د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پښتنو کې د فالج ناروغي تر ټولو زیاته ده

اتل
30.10.2013

السلام علیکم
د مشال رادیو یو رپوټ خپور کړئ او وایي چې د فالج ناروغې تر نورونه په پښتنو کې زیاته ده. پدې رپوټ کې ددې مرض ګڼ عوامل ښودل شوي، او ددې مرض د منخنیوي د لارو چارو سپارښتنه هم شویده، چې لوستل یې بې ګټې ندي.

د فالج یا فلج او یا هم د ماشومانو د ګوزڼ مسئله زما په فکر کې را وګرزیده.
ماشوم چې د پولیو په مرض یو ځلې فلج او یا شل شي، بیا د عمر تر پایه علاج نلري.
خو د مخنیوي يوه ډیره مؤثره لار شته چې هغه د ماشوم واکسین کول دي.
په لوی لاس ددې نعمت نه د ماشومانو محروم کول جنایت او نه بښونکې ګناه ده.
====
پښتنو کې د فالج ناروغي تر ټولو زیاته ده
په پاکستان کې د دې بيمارې بنيادي وجې اوچت بلډ پريشر(د وينې اوچت فشار)، غوړ خواړه، د سيګرېټو او تمباکو استعمال دی.

رابعه اکرم خان
29.10.2013
د فالج د مخنيوي نړيوالې ورځ په موقع د پاکستان سټروک سوساسټي وينا ده چې د هغوي راټول کړې شوې مالوماتو ترمخه له فالجه هره ورځ په ملک کې شا خوا څلور سوه مري.

د فالج په علاج او مسلو کار کونکې ادارې پاکستان سټروک سوساساټي ډاکټر محمد واسع مشال راډيو ته وويل د درستې نړې پشمول پاکستان کې دې ناروغې د اګاهې لپاره د صحت نړيوالې ادارې او ورلډ سټروک سوسايټي په مرسته دا ورځ لمانځل کيږي ځکه چې نن سبا دې بيمارې کې زياتوالې کتل شوی دی.

دی وايې په پاکستان کې د دې بيمارې بنيادي وجې اوچت بلډ پريشر(د وينې اوچت فشار) ، غوړ خوراک ، د سيګرېټو او تمباکو استعمال دی.

"د فالج ورځ ځکه لمانځل کيږي چې نړې کې دې ناروغۍ وبايي بڼه اخیستې ده او په نړې کې په هر دوه سيکنډونو کې پر يو تن د فالج حمله کيږي. پاکستان کې هم دا بيماري په تيزۍ سره خپريږي. زموږ د مالوماتو مطابق پاکستان کې هره ورځ له یو زرو تر پنځلس سوه د فالج مريضان په هسپتالونو کې داخلېږي او ګڼ ناروغان یې پر وخت روغتونو رسيدلی هم نه شي. دا رنګ شا خوا څلور سوه کسان د فالج له وجې هره ورځ مري نو دا يو غټ شمير دې چې علاج يې ممکنه خو بيا هم په سونو ترې مري"

ډاکټر واسع په خپلو خبرو کې وويل د قامي هيلت سروې ترمخه دا وخت د پاکستان د ابادۍ يو درې برخه داسي ده چې هغه د های بلډ پريشر ښکار ده. او په خيبر پښتونخوا کې تر ټول ملک زيات د فالج او هايې بلډ پريشر ناروغان دي.

دا شان هم د پاکستان سوسايټي د فالج ناروغې ماهره ډاکټر طارق وايې ډير په اسانه موږ دې علاج نه ځان بچ کولای شو.

"د فالج لپاره ضروري ده چې خپل ځان صحتمند وساتل شي. دغه رنګ متوازن خوراک او ورزش ضروري دې او په خاصه توګه چربي شيانو نه ډډه دې وکړې شي. ورزش روزانه دوه کلوميټره ضروري دې. دا شان سيګريت نه پرهيز هم ضروري دې او که د چا شوګر وي نو هغه دې کنټرول ساتي اود اوبو څکلو مقدار زيات کړې"

پاکستان سټروک سوسايټي وايې هغوی به د ملک په مختلفو ښارونو کې راروان کال ډاکټرانو ته دفالج مرض د مخنيوي په اړه تربيت هم ورکوي چې په منظمه توګه د دې ناروغې مقابله وکړل شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more