيره شومې استخباراتي موخې تعقيبوي اومشهور استخباراتي اجنټان يي په رأس کې کارکوي ، داسلامی امارت په اړه يو سوچه دروغ او له واقعيته لرې پروپاګند آميزه راپور خپور کړ چې پکي ويلي شوي وو داسلامی امارت ځينو مشرانو دپاکستان هيواد په اسلام آبادکې غونډه وکړه دسولې په اړه يي تمايل وښود او داسي نورې افتراوي .............
موږ دغه راپور سر ترپايه ردوو ، هغه خبرې چې دډيلي بيسټ ورځپاڼې يي يادونه کړې داسلامی امارت له پاليسۍ او کړنلارو سره متضاد شيان دي ، همدا راز د اسلامي امارت دمشرانو ترمنځ داختلاف ټکي هم د ورځپاڼې خپل شیطانت او تبليغاتي ماموريت ده چي په اصل کې هیڅ حقیقت نلري ، موږ له رسنيو نه هيله کوو چې ددغه راز پروپاګندو په خپراوي کې چې اصلا واقعيت نلري او داستخباراتي ماموريتونو برخه وی خورا محتاط ووسي ، موږ دخپلو خپرونو لپاره رسمي ویندیان او رسمۍ ويب پاڼه لرو چې که زموږ په اړه څوک معلومات غواړي له همدغو مشروع لارو څخه يي تر لاسه کولای شي ، ولي دهرچا خبرې داسلامی امارت پورې تړل او دنامعلوم اشخاصو له آدرسه افتراوي خپرول دټولو رسنیزو اصولو پرخلاف او زموږ په وړاندي له شخصي کينې نه ډک عمل ده چې دځينو معلومو اشخاصو خپل ذاتۍ تمايل بلل کيږي او بايد ازادې رسنۍ ځان پکي ملوث نکړي ،ددي خبري یادونه هم ضروري ده چې ډلي بيسټ ورځپاڼه تل دخپلو پروپاګندو دپخولو لپاره دذبیح الله نوم اتسعمالوي ، تر څو یې خلکو ته ښکاره کې چي ګو یا دا زه (داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یم) ،خو حقیقت دا دی چې نه ما له دې ورځپا ڼې سره خبرې کړې دي او نه هم په دي نامه داسلامي امارت په لیکو کې بل دا سې مسئول شته چې له دوی سره دې خبرې وکړي .
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی
۱۴۳۴/۱۲/۲۹هـ ق
۱۳۹۲/۸/۱۲هـ ش ــ 2013/11/3م
[quote:3ac090024f="اتل"]دفورم محترموګډونوالو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ما خو تل لاسونه په دُعا نیولي چې د الله جل جلاله په کرم او رحم په ملک کې ويني تویل او ورور وژنه پای ته ورسیږي، سوله راشي، ترځو ملک وده وکړي او مسلمانان جوماتونو، هدیرو، او جنازوه ته په امن کې لاړ شي، او په کاملو حواسو د الله تعلي اوامر په ځای کړي او طاعت او عبادت وکړي.
زه چې د سولې د څرک په لګیدو څه ولیکم او یا دطالبانو د مهمو غړو په سوله ایزو تبصرو څه ووام، نو ځینې دوستان خدای دې یې لري، سترګې پټې او خوله وازه کړي، هدر او هزیان وايي.
په عوض ددې چې د ملک خیر ښیګڼه، سوله او سلم چې د الله تعلې د رضایت سبب کیږي، حمایه کړي، په ملک کې تشدد، ترهه، او بې هوده قتل او قتال تشویق
کوي. دغو دوستانو ته پکار دي، چې دخیر طلب وکړي نه د شر او فساد؟
دالاندې رپوټ مشال رادیو او دډیلي بیسټ ورځپاڼې په حواله خپور کړی، او ګران افغانستان هم د خپلئ ځانګړې تبصرې سره غبرګ همدا رپوټ چاپ کړیدي:
====
د طالبانو قوماندان ملا وکیل
مشال راډیو
02.11.2013
سرچینه: ډېلي بیسټ
ژباړه: بشیر ګواښ
ډېلي بيست ليکي اسلام اباد کې د افغان طالبانو د کوټې شورا غړو په يوه غونډه کې فیصله کړې چې د سولې په مذاکراتو کې به همکاري کوي او بريدونه به نه زياتوي.
دا خلک اسلام اباد کې د افغان طالبانو يو ملاتړ کوونکي سړي ښکلي کور ته په مرمۍ ضد موټرو کې ورغلي ول. له دوی سره وسلې نه وي. سپينې خولۍ يې په سر وې او اوتو کړي جامې يې اغوستې وې. پاکستان تر ډېره وخته پورې له دې انکار کړی چې افغان طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي خو د ډېلي بیسټ په وينا اوس پاکستان ښه په ښکاره طالبانو ته د ناستو او تګ راتګ موقعې برابروي.
په رپورټ کې راغلي چې دې غونډه کې د کوټې شورا لس مهم طالبان شامل وو. په دوی کې د طالبانو يو مهم نظامي مشر، اختر محمد منصور، د افغانستان په جنوب کې د طالبانو قوماندان مولوي حسن رحماني او د دوی د مشر ملا عمر نيزدي ملګري عبدالروف خادم او ملا ګل اغا ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د کوټې شورا يو بل مشر غړی عبدالقيوم ذاکر نه وو. د ډېلي بيست په خبره نوموړی د اختر محمد منصور سره پر نظامي مشرۍ اختلاف لري او غواړي د طالبانو نظامي مشر دی پخپله وي.
په رپورټ کې راغلي چې دې غونډه کې ګډونوالو افغانستان کې د سولې په مذاکراتو کې د برخه اخيستو په اړه تاوده بحثونه وکړل. ځينو ويل چې امريکايي پوځيان له افغانستانه په وتو دي او اوس ښه وخت دی چې خپل چريکي يا ګوريلايي حملې تېزې کړي. خو اکثريت په دې نظر وو چې له دولس کاله جګړې وروسته نور بايد د سولې لاره غوره کړل شي او سياسي روغه جوړه دې وشي.
ډېلي بیست د ذبيح الله په نامه يو طالب قوماندان له خولې ليکلي چې پاکستان طالبانو ته ويلي چې افغان حکومت سره يو جوړجاړي ته رسيدلو لپاره ځينې سختې غوښتنې پريږدي او پر ځای دې يې داسې مطالبې وکړي چې د منلو او عملي کولو وړ وي.
په دې رپورټ کې راغلي چې د افغان طالبانو د کوټې شورا ځکه د کوټې په ځای اسلام اباد کې دا غونډه وکړه چې هلته د ملا نجيب الله له بريده ويريږي. د طالبانو قوي قوماندان ملا نجيب الله د ځانمرګو بريد کوونکو يو ګروپ مشر او د سولې د خبرو خلاف دی.
افغان حکومت له دې ناستې خبر وو او ډېلي بیسټ ويب پاڼې د ولسمشر حامد کرزي د يو سلاکار له خولې ليکلي چې د کوټې شورا د غړو په خپله منځ کې ناسته ښه کار دی. نوموړي زیاته کړي چې دا مهال پاکستان کې طالبان تر بل هر وخته ډېر خوشاله دي او دا ښه خبره ده چې د شورا غړي په ارامه زړه له خطره بهره يو ځای کې سره کښينایتل او د سولې په اړه يې خپل نظرونه سره شريک کړل.[/quote:3ac090024f]