سياست او روانې چارې
د بې پیلوټه الوتکو له حملو څخه د لومړنیو ژوندي پاته شویو کسانو شاهدي
طیب زابلی *
30.10.2013
څرنګه چی دامریکا له خواڅخه دبې پیلوټه الوتکو بریدونه هغه که په افغانستان کی وی اوکه په پاکستان کی تل دملکی خلکو دوژلو او دکورونو دورانولو سبب کیږی،اوټول خلک که حکومتونه دی که اولسونه ددې کرغیړن عمل مخالفت او غندنه کوی ،
مګرخو ځینی داسی خلک بیا شته چی ددې کرغیړن عمل بیاهم حمایت کوی او داښه کار ګڼی،او داد اولسونو په ګټه ګڼی، او درسنیو له باربار دې خبری ذکر کولوسره سره چی په دې حملو کی زیاتره ملکیان وژل کیږی ،بیاهم دوئ دادعوه کوی چی په دې کی ګواکی یوازی ترهګر(مجاهدین) په نښه کیږی،ملکیان نه وژل کیږی،
نو دې خلکو ته زه دایم چی اوس تاسو وګورئ چی دغه ۶۷ کلنه مور چی په دې برید کی وژل شوی ده داڅوک ده؟القاعده ده؟ که طالبه؟
ازادۍ رادیو دا راپور خپور کړی ده،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د پاکستان د یوه ښوونځې ښوونکې او دوو کوچنیانو یي د سه شنبې په ورځ د امریکا په کانګرس کې د بې پیلوټه الوتکو له حملو څخه د لومړنیو ژوندي پاته شویو کسانو په توګه شاهدي وویله.
رفیق رحمان چې مور یي د ۲۰۱۲ م کال اکتوبر میاشت کې په وزیرستان کې د بي پیلوټه الوتکۍ په حملې کې وژل شوي وه، په داسې حال کې یي د کانګرس استماعیه غونډې ته شاهدې وویله چې دوه اولادونه نبیلا او زبیر یي ترڅنګ ناست وو. دوي هم په حملې کې ټپیان شوي وو.
رحمان وویل، د خپلې ۶۷ کلنې مور د وژل کیدو په اړه د پوښتنو ځوابونه غواړي. ده وویل، هیچا ورته ندي ویلې چې مور یي ولې هغه ورځ ووژل شوه.
د امریکا متحده ایالات د بي پیلوټه الوتکو حملې د تروریسې ډلوپر ضد مهمه وسله بولي.
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنې تیره اوونۍ ویلې و چې حکومت په هغو راپورونو غور کوې چې وایي، په پاکستان او یمن کې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې ملکې خلک وژل شوي دي.